(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(هډې مُلا)

[18.Sep.2018 - 06:57]

(هډې مُلا)

 د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو. د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړ اخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. عبدالقدیر ښه لوړ دنګ او ښکلې سړى او په تندي يې شين خال و. لومړیو دیني زدکړو نه وروسته دی لوګر او بیا د كابل د تنور سازی جومات کې ډېره شو. د كوهدامن او پغمان جوماتونو ته هم ورتلو خو څرګنده نه ده چې څه وخت پههډهکې مېشت شو. ده د سوات د میا عبدالغفور په لاس بیعت کړې و او ښایی هلته د انګریز خلاف په څو غزاګانو کې هم ورګډ و. د خپل علم او روحانيت له کبله ورته د نجم الدين (د دین ستوری) لقب ورکړې شو او په دغه نوم يې زیات شهرت وموندلو.

 

په ۱۸۷۹ م کې د بخارا نه، د دوست محمد خان نمسی، (امیر) عبدالرحمن کندوز ته ورغلو او هلته نه ټول ملک کې مخورو کسانو ته يې لیکونه واستول چېڅه موده انګریزانو ته وګورئ، که زموږ خبرو ګټه ونه کړه، بیا خپل جهاد ته دوام ورکړئ.” په ۱۸۸۰ م کال د جولای په ۲۲ کابل کې د افغانستان نوې امیر اعلان شو او دوه رسالې يې چاپ کړې چېترغیب الجهاداوتقویم الدیننومیده. د دې ۶۰ کاپیانې د کونړ والي په لاس د هډې ملا ته د ۲۰۰ خروار غنم او ۵ خروار اوربشو سره یو ځای ورواستول. عبدالرحمن په څو محازونو جنګیدو چې یوې خوا ته د خپلو تربورانو سره جنګ او له بلې خوا د انګریز او روس ته قناعت ور کول وو.

 

په ۱۸۹۳ م کې امیر د ډیورنډ تړون لاس لیک کړو خو د اپریدو پاڅون نه وروسته برطانوي حکومت عبدالرحمن ته ګواښ وکړو چې که ده په ډاګه د قبایلو غندنه ونکړه نو د تخت نه به يې لیرې کړي. شینوارو د هډې ملا ته خواست وکړو چې د دوی امیر شي خو هغه ورسره و نه منل. دی د امیر په غوښتنه کابل ته روان و' خو په لاره خبر شو چې دده د وژلو پلان جوړ شوې دی. نجم الدین په پټه قره باغ او له هغه ځایه مومندو ته ووتلو «په دغه مرسته کې د ایوب خان د مور لاس وو' چې د مومندو د سعادت خان لور وه»

 

امیر د اخونزاده معاون ته ولیکل «دی (نجم الدین) د اسلامروڼ چراغدې خو رڼا يې دومره ډېره ده چې هغه نه غواړي چې دا په ملک کې پاتې شي بلکه د پولې نه پورې غاړه سیمه دې هم ورباندې روښانه شي» د افغانستان پوځي مشرانو د ملا نجم الدین سره اړیکې ساتلې وې او هغه ته به يې نغدې پېسې وراستولې. په دې کار انګریز په امیر عبدالرحمن بدګومانه شول.

 

په ۱۸۹۵ م کې د چترال په واکمن ټبر کې د بغاوت له کبله هلته انګریز پوځ کلا بند شو. ملا نجم الدین د مومندو نه خپل جنګیالي چترال ته ورواستول چې د انګریز کومکي لښکر ته خنډ جوړ کړي. دی د مومندو په جړوبۍ (جوړوبي) کلي کې میشت شو. انګریزانو ورپسې پوځ ولېږلو نو ملا کلې پرېښودو. وایی چې د هډې ملا د غره په څوکه مصله غوړولې، نفلونه يې کول. کله چې پوځیان ورپسې لاړل نو هلته مچۍ پرې راپاره شوې چې غېبي مرسته وه. دغسې یوه کیسه د ادم خیلو درې د خواویزو د جنګ په اړه هم ویئل کېده چې د هډې ملا پکې شامل و. هلته هم مچیو او ډمبرو په انګریز پوځ حمله وکړه او دوی يې مات کړل.

 

د هډې ملا د ۱۸۹۷ م جولای په ۱۸ او ۲۰ نیټو د بونېرسر تور فقیرسره په مومندو کې یو ځای شو. څو ورځې وروسته دوی دواړو د خپلو جنګیالو سره په چکدرې حمله وکړه او د یوې اوونۍ د جنګ نه وروسته ماتې يې وخوړه. د هډې ملا د خپلو ملګرو سره کله چې دبدمنې درېنه تیریدو نو یو ځای اس تیندک وخوړو او دی ترې راپریوتو. وایی چې نږدې کور نه یوه ښځه راووتله او په ملا ته په ښیرو شوه چې د ده له لاسه يې خپلوان وژل شوي وو. هغه خپلو کسانو په تذکره کې شبقدر ته یوړو. نجم الدین اخونزاده بیا یو لښکر ترتیب کړو چې پکې د مومندو موساخیل، عیسا خیل، میرو خیل، بره خیل، لشکرخیل، اتامیرخیل او کوده خیل، خوایزی او خوږه خیل شامل وو. لږ شمېر صافیان او شینواري، د کونړ، ننګرهار عام وګړی او د افغانستان پوځ څو عسکر هم ورسره وو.

