(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما نه مخکې ته وې

[02.Jul.2018 - 09:24]

"زما نه مخکې ته وې خو چې تا نه مخکې څه وو!"

زه د پښتو شعرونه چې د یو څو کلاسیکو او بافکره شاعرانو نه راپدېخوا شي ډېر نه لولم ځکه چې اکثر پکې د فکر او تدبر لپاره کوم مواد نه وي؛ د ژوند د پړاوونو او کړاوونو په اړه د تخلیق او تنقید د مادې نه پاک، هغه بې معنی چیغې چې په بې فکرۍ او بې مغزۍ وهل کېږي په قافیه ردیف کې راتاو شوې وي او په زړو تاویلو ماویلو شخوند وهل وي چې نه کوم عاقل انسان فکر او تدبر ته لېواله کوي او نه کومه د ژوند سره اړونده، د انساني عقل د پرمختګ لپاره مهمه پوښتنه رامخې ته کوي.

خو څو ورځې وړاندې مې دغه غزل د یو ګران ملګري په مننه له نظره تېر شو او څو ځل مې ولوستلو ځکه چې د شاعر نوم یې ما مخکې چیرته نه و اورېدلی خو په غزل کې داسې موضوعات په داسې خوږه او زړه ته لویدونکې طریقه وړاندې کول چې غټ غټ تش په نامه دانشوران او فلسفیان پرې خبرې نشي کولی دې ته مجبور کړم چې څو ځل یې ولولم او دغه څو کرښې پرې ولیکم.

زما نه مخکښی ته وے خو چی تا نه مخکښی څه وو

جوړه چی دنیا نه وه دنیا نه مخکښی څه وو

یو څو سوالونه داسې چی سوالونه ترې جوړیږی

دا تا ته چی ریښتیا دي، دې ریښتیا نه مخکښی څه وو

دا ډیر خلق غلط وو که دا لږ خلق غلط دے

دا اوس چی رڼا راغله دې رڼا نه مخکښی څه وو

تا ولې بې قیمته کړه د سر سیورې ئے ورک شو

آدمه په ژوندون کښی د حوا نه مخکښی څه وو

د دې دور ماشوم یم او بلا نه نه ویریږم

بې بې په دې مې پوئے که د بلا نه مخکښی څه وو

تا هسې زه بدنام کړمه په پوخ ایمان کافر شومه

ما دومره قدرې وې د ابتدا نه مخکښی څه وو

دا اوس چی پسې ټول خلق ولاړ دے او خاموش دے

"دانشه" په مذهب کښی د ملا نه مخکښی څه وو.

د دې غزل د شاعر نوم بخت ذاده دانش دی او څنګه چې د شعر د املاء او لغاتو نه څرګندېږي د کوزې پښتونخوا اوسېدونکی دی خو زه یې شخصاً نه پېژنم. البته د غزل زور او طاقت په دې کې دی چې عن په پیل، یعنې مطلع کې د انساني تاریخ تر ټولو ستره دوکه او دعوه تر پوښتنې لاندې راولي. دا د شاعر کمال دی چې هغه نېغ په نېغه ددغې دوکې نوم نه دی اخیستی خو د فیسبوک په پاڼو کې په دې غزل د ځینو "دانشورانو" د وارخطا تبصرو نه واضح څرګندېږي چې هر چا ته یې اشاره څرګنده ده

په دغو تبصرو کې د خندا خبره داده چې هر څوک په دې ډار او وېره اخته دي چې داسې سوالونه راپورته کول نه دي پکار ځکه چې تر هر څه مخکې د دې غریبانو ایمان په خطر کې پرېوځي او بل دا چې داسې سوالونو ته ځواب پیدا کول ناممکن دي ځکه چې د دوی د خطر په زانګو کې پروت ایمان کې یوازې د دوی ایمان ریښتیا دی نو ځکه پرې سوال کول نه دي پکار. خو شاعر د مطلعې نه وروسته په ډېر کمال، لکه د دې مات او ګوډ ایمان په نبض او ددې شاته مریض ذهنیت باندې چې پوهه وي، د دوی دغه د ریښتیا دعوه هم تر پوښتنې لاندې راولي او وايي: "دا تاته چې ریښتیا دي، دې ریښتیا نه مخکې څه وو؟" ښکاره خبره ده چې مریض ذهنیت به بیا هماغه دعوه کوي د کومې په اړه چې شاعر عن په مطلع کې ویلي "زما نه مخکې ته وې خو چې تانه مخکې څه وو؟"

