(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام اباد او که کابل کی

[09.Aug.2018 - 14:20]

 

ایا اسلام اباد او که په افغانستان کیدولتی فساد له طالبانو سره اغیزناکه مرسته کوی؟

ليک: رڼاګل  اریوبزی

داخو څه ناڅه هر څوک وایی چی پاکستان دطالبا نو ملاتړ کوی او دخپلو موخو له پاره یی په افغا نستان کی چګړی ته هڅوی او کله کله داهم په رسنیو کی لولو چی د پخوانی ولسمشر حامد کرزی  نه دافغانستان په دولت کی په میراث راپاتی شوی بی جلبه دولتی فساد طالبانو ته په دی جګړه کی دبری هیله اوحتی ډاډ ورکوی نو ځکه دسولی وړاندیزونه یی نه منی او جنګ ته دوام ورکوی.

رښتیا دادی چی دطالبا نو حکومت درانسکوریدونه وروسته په هیواد کی سوله او امنیت ټینګ نشول. طالبانو دلته او هلته په کورنیو اوبهرنیو سر تیرو او دهغوی په اډو تیت او پرک بریدونه کول چی ورته بهرنیو کار پوهانو دطالبانو دتیت اوپرک کیدو او دهغوی تر منځ دناهیلی دنښو او نښانو په سترګه کتل. په پیل کی یی د ډیو رند کرښی ته څیرمه دافغانستان په سرحدی ولایتونوکی دنظامی تمریناتو له پاره کمپونه جوړ کړل اوپه همدی ځای کی یی خپلو لیکو ته دسر تیرو جلب او جزب هم پیل کړل. په ۲۰۰۳ میلادی کال کی طالبان په دی بریالی شول چی دوه سوه کسیز منظم نظامی ټولګی جوړکړی او په کورنیو او بهرنیو نظامیانوډله ییز بریدونه هم وکړی. په دی ټوګه دجګړی کرکټر بدل شو چی دځینو په نظر د بهرنیو په وړاندی دطالبلنو منظمه او دځینو په نظر سمه دمه کورنی جګړه تر ی جوړه شوه. دالمانی ویکیپیډ یا له مخی د امن او پرمختګ له پاره دنړیوالی شورا په یوه را پور کی چی په ۲۰۰۷ میلادی کال کی خپور شوی دی راغلی دی چی طالبانو تر ۲۰۰۶ میلادی کال پوری دټول هیواد په نیمه برخه کی خپل شتون دایمی کړ.

ددی پرمختګونوسره سم په رسنیو کی دا ناندری هم را پورته شوی چی طالبانو دا دومره ځواک له کومه کړ. کرزی او یارانو یی دطالبانو د ځواکمن کیدو سرچینی یوازی او یوازی دطالبانو سره دپاکستان په مرستو کی لیدی. سمه ده چی پاکستان په سیمه کی دخپلو ګټو دخوندی کولوپه هیله دطالبانو سره مرسته کوی او خپلی موخی ته درسیدو هیلی هم لری، ځکه چی پاکستانی جنرالانو حامد کرزی او دهغه ډیر شریکان د پخوا راهسی سم پیژندلی دی او په خپل لاس یی د آی اس آی په فکری مدرسو، ځنی یی هم په نظامی اډو کی روزلی دی اود ۹۰یمو کلونو په کورنیو جګړوکی یی ازمویلی دی. نوځکه ښه پوهیږی چی پخوانی مریدان یی دسیاسی کلتور، حقوقی شعور او ملی غرور نه بی برخی دی، بس تل به په فساد او لوټماری لګیاوی، تری ملی سیاستوال جوړیدلی نشی او دخپل هیواد دلوړو ګټونه دفاع کولی نشی، نوځکه پاکستان د طالبانو سره مرسته کوی او دا ډ له دجنګ دوام ته هڅوی. اوس اوس مهمه پوښتنه داده چی پاکستان دطالبانوسره څه ډول مرستی کوی،او دڅومره مرستو وس  لری او ایا طالبان په دی جګړه کی یوازی دپاکستان په مرسته ډ ډه لګوی او که دحامدکرزی نه را پاتی دولتی فساد او ناوړتیا نه هم ګټه تر لاسه کوی؟ ښه به وی چی په سر کی د طالبنو سره د پاکستان د مرستوپه ډولونو او دهغوی په سیاسی او نظامی ارزښت یو څو کرښی ولیکو.

