(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې دا مړي اخر څوک دي.؟.

[16.Aug.2018 - 09:27]

چې دا مړي اخر څوک دي.؟لیک: مطيعالله عابد   خبرونه د مړو ډک ، راپورونه د مړو ډک او قبرونه د مړو ډک . هر ماښام او سهار بس د مړو شمار دی. په هلمند کې شل مړه، په بدخشان کې دیرش وژل شوي ،ټول افغانستان کې د میاشتې زر هلاک شوي. بس تلفات یادیږي. نه ېې نوم ،نه ېېذات معلومیږي. بس تش مړي دي او مړي.

دا مړي اخر دي څوک ؟ دا اشرف المخلوقات دي که مازې حشرات دي. بس ورکه کې پیدا شي او زمکه کې فنا شي. دوي کور لري که نه، چرته پلار او مور هم لري که نه . په انتظار کومه لور او خور لري که نه؟

دا مړي د کومه راغلي او چرته روان دي؟ دوي هم اخر انسانان دي که نه؟ که بس مرګ ته پیدا دي. دا ځوانۍ بس د ځوانۍ مرګ ته پیدا دي. په لارو اوکوڅو کې پراته. په جومات او حجرو کې پراته ،په شاړو درو او لښتو کې پراته .

خدایه یا خدایه دا څومره مړي دي، چې ستا زمکه پرې نه مړیږي. ترڅو به ماشومان همدې مرګ ته پیدا کیږي . څوک مړ،څوک هلاک، څوک شهید او څوک مردار یادیږي. د شنو خولو مړي. د سپینو پګړو مړي. د شال او شملو مړي. د وړو وړو چاچو مړي. د تنکیو تنکیو ځوانو مړي.

ماشوم د پلار تابوت سره روان .پلار د زوی کالبوت سره په روان. د چا په لاسو کې مړي. د چا په اوږو دي مړي. یو بل ته کتی هم نشي .یو بل ته ژړیدی هم نشي. بس دی چې زړونه ېې ژاړي اوسترګې ېې حال وايي.

اخر دوي به هم د چا په دعا ګانو زیږیدلي وي. په څومره دواګانو به ېې ساتلي وي. میندو به څورمره په مینه د سینو پورې نیولي وي. پلار به ګوت نیولي ګرځولي وي . دوي به هم چا کار خاپوړې کړي وي. خندلي او لوبیدلي وي.

اخر دا مړي   هم د چا بچي به وي که نه؟ . سکون د چا د زړګي وي به وو که نه؟. چرته به ېې کور کلی او سیالي وه. یاران او زندګي وه. که بس د یو ځای نه راغلي ،او یو خوا ته لاړل. نه څوک لري او نه ېې څوک یادوي .بس تېر شي او هیر شي. سبا نور مړي میدان ته را رهي شي.

بس ډزې شي. درز شي او غرز شي ،لوګي شي پورته .غوغا شي جوړه. خبر شي خپور .برید شویدی . بم چاودیدلی دی .یو چا ځان چولی دی. بم ېې غورځولی . هلته لس مړه دي. دلته شل وژلي او چرته لرې لږ تر لږه دیرش دي که پنځوس مړه.

انسانان مري او وايي چې تلفات شویدي. لاروي وژل شوي او وايي چې نقصانات شویدي. بس دومره وايي چې بې ګناه څو کسان دي. کیجولټي پکې کمه ده. کولیټرل ډیمیج شوی.

خو بیا څوک ورنغلل چې هغو تلفاتو کې څومره خوبونه او ارمانونه تلف شویدي؟. هغو لارویانو کې څوک څوک چرته روان وو او څوک څوک ورته په انتظار وو؟. هغه بې ګناه کسان د چا د زړه ټوټې وې .یوې کیجولټۍ تر شا څومره کیسې وې. یو کولیټرل ډیمیح کې څومره حادثې وې؟

بس نامعلوم کسان د نامعلومو دلاسه مړه شي. په تورو تیارو کې په بې نومه قبرونو کې ویده شي. چاته قبر نصیب شي، چاته خو هغه هم نشي. ګورکن ستړی شو. خلک په دفن ستړی شو. خو مرګ ختم نشو.

ګمنامه مړي دي چې هره ورځ په لارو ،کوڅو ،غرونو، درو ، سنګر او مورچو کې را وریږي. د یو مړي نه بل را زرغونیږي. هغه چې لوی شي نو بل پسې روانیږي. د شهید زوی یتیم .یتیم بیا خپله شهید.بیا بل یتیم . کونډه د کونډې مور. زوی مړی د زوي مړي ورور. بس عکسونه ېې پاتې شي. یادونه ېې پاتې شي. خپله چرته لېرې لاړ شي.

خو چې د ژوند ماښام شي او تېاره خوره د وطن په در او بام شي. د یوې مور دروازې ته پام شي. نو غږ کړي. زما عسکر بچی به کله راځي ؟.مدرسې ته تللی ځلمی به چرته پروت وي؟. یوه خور د یو ګران په تمه ،یوه پیغله د خپل جانان به تمه او یو پلار د خپل ځوان په تمه تمه لاره څاري . شپه سبا شي خو د هیچا هیڅوک هم رانشي. خو بس همدومره وشي. چې یو بل خبر راشي. چې ښار منځ کې بیا څوک الوتلی. چرته بیا جنګ نښتلیبیا ېې بم ختا کړی. بیا د ډیرو مړو خبر راغلی.

چې بیا به د چا بچي مړه شوي وي؟ چې بیا به د چا کور وران شوی وي ؟.بیا به څومره کونډې او یتیمان شوي وي . چې بیا به …………………………

مطیع الله عابد

-
بېرته شاته