 د غزل په نورو بیتونو کې نورې پوښتنې هم راپورته کړل شوې دي. که په ژور نظر یې مطالعه وشي نو ټولې پوښتنې يو ځانګړی ترتیب او تسلسل لري چې شاعر ورته په هر بیت کې قدم په قدم د بره نه لاندې د زینې په څېر مراتب ورکړي دي. که د بره نه لاندې او که د لاندې نه یې په پورته لوري جاج اخلې شاعر هغه ټولې بې بنیاده دعوې لمبر په لمبر تر پوښتنې لاندې راولي چې د یو بل نه جلا کوم اساس نه لري. د انساني فکر په دوکه کې د اچولو لپاره دغه دعوې د یو بل سره یو خاص تړون او ربط ته اړتیا لري، که یوه کړۍ یې له منځه ولاړه ټولې سر خوري. او همدا دلیل دی چې هرکله یوه کړۍ تر پوښتنې لاندې راشي (د بېلګې په ډول د ملا رول او یا د ښځې حیثیت)، نو ټول شی په خطر کې پرېوځي او "دانشوران" چیغې شروع کوي چې داسې پوښتنې نه دي راپورته کول پکار.

نور په تاسو چې د عقل په سترګو یې مطالعه وکړئ او خپل قضاوت وکړئ. زه فقط پښتو کې د دغسې ژور فکري تخلیق د پراختیا هیله لرم، خاصتاً په دې هم چې د انساني فکر د پوچولو بې بنیاده مذهبي مفکورو په نړۍ کې تر ټولو زیات زمونږ ټولنه ذهني مریضه کړې ده او نتایج یې مونږ په خپل ورځني ژوند کې د غربت، وروسته پاتې والي، تشدد، ترهګرۍ، بې علمۍ، بې امنیتۍ، منافقت، فساد او ملاازم په بڼه وینو.

هادي هیران

 

د پښتو لیکدود (رسم الخط) لاتیني کولڅه باید وشي؟

هادي حیران

په دې ورځو کې دلته او هلته د پښتو لیکدود (رسم الخط) د لاتیني کولو خبرې کېږي، ګټې او زیانونه، ملاتړ او مخالفتونه څرګندېږي او داسې ښکاري چې ځینو خلکو ورته جدي پاملرنه کړې ده. نو ځکه غواړم چې دې لیکنه کې ددې موضوع په دلیلونو، ددې کار په امکاناتو او دې وخت کې زمونږ د ژبې د لیکدود د بدلولو په مثبت او منفي اړخونو خپل معلومات وړاندې کړم او تر بحث لاندې یې راولم

تر هر څه مخکې باید پوښتنه وشي چې ولې د لیکدود د بدلولو خبرې کېږي، او د کوم دلیل پر اساس ددې ملاتړ یا مخالفت کېږي. ما چې کومه څېړنه وکړه او د دواړو خواوو دلیلونه مې ولیدل نو د ملاتړ کوونکو ستر دلیل دا دی چې پښتو په اوسني رسم الخط لیکل ګران یا سخت دي (د تعجب خبره دا ده چې د دې دلیل ویونکي اکثریت په اوسني لیکدود کې ډېره ښه پښتو لیکي!) د ځینو سیکولر فکر خاوندانو دا خبره نه خوښېږي چې پښتو په عربي رسم الخط لیکل کېږي.

مخالفت کوونکي بیا وايي چې اوس خو پښتو په کمپيوټري او انټرنېټي پروګرامونو کې هم شامله شوې ده، ډېر خلک یې تر څه حده لیکلی او لوستلی شي، دومره ادبیات پکې لیکل شوي دي او داسې نور. نو په دې وخت کې به د لیکدود بدلول ژبې ته یو ستر زیان وي. په دې ډله کې ځینې دیني تنګ نظره فقط په دې دلیل مخالفت کوي چې عربي رسم الخط پرېښودل به د دوی دوزخ ته د تللو سبب شي

زما په فکر د خپلې ژبې سره د دیندارۍ یا بې دینۍ پر اساس داسې لوبې کول د بې عقلۍ کار دی او د پرېوتي ټولنیز ذهنیت او فکر ثبوت ورکوي. نو په همدې خاطر زما نظر دا دی چې د ژبې په باره کې د دومره یو ستر اقدام څخه مخکې ډېر فکر کول پکار دي او ټول امکانات او اړخونه یې په جدي ډول سنجول پکار دي.