۱- په پا کستان کی دطالب مشرانو کورونه او د طالب جنګیالیو پټځایونه:

دا سمه ده چی دطالبانو سره دپاکستان د مرستویوه برخه  داده چی مشرانو ته یی په خپل هیوادکی داستوګنی امکانات ورکوی اوطالب سرتیری بیا دجنګ نه د تیښتی په وخت ځانونه دپاکستان په خاوره کی پټوی. ددی نښی او نښانی هم شته چی د طالبانو مشران په رښتیا په پاکستان کی اوسیږی، خود طالب جنګیالیو ستره برخه دهیواد په مرکزی اوشمالی ولایتونو کی هم جنګیږی. مخکی مو وویل چی طالبانو تر ۲۰۰۶ میلادی کال پوری دهیواد په نیمه برخه کی خپل نظامی شتون څه ناڅه دایمی کړ. دالمان غږ راډیو په ۱۲/۲/۲۰۱۸ نیټه په خپله آنلاین پا ڼه کی دپنتاګون په حواله لیکی چیدافغانستان حکومت  دخپلی خاوری په ۵۶ سلنه تسلط لری او پاتی ۴۴ سلنه یی د طالبانو په لاس کی دی». هر څومره چی په هیواد کی د ننه دطالبانو د همیشنی شتون سیمی پراخیږی په همغه اندازه یی پاکستان ته د پنا وړلو ارزښت او اړتیا کمیږی او یوازی په هغو سرحدی سیمو محدودیږی چی دطالبانو په همیشنی ولکه کی نه دی.

رښتیا دادی چی بی کچی دولتی فساد، د ولس سره دبی کفایته دولتی چارواکو او وحشی ملیشو بی جلبه ظلم او زور زیاتی خلک له دولت څخه بیزار کړل اوطالبانو ته یی مخه کړه. د مفسدانو اعلی سر قومندان حامد کرزی، ټوله دولتی دستګا او تر اوسه دهغی پا تی شونی یی دډالرواو لوټماری په نیشه کی دومره ډوب ول چی دخپلو کړو په سیاسی او نظامی پایلو نه پوهیدل او تر اوسه هم نه پوهیږی چی د دوی له خوا ځوریدلی خلک له طالبانو سره یو ځای کیږی، سیاسی بنسټ یی جوړوی، په نظا می مټو یی بدلیږی،مالیه تری اخلی، محصل تری راټولوی او ددوی په زور جنګیږی. د امریکا د پخوانی ولسمشر امیتی مشاوره سوزان رایس همحمایت مردم در برخی از منا طق دور افتاده ازین ګرو» منی او دروڼتیا نړیوال سازمان بیا ټینګار کوی چید فساد پرا ختیا بالا خره دطالبانو په ګټه تمامیږی او دا چی حکومت د فساد مخنیوی نشی کولی نو خلک تری بی هیلی کیږی او مخ تری ګرځوی. هر څه چی حکومت کمزوری کوی طالبان ځواکمن کوی».وینو چی دولتی فساد په افغانی کړکیچ کی دوه مخی رول لوبوی، له یوی خوا د دولت ملا ماتوی اوله بلی خوا طالبانو سره د خلکو دیوځای کیدوزمینه برابروی او له دی لاری دهغوی ځواک زیاتوی او په پاکستان کی یی  پټځایونو ته دتیښتی اړتیا اوور سره سم دطالبانو له پاره د دی پټځایونو ارزښت را ټیټوی.

