(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بغدادي پیر

[06.Sep.2018 - 15:23]

 

بغدادي پیر (ډیويډ جونز) لېکي

په ١٩٥٥ م کال کې مې مور مړه شوه، نوي کلنه وه، وصيت يې کړی و چې جنازه به مې خپل پلرني وطن، ايټاليا ته وړئ!

مور مې په روم کې خاورو ته وسپارله. منی و، د ايټاليې هوا تر لندنه توده لګېده، فکر مې وکړ، توده هوا مې هډوکو ته ښه وه. څو ورځې په ايټاليې کې پاتې شوم، يوه ورځ مې امان الله خان په ذهن کې را وګرځېد، پوهېدم چې په روم کې اوسي، خو دقيق ادرس يې نه و رامالوم.

د افغانستان سفارت ته ورغلم، بانې يې کولې، نه پوهېږم چې ولې يې له پخواني پاچا سره زما ليدل نه خوښېدل. په سخته مې قانع کړل، ادرس يې راته وليکه.

کاغذ ته مې وکتل، پخوانی پاچا د ښار په تر ټولو غريبه برخه کې اوسېده.

يو سهار مې ټکسي ته لاس ورکړ، شل دقيقې وروسته د يوه پارک پر غاړه کښته شوم.

يوې ځوانې نجلۍ ته مې کاغذ ونيو، شمال لور ته يې ګوته ونيوله، مجبور وم، بايد په پارک کې تېر شوای وای.

پر ژېړ چمن ژېړې پاڼې پرتې وې. څو ماشومانو فوټبال کاوه، زاړه کسان پر اوږدو څوکيو لمر ته ناست ول. مخکې لاړم، سرې او ژېړې پاڼې مې د بوټو تر تليو لاندې کېدلېيو ځای ودرېدم، بېرته مې شاته وکتل، يو څوک پر اوږده څوکۍ ناست و، اخبار يې وايه.

نږدې ورغلم، دا غټې سترګې شناخته راته واېسېدې. مخامخ ورته کېناستم. حساب مې وکړ، دوه شپېته کاله! نه وم غلط، امان الله خان به په دوه شپېته کلنۍ کې خامخا همداسې څېره درلوده. ور نيږدې شوم، پر سړي مې سيوری ورغی، شپو خولۍ يې له څوکۍ ور پورته کړه، کېناستم، په انګليسي مې وويل:

_هوا ښکلې ده!

غټې کڅوړنې سترګې يې را واړولې، موسک شو، لنډ ځواب يې راکړ!

_ډېره!

بېرته يې اخبار سترګو ته ونيو.

ور ومې کتل، د زاړه، خو پاک بالاپوښ ګروې ( تڼۍ ) يې تر غاړې پورې تړلې وې، له ليرې يې د مخ ګونځې دومره ژورې نه ښکارېدې.

ټپ شو، توپ پر اخبار او بيا د سړي پر اوږه ولګېد، يو ماشوم راغی، بخښنه يې وغوښته، سړي توپ ور واخيست، د ماشوم پر سر يې لاس تېر کړ، توپ يې ورته ونيو. ماشوم موسک شو، مننه يې وکړه.

سړي بېرته اخبار ته وکتل.

په انګليسي مې وويل:

_په ماشومتوب کې دې کومه لوبه خوښېدله؟!

سړي را وکتل، ويې خندل:

_د آس سورلۍ.

بېرته يې سر وځړېد.

يوه شېبه ناست و، بيا ورو ولاړ شو. ګام يې واخيست، په پښتو مې وويل:

_مېلمه يواځې پرېږدې!

نېغ يې راته وکتل، سترګې يې وځلېدې، په خوند يې وويل:

_افغان يې؟!

راغی، تر لاس يې کش کړم، ودرېدم، تر ډېرو يې په غېږ کې نيولی وم. نه يې پرېښودم.

ومې ويل:

_نه! پرنګی!

ويې ويل:

_ټوکې مه کوه! پرنګيان او داسې صافه پښتو! ډېر سره ليرې دي.

