(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د‌‌‌‌‌‌ډاکترنجیب

[28.Sep.2018 - 07:06]

(ډاکټر نجیب او د جلال اباد دفاع

 

ډاکتر نجیب چې کله د ګران افغانستان بریمن او ویاړن منتخب ولس مشر شو نو د خپل جګړه ځپلي او غمیدلي افغان ولس د بسیا او سوکاله ژوند لپاره او په هیواد کې د بشپړ ټیکاو او امنیت لپاره سپیڅلي، ملي او اسلامي هیله د ملي روغي، جوړي رغنده  او کارنده سیاست تګلاره غوره کړه' چې د هیواد دننه او بهر یې پراخ سیاسي، ملي او باالقوه پوتانسیل رامنځته کړ او د خپلو غیورو ولسونو په باالفعل او باالقوه ملاتړ یې د اتل وسله وال پوځ په مټ د ملي روغې جوړې په وړاندې د پاکستان د څارګر او نظامګر پوځ په سر دمداری, په سیمه یېزه او نړیواله کچه د جلال اباد پر ضد جګړه ناکامه او په شا وتمبوله.

پاکستانی ژورنالېسټ واسعت الله خان د جلال اباد د جګړې په اړه خپل یو کالم کې لیکي:( کله چې د کال ۱۹۸۹ء په فرورۍ میاشت کې د شوروي اتحاد پوځونه د افغانستان نه په بشپړ توګه لاړل' نو امرېکایي د استخباراتي شبکي سي آي ای دا اندازه ولګوله' چې د ډاکټر نجیب حکومت به زیات نه زیات په شپږو میاشتو کې رانسکور شي! خو د پاکستاني استخباراتي شبکي آي ایس آي جنرال حمېد ګل ویل: چې شپږ میاشتي ولې؟

چونکی دهغه مهال په پاکستان کې د بېنظیرې حکومت وو او حمېد ګل د بېنظیرې حکومت ته بریفنګ ورکړ؛ په بریفنګ کې حمېد ګل زیاته کړۀ: په تیرو لسو کالونو کې مجاهدین دومرۀ تجربه کار شوې دي؛ چې اوس هغوۍ د افغانستان هر غټ ښار په اسانۍ قبضه کولای شي او خپل حکومت پکې جوړولی شي! که چیرې داسې اوشې' نو د نجیب پوځي لښکر مورال به په تیزۍ سره ختم شي او بیا د یو نه پس یو غټ ښار به مجاهدینو ته ډهیری شي!

د کال ۱۹۸۹ء په مارچ میاشت کې پاکستاني پوځي ماهرینو د عبدالرسول سیاف او ګلبدین حکمتیار د متوازي حکومت د جوړښت لپاره؛ د لسو زرو مجاهدینو سره په جلال اباد ښار یرغل وکړ؛ د یرغل نه پس حمېد ګل هاغه اندازه «په لنډه موده کې د ښار قبضه کولو» غلطه ثابته کړۀ او جګړه دوه نیمې میاشتي وغځیده, په جګړه کې د پاکستاني پوځ درې زره ملاتړي مجاهدین ووژلی شول! خو په جلال اباد ښار قبضه ونشوۀ, د جلال اباد د ناکام مهم نه پس د کال ۱۹۸۹ء د مئي په میاشت کې د حمېد ګل نه د آي ایس آي چارج واخیستی شو او د ملتان کور کمانډر کړی شو. په جلال اباد کې د افغان پوځ د بریالی دفاع ددوې مورال تر اسمانه لوړ کړو او ډاکټر نجیب درې کاله نور په اقتدار کې پاتې شو

 

رښتیا هم ډاکټر نجیب یو بشرپال, هیواد پال او په افغان ملت مئین شخصیت وو, د افغانستان په چارو کې د سیاسي مساېلو څیړونکي مېرمن نسرين کتونا د جلال اباد د جګړې نومي مقاله کې لېکي:( د نړیوالې دویمې جګړي وروسته په نړیواله کچه د جلال اباد جګړه یوه خورا ستره جګړه وه چې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د پیچلو استخباراتې او اطلاعاتې عملیاتو په ګډون پیل شوې وه).

 

د جلال اباد په جګړه کې غوڅ او اتل وال برې د ډاکټر نجیب په مشرتابه د افغانستان جمهوري دولت په سیمه یېزه او نړیواله کچه د لوړۍ پر ستیج ودروہ!

