(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوري پښتانه

[13.Jul.2018 - 07:25]

سلطان شهاب الدین محمد غوري 

لیک: بختورشاه

د غور شاهي ټبرد پُښتنو د «سوري» تپې سره تعلق لرلواو دغور د شاهي ټبر وړومبی سردارشنسب»  نومیدهٔ چې د ده په نوم

 « د غور شاهي کورنۍ ته شنسبي هم ؤیلی شي. په ۳۷هـ کې شنسب د غور حکمران ؤ, بیا وروستو د ابو مسلم د تحریک په زمانه کې یعنې ۱۱۰هـ کښې امیر پولاد سوري د غور حکمران شو او بیا په ۱۳۹هـ کې د هغه زوی امیر کروړ حکمران شو.

زه یم زمری په دې نړۍ له ما آتل نشته

په هندوستان او په تخار او په کابل نشته

بل په زابل نشتهله ما آتل نشته

او نور;

امیر کروړ چې کومه ویاړنه د خپل شجاعت د اظهار په غرض د بیتونو په شکل کې په زړې پخوانۍ سوچه پښتو ژبه کې کړې ده نو په دې کې هیڅ شک پاتې نه شو چې د هغه د اسلافو او د غور د اولس ژبه به پُښتو وه, د امیرکروړ نه پس په ۱۵۴هـ کې د هغه زوی امیر ناصر حکمران ؤ, د خلیفه هارون الرشید په زمانه کې د غور حکمران امیر بنجي ؤ چې د خلیفه د لوري نه ورله د امارت سند ورکړی شوی ؤ, په کومو ورځو کې چې محمود غزنوي په غزني کې حکمران ؤ نو د دې خاندان په هغه زمانه کښې د غور حکمران امیر محمد سوري ؤ, کله چې امیر محمد سوري د محمود غزنوي په لاس بندیوان شو نو د غیرت په وجه يې د قید د ذلت نه د بچ کیدو په خاطر زهر وخوړل او د دې نه مړ شو.

د امیرمحمد سوري په مرګ د هغې وخت د یو شاعر اسعد سوري په پښتو ژبه کېمرثیهپه دې دلالت کوي چې د غور حکمران او اولس پُښتانه وو

د فلک د چارو څه وکړم کوکار

زملوي هر ګل چې خاندي په بهار

په سوریؤ باندې ویر پریوت له پاسه

محمد واکمن چې لاړ په بل دیار

او نور;

بیا وروستو د غور د شاهي کورنۍ علاوالدین سوري د غزنیانو حکمراني ختمه کړه او ډېر خلک يې په بې دردۍ سره ووژل او د غزني ښار يې وسېزلو; چې تر نن ورځې پورې علاوالدین سوري د جهان سوز په لقب یادېږي ——— د علاوالدین جهان سوز د مرګ نه پس د هغه زوی سیف الدین د غور امیر شو; ولې هغه ډېر زر د عیاشۍ له سببه د خپل سپه سالار عباس د لاسه اووژلی شو, د دې نه پس د عباس د نورو امیرانو په مشوره عیاث الدین بن بهاوالدین سام د غور امیر شو.

سلطان عیاث الدین او شهاب الدین دواړه د یو مور و پلار اولاد وو, د شهاب الدین د سرلښکرۍ له امله د غور حکمراني تر ډېرې لرې یعنې خراسان, سیستان, ترکستان او د ایران زیاتره برخه يې په خپل سلطنت کښې شامله کړه (۵۶۹هـ)

عیاث الدین په ۵۹۹هـ کې په حق ورسېدو, د هغه په مرګ د هغې وخت د یو شاعرتاېٔمینيد عیاث الدین په ستاېٔینه کې قصیده:

نن زه ژغیږم په صفت د سلطان

چې دې بادار غازي ملک د جهان

د فیروز کوه او غور رڼا ده له ده

هم د تیرو تورو بریښنا ده له ده

او نور;

په ۵۶۹هـ کې شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور د فوځ سرلښکر مقرر ؤ, د ده په مشرۍ کې په ۵۷۴هـ کې ملتان, په ۵۷۵هـ کې پېښور, په ۵۸۲هـ کې لاهور او په ۵۸۸هـ کې يې د هندوستان د قسمت فیصله د تراوړی په میدان کښې وکړه او په دې جنګ سره په هندوستان کې د مسلمانانو د سلطنت بنیاد کېښودلی شو چې د ۱۸۵۷م کال پورې قاېٔم ؤ. په کال ۵۹۹هـ کې د سلطان عیاث الدین غوري په مرګ شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور جانشین شو او خودمختاره بادشاه شو!

 

شهاب الدین محمد غوري د ۲۳ کالو او ۸ میاشتو د واکمنۍ نه وروستو په 602هـ کې په حق ورسېدو او په غزني کې په هغه مقبره کې خاورو ته وسپارلی شو, کومه چې د خپلې لُور دپاره جوړه کړې وه. د ډیلي د راجه سره د جنګ په میدان کې د هغې وخت د یو شاعرملک یار غرشینرجزیه شعرونه:

څښتن مو مل دی

اوس مو یرغل دی

هیواد د بل دی

غازیانو ګورﺉ

څښتن مو مل دی

تُوری تیری کړﺉ

دښمن مو پرې کړﺉ

منګلی سری کړﺉ

څه له به تښتو

څښتن مو مل دی

او نور;

دلیل دپاره د دې لاندې کتابونو نه مرسته اخستی شیٔمننه

—————————————————————————

۱- هندوستان پر اسلامي حکومت ، د مفتي شوکت علی فهمي لیکنه . ۱۷۰-۱۹۷ مخونه.

۲- علامه عبدالحی حبیبي ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ،۴۶۰-۴۶۴ مخونه ، دپيښور چاپ .

۳- پُښتانه د تاریخ په رڼا کښېسید بهادرشاه ظفر کاکاخیل

۴- منهاج السراج

۵- او پټه خزانه

 

 

-
بېرته شاته