(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمالولدين افغاني څوک و؟

[02.Aug.2018 - 14:08]

سيد جمال الدين افغاني څوک و؟

لیکوال: اقبال حسين افکار

سيد جمال الدين افغاني د نولسمې صدۍ  د مسلمانو منورينو نه شمیرل کیږي چې   د افغا نستان  د کونړ دولایت ( صوبې )په اسعد آباد کلي کښې په 1254 هجري په مطابق 1839ء کښې زيږيدلے و.د پلار نوم يي سيد صفدر او د مور بي بي نوم يي سکينه بيګم وۀ.ابتدايي تعليم يي د خپل کلي د استاذانو او خپل پلار نه حاصل کړی و.د نورو علمونو,فنونو حصول او زده کړې لپاره یې  د کابل,ايران,مشهد,اصفهان,او بغداد سفرونه وکړل.په کابل کښې ورته د سيد فقر آباد شاه په څير نابغه شخصيت په لاس ورغلے و. د خپل فطري ذهانت ذکاوت په وجه د 18 کالو په عمر کښې په تاريخ,حکمت و فلسفه,رياضي او نجوم  د علومو نه فارغ التحصيل شۀ.هم په دغه دوران يي پلار وفات شۀ.هم په دې کال دې هندوستان ته لاړو او يو کال يي تير کړو هم دغه يو کال کښې يي دغلته اردو او انګريزي ژبې  زده کړې.دلته نه په 1857ء کښې مکه مکرمې ته حج د بيت الله دپاره لاړۀ.د عرب ملکونو او ايران يو کال سيل ګيرې نه روستو د بلوچستان په لاره واپس خپل وطن ته راستون شۀ.او د آمير دوست محمد خان سره ملازم شۀ او د هغه د ځوي امير محمد اعظم خان اتاليق مقرر شۀ.کله چې امير دوست محمد خان وفات شۀ دواړو وروڼو امير محمد اعظم خان او امير شيرعلي خان ترمينځ جګړه د سيد جمال الدين  افغاني په وجه ونۀ شوه.او چې کله امير شيرعلي خان پاچا شو سيد صيب  يي خپل مشاور وټاکۀ د شيرعلي خان د معزولے روستو کله چې محمد اعظم خان امير شۀ نه هم د سيد جمال الدين افغاني منصب يي برقرار وساتۀ او چې کله بيا شيرعلي خان امير شۀ نو د هغه عهده په ځاې وه. خو هغه داسې احساسوله چې د آمير شيرعلي خان نيت ورته ښه نۀ دے.نو په 1869ء کښې يي ملازمت پرې ښودۀ او هندوستان ته راغلو يو مياشت يي تيره کړه بيا مکه مکرمې ته لاړ. د حج کولو روستو مصر ته لاړ. دغلته په څلويښتو ورځو کښې يي د علم و دانش فکر و نظر خاوندان په خپل علمي استعداد پوهې متاثره کړل. دغلته نه دارالخلافه استا نبول ته راغې په استا نبول کښې سيد افغاني ته د قدر او احترام مقام ورته وو. خو د شيخ الاسلام حسن آفندي فهمي د بغض  حسد په وجه په 1870ء کښې د حکومت له خوا سيد افغاني صيب ته وويلے شو چې حج له لاړ شه.مطلب دا چې د سلطنت عثمانيه وځه.