(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سندرغاړی کرن خان

[11.Sep.2018 - 09:13]

دپښتونخوا تکړه او خوږژبی هنرمند کرن خان 

لیک: ډاکټر لطیف یاد

 زما دفیسبو ک په ملګرو کې یو هم دپښتو خوږژبی هنرمند ښاغلی کرن خان دی .ښاغلی کرن خان دپښتو نخوا هغه هنرمند دی چې نه یوازې یې په پښتونخوا کې دشهرت انګازې خورې شوي دي ، بلکې دافغانستان پښتانه هم دده دخواږه غږ او سندرو سره ډیره مینه لري او خوښوي یې .

کرن خان د۱۹۸۰ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په یویشتمه نیټه دپښتونخوا په سوات کې زیږیدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې تر میټریکه(لسم ټولګي ) پورې په خپل کلي کې تر سره کړې اوبیا یې دملکنډ له  پوهنتون نه په پښتو ادبیاتو کې خپله( بي . ای) واخیستله . که څه هم اوس دی په خپل ښکلي او خوږ غږسره دپښتو یو تکړه هنرمند دی ددې تر څنګ یې دپيښور دپوهنتون نه یې په پښتو ادبیاتو کې خپله (ایم.اي) او( ایم .فیل) ډیګرۍ اخیستي او اوس دپښتو ادبیاتو کې دخپلې پي . ایچ .ډي (دکتورا )ډیګرۍ په ترلاسه کولو بوخت دیاو لارښود استاد یې دپيښور دپښتو اکیډيمۍ علمی غړی ښاغلی ډاکټر دانش بیټنی صیب دی

 کرن خان دماشومتوبه دموسیقۍ او دسندرو اود موسیقۍ د آلاتو دغږولو سره مینه درلودله ، خوله بده مرغه چې دهغه ځای چا پیریال او کورنۍ ورته اجازه نه ورکو له چې هنري کارو نه پیل کړي . ده وروسته د دموسیقۍ دآلاتو په زده کړه پیل وکړ ،هغه په دې برخه کې (دسر ګم ګایډ میوزیک اکیډیمي ) کراچۍ کې داستاد (ای .آر .انور) اوپخپله سیمه کې یې دسوات دسیمې دموسیقۍ داستاد( شیرجان) نه چې هلته یې دموسیقۍ ښوونځی ( سکول ) درلود دمیوزیک درسونه واخیستل او هلته یې دموسیقۍ سورونه، تالونه او هارمونیم ( باجه ) زده کړل .دي دموسیقي دنورو آلاتو لکه ګیتار ، سیتار او رباب سره هم مینه لري . کرن خان په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې دپښتو موسیقۍ او دپښتو سندرې پیل کړې اوکله چې کرن خان دماستر ډیګری دترلاسه کولو لپاره پيښورته راغی نو هلته یې (پي .ای .سي .ټي) ریډیوکې دپښتو ژبې دژمن شاعر ښاغلي محمد اسرار اتل سره پيژندګلوي پیداکړه او همدارازده ته دا موقع په لاس ورغله څو دنورو مشهورو هنرمندانو سره هم آشناشي.

 کرن خان دخپلو سندرو لپاره دشعرونو په ټاکلو او انتخاب کې ډیر حساس دی او دنورو سندرغاړوپه څیر دهرشاعرشعرونه نه خوښوي .نوموړی په خپلو سندورو کې غزل ، ازادې نغمې ، ټپې ، رباعی ( څلوریزي ) او ټپیزې وایی چې ټپیزې دپښتو په موسیقۍ کې یو نوی ژانر دی او دده په اند ټپيزې پنځه بیتونه لري .

 کرن خان په خپلو سندرو کې درحمان بابا ، خوشال خان خټک، صاحب شاه صابر، عبدالرحیم روغاني او حبیب الله بیتاب شعرونه وایی .ده همداراز ده درحمن بابا ځینې شعرونه دقوالۍ په فورم کې هم ویلي دي .

 کرن خان غواړي په راتلونکي کې د خاطر اپریدي ، تسکین منیروال او اکمل لیوني اشعار هم دموسیقۍ په پردو کې ووایی.

 کرن خان تر اوسه پورې دخپلو پښتو سندروڅوارلس هنري البومونه جوړ کړي دي .ده خپل لومړنی البوم چې مازیګر نو میږي په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې دآصف او یمي خان سره ریکارډ کړ. چې دده نور هنري البومونه وچې پاڼې ،باور ، انتظار ، سباوون، غاټول ، سپوږمۍ ،چنار ، ښکالو ،تصویر، بیا هغه ماښام دی،او هینداره نومیږي .

.

 کرن خان نه يوازې په پښتونخوا کې کنسرټونه ورکړي دي ،بلکې په کابل ، سهیلي بښتونخوا ، ابو ظبي ، دوبۍ ، عجمان ، شارجه او عمان کې یې هم په کنسرټونو کې ګډون کړی دي او دخپلو سندرو مینه وال یې خوشاله ساتلي دي

داده یو ه خوږه سندره چې دښاغلي کرن خان په خواږه غږکې یې تاسو ته وړاندې کومه:

https://www.youtube.com/watch?v=w1UiljqaZvo

-
بېرته شاته