په دې ځای کې به دا خبره واضحه کړم چې د پښتو ژبې لیکدود لاتیني ته اړول که چیرې په صحیح طریقه وشي نو کېدای شي چې د لیک په اسانولو کې ډېره مرسته وکړي. خو په عین حال کې دا فکر کول پکار دي چې ایا په صحیح طریقه ددې کار کول چې کومو امکاناتو ته اړتیا لري هغه شته که نه. یعنې ددې کار لپاره ریاستي ملاتړ ضروري دی. په عین حال کې زمونږ بدبختي دا ده چې پښتو ویونکي په دوو ریاستونو کې ویشل شوي دي په داسې حال کې چې د افغانستان دننه مونږ نورې ژبې هم لرو. په هغوی کې تر ټولو مهمه دري ده چې د پښتو تر څنګ رسمي ژبه ده. که چیرې د دري رسم الخط نه بدلېږي او د لرې پښتونخوا پښتانه هم د رسم الخط له بدلولو انکار وکړي نو پښتو به د ګردې نړۍ د خندا شي او دا لږ ډېر خلک چې یې وايي او لیکي د هغوی به هم ترې زړه تور شي. نور به یې په ویلو او لیکلو بېخي شرمېږي.

دې خبرې ته ښه جدي کتل پکار دي چې د یوې ژبې رسم الخط په مؤثره طریقه بدلول څه اسان کار یا ټوکه نه ده. او بیا په نن سبا وخت کې خو بېخي ګران دی ځکه اوس مونږ داسې ځای ته رارسېدلي یو چې ټولې کمپیوټرې او انټرنېټي ټیکنالوجۍ او نور تخنیکونه پښتو خو لا څه د نورو وړو وړو ژبو سپورټ هم لري. په ترکیه کې چې کله کمال اتاترک د ترکۍ ژبې لیکدود د عربۍ نه لاتینۍ ته اړولو نو هغه وخت دومره مشکلات نه وو ځکه چې تر ټولو غټه مسله د خلکو په لاتیني خط اموخته کول او پخواني ادبیات نوي لیکدود ته اړول وو. دغه کار د ریاست د پوره ملاتړ په صورت کې له کوم مشکل سره مخ نه شو. نو پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان دولتونه چې په زرګونو نورو مشکلاتو کې ګېر دي او پخوا پښتو سره د مېرنۍ مور سلوک کوي به دې ته تیار شي چې دومره یو ستر کار ته اوږه ورکړي او په مؤثره او منظمه طریقه یې سر ته ورسوي؟

زما خو پرې باور نه کېږي!

د لیکدود د بدلولو د ملاتړیانو یو دلیل دا دی چې د پښتو په لیکلو کې مشکلات ددې ژبې د پرمختګ په وړاندې یو خنډ دی ځکه چې ساینسي او تخنیکي پرمختګونه یواځې په لاتیني لیکدود کې امکان لري. دا یو ډېر پُوچ دلیل دی او یواځې په دې دلیل د لیکدود بدلول ماته یو حماقت ښکاري ځکه چې ساینسي پرمختګ په ذهنونو کېږي، کله چې ذهنونه او ذهنیتونه پرمختګ ته تیار وي نو بیا یې په هر لیکدود کې کوي. کله چې ذهنونه پرمختګ ته تیار نه وي نو هیڅ لیکدود او هیڅ بله وسیله ورسره مرسته نشي کولی. حتی که انګلیسي یا فرانسوي د افغانستان رسمي ژبه شي خو چې خلک یې د سیپارو او دوه زره کاله پخوانیو کیسو په سر یو بل وژني، مدرسې له اکاډیمیو او علمي مرکزونو زیات ارزښت لري او له پوهنتونونو داسې ډاکټران فارغېږي چې د تحقیق او تخنیک په ځای په تعویذ عقیده لري نو دا وړۍ به شړۍ نشي. ددې ژوندی مثال ځینې افریقايي هیوادونه دي چې فرانسوي پکې رسمي ژبه ده خو کارونه یې د ویلو نه دي.