ومې ويل:

_ډېوېډ جونز يم، په ١٩١٩ کال کې ارګ ته درغلی وم، درې کسه وو، د چانسلر لېک مو درووړ، په کابل کې مو د خپلو څو نمايندګانو پاتې کېدا غوښته.

د سړي لاسونه مړه شول. تر څنګ مې کېناست، سر يې څو ځله يوې، بلې خواته وخوځاوه، يودم يې وخندل:

_اه! پرنګيانو! دلته هم نه يم درنه خلاص!

ومې ويل:

_خو اوس مې تقاعد اخيستی، له سياست سره کار نه لرم، ايټاليا ته مې د خپلې مور جنازه راوړه، ته مې په ذهن کې را وګرځېدې، ليدو ته دې راغلم.

امان الله خان ودرېد، تر لاس يې ونيولم، په موسکا کې يې وويل:

_راځه! کورته ځو، بيا ونه وايې چې يوه افغان بوډا په پردي وطن کې خپله مېلمه پالنه هېره کړې وه.

تر پارک ووتو، تنګه کوڅه راغله، امان الله خان په يوه زاړه کور کې اوسېده. پورته وختو، وړه کوټه وه، پر زړه، رنګ خوړل شوې غالۍ يو کټ، کوچينی مېز، دوې څوکۍښکارېدلې. کېناستم، شاوخوا مې وکتل، وړه المارۍ له کتابونو ډکه وه، پورته د لرګي په چوکاټ کې کليمه نيول شوې وه، کټ ته نږدې، په تاقچه کې د جاينماز پر سر کوچينی قرآن شريف ايښی و.

امان الله خان د باندې ووت. زاړه وره چولې درلودې، غږ يې راته، يو چا ته يې وويل:

_څه مو پاخه دي؟!

ښځينه غږ راغی!

_لوبيا!

امان الله خان وويل:

_مېلمه لرم، قابلي پلو پوخ کړئ!

ښځينه غږ وويل:

_غوښه نه شته!

_يو څوک پسې ولېږئ!

دروازه خلاصه شوه، امان الله خان بېرته راغی، ويې ويل:

_کړکۍ ته کېنه، کوټه سړه ده.

څوکۍ مې وکښوله، د لمر وړانګې مې اوږو ته سيخې شوې. امان الله خان پر کټ کېناست، ويې خندل:

_اوس مې نو سم زړه ته ولوېده چې ډېوېډ جونز يې، فکر کوم چې يو ځل مو بيا هم سره ليدلي و.

ومې خندل:

_هو، زه او سفير دې په نيمه شپه کې در وغوښتو، ويل دې چې انګرېزان د افغانستان په شمال کې مداخله کوي، خلک يې مسلح کړي دي، سفير ته دې د هغه له خوا امضا کړی سند ورکړ، ورته ودې ويل چې په دوه اوياوو ساعتونو کې به له افغانستانه وځې. يوه اوونۍ وروسته دې زموږ انګرېز جاسوس اعدام کړ.

امان الله خان سړه ساه وايسته:

_اې پرنګيانو، حق مو و، وطن مو را غرق کړ.

ومې خندل:

_ته هم ګرم وې، ډېر تېز تلې.

راته ويې وکتل، څه يې ونه ويل:

_د کوټې دروازه وټکېده، امان الله خان ولاړ شو، بېرته له پتنوس سره راغی. دوه ګيلاسه يې له شنو چايو ډک کړل.

کړکۍ ته ودرېد، ويې ويل:

_هاغه ماشومان وينې؟!

ودرېدم. لاندې پاک، سوتره او صحتمند ماشومان روان ول، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسې تړلې وې.

امان الله خان وويل:

_دا ماشومان پچې نه جارو کوي، په دوو اوزو پسې هم ټوله ورځ نه دي روان، لوږه نه پېژني، مکتب ته ځي، خاندي، تفريح لري، تلويزيون ته ګوري، غم نه ويني، د ټوپک ټک يې نه دی اورېدلی، روغ دي، له ژونده خوند اخلي….