دا ځل سيد افغاني د حج نه روستو مصر ته راغې او نهه کاله يي تير کړل.د وزير اعظم رياض پاشا په وينا د مصر خديو محمد علي پاشا د سيد جمال الدين  افغاني دپاره د 200 روپو د هغه وخت تعليمي,تدريسي وظيفه د مياشتې مقرر کړه. په خپل کور کښې به يي د مصر جامع الازهر طالب علمانو ته وخت په وخت درس کول. د مجله اقبال ريويو د جما ل الدين افغاني نمبر کښې ډاکټر محمد رياض د شيملو د مرتبې " د اقبال ويناوې او بيانونه " نه د افغاني صيب په باب له داقبال خبره رانقل کړې ده وايي " شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدي,سرسيد احمد خان,مفتي جان عالم, سيد جمال الدين افغاني شيخ محمد عبده دا هغه خلق دي چې د مسلمانان يي د مذهبي, روحاني پيشوانيت دعوه کونکو دلاسه او د ملوکيت د ژغ آزاد کړي دي.هم د دوي په هڅو د سعد زغلول پاشا,مصطفي کمال پاشا,اتا ترک او شهنشا ه پهلوي اصلاحات ممکن شو.هم په دې تناظر کښې اقبال وايي د قدرت کارنامې  هم حيرت انګيزه وي په نني دور کښې د ديني فکر و عمل په حواله د ټولو ترقي يافته مسلمان په افغانستان کښې پيدا شوې دے.مولانا سيد جمال الدين افغاني" ليکل لږ کړي دي او ويل يي زيات کړي دي."دده سره چې چا هم ليدلي دي د هغه نه يي د کار سړے جوړ کړې دے دغه رنګ واړه,واړه ګڼ شمير جمال الدين افغان يي پيدا کړي دي. خو هغه چرته د مجدد دعوه نه ده کړې خو په دې زمانه کښې د اسلام روح له ده سيوا بل چا  حرکت نه دې ورکړې .زما په خيال د هغه بې قراره روح به اوس په  عمل کښې وي." د سيد جمال الدين افغاني په دغه شاګردانو کښې   محمد اسحاق اديب , شيخ محمد عبده نومونه د ذکر وړ دي.وايي چې د شيخ احمد " مهدي " سوډاني شاګردان به هم د جمال الدين افغاني په درس کښې شريکيدل. د جمال الدين افغاني صيب د فصاحت,بلاعت ,علم او اجتهادي افکار په وجه ځنو علمي شخصيتونو د هغه سره حسد او بغض لرۀ.هم دغه وجه وه چې دغه خلقو د استعمار خوښونکي خديو مصر توفيق شاه غوږونه د سيد صيب پر ضد ډک کړل.جمال الدين افغاني صيب دغلته د " المجلس الوطنیه " په نوم يو د خير ښيګړې تنظيم جوړ کړې وۀ.دغه هم توفيق پاشا د ځان دپاره  خطر وبالۀ. نو هغه د سيد جما ل الدين افغاني د کتابونو سره هر څه بحق سرکار قبضه کړل او هغه يي لندن ته وليږو.په دې موقعه په لندن کښې افغاني صيب ته دايران سفير 3 زره پونډه د قدردانې په توګه وړاندې کړل خو هغه قبول نه کړل.