۲- دطالبانوسره مالی او نظامی مرستی:

د طالبانو سره د پاکستان دمالی او نظامی مرستو په هکله په رسنیوکی څه ناڅه هره ورځ یو څه خپریږی، خو دا چی دا څومره پیسی دی او څومره او څه ډول وسلی دی، له دی خپرونوڅخه  نه راښکاره کیږی. په دی صورت کی سیاسی فکر خپل ځان دطالبا نو سره د پاکستان د مالی او نظامی مرستو په نیت نه محدودوی بلکی یو څه ژور ځی او ځان دهغه هیواد دمالی او نظامی وس او امکاناتو نه هم خبروی، ځکه چی دا کار تر یوی اندازی پوری دیوه کمزوری اټکل امکان په لاس راکوی. رښتیا دا دی چی په پاکستان کی د ننه او له هغه بهر د پنجابی جنرالانو دترور اوشرارت پالنی سیاست په پاکستان اومنطقه کی سولی او امن ته ډیر زیان رسولسی دی، دټولی منطقی داقتصادی پرمختګ په لارکی یی غت خنډ جوړ کړی دی او خپل هیواد یی هم  د غریبی اوبیوزلی په جال کی یرغمل کړی دی. په ۲۰۱۰میلادی کال کی د پاکستان ناخالص کورنی تولید ۶۵،۱۷۷ملیارده امریکایی ډالرو ته رسید، کلنی نظامی بودیجه یی ۳۲،۷ ملیارده ډالره وه او دسړی په سر کلنی نا خالص عاید یی ۶۵،۱۰۳۱ یا دمیاشتی څه کم ۸۶ ډالره ول. دا په داسی حال کی دی چی پا کستان هم دکورنی اړدوړنه له سره وزګار نه دی اوسر بیره پردی، ترده ځواکمن ګاونډی هیواد، هندوستان سره دکشمیر په سر په دایمی نظامی تاوتریخوالی کی هم ژوند کوی، چی دا دواړه یی مالی او نظامی ظرفیتونه تر ډیر فشار لاندی راوړی او طالبانو ته یی دلاسرسی امکان محدودوی. شاید همدا علت وی چی په افغانستان د طالبانو سره چا تر اوسه پوری نه غټ پاکستانی توپونه، نه جنګی جټ الوتکی او نه ټانکونه لیدلی دی او نه پاکستان طالبانو سره دمرستی له پاره د خپلی اردومنظم نظامی کنډکونه افغانستان ته رالیږلی دیپه ۲۰۱۰ میلادی کال کی د طالب سرتیرو شمیر د ۳۰۰۰۰ په شاو خوا کی اټکل کیده. بلخوا په همدی کال کی دحامد کرزی او دجنګسالارانو د فاسدی دولتی دستګا په ملاتړ اد د طالبانو په وړاندی ۱۵۰۰۰۰ یوازی بهرنی نظامیان جنګیدل. ڼاټو په نړی کی دلوړی کچی مسلکی افسران او ښه روزل شوی سرباران لری. نظامی تخنیک یی بی ساری او سرتیری یی په همدی تخنیک سنبال وو. دافغانستان دملی اردو سره یو ځای یی په ټول هیواد کی ۷۰۰ نظامی اډی درلو دی. کلنی نظامی لګښت یی ۱۴۳ ملیارده ډالره و.د المانی ویکیپیډ یا له مخی ناټو له ۲۰۰۳ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۴ میلادی کال پوری دطالبانو په ضد جګړه کی یو بیلیون ( ۱۰۰۰ملیارده ډالر) مصرف کړی دی. په دومره لښکرو، وسلو او ډالرو خو نه یوازی طالبان ماتیدل بلکی ملاتړیی هم فتح کیده. دطالبانو بخت په دی ښه و چی دا لو ی نظامی ځواک یو وچ کلک فزیکی ځواک و او دا ځواک دانسانی احساس، سیاسی کلتور اوحقوقی شعور نه پاک و، دمینی او وینی پروا یی نه درلوده، او په وجود کی یی انسانی عاطفه نه احساسیده. پخپل زور نازیده او زوریی کاراوه. دفاسدو لوټمارانو او بشریت ضد جنایتکارانوپه معاشرت کی یی دا فزیکی زور هم بی اغیزی کیده، دفساد په ګرداب کی ډوبیده، دنړی تر ټولو ځواکمن نظامی قدرت د فساد په ملګرتیا کی خپلی موخی ته ونه رسیده. دالمان پخوانی جنراال او د ناټو د نظامی کمیسیون پخوانی مرستیال  هرالد کویات د۲۰۱۱ میلادی کال داکټوبر په ۷ نیټه په افغانستان کی د ناټو  دنظامی رسالت د ۱۱ کال په مناسبت په خپله وینا کی دا رسالت ناکام وباله. په همدی کال کی دامریکا پخوانی ولسمشربارک اوباما دروانو پیښو په حقیقت پوه شو او له طالبانو سره یی مخامخ خبرو ته غاړه کیښود. د دواړا لوریو ترمنځ دتماسونو له پاره په قطر کی دطالبانو سیاسی دفتر پرانستل شواو په هیواد کی د سولی راتګ ته هیلی راژوندی شوی. خو دحامد کرزی په سروالی دهغه په فساد کی سرګردانی ماشنری ددی پرمختګونو مخه ډ ب کړه او په هیواد کی یی دجګړی، د وژلو او وینی تویولو لړی جاری وساتله. د سولی په لور دخوځید نی مخنیوی دفاسدو چارواکو په ګټه و، ځکه چی د هیواد دی وروستی څلویښت کلن تار یخ څوځله را وښودله چی فاسد جنګسالاران دفساد دجاری ساتلو له پاره دسولی او امن دګډوډولووس لری خو داچی سیاسی سترګی یی ړندی دی دسولی اوامن د ټینګولو، دښی حکومتولی او دملک داداری کلتور او ظرفیت نه لری. طالبان له ټولو ممکنو بهرنیو مرستو زیات دخپل مخالف په همدی فساد او بی کفایتی حساب کوی او همدا فساد او بی کفایتی له بل هرچا له طالبانو سره زیاته مرسته کوی.