 

-----------------------------------------------------

 

سرچېنې:

بسم الله اکبري

واسعت الله خان

https://youtu.be/9ds2Wd9Pfk0

(ډاکټر نجیب او ددۀ سیاست)

 

محترم ډاکټر نجیب الله د اختر محمد زوی د ١٣٢٥ کال د اسد د میاشتې په ١٥ نیټه د کابل په «مراد خانیو» کې په پښتنې مسلمانې کورنۍ کې زیریدلی دی, په ١٣٣١ کال کې یی خپله لومړنۍ زده کړه د کابل په ابتدایي ښوونځی کې پیل کړې او په ١٣٤٢ لمریز کال یې د کابل له حبیبیی لیسې څخه په اعلی درجه بکوریا لاس ته راوړه. په ١٣٤٤ لمریز کال د کابل پوهنتون په «M.P.C.B » کورس کې شامل شو، د دغه کورس په بری سره تر بشپړیدو وروسته په پوهنځي کې شامل شو. په ١٣٤٤ کال کې کله چی لا د «M.P.C.B» د کورس محصل ؤو؛ عملي سیاست ته یې ودانگل. د همدغه کال په بهیر کې ؤ' چې د همدې کورس د دریو سؤو څخه زیاتو زده کوؤنکو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هاغه کړکیچ په هکله چې د عقرب د میاشتې د دریمې ورځې په پایله کې پیدا شوی ؤو, د کاندیدولو نه وروسته وټاکه. په دغه وخت کې نجیب لا د هیڅ یوه سیاسي بهیر غړی نه وو. د ١٣٤٤ لمزیز کال د جدي په میاشت کې یې د افغانستان د خلک دموکراتیک گوند غړیتوب تر لاسه کړ. د خلک دموکراتیک گوند په مظاهرو, غونډو او میټنگونو کې فعاله ونډه اخیسته او دغه مهال د پښتو او دري ژبو یو پیاوړی او سر ایستلی ویاند ؤ. په پښتو او دري به یې روانې خبری کولې او ورسره په انگلیسي او اردو هم پوهیدۀ. د پوهنتون په ټول تحصلي ژوند کې ځوانان د نجیب سره اشنا ؤ او مینه یی ورسره لرله, له یو شمیر نورو محصلینو سره د ١٣٤٨ کال په اوله نیمایي کې په سیاست کې د فعالې برخې اخیستنې له امله څلور میاشتې بندي شو

١٣٤٨ کال د افغانستان په تاریخ کې د مظاهرو او اعتصابونو د کال په نوم شهرت لري. یو ځل بیا نجیب له یو شمیر نورو محصلینو سره د ١٣٤٩ کال د جدي په میاشت کې له دی امله پوره ٩ میاشتې بندي شو' چې د کابل د ښاریانو لخوا د امریکا د جمهور رئیس ریچارد نکسن د معاون سپیرو اگنیو په موټر چې د افغانستان د دولت میلمه ؤو؛ پرې د خوسا هگیو گزارونه وشول او د هغه مخې ته د امریکی بیرغ وسؤځول شو. دوه ځله بندي کیدو له امله نجیب د نورمال تحصلي بهیر څخه درې کاله شاته وغورځېد. په ١٣٥٤ کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې یې د قرغی د احتیاطو د ضابطانو په غنډ کې ٦ میاشتې د عسکري خدمت سر ته ورسولو. د ١٣٥٦ کال د اسد په میاشت کې یې د افغانستان د خلک د دموکراتیک گوند د مرکزي کمیټۍ غړیتوب تر لاسه کړ او په کابل ښار کې د گوند د کمیټۍ مشر وټاکل شو.

په ١٣٥٣ کال کې یې واده کړی او درې لوڼه چې د هیله, اونۍ او موسکا نومونو لري. د ١٣٥٧ کال د ثور د میاشتې له بدلون نه وروسته، په داسې حال کې چې د کابل ښار د گوندي کمیټۍ منشي ؤ؛ ورسره د کابل ولایت دولتي کمیټۍ مسئولیت یې هم په غاړه شو. له رژیم سره د سیاسي اختلاف په وجه د ١٣٥٧ کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د لوی سفیر په حیث وگمارل شو او وروسته بیا د همدغه کال د میزان د میاشتې په نیمایي کې له رژیم سره د سیاسي اختلاف د ژوروالئ له امله د سفارت له وظیفی څخه گوښه کړی شو. د همدې اختلاف له مخی اول (یوگوسلاویی) بیا (فرانسې) او بیا بیرته (یوگوسلاویی) ته ولاړ.

