(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قبايلي محصلينو ستونزې

[02.Aug.2018 - 14:02]

په افغانستان کې د قبايلي محصلينو ستونزه !

د ملګري امتیاز وزیر لیکنه چې د قبایلي زلمو په ستونزو لیکل شوې تاییدوم، په همدې تړاو مې د وخت د قبایلو سرپرست وزیر لیوال صېب او د همدې وزارت د پلان رئیس ښاغلي احسان سره هم خبرې کړې وې. د دوی ځواب دا و چې مونږ بې وسه یوښاغلی امتیاز وزیر لیکي!

 

په افغانستان کې د قبايلي محصلينو ستونزه !

بيګا د شپې لسم نيمې بجې وې د افغانستان د سولې په تړاو په يوه ليکنه کې بوخت وم چې د پيښور نه  د يوه ملي مبارز ورور په ميسنجر ميسج راغلو ـ ميسج د کتلو پر ځاۍ ما ليکنې ته دوام ورکولو هڅه کوله ولې چې د خوب په حالت کې وم ـ ما فکر کوو چې د يوه پيراګراف مکمل کړم نو ويده به شم ـ  په شخصي شرکت کې کار کول هم د وخت او کار پابندي غواړي ـ ويره به درسره وي که سبا په وخت دفتر ته لاړ نه شم نو 8:15 نه يوه دقيقه ليټ کيدلو په نتيجه کې به غير حاضر حساب شم او که غير حاضرې دې زياتې شوې نو شرکت دې د وظيفې نه ټرمينيټ کوي ـ د خپل فاميل نه د کالونو راهيسې لرې د جدايې په عالم کې چې د کابل جان ژوند وي او وظيفه يا دولتي مرسته ونلري نو ژوند کول هم ستونزمن شي ـ د وظيفې په نه شتون او د مالي مشکلاتو په شتون کې به زه چې د کابل جان په پياده راو روان وم نو کله کله به مې دا سندره زمزمه کوله چې اې زړګيه اوس کړيګه تا ته چا ويل چې مئين شه ـ  هم دا راز زما د ژوند پهيه (Wheel) هم د مهال په شخصي شرکت کې کار کولو باندې روانه ده که څه هم ما په ټول عمر کې داسې سوچ هم نه وو کړې چې زه به د ژوند په اوږدو کې  د پښتنو د پاره د ملي مبارزې نه پرته يه کومه دولتي وظيفه کوم او يا شخصي ـ وجه يې ملي مبارزه ته ژمنتيا او د فاميل ښه مالي او کاروباري وضعيت وو ـ چې د پښتنو لوى کور کابل جان ته راغلم د يوه سوچ او طرحې سره نو له بده مرغه وظيفه کول زما مجبوره جوړه کړې شوه تر څو خپلې ملي مبارزې ته دوام ورکولو سره سره خپل کوچنى کوچنى او ضروري ضرورتونه پوره کولو جوګه شم ـ خبره مې د قبايلي محصلينو د ستونزو په تړاو د پيښور نه د يوه ملي مبارز ورور د ميسج کوله ـ په ميسج د پاسه د ميسج سلسله ته په کتو سره ما فکر وکړو چې څه نه څه ايمرجنسى ختمن شته او ملګري زما توجه جزب کولو ته اړتيا لري نو موبايل مې را اوچت کړو او ميسجونو لوستل او اوريدل مې پيل کړل نو په لومړۍ ميسج کې د مبارز ملګري راته وايي امتيازه تاسي کابل کې څه د پاره پراته يې ، د ولسمشر غني په رهبري کې د قبايلو چارو وزارت نه څه د رنجې ــــــــ جوړ شوې دې چې قبايلي محصلينو ته صرف قبايلي کارت ورکولو توان هم نلري نو په داسې حالاتو کې به موږ لوى افغانستان څنګه جوړه وو ـ هغه زياته کړه چې که د لوى افغانستان او پښتونستان داعيې د ملي هدف پر ځاى د اشخاصو د جيبونو د ډکولو ذريعه وي نو بيا موږ هم خبر کړې چې لږ تر لږه خبر خو يو او غټې غټې خبرې کولو او د سر او مال په قيمت مبارزه لږه محدوده کړو ترڅو د ګل خانانو د پيغورونو نه لګ ځان يوه طرف ته کړو ـ وايي محصلين  کابل ته درشي بيا د قبايلو چارو وزارت صرف قبايلي کارت  هم په وخت نه ورکوي ـ دوه ميسجونه اوريدل  او زما ورته ځواب له پاتې وو چې په واټسيپ يې کال راغلو ـ د هيلو هاى نه وروسته وايي شل پښتانه محصلين