۳- امریکایی وسلو او پیسو ته دطالبانو لاس رسی:

دا څنګځنی سریزه سړی له یوی خوا یو څه حیرانوی اوله بلی خوا دا ګمان هم راپاروی چی ګوندی طالبان او امریکایان به  یو له بله څه پټ ماملی لری. په دی هکله می له باوری سرچینوڅخه  نه څه اوریدلی دی او نه می څه لوستلی دی.د امریکا پیسی او وسلی له نورو، غیر مستقیمولارو، دفساد په مرسته دطالبانو لاسته ورغلی دی. شپیګل آنلاین د نړی په کچه دالمان معتبره خپرونه په ۲۵/۷/۲۰۱۱نیټه دامریکا دیوه نظامی راپور له مخی لیکی چیامریکا له لسو کالو را په دی خوا د طالبانو سره په جګړه لګیا ده، خو طالبان په غیر مستقیم ډول د واشنګټن له پیسو ګټه اخلی. امریکایان له ډیرو فاسدو شریکتونو سره ماملی کوی او له دی لاری یی په ملیونونه ډالره دطالبانو لاس ته ورځی. هغه بیا په همدی پیسو وسلی او چاودیدونکی ټوکی اخلی». د امریکا پیسو ته دطالبانو دلاسرسی یوه بله لار داوه چی دامریکا ځانګړو ځواکونو په لری پرتو سیمو کی د طلبانو له بریدو نه د ځان ساتنی له پاره ځایی زور واکانو ته ډیری پیسی ورکولی. خو داچی زورواکانو په زور د طالبانو دبریدونو مخه نشوه نیولی نو له امریکایانود ترلاسه کړو پیسو ډیره برخه یی طلبانو ته ورکوله او په بدل کی به یی طالبانو د څه مودی له پاره په امریکایانو خپله حمله ځنډوله. په دی ډول ماملو کی امریکایی ځواکونه یوازی نه وو، نړیوال انډیوالان یی هم د مشر ورور په لار روان وو. په دی هکله په المان کی د هاینریښ  بول په نامه بنسټ دخپلو څیړنو په بهیر کی بیامینده چیایساف غلطو خلکو ( جنګسالارانو، دولتی ما مورینو او حتی طالبانو ) ته د پیسو په ورکولو کی لاس درلود. دا پخپل ذات کی یو تضاددی چی طالبان د خپلو لګښتونو له پاره دنړیوالو نظامی ځواکونو څخه پیسی تر لاسه کوی».

