(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فوټبال انقلاب!

[13.Jul.2018 - 06:52]

د فوټبال انقلاب!

‌‌‌‌‌‌لیک: ډاکتر حمیدالله زوړور ساپی

له یوې میاشتې راپدیخوا په مسکو کې د فوټبال نړیوالې سیالئ فکرونه،زړونه، سترګې او وختونه اشغال کړي،دولت مشران، ځوانان، زاړهء، نر او ښځې ټول څوک د یوه ټیم څوک د بل ټیم پلویانې کوي ډيري مینه وال له نیژدې ورغلي روسيې ته

په زرهاوو یورو،پوڼډونه او ډالر صرفوي څومره شرطونه، لاټریانې،قمارونه به وهي چا  رولاڼډو،چا لیونل میسی،یو نیم نیمار او حظار *باندې حساب کول چا پورتګال،چا ارجنتاین ،برازیل، بلجیم ؛جرمن او فرانس!!باندې . واړه ملکونه، هیر ټیمونه خو چاته یاد هم نه ول انقلابي ښارونو: سوچي،کازان، مسکو ،ستارا پټرګوف  ورکړل کوچنیو هیوادونو ته د صاف بري شانس

I-کرواشیا: انګلستان،

            روسیه،

            ارژنټاین

           آیسلیڼډ 

           ډنمارک، ته ماتې ورکړې او پایلوبې ، فینال ته ووت،

IIبلجیم: برازیل(چې فوټبال ې ملي لوبه او بال ېې د بیرغ نښه ده!)

       انګلستان؛

      پانامه،ټونس ؛

      جاپان  ، باندې بریا تر لاس کړه ؛

* د یوې فرانسې ېې چېګاوڼډۍ او همژبې ده لحاظ او خاطر وکړلو!)

 ۳ـ یوروګوای: روسیه ېې ماته کړله

                 سعودي او مصر ېې هم له لسته وویستل!

                پرتګال ېې له روڼالډو سره پسې واخیست

۴- جنوبي کوریا هم جرمنیان په جړا کړل!!

او داسې نور...

خو ځينې ټیمونه بیا برابر مساوي پاتې شول لکه:جاپان د سینیګاله سره

                                                    = ایران د مراکش او پرتګاله سره

                                                    =آسترالیا د ډنمارکه سره

                                                    =آیسلیڼډ د ارژنټاینه سره

                                                   = سویس د کوستاریکا سره 

ا.د.ن...

تورکانو به اتیایمو کلونو کې د سیاسي ګډوډیو په سوال کې ویل:" نه راستي یو نه چپي ؛ فوټبالیست یو فوټبالیست!!!"حه حه

زمونږ د افغانستان ځوانان خو نام خدا بریالي په هر میدان دي 

خو، که ځينې ځينې د سرونو ،ورمېږونو د پریکولو  پر ځای 

د هلمندي او وزیرستاني ځوانانو غوندې پښې ابلې لاریونونه وکړي  سوله راولي او د خپلو زامنو او لمسیانو 

راتلونکو نسلونو  د نړیوالو فوټبالونو ته پښې قوي کړي 

آ دزیار بابا خبره، کړاو،تکړښت ،غښتلتیا =سپورټ ته ځانونه تیار کړي.

په ټوله پښتني مينه او مڼنه . ډاکټر حمیدالله زړور صاپی/ بلجیم ۲۱چنګاښ ۱۳۹۷=۲۸شوال ۱۴۳۹== ۱۲/جولای ۲۰۱۸ //۱۶بجې

 
-
بېرته شاته