غلی شو، ويې ويل:

_د هاغه دوکان تر مخ ناست بوډا زموږ ګاونډی دی، پنځه څلوېښت کاله يې په يوه فابريکه کې کار وکړ، اوس کرار ناست دی، د تقاعد پيسې ورته راځينه زوی ته احتياج دی، نه لمسو ته، تر مرګه به په ګېډه موړ او پر تن پټ وي.

هاغه بله ځوانه ښځه ډاکټره ده، اته ساعته کار کوي، خو څوارلس ساعته هوسا ژوند لري، کونډه ده، خو دومره پيسې پيدا کولای شي چې د خپلو اولادونو، درس، روغتيا، خوراک، تفريحته ورسېږي.

دا د روم تر ټولو غريبه سيمه ده، خو کورونه يې څلرويشت ساعته برق، ګاز او اوبه لريکوڅې يې پخې دې، مکتب او روغتون نږدې دی، په دې ټوله غريبه سيمه کې به يو سوالګر هم ونه وينې.

غلی شو، بېرته پر خپل ځای کېناست، پياله يې ور پورته کړه، ويې ويل:

_سم وايې! زه تېز تلم، ځکه وخت کم و، ما وېل چې په خپل ژوند کې يو پرمختللی افغانستان ووينم. داسې وطن چې اوسېدونکې يې د دې خلکو په څېر ارام ژوند ولري، لوږه ونه پېژني، تعليم وکړي، د ځان او نورو په حقوقو پوه شي، ښه او بد ور مالوم وي، په کورونو کې د مورچو د جوړولو پر ځای، د کتابونو ځای جوړ کړينور يې په يوه او بل نوم غلط نه کړي ….

غلی شو، له پيالې يې سور وکړ، سوړ اسويلی يې وايست:

_ايټالياوان له دوهمې نړيوالی جګړې را ووتل، ټوله ايټاليا خاورې شوه، خو خلک يې پوه او تعليم يافته ول، په لسو کلونو کې يې بېرته ايټاليا، ايټاليا کړه، اوس موټرې او طيارې جوړوي، خو زما خلک بې سواده ول، ماغزه به مې ورسره وخوړل، په عادي خبره کې به يې قناعت نه کاوه.

غلی شو، يودم يې ترخه وخندل:

_يو وخت څو سپين ږيرې راغلل، دوی په کابل کې روان رېل ليدلی و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستی، خوراک يې اور دی، شيطان يې چلوي.

ورسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې ريل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال له پاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره دهورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپني او لرګيو جوړ دی، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلويهر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانی خبره را واخيسته، تور شيطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.

راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شيطانان ناست ديخلک له دينه باسيتليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتی يې، له شيطان سره غږېږې.

دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شيطان ليدپوهېږې چې ولې؟! علت يې بېسوادي وه.

ما بايد دا ستونزه حل کړې وای، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې را وباسم، په هرڅه يې پوه کړمخو دوی مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې….

ومې ويل:

_نو فکر نه کوې چې په داسې يوه ساده او بې سواده ټولنه کې ترکيې ته د نجونو لېږل ښه نه و؟!

امان الله خان پياله ور ډکه کړه، سړه ساه يې وايسته:

_په ټول وطن کې ښځينه ډاکټره نه وه، ښځې به په ډېرو عادي ناروغيو مړې کېدلې، فکر مې وکړ، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ترکيه ښه راته وايسېده، تر عربو مخکې وه، ما بايد په خپل وطن کې ښځينه ډاکټرانې درلودای، سلامت پوهنتون، استادان، لابراتوارونه، کتابخانېخو مې غريب افغانستان ته نه شوای راوړلی، چاره نه وه، نجوني او هلکان مې ترکيې ته ولېږلد شرعې خلاف کار مې نه ګاڼه، ترکيه اسلامي هېواد دی، د نجونو ليليه، خوراک، څښاک، هر څه بېل ول.