طالبانو ته امریکایی وسلی بیا له نورو لارو په لاس ورغلی دی. دوی ادعا کوی چی د وسلو یوه لویه برخه یی  په جګړو کی له دولتی سر تیرو نیولی او یوه بله برخه یی هغو سرتیرو له ځان سره را وړی ده چی دملی اردو نه تښتید لی او له طالبانو سره یو ځای شوی دی. کورنیو او بهرنیو رسنیو دهیواد په د ننه کی دوسلو دروان تجارت او قاچاقوپه هکله هم راپورونه خپاره کړی دی او ویل کیږی چی ځینو دولتی زورواکو او نظامی چارواکوپه طالبانو پریمانه وسلی پلورلی دی. طالبان تراوسه په دی هکله چپه خوله پاتی شوی دی، خو ځینو دولتی چارواکو دا ماملی افشاکړی دی. دتخار والی ډاکتر محمد یاسین ضیا ویلی دی چییوشمیر سیمه ایز چار واکی او د پارلمان غړی......نه یوازی په وژلو او تښتولو کی لاس لری بلکی په طالبنو وسلی هم پلوری». او دپکتیکا والی لازیاتوی چیدطالبانو ۹۰ سلنه جنګی تجهزات د دولتی سرچینو اوامنیتی ځواکونو دننه منابعو څخه تر لاسه کیږی». دا پورتنی واقعیتونه راښیی چی په روانه جګړه کی دولتی فساد له طالبانو سره تر بل هرچا او هر څه ښه او اغیزناکه مالی او نظامی مرسته کوی.

۴- نشیی ټو کی د طالبانو دملی سرچینو یوه برخه:

 زموږ په هیواد باندی دامریکایانو دبرید يوه پلمه هم دا وه چی دلته به داپین اوچرسو دکرنی جرړی باسی او په افغانستان کی به د نشیی ټوکو د تو لید او قاچاقو نښی او نښانی هم له منځه وړی. خو په راتګ سره یی دواړو، چرسو او اپینو، ریښی وغځولی، پاڼی یی نوره هم تازه شوی، غوټی یی وغوړیدلی، کریی ورځ په ورځ پراخه ځمکی ونیولی، د فساد سره اوږه په اوږه نوره هم پراخید لی او د شپیګل د یو را پور له مخی تر ۲۰۰۵ میلادی کل پوری لس برابره شولی. په دی ډول که په افغانستان کی دامریکایانو دشتون له برکته دولتی فساد په نړی کی دریم مقام تر لاسه کړه، خو د نشیی ټوکو کر، صنعتی کول اوقاچاق په نړی کی د معمولی کچی نه ووتل او دنشیی ټوکو ټول بازارونه یی تر ۹۰ سلنه پوری فتح کړل. اوس نو د پام وړ ټکی دادی چی په دی ماملو کی څوک لا س لری ا و ډیره کټه یی د چا لاس ته ورځی. دولتی چار واکی اوځنی کورنی رسنی تر ډیر حده دا کار وبار په طالبانو پوری ټړی او دهغوی یوه مهمه مالی سر چینه یی ګڼی. خو دچارو بهرنی څیړونکی او کار پوهان بیا په خپل وار په دی هکله بل نظر لری. د بی بی سی آنلاین  پښتو خپرونی د ۱۳/۵/۲۰۱۸ نیټی  خبر له مخی دافغانستان دبیا رغونی له پاره دامریکا ځانګړی څارونکی اداره ( سیګار ) په یوه را پور کی راغلی دی چیدنشیی ټو کو قاچاق او تولید ډیر کار وبار د دو لت تر کنترول لاندی نا امنو سیمو کی کیږی......په راپور کی راغلی دی چی د بدخشان ارګو، دهلمند نهر سراج، دکنداهار ژړی، او دنیمروز دخاشرود او چهاربولدک ولسوالی هغه سیمی دی چی دو لت پری کنتول لری،خو د نشیی ټوکو کار وبار پکی تر ټولو ډیر دی». هالنډی کار پوهه سوزانی تیل بیا دځپلو څیړنو په لړ کی لیکی چیدافغانستان لوړ پوړه دولتی چار واکی دفساد له لاری دخپلو شتمنیو د ډیرولو سره عادت شوی دی. خو لویه بدبختی داده چی دافساد دنشیی ټوکوله قاچاق سره تړل شوی دی. د نشیی ټوکو قاچاق ځکه دی لوړی کچی ته رسیدلی دی چی دفساد په بنسټ ممکن او ځواکمن شوی دی. په دی مامله کی لوړ پوړی دولتی چار واکی ښکیل دی. دهیواد قضایی ارګان په دی فساد سترګی پټوی، ځکه چی داارګان په خپله فاسد دیوینو چی دولتی فساد د نشیی ټوکو تولید او قاچاق ته لار جوړوی او بیا نودواړه اوږه په اوږه مخ په وړاندی ځی او دا هم راښیی چی لوړ پوړی دولتی چارواکی له دی قاچاقو ترهرچا ډیره ګټه تر لاسه کوی. هانډلزبلت، دالمان مشهوره اقتصادی ورځپاڼه، په دی هکله دیوه بل کار پوه، توماس  روتیګ، له لیکنو نه د ۲۰۱۸ میلادی کال دمارچ په ۱۹ نیټه دا برخه خپرویطالبان دخپل کنترول لاندی سیمو کی د نشیی ټوکو په ګډون دټولو اقتصادی فعالیتونو لار ښوونه کوی، خو دملیاردونو  ډیره برخه د بل چا لاس ته ورځی. په دی هیواد کی له ۳۵۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ پوری کر وند ګر دکوکنارو په کرنه او ۱۵۰۰ نور وګړی یی بیا په تجارت لګیا دی. د واړه ډلی د یوه پیاوړی نظام تر ټولو ټیټ پوړ جوړوی. کر وند ګر په کلیو کی دی کوچنیو سودا ګرو ته اړ دی، له هغوی کریډیتونه، تخمون او پو رونه تر لاسه کوی. کروند ګر پولیسو، زور واکانو اوطالبانو ته د دی له پاره پیسی ورکوی چی کرونده یی ژوبله نکړی او کوچنی سوداګر بیا د دی له پاره پیسی ورکوی چی په سوداګری کی ورته ستونځی پیدا نه کړی. له دی لاری د نشیی ټوکو دکر اوکوچنی تجارت دپیسو یوه لویه برخه دفساد بودیجی ته ورځی. ورپسی منځپوړی سوداګر دی چی شمیر یی له ۵۰۰ تر ۶۰۰ پوری دی.دوی له یوی خوا د ښکتنی پوړ او لوړ پوړ او له بلی خوا د حکومتی چار واکواو تور بازار تر منځ اړیکی ټینګوی او ساتی. دا ډله د ځان دساتنی له پاره لوړ پوړه پو لیسو او د ولتی مقاماتوته پیسی ورکوی.همدا لامل دی چی په ولسوالیو او ولایتونو کی  د پو لیسو قومندانی ډیر نوماندان او لوړه بیه لری. په شمال کی دپو لیسو یو قومندان وایی چید نشیی ټوکو پیسی نیغ په نیغه د فساد بو دیجی ته ورځی، نو ځکه ځنی پو لیسان دهغوی په قاچاقو سترګی پټوی. په لابراتوارونو کی د هرويینو جوړول او قاچاق دیوی دوه سوه کسیزی کړی په لاس کی دی. دوی د هیوا د په د ننه کی دترانسپورت، دپولو نه بهر ته د ور تیرولو او د نشیی ټوکو نړیوالو کړیو ته  د ور سپارلو چاری په غاړه لری».

