(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلجېم: دخپلواکۍ کلېزه

[16.Aug.2018 - 09:08]

ګرانو وروڼو!پروسږکال۲۰۱۷ د اګست په ۲۷مه د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸یمې کلیزې په ویاړ ،په بلجيم کې د افغان لوی سفارت اواروپايي اتحاديه کې افغان استازي ښاغلي (ولي منوَر) اوبلجيم مېشتو افغان کلتوري ټولنوپه ا بتکار یوه پرتمینه غوڼډه جوړه شوې وه چې ماته د لومړي ویناوال په حیث برخه راکړل سوې وه؛ که اجازه مو وي زه به هغه وینا مې کټ مټ تاسو سره شریکه کړم؛ که لازمه مو وګڼله خپره به ېې کړئ. په ډیره مڼنه ، ستاسو پخوانی همکار او د زړه خواله والاډاکټر حمیدالله زړور ساپی 

بسم الله الرحمان الرحیم.

ګرانو حاضرينو،مشرانو،همزولو،کشرانو، آغلو او شاغلو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

خوشاله یم چې دافغانستان د آزادۍ د۹۸یمې کلیزې په دې جشن کې چې په بلجیم کې د افغان لوی سفارت،کلتوري ټولنو او میشتو افغانانو له خوا جوړ شوی دی ،ماته هم د یوڅه ویلو برخه راکړل شوېده.په دې وسیله تاسو ټولو ته د دې لمانځغوڼډې مبارکئ وایم.همدارنګه د آزادۍ لارښود او لاس ته راوړونکي ارواښاد غازي امان الله خان او دخپلواکۍ د لارې غازیانو او شهیدانو سپېڅلو ارواحو ته د فردوس جنت دعا کوم.

زما د وینا موضوع د غازي امان الله خان د ژوند،دخپلواکۍ اخیستلو او دهغوی د کارنامو په اړه ده.*

په پیل کې به د امان الله خان ژوند ته یوه لڼډه کتنه وکړو:

امیر امان الله خان د۱۸۹۲م.کال د جون په لمړۍ نیټه چې دهجري شمسي ۱۲۷۱ د جوزا یا غبرګولي ۱۲مې سره سمون خوري د کابل په پغمان کې زیږیدلی.پلار ېې امیر حبیب الله خان او مور ېې سلطانه بیګم وه.دی د حبیب الله خان دریم زوی و.د امیر عبدالرحمان خان لمسی،د افضل خان کړوسی او د امیر دوست محمد خان کودی و.

امان الله خان لمړنۍ زده کړې پخپل پلرني شاهي دربار کې کړې وې.بیا ېې مدرسهءې حربیه (دوخت حربي ښووځی)کښې د محمود سامي پاشا په نوم د ځانګړي استاذ روزنه تر لاسه  کړه.

میرمن ېې ثریا طرزي د محمود طرزي لور وه،چې نوموړی د لومړني مشروطیت غورځنګ له بنسټ ایښودونکو څخه و او د امان الله خان په روڼاندتوب(روشنفکري)کې ېې پوره رول درلود.امیر حبیب الله خان به دمشروطیت غړي بندیانول خو امان الله خان به په پټه د بندیانو پوښتنه،له هغو سره مرسته او د هغوی بیرته خلاصولو ک کوښښ کاوه.

امان الله خان دخپل پلار د وفات پر وخت د کابل والي و،او ټول پوځ او خزانه ېې په واک کې و.

امان الله خان ډېر زغم او حوصله درلوده،باهوشه او با تدبیره او دصریحې لهجې خاوند و.میرمن ثریا هم د خپل پلار څخه روښان فکري زده کړې وه او دښځو د حقوقو پلوۍ وه.

دوی درې زامن او شپږ لوڼې درلودلې.

امان الله خان له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۹ پورې لس کاله د افغانستان باچا و.

او بلآخره د ۱۹۶۰م.د اپریل په ۲۶مه د سویټزرلڼډ په زوريخ ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د۶۸ کلونو په عمر وفات شواو دخپل وصیت په اساس ېې په جلال آباد کېد اميرشهيد په باغ کېدخپل پلارتر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

 

اوس به راشو د موضوع دوهمې برخې ته چې د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو په باب کې ده:

کله چې امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو،امان الله خان په کابل کې خپله پاچاهي اعلان کړله.