ومې ويل:

_د چادري په اړه څه وايې؟! تا په کابل کې چادري منع کړه!

امان الله خان سر وخوځاوه:

_زه ديني عالم نه يم، خو اسلامي نړۍ مې ليدلې ده، مطالعه لرم، ما په يوه اسلامي هېواد کې هم دا ډول شنې رنګه چادريانې ونه ليدلېزموږ د خلکو لوی مشکل دا دی چې دين او رواجونه يې سره ګډ کړي دي

زه به د بند، فابريکې، برق، سړک، پل، پلچک، مکتب، پوهنتوند جوړېدو په باره کې ورته غږېدم، ګټې به مې يې بيانولې، د دې شيانو په جوړولو کې به مې د خلکو همکاري غوښته….خو دوی به په هر څه کې ښځې را ګډولېپوخ سړک او په موټر کې هوسا تګ ته يې پام نه و، ويل به يې چې نه، بيا به له روان موټره زموږ کورونه او د کورونو په مينځ کې زموږ ښځې ښکارېږې.

د مکتب او پوهنتون په ګټو به مې خوله ستړی شوه، خو په په اخير کې به يې راته وويل چې نجوني مو کوپر او فحشی ته مه باسه….

د روغتون فايدې به مې ور يادې کړې، ويل به يې چې ته عياشي غواړې، تورسرې به مو څنګه له کوره د باندې وځي؟!

خوارځواکه ماشومانو او ښځوته مې د تقويې دواوې ور ولېږلي، خو خلکو اور ور واچاوه، ويل يې چې پاچا د اسلامي امت د ډېرېدو مخالف دی، دا دوا زموږ ښځي را وچوي، اولاد نه شي پيدا کولای.

ما به د وطن د پرمختګ خبرې ورته کولې، خو دوی به خامخا پل، پلچک، دېوال، پوخ لښتید ښځو له نوم سره تاړهوی، په دې کې خو زموږ ښځې راځي، خلک به يې مخ وويني، بې بندوباره به شي….دوی هر څه ته بد بينه ول، هر پرمختګ يې خامخا د ښځو د مخونو له لوڅوالي او عياشي سره تاړه….

امان اله خان اوږدې خبرې وکړې، سترګې يې لندې وې….

 

((بغدادي پير))د افغانستان د مشهور کيسه ليکوونکي نصير احمد احمدي ناول دى، چې په وروستيو کې چاپ او خپور شوى دى. ياد ناول يو تاريخي ناول دى، چې د ١٩١٩ز کال نه راپدېخوا کيسه کوي. په دې ناول کې د غازي امير امان الله خان د استقلال يا خپلواکۍ اخيستلو نه وروسته د افغانستان د هغه وخت حالات د کيسې په بڼه ذکر شوي دي، چې هغه وخت اعليحضرت امان الله خان د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره څومره کارونه روان کړي ول او څومره خوبونه يې ليدل.

 

په ناول کې د انګليسيانو هغه بدرنګه څېره روښانه شوې ده، چې هغوى په څه ډول ساده افغانان د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد راوپارول او بچه سقاو يې راپېدا کړ، تر څو د افغانستان پاچاهي ړنګه کړي او په هېواد کې چې کوم پرمختګ او د زده کړې کوم بهير روان شوى و، هغه بيا دړې وړې کړي.

 

دا ناول د يو انګرېز د ياداښتونو په بڼه ليکل شوى دى، کوم چې د انګليسيانو جاسوس وي او د هندوستان چانسلر ورته وظيفه وسپاري، چې له ځانه ((بغدادي پير)) جوړ کړي او په افغانانو کې خپل مريدان پېدا کړي، تر څو وروسته په يادو مريدانو د اسلام په نوم د اعليحضرت امير امان الله خان پاچاهي ړنګه کړي.