 

په ۸ اګست د ده غازیانو په شبقدر کلا حمله وکړه چې ټول ځواک يې د ۳۷۰۰ نه واخلې تر ۱۴۰۰۰ پورې اټکل شوې و. دویشنکر بازارچور کړو چې د ګولیو نه علاوه اوړه او نوره غله يې ترلاسه کړل. خو په بارانونو، نه یواځې بارود له کاره ووتل بلکه اوړه يې هم خراب شول. دده مریدانو د هرې خوا نه ورته پخې ډوډۍ وراستولې چې هغه به هم د باران له کبله لوند خوشت شول. دومره بده ورځ پرې راغله چې نجم الدین ملا سره یو نمد او کټ پاتې شو.

 

اخوا امیرعبدالرحمن په کابل کې انګریز استازيمارټنته سپیناوی کوو چې دوی د ملا په اصل نه دي خبر او نه يې د خپلوانو درک معلومېږي. امیر د شینوارو ۴۰۰۰ نه زیات خلک د بغاوت په جرم ووژل. د قامي مشرانو نه يې څلور شیخان او دوه ملکان چې شنه بېرغونه يې رپولي وو، د کابل ذندان کې وغورځول خو نورترې وتښتیدل.

 

په ۱۸۹۷ م د ستمبر په ۴ نیټه، انګریزانو د امیر له خوا نجم الدین اخونزاده په نوم یو لیک ونیولو. په دې کې نجم الدین ته يې مشوره ورکړې وه چې تر څو ورته امر نه وي شوې، په سرحد دې خپل پوځ نه راټولوي. لیک سره د افغان پوځ لوی درستیز له خوا ملا ته ۷ مارټیني ټوپکې او ۳ خچري په کارتوسو بار استول شوي وو. دا وسله دومره نه وه خو انګریز په امیرعبدالرحمن شکمن شول.

 

په ۲۵ نومبر ۱۸۹۷ م امیر د هند وایسرای ته ژمنه وکړه چې هر وخت نجم الدین هډې ته راغلو نو د پارس د لارې به يې مکې یا مدینی ته ورواستوي. خو ملا ډېر سپین ږيرې شوې و او د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کلونو کې دی او امیر عبد الرحمن دواړه ناروغه او په ۱۹۰۱ م (۱۳۲۰ ه) کې وفات شول. د نجم الدین اخونزاده د مړینې نېټه ۱۳۲۰ ه د روژې ۲۱ ښودل کېږي چې عمر يې د ۷۰ کالو آوختې و.

 

نجم الدین اخونزاده هر ځای چې پاتې کیدو، لنګر به يې روان شو. د مرګ نه وړاندې ده د کونړ مير صاحب جان باچا ته د لنګر د جاري ساتلو وصیت وکړو. دده په دین او عقیدت کې شک نشته او انګریزانو هم دا منل چې هغه د خپل ملت لپاره ډېره قرباني ورکړه. د هډې ملا په اړه یوه ولسي سندره داسې ده:

 

د نجم الدین ملا صاحب, اصل مسکن يې دی شلګر

غیرت د خدای په دین کا, پرې به نه ږدي یو کاپر

اندړه مور به فخر کړي , په خپل زوی نجم الدین

چی وې ویسته د ملکه؛ د انګریز کفر و لعین

 

دده مقبره د هډې په کلي کې د سردار محمد داود خان له خوا جوړه شوې ده ـ 

 

****************************************

 

©صفیه حلیم

سرچینې

۱.زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی. د افغانستان د علومو اکاډمي. ۱۳۶۸ کال د اسد۲۸۱۱۵ -۱۱۶ مخ.

۲. د مومندو غزاګانې. سیال مومند. یونیورسټي بک ایجنسي. پېښور. ۱۳۵۴ ه.۱۲ او ۱۳ مخ

۳. پروفیسر عبدالخالق رشید. جواهر لال نهرو پوهنتون، ډېلي. ۲۰۱۶ م اي- میل.

۴. دهډې اخوندزاده مولانا نجم الدين. سر محقق عبد الله بختاني خدمتګار ١٣٨٦ ( ٢٠٠٧ م )

5. Under the Absolute Amir of Afghanistan. Frank A. Martin. 1900. Reprint Vanguard Books. Lahore, Pakistan. 1998. P. 110 and 112.

6. Islam and the European Empires. Edited by David Motadel.Oxford University Press.2014.

7. Punjab Civil Secretariat, Foreign/Frontier Files, Proceedings, August 1897.

 

Waqas Yousafzai

-
بېرته شاته