د کابل د عیدګاه جومات کې ېې ولس ته په ډاګه کړه چې ما دپاچاهي جوغه د افغانستان د خارجي آزادۍ او دوطن دپرمختګ لپاره په سر کړې او خپله تووره ېې له تيکې راوویسته او وې ويل"تر څو دا وطن آزاد نکړم دا تووره به بیرته په پوښ نکړم"،او د انګرېزانو له نماینده څخه چې هلته موجود و اِشارتاََ پوشتنه وکړه: "وادې ورېدل څه مې وویل؟" هغه هم په جواب کې وویل"هو صاحب وامېوریدل".

امیر امان الله خان څو ځلي له انګریزانو څخه د آزادۍ غوښتنه وکړه،خو هغوی په ځواب کې تقریباََ یو میلیون ځواکونه له برتانوي هند څخه د افغانستان سرحد ته رانیژدې کړل.امان الله خان هم دانګرېزانوپرضد د غزا او جهاد اعلان وکړ او په دریو جبهو(مشرقي،قندهار او جنوبي)کې ېې افغاني قواوې ولېږلې، چې له دې جملې څخه یوازې دجنوبي جبهې د سپه سالار م.نادرخان او دپیاوړو قومونو په مرسته انګریزانو ته په ټل او واڼه کښې ماته ورکړله؛(البته ځينې افغاني موءرخین د څلورمې جبهې د غازي میر زمان خان،د کجورو مولوي صیب او د چکنور ملا صیب په مشرۍ د مومندو، ساپیو او نورو قومونو په مرسته هم ټل او واڼو ته د غازیانو د انګریزانو پر ضد آزادۍ کې د برخې اخیستلو یادونه کوي. **).

انګریزانو له دې ډاره چې افغانان د هندوستان خوا ته پیشروي ونکړي ژر ېې د سولې او اوربند وړاندیز وکړ،او په راولپڼډۍ کې د علي احمد خان په مشرۍ یو افغاني هیاءت سره ېې د افغانستان خپلواکي ومنله.غازي امان الله خان دا سند د ۱۲۹۸ه.ل.د زمري په ۲۸مه چې د ۱۹۱۹ م.د آګوست ۱۹مې سره سمون خوري،د زوړ کابل د زرافشان په قصر کې په شانداره مراسمو توشیح کړ او همدلته ېې ولس ته یوه لڼډه وینا وکړله او داسې ېې وویل:

زه د لوی خدای ج. شکر ادا کوم چې ڼن خپل هدف ته ورسیدم.

ای زما مُصَمِم ملته!هیچا دا آزادي تاسو ته په بخشش کې نده درکړې،یوازې د خدای ج. لطف،د پیغمبر ص. برکت او ستاسو خپل غیرت،احساس او شجاعت تاسو ته دا جُراءت درکړتر څو د آزادۍ د افتخار ګټلو لپاره خپلو توورو ته لاس وروړئ.

ڼن ورځ د روسېې،آلمان،برطانېې،ترکيې او بخارا حکومتونو زمونږاستقلال په رسمیت وپیژاند. زه دا بریالیتوب تاسو ګران ولس ته مبارکی وایم.که تاسو زما ملاتړ نه وای کړای یقیناََ زه پخپل مقصد کې نه کامیابیدم.

که څه هم زما عُمُر ستاسو نه لږ دی لاکن تاسو ته یوه پدرانه مشوره درکوم چې د خدای په خاطر د علم او پوهې لاسته راوړلو په لیار کې تلاش وکړئ،خپل ماشومان شوونځیو ته ولیږئ، د لوړو زده کړو لپاره ېې خارج ملکونو ته واستوئ تر څو د پوهنې په حاصلولو سره خپل ګران هیواد ته د خدمت کولو جوګه شي او ستاسو نوم د جهان په تاریخ کې ژوندی وساتي.یوازې د علم له طریقه کولای شو ديني او دنیوي بریاوو ته ورسیږو.