دلته مې فرانسوي ژبه یاده کړه نو ښايي تاسو ټولو ته معلومه وي چې دغه هم یوه ډېره ګرانه او سخته ژبه ده ځکه چې د لیکلو او ویلو ترمنځ یې ډېر توپیر دی. فرانسویان د لیکلو په وخت بلها ډېر شیان لیکي خو کله چې یې وايي نو سړی حیران شي چې اوږدې پړپړې یې لیکلي دي خو په ویلو کې یې نیم په نیمه پرېږدي. تاسو څه فکر کوئ چې د لیکلو او ویلو په ژبه کې دومره زیات فرق یادول اسان کار دی؟ هیڅکله نه. خپله فرانسویانو ته هم اسان کار ندی خو هغه یو ملت دی، ژبه یې ریاستي ملاتړ لري او علمي کار ورته شوی دی نو اسانه ده که ګرانه ده باید چې زده یې کړي او افتخار پرې کوي. د فرانسویانو ساینسي او علمي ذهنیت د هغوی ژبه ساینسي او علمي کړې ده. په مراکش کې ټولې پوهنتوني زده کړې په همدغې فرانسوۍ کې کېږي او ځینو افریقايي هیوادونو کې فرانسوي حتی رسمي ژبه ده خو چې خلک یې ډېرې فکري ناروغۍ لري نو څه فرانسوي به ترې څه جوړ کړي!

بله بېلګه روسي ژبه ده چې ځانته یو داسې جلا رسم الخط لري چې زیاتره لویدیځوالو ته ډېر عجیبه ښکاري. خو روسۍ رسم الخط هیڅکله د روسانو د تخنیکي او ساینسي پرمختګ په لاره کې ندی خنډ شوی. روسانو چې کله تر هر چا مخکې سپوږمۍ ته سفر کاوه نو د ژبې د رسم الخط موضوع هیچا نه وه مطرح کړې

همدلته چې د روسۍ بحث کوو نو باید د تاجکي ژبې هم وکړو. تاجکي (چې تاجکستان او ازبکستان کې ویل کېږي) اصلاُ د فارسۍ/دري یوه لهجه ده خو هغوی هم رسم الخط په دې خاطر سریلي (روسي رسم الخط) ته اړولې وو چې د روسانو له پرمختګه برخمن شي. خو اوس یې زیاتره خلک په دې پښېمان دي ځکه چې د نوي نسل په علمي ډګر کې د لیکدود بدلولو له امله ډېر وروسته پاتې شو. دا ځکه چې هغه کسان چې ژبه یې په سریلي رسم الخط کې زده کړې وه فارسي یې نه شوه لوستلی. نو هغه کسان چې په روسۍ نه پوهېدل علمي نړۍ یې ډېره محدوده وه. هغوی باید د فارسۍ علمي موادو ته د لاسرسي لپاره فارسي رسم الخط زده کړی وی او د روسۍ علمي موادو ته د لاسرسي لپاره روسي ژبه. د روسۍ او فارسي په منځ کې ورته خپله ژبه یوه بې ګټې او بې فایدې هڅه ښکارېدله او اوس بیا تاوده بحثونه روان دي چې لیکدود بېرته فارسۍ (یعنې عربي رسم الخط) ته واړول شي.

زمونږ هغه سیکولر مفکرین چې فکر کوي د پښتو لیکدود په لاتیني کولو به پښتانه چټک ساینسپوهان شي په خیالي نړۍ کې پراته دي. ددې لپاره یو واضح مثال ترکي ژبه ده چې د ریاست په مرسته او ملاتړ لاتیني شوله خو ټولنه یې اوس بیا د مذهبي تنګ نظرۍ په لور روانه ده او د جمهوریت او دموکراسۍ د لاس نه د دیکتاتورۍ په غېږ کې ورخویدو والا ده. دا چې د خلکو ذهنیت مریض دی نو لاتیني رسم الخط یې علاج نشي کولی.

