(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولي

[28.Sep.2018 - 07:02]

ولي  (The Saint)

 

"ولي"  هغه لقب دے چې د ښۀ عمل پۀ صفت چاته ورکړلې شي اؤ څوک چې الله ته نزدې ويد "ولي" غوره ترجمه "نزدې ملګرے" زیات مناسب دے

 ولي "د کومک کونکي ملګري" Ally پۀ معنیٰ هم استعمالېږي اؤ "ولي" پۀ قران کښې د شيطان د پاره هم استعمال شوې دے. "ولي" د خپلوانو د پاره هم پکارېږي اؤ "ولي" د دوو انسانانو پۀ مينځ کښې قرابت ته هم وائي.  

 

خو د دې "ولي" اطلاق زیات تر پۀ "اولیاء الله" کېږي. د "ولي" معیار تقویٰ او ایمان دے چې پۀ نیکانو کښې مشترکه خوبي ده (سورة بقرة ۲۵۷) مګر د ناکسانو پۀ نزد د "ولي" معیار کرامت ګڼلے کېږي .  

 

د دغې وضاحت پۀ رڼا کښې د "ولیانو" دغه سلسله د صوفیانو پۀ حلقو کښې اوږۀ پۀ اوږۀ را روانه ده اؤ عوام ئې ړوند تقلید کوي. د دغې ولیانو درجه بندي لکه اخيار،  ابدال،  ابرار،  اوتاد ،  نقبه،  قطب اؤ غوث وغېره پۀ "رف" وضع کړې شوي ده.

 

پۀ دغه ټولو کښې غوث پیاوړے ګڼلې کېږي اؤ د غوث پېروکار دا اعتقاد لري چې غوث د خپلو مریدانو ګناهونه پۀ خپله ذمه وړي اؤ چې غوث ومري نو د غوث قائم مقام بیا قطب شي (۱) . دغه تصور د عیسائیت نه ماخوذ دے لکه څرنګ چې د تسبیح تصور د Rosary اؤ میلاد د "کرسمس" نۀ ماخوذ دے.

 

خيام يوسفزے 

 

--------

(۱) انسائکلوپيډیا آف اسلام صفحه ۶۲۹ ، کشف المحجوب (علي بن هجویري، دویم اشاعت ۱۹۷۶ صفحه ۲۱۴)

-
بېرته شاته