(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رسمي ژبې

[02.Aug.2018 - 14:20]

رسمي ژبې

ليک: بهرام زرين

د اسلامي هېوادونو رسمي ژبې، او ورسره د دوی تعصب چې خپلو ژبو سره یې کوي، خپلې ژبې یې د خپلو هېوادونو رسمي ژبې منلې او عملي کړې دي، او خپلې ژبې يې د ښوونځيو، پوهنتونونو، رسنيو، راکړې ورکړې، او د کارو بار، او بازارونو ژبې ګرځولې دي، هيڅکله هم نه مني چې په خپلو هېوادونو کې د پرديو ژبو تر اغيزې لاندې خپل خلک راولي، يا یې خپل خلک د نورو ژبو غلامان شي، دوی چې خپلو هېوادونو ته هر رنګه پرمختګونه راوړي دي يا يې راوړي نو په خپلو ژبو یې راوړي، يو بل ته څوک د متعصب نوم څوک نه اخلي، هر څوک لګیا دی، په خپله ژبه ليکي او په خپله ژبه غږېږي، نورې ژبې د دې لپاره زده کوي چې خپلو ژبو ته له نورو ژبو علمي ليکنې،اثار او ژباړې وکړي تر څو خپلو وګړو ته لا اسانتياوې ور په برخه کړي، او په هره برخه کې دوی ګوګل او يوتوب ته مالومات پورته کړي دي، او هره ستونزه چې ولري يا يې مالوماتو ته اړتيا شي نو په خپله ژبه یې موندلی شي، ځکه هر وګړی هڅه او کوښښ کوي چې په خپله ژبه هر رنګه مالومات خپلو خلکو ته ولري، او داسې هم نه دی چې دوی ته هره ورځ همدا ويل کېږي چې تاسې خپلې ژبې ته کار وکړئ او کار پرې وکړئ، نه، خپله د هر يو فکر او احساس همداسې طبيعي جوړ شوی وي خپلو ژبو ورسره ارزښت وي، 

 

دغه د اسلامي هېوادونو رسمي ژبې

ايران ژبه پارسي،، رسمي،                               

پاکستان ژبه پنجاب، رسمي،

تاجکستان ژبه تاجکي رسمي، 

ترکيه ژبه ترکي، رسمي، 

بنګلديش ژبه بنګلي، رسمي،

همداسې د ټولو عربي هېوادونو  رسمي عربي، 

پاتې شوه د اتيا ميليونو پښتنو ژبه، 

نو اوس تاسې هر يو فکر وکړئ چې موږ پښتانه څومره ظالمان يو چې د خپلې ژبې په ارزښت تر اوسه پوه نه شو، او نه یې فکر راسره پيدا شو چې کار ورته وکړو، د نورو ژبو په څېر موږ خپله ژبه سياله کړه ، او نه په پښتو کې موږ ډېر مالومات خپلو خلکو ته برابر کړه، نه مو د خپل هېواد ژبه پښتو رسمي کړه، نه مو په دې مشر فکر وکړ او نه کشر چې په خپله خاوره مو خپله ژبه پښتو په ورکېدو ده، خپله کلتور، په ورکېدو دی، خپل تاريخ په ورکېدو دی، خپل اتلان مو په ورکیدو دي، بيا هم غلي ناست د نورو ژبو تر اغيزې لاندې راغلي يو خپل د غلامۍ ژوند تېروو، 

زه وايم راشئ پښتنو  نور لږ فکر وکړئ په خپله خاوره مو خپله ژبه پښتو حاکمه کړئ او په خپله خاوره په خپله ژبه خبرې وکړئ په خپله خاوره په خپله ژبه ليکنې وکړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه زده کړې وکړئ، په خپله خاوره  خپله ژبه دفتري کړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه ژوند وکړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه تاريخ جوړ کړئ په خپله خاوره په خپله ژبه، ننګ وکړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه، غيرت وکړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه اتلان جوړ کړئ، په خپله خاوره په خپله ژبه خپله ژبه ومنئ،  اخر کې دا فکر بايد هر پښتون ته ور کړل شي چې نور د خپلې ژبې سره د مينې په ځای ورته کار او پرې کار وکړي ،، 

مننه درنښت ورور مو زرين !

Bahram Zareen

-
بېرته شاته