ډاکټر نجیب د ١٣٥٨ کال د جدي د میاشتې په ٢١ مه نیټه بیرته خپل وطن ته راستون شو او د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو د رئیس په توگه وټاکل شو او د دی تر څنگ یې د قبائیلي چارو د سمون د کمیسیون مسئولیت هم په غاړه درلود. د ١٣٦٠ کال د اسد په میاشت کې یې د گوند د مرکزي کمیټۍ په یوه پراخه غونډه کې د افغانستان خلک دموکراتیک گوند د سیاسی دفتر غړیتوب تر لاسه کړ.

 

ډاکتر نجیب د خپل دوران یو سر ایستلی ویاند او سیاستپوه ؤ. دده په وینا عام خلک ښه پوهیدل او په خلکو کې یې ژوره جاذبه لرله, ډاکټر نجیب د وطن او د خلکو زړورسپاهي، مهربان، صابر، استوار او د یو پیشبین او نوښتگر شخصیت خاوند ؤ. هغه لکه په کوم ډول چې خلکو ته یې لارښؤونه کوله، د خلکو او شرایطو څخه یې زدکړه هم کوله. همدې زدکړې په نتیجه کې په ١٣٦٤ لمریز کال د افغانستان د بحران د حل لپاره کورنۍ او بهرنۍ وضعې د عیني کره کتنې او د تجزیې وروسته ځان ته معینه طرحه او نظریه پیدا کړه. دغه نظریه چې وروسته بیا په گوند او خلکو کې په یو فکري خط بدله شوه - د ایدیولوژی چوکاټونو نه فاصله نیول او په عمل کې د تیرو تپل شوو ایدیالوژی چوکاټونو پریښؤول, په سولییز ډول د افغانستان د لانجې حل, په جگړه کې د ښکېلو خواو ترمینځ د دیالوگ او خبرو اترو لاره پرانستل, د افغانستان څخه د شوروي د نظامیانو د وتلو لپاره زمینه برابرول, د سیاسي پلورالیزم پر بنسټ د دموکراسۍ رواج او په عمل کې پلی کول ------------- دغه نظریه د ډاکتر نجیب لخوا د گوند د سیاسي دفتر په غونډو کې او همداراز د شوروي اتحاد د وخت مقاماتو ته په هر اړخیز ډول توضیح شوې وه. همداراز یې د شوروي اتحاد د وخت مقاماتو ته په ښکاره ویلي ؤ' چې دغه نوی سیاسي دریځ به د اړینو بدلونونو سره غبرگ د دواړو هیوادونو په گټه وي.

 

ډاکټر نجیب د ١٣٦٤ کال, حوت د میاشتی په پیل کې د دولتي خدمتونو له اطلاعاتي اداری نه گوښه کړی شو او ددې سره د گوند د مرکزي کمیټۍ د دارالانشاء د منشي په توگه او بیا د ١٣٦٥ کال د ثور د میاشتی په ١٤ مه نیټه د گوند په اتلسم فوق العاده پلنوم کې د گوند د عمومي منشي په توگه وټاکل شو. د دې نوي مشرتابه له ټاکلو سره سم د گوندي او دولتي سیاست لور بدل شو. ډاکتر نجیب وروسته له دې چې د گوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو له غوښتنو او د گوند په لیکو کی د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او د هیواد د عینې واقعیتونو پر بنسټ خپله طرحه کې چې په حقیقت کې د شخړو د هوارؤلو نوي لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جگړی نه د افغانانو د ژغورولو او د تلپاتې سولې ور په برخه کولو یواځینۍ لاره وه، په ١٣٦٥ کال د جدی میاشتي په ١٣ مه نیټه په گوندی جلسه کې د یو ستراتیژیک هدف په توگه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډې گډونوالو لخوا تصویب شوه او د همدې ورځي د غرمې نه وروسته په یوې درنې افغاني غونډه کې چې سر ایستلې گوندي او غیرگوندي مشران په کې راټول شوی ؤ، د ملي روغي جوړې دغه رغنده نوښتگر سیاست د ډاکتر نجیب  لخوا رسماً اعلان شو او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د جدي په ٢٥ مه نیټه یو اړخیز اوربند یې اعلان کړ او ددغې انساني مشن پلی کیدل یی پیل کړل. همدا ډول د نوي سیاست څخه په پیروۍ د همدې کال د لوی میاشتي په لومړی نیټه د سیاسي بندیانو د ازادولو په هکله د ډاکتر نجیب لهخوا د بخښنې عمومي فرمان صادر شو' چې دهغه په اساس په زرگونو بندیان خوشي کړی شول, د ملي روغې جوړې سیاست هغه وخت په لاندنیو څلورو ستنو ولاړؤ:

 

١ـ له پوځی پلوه په ټول افغانستان کې د سولی بسیا کیدل «یعنې د وسلی ټولول او یوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل»

٢ـ په سیاسي ډگر کې ائتلاف, سیاسي پلورالیزم, دموکراسي او پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول.

٣ـ له اقتصادي اجتماعی پلوه د اقتصاد د ټولو ډولونو همزمان ممکنه وده او پرمختیا او د آزاد بازار د اقتصادی سیستم غښتنوالی .

٤ـ د ملی روغې جوړې په برنامه کې درې مسئلې د لومړې عملي اقدام په توگه په گوته شوې وې:

 

الف ـ شپږ میاشتنی یو اړخیز اوربند.

ب ـ د وسله وال اپوزیسون په گډون «د ملي وحدت حکومت تشکیل.

ج ـ تقریباً د پنځه میلیونو په شاوخوا کې د افغان مهاجرینو له پاکستان او ایران نه بیرته خپل هیواد ته ستنیدل.

 

ددې سیاست معنا دا وه چې د افغانانو ترمنځ د وینې تویولو او د ورور وژنې بهیر پای ته ورسیږی، خپلمنځي مشکلات د تیریدنې او گذشت په روحیه د افغانانو خپلمنځي دیالوگ له لارې د حل امکان پیدا کړی، د قدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملي اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځته شي چې تول افغانان په خپله د آزادو ټولټاکنو له لارې د خپل برخلیک ټاکلو وس پیدا کړې. ډاکتر نجیب د سیاست پلی کولو په پایله کې وؤ او د نوي اساسي قانون مسوده د ١٣٦٦ کال د سرطان په میاشت کې خپره شوه, د مخالفینو په شمول د ټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه چې په دغه مسوده کې د تغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات د اساسي قانون کمیسیون ته ورواستوي! څو میاشتي وروسته د نوي اساسي قانون په مسوده باندې د بحث، تأیید او تصویب لپاره د ټول افغانستان نه عنعنوی لویه جرگه د کابل تاریخي ښار ته راوبلل شوه، پدې ترتیب د نوي اساسي قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونو نه وروسته د لوی جرگې د برخه والو لخوا د قوس میاشتې په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه. همدا ډول د نوې اساسي قانون د حکمونو له مخې د لوی جرگې د برخه والو لخوا، ډاکتر نجیب د رایو په اتفاق د افغانستان جمهور رئیس په توگه وټاکل شو.

د ملي روغې جوړې د سیاست بله ستره بریا د ١٣٦٧ کال، د حمل میاشتي؛ په ٢٤ مه نیټه د جېنوا د تړونونو لاسلیک کؤل ؤ' چې د هغو په بنسټ د پخواني شوروي اتحاد پوځونه بیرته خپل هیواد ته د بشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه. ډاکټر نجیب د لوی میاشتي په ٢٧مه نیټه چې د افغانستان څخه د شوروي اتحاد پوځیانو د وتلو د ورځي سره مصادفه وه, د ملي نجات ورځ اعلان کړه. ډاکټر نجیب د ١٣٦٩ کال د سرطان میاشتي په شپږ مه نیټه د گوند د دویمې کنگری په ترځ کې د گوند عمومي منشي په توگه یو ځل بیا وټاکل شو. په همدغه کنگره کې د گوند په کړنلارې او گوندې ژوند کې ژور بدلونونه رامنځته شول. گوند د کلیشه یی او د وچو ایدیولوژیکی شعارونو څخه د وطن د خلکو د غوښتنو په بنسټ، د ریښتنې دموکراسۍ، د جنگ جگړې د عملي ختمیدو او ملي مصلحت د پلی کولو په لور گذار وکړ. د گوند نوم د «وطن گوند» تصویب شو او دغه گوند نور د تل لپاره د بنیادگری او غیر عملي شعارونو سره مخه ښه وکړه.