په ننګرهار کې د تيرې دوه مياشتې نه په ستونزه کې دي پوهنتون داخلي نه وركوي ولې چې دوى اسناد د وزارت مهارف او تحصيلات عالي نه ندي خلاص شوي ـ وويل چې وزارت تحصيلات او مهارف ورته کار ازکه نکوى چې دوى قبايلي کارتونه نلري ـ هغه زياته کړه چې د کارتونو د پاره دوى په وزارت قبايل کې فارمونه جمع کړی دي او د ننګرهار نه 5 ځله کابل ته په کارتونو پسې تللى او بيا بيرته خالي لاس ننګرهار ته راستانه شي ـ وايي د دوه مياشتې په اوږدو کې او په تلو راتلو کې يې د سړي پر سر يو يو لاکه کالدارې مصرف کړی دي خو د کارت ستونزه به له حل کيږى ـ وايي زمه دوه د تره زامن  هم پکښې شامل دي اوس د داخلې وخت ورنه په تيريدو دې او موږ دالته خپل خپلوانو او د ګل خانانو پيغورونو سره به څه کوو که دا حال وي ـ د ملګري حوصله لنډه معلوميده وايي د قبايلو چارو وزارت خلاف د پيښور پريس کلب مخې ته احتجاجى لاريون ته مجبور يو که دا خپل خپلوان مو د داخلې نه پاتې شول ـ ما په خپل وار هغو ته د تسلې ورکولو کوښښ وکړو ما ورته ويل چې د شک نه پرته د کارتونو پروسه مشکله شوى ده ـ  وجه دا ده چې د وزارت قبايل سره سره د دولت مختلفو ارګانونو نه د کارت پروسه تيريږي نو وخت به ختمن نيسي ـ تاسې حوصله وکې انشاءالله د محصلينو کار به کيږي ـ که څه هم ما ملګري ته د تسلې ورکولو کوشش وکړو خو رښتيا خبره دا ده چې محصلينو ته د پام وړ توجه نه کيږى  او قانوني کار يې په وخت نه حل کيږى ـ د کرښې اغه غاړې ته پراته خرڅ کړی شوي پښتنو ته د ګل خان او د پاکستان د استخباراتو د جاسوس په نظر کتل عامه خبره ده ـ بدبختي څه ده چې کله هم جاسوس راشي او يا هر هغه پښتون چې د پاکستانى ايجنډه سره کابل ته راشي او د پاکستان نه نمايندګي کوى نو په ښه نه ښه هوټل کې شپه ورکول وزيران او نورې دولتي چارواکې د هغو په حضور کې حاضريدل د معمول خبره په نظر راځي ـ د خبرې مقصد د ندې چې دالته کابل کې افغانان د پاکستانى جاسوسانو په خدمت کې قصداً لاس په سلام ولاړيږى مشکل دا دې چې دالته جاسوس او پاکستانى پښتون د ښه ملت پاله پښتون ځاي ونيسي او ښه ملت پاله پښتانه د جاسوسۍ او نور نور تورونو  او ستونزو سره مخامخ شي ـ په دا سسټم او ناوړه چلند کې مثبت تغيرات اړين دي ـ يوه داسې سسټم رامنځ ته کول غواړي چې تور پکښې تور او سپين پکښې سپين ښکاره شي ـ منم چې مشکلات شته بايد د هر چا ښه چان بين وشي تر څو غلط خلكو دالته ځاي په ځاي کيدو مخه ونيسو خو د دې دا مطلب بالكل هم ندې پکار   چې مستحق او ملت پاله پښتانه او محصلين موږ د پروسې او د مختلفو بې ځايه تورونو پر بنياد لوګې کړو ـ په دا لړ کې رښتيني مثالونو تحرير کولو پر ځاى  موږ د قبايلو چارو وزارت او په خصوصي توګه د ولسمشر اشرف غني ، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او په سياسى چارو کې د ولسمشر استازى اکرم خپلواك نه هيله او غوښتنه کوو چې محصلينو ته د قبايلي کارت ورکولو  او د اسنادو د تصديق سلسله چټكه کړی  په ننګرهار کې موجود محصلينو ستونزه سمدستي حل کړی او د ډيورنډ اغا غاړې پښتانه د ځنګل بالاګانو ته حواله کولو پر ځاى هغو ته مناسبه توجه وکړې ترڅو د افغان تاريخ پر دا نازک او تاريخي سټيج  موږ خپله خپله  ملي او تاريخي ذمه داري په ښه ډول ترسره کړو ولې چې اولس او تاريخ زما او ستا د هر عمل څارنه کوى ـموسی خان ساپی

-
بېرته شاته