توماس روتیګ په یوه بله لیکنه کی په افغانستان کی د نشیی ټو کو د کلنی تولید ډالری ارزښت او په هغوی کی دطالبانو برخی ته هم ګوته نیولی ده. دی دملګرو ملتونو د اړوند ارګان په حواله لیکی چیپه ۲۰۱۶ میلادی کال کی په افغانستان کی د تولید شویو نشیی ټوکوارزښت دری ملیارده ډالره اټکل شوی دی چی ۱۶۰ ملیونه ( ۴،۵ سلنه ) یی دمحصول په توګه دطالبانو لاس ته ورغلی دی». او دا پاتی ۶،۹۴ سلنه د فاسدو دولتی چار واکو او زور واکو تر څارنی لاندی ویشل کیږی او دهغوی په شخصی جیبونو کی لویږی.

وینو چی دطالبانو مالی او نظامی سرچینی هر څه او له هر ځایه چی وی د دولت دمالی او نظامی سر چینو  پنځه سلنه نه جوړوی. دا یو ټو پیر دی او بل ټوپیر دادی چی فاسد دولتی چارواکی هرڅه چی په زور غصبوی او هر څه چی له هری خوا ترلاسه کوی خپل شخصی ملکیت تری جوړوی. په بهرنیو مرستوګیډی اچوی ،پیسی یی په جیبو منډی او وسلی یی حتی په طلبانوهم پلوری، د بیلا بیلو وزارتونو او دو لتی موسسو له کلنیو بود یجو غلا کوی، کانونه او ګمرکونه لو ټوی، قرارداد ونه انحصاروی،دولتی چوکی پلوری، اوسربیره پردی د کال څلور ملیارده ډالره له خلکو بډی اخلی. دکرزی دحکومت په دورو کی فاسدو دولتی چارواکو او د اوسنیو زور واکو شخصی ملیشی هم د هیواد په ډیرو برخوکی خلک ارام ته نه پریږدی، باج تری اخلی، وژنی یی او دخپلو کورونو پریښودلو ته یی مجبوروی . پدی ډول دولتی فساد دفاسدانو شتمنی وپړسولی خو دولت یی د مالی بیوسی سره مخامخ او د هغه نظامی ځواک یی کمزوری کړاو له بلی خوایی ډیر خلک له دولته بیزار کړل، چی طلبانو ته یی مخه کړه او دهغوی لیکی یی ځواکمنی کړی . هر څه چی دولت کمزوری کوی په حقیقت کی د طالبانو زور زیا توی، د دولت او طالبانو تر منځ د قواوو په انډول کی دولتی فساد بنسټیز رول لوبوی او له طالبانو سره دا دولتی کی فساد له بهرنیو مرستو زیاته اواغیزناکه مر سته کوی.