 

اعليحضرت غازي امير امان الله خان چې کله خپلواکي اعلان کړه او انګليس يې په دې مجبوره کړ، چې افغانستان د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژني، نو ډېويډ جونز چې له ځانه يې بغدادي پير جوړ کړى، په خپلو ياداښتونو کې داسې ليکي:

 

((د شپې يوه بجه ده، ويښ يم، اعصابو مې کار پرېښى! يوه ځوان پاچا څنګه يوې لويې امپراتورۍ ته ماتې ورکړه، زړه ته مې نه لوېږي، خو واقعيت دى، موږ په څو جبهو کې مات شوو، تش لاس خلکو توپونو او طيارو ته غېږې ورکړې، ترپ، پر ځمکه يې راوويشتل، سخته ده! لويه برېتانيه يې وشرموله)).

 

ډېويډ جونز په دې هڅه کې دى، چې داسې څه لار راپېدا کړي، چې افغانان د خپل پاچا پر ضد راپاڅوي او د پرمختګ روان چټک کارونه وران کړي، خو هېڅ لار ورته نه پېدا کېږي، کله چې دوى خپل ټول جاسوسان په پټه راوغواړي او له هغوى معلومات ترلاسه کوي، نو وايي:

 

((لومړى يوه هراتي ملا غاړه صافه کړه، خبرې يې په بسم الله پيل کړې، ويې ويل چې افغانانو ته د ملا هره خبره د منلو وړ ده، (نه) نه پکې وايي، خو د امان الله خان په باره کې اور نه اخلي، هېڅ هم نه مني، وايي چې د يوه داسې غازي پر وړاندې به څنګه راپورته کېږي، چې انګرېزان يې له وطنه وشړل…)).

 

يعنې انګرېزانو چې هر ډول هڅه کوله، خو په دې کې نه بريالي کېدل، چې افغانان د خپل پاچا پر ضد راپاڅوي، ځکه اعليحضرت امير امان الله خان هېواد ته خپلواکي ګټلې وه او د پرمختګ لارې چارې يې لټولې، خلکو ته يې د زده کړې اسانتياوې برابرولې او نور په دې خوبونو کې و چې افغانستان د نړۍ له سيالو هېوادونو سره سيال کړي.

 

ډېويډ جونز په خپلو ياداښتونو کې ليکي: ((نور فرمانونه مې ولوستل، د فردي ازادۍ، تعليم، نظم، پرمختګ او نورو اصلاحاتو په اړه ولدا وطن يې له خوارې ورځې ايست.

 

اوږد وغزېدم، فکر مې وواهه، د پاچا او د دې وطن د تخريب لاره مې ونه مونده)).

 

په افغانستان کې له روان پرمختګ څخه انګليس ډېر په ويره کې دى او د افغانستان د پرمختګ په اړه ډېويډ جونز په خپلو ياداښتونو کې ليکي:

 

((لويې لېسې او مسلکي مکتبونه جوړ شوي وو، ترکي، هندي او جرمني استادانو به زده کړې ورکولې. تر دې دمه په ټول افغانستان کې درې سوه دوه ويشت مکتبونه جوړ شوي وو.

 

بازار له افغاني توليداتو ډک و. افغانستان په خپله د غوړيو، صابون، قندو، بورې، عطرو، سيمنټو، ټوپکو، باروتو جوړولو او د اوسپنې ويلي کولو کارخانې درلودې. د معدنونو پر استخراج او په ښارونو کې د اوبو رسولو پر عصري سيسټم چټک کار روان و.

 

اخبارونه مې ولوستل، افغانستان خپله راډيو درلوده، په کندهار او جلال اباد کې د برېښنا د توليد لويې او وړې خونې پرانيستل شوې وې. فرانسوي او جرمني شرکتونو د دې هېواد له شماله تر جنوبه پورې د رېل د پټلۍ د ليکې د جوړېدو پر پلان کار کاوه، ولايتونه له مرکز سره د تلګراف او تليفون په واسطه تړل شوي وو، په کابل کې جوړ شوي مرکزي بانک لومړني بانک نوټونه راوايستل، د دې هېواد په لويو ښارونو کې د ملکي هوايي ډګرونو د جوړېدو کار په چټکۍ روان و)).