کله چې خبره د کمپیوټر او تخنیک شي نو د هسپانوي ژبې بېلګه هم ورکول کېدلی شي. یو څو لسیزې وړاندې کله چې د نړۍ د سترو ژبو لپاره ابتدايي کمپیوټري پروګرامونه جوړېدل نو هسپانوي ژبه کې فقط یو حرف مشکل لرلو. هسپانوي ژبه هم n توری لري او هم یو بل توری ñ. د دواړو په غږ کې ډېر لږ توپیر دی او په کمپیوټري پروګرامونو کې د دې دویم توری ځایولو مشکلات جوړول. نو اروپايي اتحادیې له هسپانیې غوښتنه وکړه چې دا دویم توری (ñ) له ژبې وباسي یا یې بل څه غم وخوري. هسپانیې ددې نه سروپ انکار وکړو ځکه چې هسپانوي ژبه په ډېرو هیوادونو کې ویل کېږي، ځینې هیوادونه نور سیسټمونه لیرې، داسې هیوادونه هم شته چیرته چې تر اوسه پورې کمپیوټر دومره عام ندی، نو هسپانویان په دې ډارېدل چې که ځینې هیوادونه ددې بدلون له تطبیقولو انکار وکړي ټوله ژبه به مو د خندا شي. دویم دلیل د هغوی دا و چې ژبه دغه غږ لري او دغه توری په تاریخي لحاظ د ژبې برخه ده نو دا هیڅ امکان نلري چې اوس ترې وویستل شي. هسپانوي ژبه په دې اقدام د کمپیوټر نه وروسته پاتې نه شوه، بلکې کمپیوټر پرمختګ وکړو ځکه چې دغو ضرورتونو لپاره نور کار او ایجاداتو نورو ژبو ته هم لاره هواره کړه

او زه وایم چې چینايي او کوریايي ژبې د کمپیوټري او نورو تخنیکي پروګرامونو لپاره کوم مشکل ندی نو مونږ له خو په دې هیڅ بحث ندی پکار. مونږ له د ژبې د لیکدود د بدلولو انرجي د خلکو د ذهنیت په بدلول لګول پکار دي چې هغوی په ذهني او فکري توګه د علمي پرمختګونو قبولولو ته اماده شي او انسانیت وده وکړي.

په پای کې بیا هم دا خبره تکراروم چې زه د لیکدود د بدلولو سروپ مخالف نه یم. زما په فکر که دا کار پنځوس شپېته کاله مخکې د ریاست په مرسته شوی وای نو ښايي چې ډېرې زیاتې ګټې یې لرلې وی. خو اوس په داسې وخت کې چې پښتو تقریباً په هر تخنیکي او غیر تخنیکي ګوټ کې ځای شوې ده او لوستونکي او علمي کارونه پکې په زیاتېدو دي، د لیکدود بدلول به د ګټې نه زیات تاوان ولري. او که چیرې دا کار د افغانستان او پاکستان د دولتونو ریاستي ملاتړ ونلري نو بیا خو به بېخي د ژبې د ورکولو په معنی وي ځکه هر څوک به یې په خپله طریقه لیکي. زه دلته لویدیځ کې داسې خلک وینم چې تر اوسه پورې د خوشحال خان خټک د وخت پښتو لیکي. نو که چیرې یو مسلسل، منظم او مؤثر اقدام نه وي، فقط دا وي چې یوه ډله یې په لاتیني کې لیکي، بله په اوسني کې، بله بل ډول او بله بل ډول نو زما په فکر دغه خندا پسې نه ده پکار. پښتو چې اوس نور کوم سلګونه مشکلات لري په هغوی کار کول پکار دي.

عبدالهادي حیران

*****

جهاد، هجرت او د میاجان غويي

د تېر جهاد/فساد په دوره کې چې مونږ د باجوړ  په کوم مهاجرکمپ کې اوسېدلو هلته درې سړي او یوه ښځه ډېر مشهور وو. سړي یعنې ضیاء الحق، ګلبدین او میاجان، او ښځه چې مشهوره وه هغه صندلۍ نومېدله. ضیاءالحق په دې چې هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر و او له دغې لارې یې د وینو په تویولو ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسولی و او بیا په افغانستان او پاکستان کې مذهبي فساد ته د ودې ورکولو مخکښ و. ګلبدین په دې مشهور و چې زمونږ په کمپ کې دده جهادي ډلې تر ټولو زیات ملاتړي لرل. ددوی قوماندانان به افغانستان ته تلل او هلته چې به هر څه په مخه ورتلل ورانول به یې. د پاکستان نه به یې ځان سره وسلې وړلې او بېرته به یې د وطن شتمنۍ په کباړ کې راوړلې او خرڅولې. د میاجان د شهرت دلیل د هغه غويي و کوم چې هغه د غواګانو تېرولو لپاره ساتلی و او دغه کار به یې هره ورځ په عام محضر کې کاوه. صندلۍ په دې مشهوره وه چې ویل کېدل د خپل کور نه یې فاحشه خانه جوړه کړې ده. هلته به هم زیاتره هم دا جهاد والا ورتلل.