 

١٣٧٠ کال ډاکټر نجیب او د هغه د ملي روغې جوړې د سیاست د پلویانو لپاره د سختو ازمایښتونو کال ؤ. ډاکټر نجیب پراخ، نوښتگر او هدفمن اقدامات ترسره کول، په گوند کې یې د روغې جوړې تگلاره په نوي روحیې سره سمبال کړه، د ملگرو ملتونو د دفتر تر مستقیمي سرپرستۍ لاندې او د هغوي په ضمانت د قدرت د ویش او یا بې طرفه شوری ته د لږدولو میکانیزم د خبرو اترو مهمه موضوع وه، د دغو خبرو اترو رغنده نتایج د ملگرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توگه سر ته رسیدل او د ١٣ کلنی جگړۍ له ناورین نه ستړي افغانان د همیشنۍ سولی د بری لور ته سترگی په لاره ؤ.

 

ډاکتر نجیب الله د ملگرو ملتونو د جنرال سکرټر پطروس غالی د غوښتنې په اساس او د هغه د ځانگړي استازي او مرستیال بنین سیوان د پنځه فقره ایز پلان له مخې د دولتي واک نه د گوښه کیدو او د قدرت د لیږدولو د ژمنې په هکله د ١٣٧٠ کال د حوت میاشتي په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخي اعلامیه صادره کړه، پدې ترتیب د ملي روغی جوړې په لار کې ټولې بهانې او خنډونه عملاً  ایسته شول. ډاکتر نجیب د ملي روغې جوړې د سیاست او د ملگرو ملتونو د پنځه فقره ایز پلان د پوره عملي کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالې او په وفادارۍ کار وکړ؛ څو د ملي روغې جوړې لاسته راوړنې او په افغانستان کې د سولې د بهیر گړندي کیدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې د انتخاباتو له لارې یو پیاوړی ملي حکومت رامنځته شوی وای، گاونډیو هیوادونو هر یوه د خپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسې یو مرکزي پیاوړی حکومت په افغانستان کې د خپلو گټو سره په ټکر کې لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې د ملگرو ملتونو د سولې د پنځه فقره ایز پلان د ناکامولو هڅې یې پیل کړی. پدی ترتیب یې د افغانستان د حاکمیت په دننه کې یو شمیر پوځي جنرالان او د وطن گوند په سیاسی دفتر کې معلوم الحاله اخیستل شوی افراد د «مجاهدینو» د قومندانانو د یو شمیر وگړو او ډلو په مرسته په یو گډ پلان کې یو ځای د ١٣٧١ کال د حمل د میاشتي په اخری ورځو کې د ډاکټر نجیب او د ملگرو ملتونو د پنځه فقره ایز پلان په ضد یوه خاموشه کودتا ترسره کړه. ډاکتر نجیب په مرگ تهدید شو او علل اجبار د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي په مرسته یې په کابل کې د هغوي دفتر ته پناه یوړه او پوره څلور نیم کاله یې د ملگرو ملتونو په مقر کې تیر کړل! بالاخیره د «١٣٧٥» کال د میزان میاشتي په پنځمه نیټه کابل ته د تالېبانو د لښکرو د ننوتلو سره سم د وحشت او بربریت په لاسونو په ډیره وحشیانه، غیر انساني، غیر اخلاقي او غیر اسلامي طریقې سره شهید کړی شو.