ما عهد کړی ې دا هیواد به آزاد وي،خلک به د قانون تابع وي،جبري کارونه به نه وي. د وشاورهم فی الامر مبارک آیت پر اساس به پخپلو کارونو کې د مشورې سره اصلاحات راولو."

 

اکنون در مورد کارنامه های غازي امان الله خان معلومات مختصر اراءیه مینمایم:

بزرګترین کارنامهء امان الله خان همانا استرداد استقلال خارجي افغانستان بود.به دوام آن از کارنامه های ذیل نیز میتوان نام برد:

+انتظام یک حکومت و اردوی منظم حتی با یک قوای هوايي در آنوقت بکمک اتحاد شورويِ ې وقت،

+توجه به معارف کشور و افټتاح نمودن مکاتب پسران و دختران در کابل و ولایات،

+نشر جراید جدید در کابل منجمله امانِ افغان و ارشاد النسوان و همچنان انکشاف مطبوعات در ولایات،

+دایر کردن لویه جرګه در سال ۱۹۲۲ در جلال آبد و تصویب قانون اساسي در سال ۱۹۲۳،

+عمران و آبادی شهر ها،سرکها،خط آهن مخصوصاََ دارلامان کابل و کارته ها،

+انکشاف صنایع داخلي و بازاریابي مارکیتهای بین المللي برای پیداوار افغاني،+فرستادن محصلین و مصلات افغاني جهت تحصیلات عالي مخصوصاََ به ترکیه؛

+سفر مهم اعلیضرت امان الله خان با ملکه ثریا در سال ۱۹۲۷ به ممالک اروپايي از قبیل ایتالیا،فرانسه،پرتګال،بلجیم،جرمني،برطانیه، پولیند،روسیه و ترکیه که چندین ماه را در بر ګرفت و از طرف حکومتهای وقت کشور های فوق الذکر به مراسم شاندار استقبال شدند و در عین زمان دولتهای مذکور کمک های لازمهء مادي و معنوی را با افغانستان جدیداََ آزاد شده تعهد نمودند.

+بعد از مراجعت به وطن ،میخواستند ریفورمها و اصلاحات سریع اقتصادی اجتماعی پیشرفتهء اروپایی را در افغانستان تطبیق کڼند، اما متاءسفانه دشمنان دیرینهء افغانستان تبلیغات سوء زهرآګین را بر ضد ایشان براه انداختند که باعث ترک شاه امان الله از وطن ګردید و سبب پناهګزینی شان به ایتالیا ګردید.

 

اوس که ستاسو اجازه وي په ایتالیا کې د غازي امان الله خان سره د یوه انګلیس ډیپلومات ډیویډ جونس یوه لڼډه حکایه چې د امان الله خان د آرزوګانو په باب ېې ورسره کړیوه ،او البته په ځینو افغاني وبسایټونو کې نشره شوې هم ده***، غواړم چې ټول حاضرین ېې واوري:

ډیوید جونس وایی،ما پخوانی پاچا امان الله خان د روم په یوه تنګه کوڅه کې یو زوړ کور کې ملاقات کړ.م ورسره پښتو خبرې وکړې ،ویل ېې"افغان ېې؟"، ما ویل نه، انګلیس یم.

ویل ېې؛ دلته هم تاسو انګریزانو نه آرام نه لرو!".

کوټه کې یوه زَړه قالینه،یو جاینماز، اوار وو.یو تخت،یو میز،دوه چوکۍ،یوه المارۍ ډکه له کتابونو او په سر ېې قرآن شریف او یوه د کلمې تابلو ايښې وه.

میرمن ته ېې غږ کړ:"چي پُخته کدین؟"،میرمن ېې ځواب ورکړ "لوبیا"؛ بیا پاچا وویلې " لطفاََ قابلي پلو پخته کنید که باز اِي انګریز نګوید که ما افغانها در اروپا مهمان نوازي ره فراموش کردیم!"