افغاني صيب د لندن نه آمريکه ته لاړو خو زر لندن ته راستون شو او بيا پيرس ته لاړو هلته يي فرانسسي ژبه زده کړه.او د مصري سياسي پناګيرو سره يي تماس ونيوو او ددغه ورځو کښې يي په اخبارونو کښې په عالمي حالاتو ليکل کول څو روځې روستو د ده خوږ شاګرد شيخ محمد عبده هم پيرس ته راغلو  دواړو په شريکه د "العرة الوثقي " په نوم مجله اجراء کړه دا د 1882ءخبره ده.ددې دوران سيد جمال الدين افغاني د اټلي,لندن,استنبول چکرې ولګولے خو هلته زيات ايثار نه شو.

بيا ايران ته لاړو د ايران پاچا ناصرالدين قاجار ړومبې د سيد جمال الدين افغاني ډير قدر عزت وکړ.خو کله چې يي د هغه بې باکي او د ملوکيت پرضد خبرې واوريدې نو افغاني صيب يي د ايرانه جلاوطن کړو.سيد صيب ړومبې ماسکو ته بيا جرمني ته لاړ دغلته ناصرالدين قاجار يو ځل بيا جمال الدين افغاني سره وليدل او د ايران ته د راتلو بلنه يي ورکړه. سيد جمال الدين افغاني په ايران کښې د حضرت شاه عبدالعظيم د مزار تر څنګ ديره شو خلق به يي د استعمارګرئ ملوکيت پرضد راپارول نو د ناصرالدين قاجار فوځ ونيوۀ د عراق د سرحد سره د خانقين په علاقه کښې پريښودۀ. په 1308 هجرۍ کښې ورته ډير په مشکله په عراق کښې د لندن ويزه ورکړې شوه د لندن نه يي په انګريزۍ او عربۍ ژبه د " ضياء الخافقين " مجله اجراء کړه يو اخبار يي هم اجراء کړو خو ډير زر د ايران د قاجاري حکومت په وينا د لندن حکومت بند کړل. په 1908ء لندن کښې د د جلاوطن ايراني شهزاده ملکم خان په " قانون " اخبار کښې د ايراني شهنشاهيت خلاف څو مضمونه وليکل.

په 1893 کښې د عثماني سلطنت د خليفه عبدالحميد په بلنه استانبول ته لاړو هغه ورته د شاهي ميلمه حيثيت ورکړۀ او مياشتيزه خطيره اعزازيه ورته مقرر کړه.په 1894ء کښې د ايران پاچا ناصرالدين قاچار د حضرت عبدالعظيم شاه په  مزار خپله د زيږیدنې جشن نمانځو چې يو سړي چې نوم يي مرزا رضا کرماني وو.ويشتو او مړ شو وايي چې دغه سړے د سيد جمال الدين افغاني معتقد  وو.د ايران حکومت خو دا سړے پهانسي کړو او د خلافت عثمانيه پاچا د سيد جمال الدين افغاني تحقيق وکړۀ که هر څو هغه په دې معامله کښې ککړ نه وو خو عبدالحميد پاچا ورپسې جاسوسان ولګول بل خوا د ايران حکومت د خلافت نه د هغه غوښتو غوښتنه وکړه خو خلافت عثمانيه د هغوي غوښتنه رد کړه دې دوران کښې سيد جمال الدين افغاني د سرطان مرض بريد وکړۀ هم په دې مرض 5 شوال 1314 هجري په مطابق 9,مارچ 1897ء کښې وفات شو او په استانبول کښې خاورو ته وسپارلے شو نيمه صدۍ روستو په 1944ءکښې د افغانستان حکومت د هغه تابوت د استانبول نه راوړو او په کابل پو هنتون کښې يي ښخ کړۀ.خو دلته هم جګړه مارانو پرې نه ښود وايي چې په دغه جګړو کښې د هغه قبر داسې سورې سورې وۀ لکه چې چا ورکښې په برمو سوري کړي وي.پښتون څه بد قسمته قام دے.نور قامونه په خپل دغه رنګ شخصيتونو وياړي او مونږ يي په ژوندني خو پريده چې په مړونې ترې هم کفن وباسو. په يو داسې مجله کښې چې د فخر افغان باچا خان د نوم سره منسوب ده يو ښاغلے ورکښې ليکي چې  "پان اسلامک مشن " د پيرنګي اختراع ده په دې مضمون مدير انټرو هم ليکلې دې اود دغه ليکوال د معلوماتو په بنياد يي دا اټکل کړې دے. چې ګوندې د سيد جمال الدين اتحاد عالم اسلامي د پيرنګي سازش و او بيا ظلم دا کوي چې د هغه پرامن د علم پوهې او قلم ,تحريراو درس د لارې تحريک د داعش ,طالبانو دهشت ګردو او متحده ملي محاذ (ايم.ايم.اې) د دسيدجمال الدين افغاني اتحادعالم اسلامي تسلسل ګڼي ډيره دتاسف خبره ده دې عمل سره به دباچا اروا ته ډيرتکليف رسيدلےوي.په هندوستان کښې د سيد جمال الدين افغاني مخالفين ابوالحسن ندوي او غلام رسول مهر دے دغه رنګ په مصر کښې د هغه مخالفين شته چا ورته د پيرنګي ايجنټ ويلے چا ويل چې د مهدي دعوه کوونکې وۀ خو بل خوا د مخالفينو نه د هغه زيات د حضرت مولانا ابوالکلام آزاد او حضرت علامه محمد اقبال د شيخ محمد عبده سره نور ګڼ شمير خلقو په سيد جمال الدين افغاني په پښتو ,اردو,فارسۍ,عربۍ ,انګريزۍ,ترکۍ ژبه په تفصيل سره ليکل کړي دي تقريبا د لږ ډير کمۍ ,بيشۍ سره د ټولو تحقيق يو رنګ دے دې سره د دغه ليک ليکونکي سره ماته د عبيدالله درويش دراني دا شعر راياد شي