 

ډاكټر نجيب الله څنګه ووژل شو؟

 

د افغانستان د اوږدې غميزې د پاي ته رسولو په منظور د ملګرو ملتونو په نوښت د مطرح خواو په مرسته د افغانستان لپاره يوه سياسي طرح د دغه سازمان خاص استازې د (بينن سيوان) لخوا په مخ وړل كېده، چې ټولو خواو خپل لستونه د راتلونكې حكومت لپاره چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او د ډاكټر نجيب رژيم به قدرت هغه ته وسپاري، چې دا حكومت به پس له دريو كالو په افغانستان كې ټولټاكنو ته لار پرانېزې. ډاكټر نجيب د يو وروستې خنډ په توګه خپله استعفا وړاندې كړه چې په مقابل كې د هغه راتلونكې د ملګرو ملتونو لخوا تضمين شوه. هم د وطن ګوند په دننه كې او د مجاهدينو ځينې كړيو ته دا طرح په زړه پورې نه وه! ځكه يوې خوا نه غوښتل چې قدرت د لاسه وركړې او بلې خوا غوښتل چې قدرت په مستقل ډول لاس ته راوړي، نو ځكه یې د ملګرو ملتونو دا سياسي بهير د ماتې سره مخامخ كړ؛ د دولتي امنيت وزير غلام فاروق يعقوبي او د دغه وزارت مرستيال جنرال عبدالباقي په مرموز ډول ووژل شول.

 

د مجاهدينو قواوي د ملګرو ملتونو د پلان شنډولو په هڅه د كابل شاو خوا پولو ته راورسېدل, د شمال مجاهدين او د دولت ناراضه قوماندانانو د يو ائتلاف په اساس تر ټولو وړاندې ؤ او د كابل ستراتيژيكي سيمي يې ونيولي. ډاكټر نجيب د بينن سيوان په ملګرتيا، چې د ملګرو ملتونو لخوا هغه ته په هند كې د استوګنې لپاره ځای غوره شوي ؤ، هوايي ډګر ته ولاړل. خو! د هغه د تګ مخ نيوی وشو او د بينن سيوان سره يو ځای بيرته د ملل متحد دفتر ته راغلل د مجاهدينو حكومت چې په پېښور كې جوړ شوي ؤ، واک تر لاسه كړ. د ډاكټر نجيب د ژوند د خوندي ساتلو لپاره يو امنيتي بلوک هم ګمارلي ؤ. په حقيقت كې ډاكټر نجيب د ملل متحد په دفتر كې د نظارت لاندې ساتل كېده. د هغه مصروفيت په دغه دفتر كې مطالعه، ورزش او د تاْريخي واقعاتو په هكله د يو تحليلي كتاب ليكل ؤ چې د بشپړ كېدو په حال كې ؤ چې وروسته د ځينې نا معلومو كړيو لخوا يوړل شو. د بين التنظيمي جګړو او په ټول هېواد كې د يو سياسي او نظامي پراخ انارشيزم، قوماندان سالاري، ټوپک سالاري، ګډوډي او بې قانوني د يو عامل په توګه تالېبان د هېواد سياسي او نظامي ډګر ته راغلل, تالېبان د كابل لويديځ او جنوبي څنډو ته راورسېدل. د كابل دفاعي ليكي د ماينونو په وسيله ټينګي شوې وې. ځينې نظامي ستراتيژيستانو تالېبانو ته داسې طرح وركړه تر څو د پكتيا د آريوب له لارې جلال آباد ونيسي او بيا د سروبي له لارې كابل باندې يرغل وكړي. د يو وروستۍ خنډ په توګه قوماندان داود ځاځي د يوې لنډي نښتې څخه وروسته تيښتې ته اړ شو او تالېبان د حصارک په لور وخوځېدل او په لنډ وخت كې جلال آباد يې ونيو او سروبي ته يې مخه كړه د قواؤ مشري د ملا بور جان په غاړه وه. ملا ميرطلا چې د ملا بورجان په امنيتي كړي كې ؤ داسې وويل: پس له دې چې د جلال آباد امنيتي انتظامات ونيول شول مونږ د سروبي لور ته حركت وكړ او مازديګر سروبي ته ورسېدو، ملابورجان خپلې قواوي منظم كړي موږ ته وويل چې تاسو د ډاكټر نجيب ټيلفون لمبر پيدا كړي. موږ ICRC دفتر ته ورغلو او د هغو په مرسته مو د ډاكټر نجيب ټيلفون لمبر پيدا كړ. ملابور جان هغه سره تماس ونيو او ورته يې وويل چې د مجاهدينو په راتګ سره به د تاسو امنيت خوندي كړو تاسې مطمئن اوسئ.