 

انګليس او په ځانګړې توګه د انګليس ګومارل شوو جاسوسانو چرته دا هر څه ليدلي شول، ځکه چې د افغانستان د خپلواکۍ سره په هندوستان کې هم خلکو د خپلواکۍ لپاره سرونه راپورته کړي و او ځاى پر ځاى د انګرېزانو پر ضد غزاګانې روانې وې. انګليس نور هم په دې فکر کې شو چې څنګه دا هر څه ودروي او څنګه افغانستان بېرته له پښو راوغورځوي. هغه وخت رارسي چې دوى يو پلان جوړوي او په بېلا بېلو شکلونو کې خپل جاسوسان افغانستان ته لېږي، چې تر ټولو کامياب يې پير، ملا، اغا….. او نور وي.

 

له څو مياشتو ټرېننګ نه وروسته ډېويډ جونز دې ته تيارول کېږي چې له ځانه بغدادي پير جوړ کړي او افغانستان ته لاړ شي. د ډېورنډ کرغېړنې کرښې سره نږدې يو ځاى ټاکي او ډېويډ جونز د يو بل انګرېز سره د پيرانو په څېره کې دېره کېږي، د انګرېز د پرمختللې ټېکنالوژۍ په مرسته دوى د دغه سيمې خلک دوکه کوي او آن خبره تر دې رسېږي، چې د شا و خوا ټولې سيمې خلک يې پيران مني او د هر يو کار لپاره دوى ته ورځي.

 

کله چې بغدادي پير په خپل پلان کې کاميابېږي، نو بيا ورو ورو په افغانانو کې د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد زهر پاشي او د اسلام په نوم افغانان دوکه کوي، تر څو د پاچا پر ضد راپاڅېږي. کله چې خبره ډېره مخکې ځي، نو په ځينو ځايونو کې د انګرېزانو ځينې جاسوسان نيول کېږي او بيا په اعدام رسول کېږي، په دې وخت کې بغدادي پير خپل ټول کار سر ته رسولى وي او د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد يې ټول خلک راپارولي وي، نو په داسې وخت کې بغدادي پير د تېښتې هڅه کوي، چې افغان پوځيان يې نيسي، خو د سيمې خلک د بغدادي پير په جال کې داسې راګېر وي، چې دوى افغان پوځيان په شهادت رسوي او بغدادي پير ترې خلاصوي، چې بغدادي پير وروسته له دې بېرته ځان هندوستان ته رسوي.

 

وروسته انګليسان بچه سقاو رامخې ته کوي او خپل ټول هغه ملايان، پيران، فقيران يې شاته ودروي، چې د انګرېزانو په فکر سمبال خو دې ټولنې ته د اسلام په جامه کې راغلي وي، هغوى ټول په شريکه ولس کې زهر پاشي او اخر هم اعليحضرت امير امان الله خان پاچاهي بچه سقاو ته پرېږدي، هغه و چې بچه سقاو د انګرېز په مرسته افغانستان په کنډواله بدل کړ.

 

د ناول په وروستۍ برخه کې ډېويډ جونز يو ځل بيا له امير امان الله خان سره په ايټاليا کې ويني او بيا ورسره د هغه وخت پر حالاتو خبرې کوي. غازي امان الله خان وايي:

 

((يو وخت څو سپين ږيري راغلل، دوى په کابل کې روان رېل ليدلى و، غوسه يې نه کنټرولېده، ويل يې چې ښار ته دې د اوسپنې ښامار راوستى، خوراک يې اور دى، شېطان يې چلوي.