د طالبان په هکله می په« روهی ویبپاڼه» کی په۱۵/۴/۲۱۰۸ نیټه په کابل کی د سی  أی  ای دهمکار،  ریچ  بلی، دا جمله ولوسته چیکه څه هم طالبان دسخت د ریځی نظر لری، خو یو څه شته، چی دوی په فساد ککړ خلک نه دی»، نوځکه له هر چااوله هرڅه چی هر ډول مرستی په لاس ورځی په شخصی جیبونو کی یی نه اچوی بلکی دګډی سیاسی او نطام موخی په لارکی تری کار اخلی. په سیاسی ژوند کی له فساده ځان ساتل او له دی لاری دولسونو باور ترلاسه کول ډیر څه دی، خو هرڅه نه دی. سخت دریځی په خپله یوه لویه ستونځه ده. له ځانه غیر په بل هرچا دکافر حکم یاګمان کول،ځان مرګی بریدونه او دسرک په غاړه د ماینونو ښخول دا ستونځه لانوره هم غټوی، دبیګنا مسلمانانو مرګ اوژوبله زیاتوی ا و دی غم او ستم ځبلی ولس ته  د خپل حال او راتلونکی په هکته سوالونه اوتشویشونه را پیدا کویسره له دی هم هغه څوک چی پت، سر او مال یی د بی جلبه زورواکو، فاسدو دولتی چارواکو، او وسلوالو ملیشو د غصب، لوټماری، چپاول، غلا، او نورو ظلمونو او وڅشتونونه په امن کی نه وی، همدی سخت دریځی ته غاړه ږدی، دپت، سر او مال دساتنی په هیله طالبانو ته پنا وړی. همدا بیوزله او له فساده تښتیدلی مظلومان طالبان ترهغی کچی ځواکمن کوی چی، که دا بهیر په همدی ډول دوام وکړی، په امریکایانو به خپلی غو ښتنی منی. کیدای شی چی د ترمپ د جنګ وزیر، متیس، چی یو پخوانی او پوخ جنرال دی، دکالونو په اوږدو کی په دی راز یو څه پوه شوی وی، نو ځکه دافغانستان حکومت ته مشهوره ورکوی چیهغه حکومت چی دخپلو خلکو ملاتړ ولری، هیڅ دښمن ورسره مقابله نشی کولی..... دخلکو ملاتړ او رضایت باید دکار لومړیتوب وی». جنرال متیس په دی ځای کی رښتیا وایی او ښی خبری کوی، خو نیمګړتیا یی داده چی بل ته ګوته نیسی او بل ملامتوی او پخپله دیوه خیر غوښتونکی دریمګړی دریځ غوره کوی، نوځکه یی دا ښکلی وینا هم بی اغیزی پاتی کیږی او کوم درد نه دوا کوی. جنرال متیس له دی انکار نشی کولی چی امریکا په افغانستان کی دروان کړکیچ بنسټګراو تر ټولو مهم اړخ دی، که غواړی چی په دی کړکیچ کی لږ تر لږه ځانته د وړو پوزه جوړه کړی، نوباید د بشر دحقوقو دڅار په سازمان کی دافغانستان د چارو څیړونکی، میر من پتریشا ګوسمن، دا خبری دزړه په غوږو واوری او په افغانستان کی یی خپلو نظامی قومندانانو ته واوروی چیپه افغانستان کی د امریکایی ځواکونو قومندانان به دافغانانو په منځکی هغه وخت ډیر اعتبار تر لاسه کړی چی نوموړی د په فساد ککړوپولیسوله قومندانانو او له ملیشه ځواکونو او جنګسالارانو سره اړیکی پریکړی. د دی تر څنګ که چیری دوی دملکی تلفاتو دکمښت په موخه اساسی او ښه اقدامات وکړی او د ملکی تلفاتو پر مهال مناسب جبران او مسولیت ومنی، دا به هغه حقیقی بدلون وی چی افغانان به یی هر کلی وکړی». او که نه لک څنګه دنیویارک ټایمز ورځپاڼی لیکلی دید پنتاګون دغه زوړ خیال چی ګواکی په اډوکی دزیاتو سر تیرو په لرلواو په زغروالو وسیلوکی د هغوی په استولو سره کولی شی چی بد خلک ووژنی، اوطالبالن مات کړی یو خیال دی او بس». 

په هر صورت نن سبا دغربی نړی ډیرکار پوهان، ژوزنالستان او سیاستوال دا منی چی طالبان د خپل سیاسی اونظامی دښمن په لیکو کی داسی ځواکمن ملاتړ لری چی په روانه جګړه کی تر بل هرچااو هرڅه ورسره ډیره مرسته کوی او هغه هم فساد دی

 
-
بېرته شاته