په كابل كې د مجاهدينو د حكومت د سقوط په درشل داسې ويل كيدل چې احمد شاه مسعود د خپل استازې له لارې د ډاكټر نجيب څخه غوښتنه كړي وه چې دوي به يې په خوندي توګه د شمال له لارې هندوستان ته خپلې كورنۍ ته انتقال كړي. ډاكټر نجيب دا غوره وګڼله چې د ملګرو ملتونو نمايندگۍ دفتر كې پاتي شي او خپل سرنوشت ته انتظار وباسي. همدارنګه په داسې حال كې چې د احمدشاه مسعود ځواكونو د كابل څخه نظامي شاتګ كړي ؤ او په كابل كې تقريباً دوه ساعته نه مجاهدين ؤ او نه تالېبان راغلي ؤ. ځينې هوا خواهان هم ورغلي ؤ او د نجيب څخه يې غوښتنه وكړه چې د هغو سره ولاړ شي خو هغه د ملګرو ملتونو دفتر څخه دنه وتلو پريكړه وكړه. ملا ميرطلا زياته كړه: د ملا بور جان په غوښتنه سروبي ته د تالېبانو ځواكونو راتګ د زياتېدو په حال كې ؤ او د كابل څخه د راغلو كسانو او ډرايورانو په وسيله د مخالفو قواوو وضعيت او موقعيت په اړه لازم معلومات تر لاسه كړل. دده ډاتسن موتر سروبي ته راغلل چې پاكستاني پليټ يې درلود او يوه څلور كسيزه ډله چې د محافظينو لخوا بدرګه كېدله د ملا بور جان اتاک ته راغله او د هغه څخه يې وغوښتل چې په يوازې توګه د هغه سره خبري وكړي. د ملا بور جان ټول سرګروپان د اتاک څخه ووتل؛ يو ساعت وروسته لكه چې داسې معلومېده چې هغوي سره كوم توافق ته نه وي رسيدلي، ملا بور جان تالېبانو ته د كابل په لور د پرمختګ قومانده وركړه، هغه ؤ چې د يوې نښتې څخه وروسته د جنګ لومړۍ ليكي ماتې شوې او موږ د كابل په لور حركت وكړ، د حركت په حال كې يې سروبي څخه د باندې ملا بور جان د كوم نامعلوم كس لخوا ترور شو. د هغه مړينه پټه پاتې شوه. موږ د شپې په لسو بجو كابل ته ورسېدو او مستقيماً ارګ ته ولاړو، زموږ څخه يوه ډله چې ډاكټر نجيب الله او د هغه ورور احمدزي يې د ملل متحد دفتر څخه ارګ ته راوستلي ؤ د هغوي څخه تحقيق كاو، دا هغه ډله وه چې په سروبي كې یې د ملا بور جان سره ځان ته كوټه كې ملاقات كړي ؤ، په دغه ډله كې يو نامعلوم شخص هم موجود ؤ چې ډاكټر نجيب څخه يې پوښتنې كولي او دوي د واړه په بهرني ژبه غږېدل، ددغه جريان څخه زه داسي پوه شوم چې دا ډله غواړي چې ډاكټر نجيب سره كومه سياسي معامله وكړي. د خبرو فضا ورو ورو د خرابېدو په حال كې وه، ډاكټر نجيب ناڅاپه په ډير قهر سره د ځای څخه پاڅېد او د خپل مقابل لورې په خوله یې د سوک ګوزار وكړ، په اتاک كې ګډوډي جوړه شوه او څو ډزي وشوې د ډاكټر نجيب ورور په مرمي ولګېد او ومړ. د احمدزي مړينې ډاكټر نجيب نور هم په غوسه كړ او په فزيكي جنګ يې پيل وكړ هغه ؤ چې په ډاكټر نجيب الله باندې مستقيمې ډزې وشوې او هغه يې وواژه او دوي دواړو جنازه يې راوړه او د آريانا په څلور لارې د ترافيك غرفې لاندې وځړولې شوې. سبا ورځ خلک راتلل او د ډاكټر نجيب د ځړول شوي جسد ننداره يې كوله دا چې ډاكټر نجيب الله څنګه ووژل شو؟ د هغه د قتل تر شا د كومو كړيو لاس ؤ؟ هغه پوښتنې دي چې د تاريخ په بهير كې به خلكو ته څرګندې شي.

(خبرې اترې سرچينه) کتل پېښليک

-
بېرته شاته