 

وروسره ووتم، په رېل کې مې کېنول، دوره مې ورکړه، پوه مې کړل چې رېل د مساپرو او تجارتي اجناسو د انتقال لپاره تر ټولو ارزانه او ګټوره لاره ده. ورته ومې ويل چې دا رېل له اوسپنې او لرګيو جوړ دى، د ډبرو په سکرو کار کوي، بنيادم يې چلوي.. هر څه يې په خپلو سترګو وليدل، خو کله چې رېل ودرېد، بېرته يې هماغه پخوانۍ خبره راواخيسته، تور شېطان او د اوسپنې ښامار يې نه غوښت.

 

راډيو يې نه منله، ويل يې چې په مينځ کې يې واړه واړه شېطانان ناست دي، خلک له دينه باسي، تليفون کوپر ورته ښکارېده، ويل يې چې له دينه اوښتى يې، له شېطان سره غږېږې.

 

دې خلکو ان په پخه خښته او پوخ دېوال کې هم شېطان ليد، پوهېږې چې ولې؟ علت يې بېسوادي وه.

 

ما بايد دا ستونزه حل کړې واى، مکتبونه مې جوړ کړل، غوښتل مې چې دا خلک له تيارې راوباسم، په هر څه يې پوه کړمخو دوى مکتبونه هم نه غوښتل، د کوپر ځالې يې بللې)).

 

د ناول په اخر کې د غازي امير امان الله خان په اړه د ځينو مشهورو سياستوالو او ليکوالو خبرې رااخيستل شوي دي، چې پکې افغان ډيپلومات ډاکټر شاهي باى مستمندي ويلي دي: ((په ايټاليې کې د امان الله خان کور ته ورغلم، پاچا غريبانه ژوند درلود، ملکې ثريا د پاچا د کټ روجايي ليرې کړه، يو بالښت يې راوايست، راته ويې ويل چې دا بالښت د افغانستان له خاورې ډک دى، پاچا دا خاوره هغه وخت ورسره راوړه چې له افغانستانه راووت. پاچا پر همدې خاوره سر لګوي، وايي چې بوى يې ښه راباندې لګېږي، کله چې ناروغه شي، نو همدې خاورې ته پزه ورنږدې کړي، خپل سږي وپړسوي، وايي چې درملو ته ضرورت نه شتهپاچا وصيت کړى چې که مړ شوم او وطن ته مې د تابوت د وړلو امکانات نه ول، نو په قبر کې به همدا خاوره راسره ږدئ)).

 

دې سره د يو بل اروپايي ليکوال دا خبره هم ليکل شوې: ((دې خلکو (افغانانو) کبر وکړ، د عزت، ترقۍ او پرمختګ چانس يې په لغته وواههدوى يو داسې پوه، مدبر، زړه سواند، زړور او پر وطن ميين پاچا پسې واخيست، چې په افغانستان کې به بيا تکرار نه شي)).

 

د نصير احمد احمدي دا تاريخي ناول چې د هغه وخت پر حالاتو يې ليکلى دى، يو بېسارى ناول دى چې د هغه وخت حالات يې په ډېر ښه ډول انځور کړي دي او د هغه وخت د خرڅ شوو او د انګليس جاسوسو ملايانو، خانانو او پيرانو بدرنګه څېره يې راښکاره کړې ده. په دې ناول کې تاسو د انګليس هغه ټول بدرنګ کارونه ليدلاى شئ، چې هغه وخت هغوى د اعليحضرت امير امان الله خان پر ضد ترسره کړي دي.

 

دا ناول اول وار د (بغدادي پير) په نوم چاپ او خپور شوى و، خو کله چې ناول په دوهم ځل چاپ شو، نو نوم يې د (بغدادي پير) څخه (ډيوېډ جونز) ته اړول شوى دى، اوس تاسو کولاى شئ چې ياد ناول د (ډيوېډ جونز) په نوم وګورئ. هر هغه څوک چې د خپلواکۍ ورځ لمانځل غواړي او هر هغه څوک چې د غازي امان الله خان په اړه معلومات ترلاسه کول غواړي، د نورو کتابونو تر څنګ دې يو ځل حتماً دا ناول هم ولولي.

 

 

 

-
بېرته شاته