هغو وختونو کې امریکا او انګلستان اهل کتاب وو، د هغوی پرېمانه وسلې، غنم او نور مواد او د عربو کجورې، وسلې او تیارې غوښې جهادي افغانانو ګډوډ وهل، د حرام او حلال پوښتنه پکې نه وه. نو د جهاد نه غیر چا څه کار روزګار هم نه لرلو. جهاد ته به خلک په نوبت تلل، نو څوک چې به لاړل هغوی خو به هلته د وطن په کباړي کولو بوخت وو، کوم چې به په کمپ کې پاتې وو د هغوی د ساعت تېرۍ کارونه یا د میاجان د غويي تماشه او یا یو بل ته د صندلۍ ریښتیا او خیالي داستانونه بیانول وو

میاجان په خپله د باجوړ ځايي اوسېدونکی و او د پلار نیکه نه یې دغه غويي والا کسب کاوه. غويي یې ښه ساتلی و او هر رقم دوایانې یې ورله ورکولې چې زیاتو غواګانو سره مینه وکړي خو بیا هم غويي و، هر وخت په یو حال نه و. د لیرې لیرې ځایونو نه به ورله خلکو غواګانې راوستلې. کله چې به چا غوا راوستله نو د کور څنګ ته یوه ونه وه هغې پورې به یې وتړله. هماغه وخت به د کمپ وزګارخېل ټول راغونډ شول ځکه چې تصادفاً د میاجان کور د بازار څنګ ته و او غوا د هر طرف نه لیدل کېدله. بیا به د غوا خاوند ورغی میاجان به یې خبر کړو او پنځه دېرش روپۍ به یې تسلیم کړلې. د پیسو په کور کې له محفوظولو وروسته به میاجان غويي راپرېښودو. که چیرته به دغه د ورځې لومړنۍ غوا وه او غوا به ځوانه هم وه نو د میاجان غويي به اخوا دېخوا نه کاته، بس نېغ به لکه اورګاډی ورغی او په څو دقیقو کې به لاهور ته ورسېدلو. غوا او خاوند به یې دواړه خوشحاله شول او ښه په ډاډه زړه به کور ته لاړل

خو کله چې به په یوه ورځ کې دریمه یا څلورمه غوا راغله نو هغه به ډرامه وه. بیا د غويي نور زړه او وس نه کېدل، کله به یوې ډډې ته لاړ کله بلې ته، کله به غوا ته ورمخامخ شو کله تماشه کوونکو ته، کله به یې د غوا لکۍ پورته کړله چې ټول تفصیلات په دقت معلوم کړي. بالاخر چې به یې په غوا ورټوپ کړل نو شاتنۍ پښې به یې د غوا ځای ته نه جوړېدلې، بیا به میاجان د شا طرف نه ورغی، د پښو منځ کې به یې لاس ورتېر کړو او خوټه به یې ورله په وچ زور په غوا کې ورننویستله. نو چې کله به کار په دې طریقه تمام شو بیا به غوا او خاوند یې ډېر مطمین نه وو.

په دې خاطر چې دې تماشې ته به د کمپ ټول خلک راغونډېدل نو چا چې به د جهادي رهبرانو لپاره پروپاګنډه کوله هغوی به د دوی عکسونه په همدغې ونه کې چیرته چې غوا تړل کېدله پاس لګول، او یا به یې ورسره څنګ دېوال باندې لګول. دغلته به تل د ضیاء الحق، ګلبدین، مسعود او ځینو نورو غټ غټ عکسونه لګېدلي وو. کله به چې غويي په غوا ورجګ شو نو سترګې یې خامخا د ضیاءالحق یا ګلبدین د سترګو سره مخامخ کېدلې او یوه ښه شېبه یې ورته ښه ځیر کاته لکه ورته وايي چې شرم وکړئ تاسو خپل وطن ورانولو ته جهاد وایئ او په ځان مو دومره غټ غټ نومونه ایښي دي او زه چې دلته تمامه ورځ خدمت کوم نه مې نوم شته نه کوم لقب لرم او نه راته تیار مواد راځي

په دغه کمپ کې د میاجان د بې نومه غويي، د اوږدو اوږدو نومونو والا جهادیانو او صندلۍ کیسې پوره کتاب غواړي!

 

 

-
بېرته شاته