بیا ېې ماته وویل " راځه د کړکۍ مخې ته کښینو،او کوڅې ته ېې کتل:

" دا ماشومان ګورې؟ جارو نه کوي،ټوله ورځ د دوه بزو د پچو پسې کوڅه په کوڅه نه ګرځي،لوږه او تنده نه پیني،روغتیا لري،ښوونځیو تهځي،خاندي،تفریح کوي،ټلویزیون ګوري؛د ټوپک غږونه نه اوري او له ژونده خوند اخلي"

" هاغه زوړ سړی وينې؟ زمونږ ګاوڼډی دی، ۴۵ کاله ېې کار کړی،اوس تقاعدي اخلي،زوی او لمسي ته اهتیاج نه دی؛

"دا ځوانه ښځه چې اوس په کوڅه راغله،دا یوه ډاکټره ده، د ورځې ۸ ساعته کار کوي، کوڼډه ده، د خپل اولادو مصارف خپله پوره کوي.

"دا منطقه د روم تر ټولو فقیر نشینه سیمه ده خو ټول کورونه ېې ۲۴ ساعته برق لري.ګاز او اوبه لري،کوڅې ېې پخې دي،مکتبونه او هسپټال(روغتون) کورونو یه نیژدې دي. یو ګدایګر هم دلته نشې پیدا کولای!"

ډیوید جونس: خو تاسو هم ډیره تېزي وکړله؟

امان الله خان" صحیح ده چې زه تېز لاړم،ځکه چې وخت مې کم درلود او غوښتل مې پخپل ژوندانه یو پر مخ تللی افغانستان ووینم.انسانان ېې لکه دې ځای آرامه وند ولري ،خپل او د نورو حقوق وپیژني، خپل ښه او بد سره تمیز کړي!!"

"د دې پر ځای چې یو بل ته سنګرونه جوړ کړي،کتابخانې جوړې کړي،خپلې غلیانې اصلاح کړي؛دا ایټالویان وګوره له دوهمې نړیوالې جګړې خه له خاورو راپاڅیدل مګر په ا۰ کالونو کې ېې خپل وطن بیرته آباد کړ او اوس موټر او طیارې جوړوي!"

زما ولس بیسواده و،زما په خبرو ېې قناعت نه کاوه،ریل،راډیو،مکتب ېې نه غوښتل ،په هر شي کښې به ېې شیطان او کفر ګډول!"

"زنانه ډاکټرانې نه وې،ښځې په عادي ناروغیو مړې کیدلې،ترکیه یو اسلامي هیواد و له عربانو نه مخکې و،د نجونو او هلکانو لیلیې سره بلې وې ما غوښتل محصلاتې هلته ولیږم چې نرسانې او ډاکټرانې شي مګر تاسو غلط تبلیغات راپسې شروع کړل...." او د پاچا ستړګې له اوښکو ډنډ شوې...

 

ګرانو حاضرینو ،زما پخپل نظر، غازي امان الله خان نه یواځې یو نه هیریدونکی ملي اتل و،بلکې د هغه افکار،نظریات او دپرمختګ ریفورمونه یو مکتب دی چې ډیرو زیاتو څیړنو او حتی یوې اکاډیمۍ ته ضرورت لري تر څو ځوانان او راتلونکي افغن نسلونه ترینه یو څه بند واخلي. په درنښت. له توجه څخه مو یو جهان مڼنه.

 

یادوءنه:* د دې وینا لپاره معلومات ما زیاتره د ټول افغانستان له ویبثایټ څخه د بیلابیلو درندو لیکوالانو له لیکنو څخه غورچاڼ کړي ول، څرنګه چې د تیرۍ لپاره وخت کم و او زما وینا هم ۳-۴ برخې ، نو که کوم ځای کې سهوې سوې وي ، عفوه غواړم.

**دا د څلورمې جبهې ناد آوري مې فکر کوم د ډاکټر صاحب عبدالرحمان زماني صیب له لیکنو اخیستې وه.

*** دا حکایه هم د (بغدادي پير ) له ناوله چې ګران ورور ن. احمدي صیب ژباړلی او اوس هم د تاند وزمین ثایټ په یوه څڼډه کې ځليږي ، له یوې وړې برخې څخه اخیستل شوې ؛د دې لپاره چې اوریدونکي د ارواښاد غازي امان الله خان په اوښکو وژړوم!!

.ډ.ساپی ز.ح.

-
بېرته شاته