تاسو د سرو ګلونو روزنه هغه چاته سپارۍ

چې سلسله يي د نسب سپيره خزان ته رسي

په دغه ليک کښې يو کمزورې حواله دا هم راوړلے شوې ده چې دې د ايران و.ايرانيان اوس هم دعوه ګير دي چې سيد جمال الدين افغان نه اسد آبادي وو که هغه د پيرنګي ايجنټ يا د هغه مشن اتحاد عالم اسلامي د پيرنګي سازش وو نو نه به ايرانيانو په ده دعوه کوله او نه به يي د سيد جمال الدين په فکر فلسفه کتابونه ليکل.ولےچې ايران اوس هم په دغه فکرکارکوي. مونږ په چا فتوي نه ورکوو. مونږ نه ,ځنې خلق وايي چې  مذهبي انتها پسندۍ او لبرالزم دوه داسې بلاګانې دې چې تر مينځ يي مهذب قومونه ښکيل دي. ددې دواړو بلاګانو پلار يو دے مرام او مقصد يي يو دے. ددغه شان ليکوالودليکونومقصداومدعا هم دا وي چې زماددغه رنګ ليکلو خلق جواب وکړي او زما وزن زيات شي ترڅو چې زمونږ خبره ده نو مونږ دغه رنګ وارداتيانو له وزن نه زياتوو مونږ د هغه خلقونه يو چې وايي په نړیوال کلي ورګډيږو خو د خپلې ژبې ,کلتور ,سپيڅلي رواياتو او عقيدې سره.پاتې شو سيد جمال الدين افغاني نو هغه په خپل وخت افغانستان کښې هم ډير ښه کار کړې دے .حکومت له يي ډيرې ښې مترقي مشورې ورکړي وې هغوي عملي کړي هم   دي.لکه " د فوځ تشکيل نو " " د سفيرانو استازوټاکنه " دډاک د تقسيم انتظام "  " مدرسو سکولونو "وغيره اخبار "شمس النهار " په مصر "العصر " د غه رنګ په صوفيه مسجد او د استانبول پوهنتون کښې د درس په وجه ورته خلقو د " سحرالقلوب " لقب ورکړې وو.د افغانانو  تاريخ يي په عربۍ ژبه 1900 کښې " تتمة البيان في تاريخ الافغان " مطبوعه قاهره.

زه خپلو ګلالو کشرانو ته وايم چې ګلونه د فساد دور دے د چا په لباس جامه خاندان علم پسې په پټو سترګو مه ځئ علم د زمکې سر ته راغلې دے فضول وخت مه خرابوي يو خو چې چا تعليم نه وي حاصل کړې هغه دې تعليم حاصل کړي او چې چا تعليم وي نو د چا سره په پړه مه انخلئ يو خبره مو واوريده نو ورشئ ويکي پيډ له يي ورکړئ نوم موضوع ورکړئ يو دنيا به مو مخې ته راشي. بيا به تاسو پخپله باباے تنقيد ,تحقيق او تاريخ يي. زه لاس په دعا يم الله دې د هغه ټولو منورينو ارواښاده لري عليين دې ځاې شي چا چي په سيد جمال الدين افغاني ليکل کړي او ما ترې فايده پورته کړه او دا ليک مې وکړۀ الله دې د سيد جمال الدين افغاني روح زمونږ په روح کښې ضم کړي امين

: اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته