(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکرکټ

[28.Sep.2018 - 07:14]

آیا د کرکټ لوبه دی بنده کړل شي؟

د افغانستان د فټبال مینوالو او د دولت ځینو لوړ پوړو چارواکو له هغي وروسته چې افغانستان پاکستان ته د کرکټ لوبه وبایلله په ټولنیزو شبکو کې یې د افغانستان د کرکټ پر ضد کمپاین پیل کړی او له افغان دولت نه یې غوښتې چې په افغانستان کې دی د کرکټ لوبه بنده کړی او کرکټ ته ځانګړی شوی بودیجه دی د افغانستان د فټبال فدراسیون ته ورکړی. زه غواړم چې د افغانستان د فټبال د ملي ټیم او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لاسته راوړنی سره مقایسه کړم او د هغي نه وروسته به خپله همدا خلک فیصله وکړی چې کومه لوبه باید بنده کړل شي

 

د افغانستان د فټبال ملي لوبډله چې د شیران خراسان په نوم هم مشهوره ده په ۱۹۲۲ میلادی کال کې جوړه شوی

په ۱۹۴۱ میلادی کال کې یې لومړی لوبه د ایران د لوبډلی سره په کابل کې تر سره کړه

په ۱۹۴۸ میلادی کال کې دی لوبډلی د  FIFA غړیتوب حاصل کړ

په ۱۹۵۴ میلادی کال کې یې د AFC غړیتوب حاصل کړ

په نړیواله درجه بندي کې ۱۴۶ نمبر ده

تر ټولو لویه لوبه یې د بوتان نه ۸-۱ ګوله ګټلی

تر ټولو خرابه لوبه یې د ترکمنستان سره کړی وه چې ترکمنستان ۱۱ او افغانستان ۰ ګولونه کړی وو

•  په ۱۹۴۸ اولمپک کې یې د لوګزامبورګ سره لوبه وکړه چې لوګزامبورګ په ۶ ګولونو وګټله

په ۱۹۸۴ کال کې یې د اسیا جام سیالیو کې برخه واخیسته او اردن تری ۶-۱ وګټله

په ۲۰۰۳ کال کې یې د SAFF Gold Cup کې برخه واخیسته مګر ټولی لوبې یې پاکستان، هندوستان او سریلنکا ته وبایللی

په ۲۰۰۴ کال کې د اسیا جام سیالیو کې برخه واخیسته یوه لوبه یې د کرغیزستان نه وګټله او نیپال ته یې بایلودله، مګر ونه یې شو کړی چې مخکې لاړ شي او د سیالیو نه وویستل شو

په ۲۰۰۶ کې FIFA World Cup سیالیو کې یې ټولی لوبی وبایللی

په ۲۰۰۵ کال کې د اسیا جام سیالیو کې یې هم ټولی لوبی وبایللی.

په عموم کې ویلی شو چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلی په ۹۶ کاله کې تر لسو کمې نړیوالی لوبی ګټلی

 

اوس به راشو د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلی ته

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۱۹۹۵ میلادی کال کې جوړه شوه

په ۲۰۰۱ کال کې د کرکټ د نړیوالی شورا یا ICC غړیتوب حاصل کړ

په ۲۰۰۳ کال کې یې د اسیا د کرکټ د شورا یا ACC غړیتوب حاصل کړ

د کرکټ د نړیوالی شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندي کې په ټوله نړۍ کې ۱۰ مقام لری.

په ۲۰۰۶ کال کې په بحرین کې د منځنی ختیځ د کرکټ په سیالیو کې برخه واخیسته او د MCC لوبډله یې ماته کړه

په ۲۰۰۶ کال کې د انګلستان په هیواد کې لوبی ترسره کړی او د ۷ لوبو څخه یي ۶ وګټلی

په ۲۰۰۷ کال کې یې د اسیا د کرکټ شورا د T20 لومړی ټورنمنټ د عمان سره په ګډه وګاټه

 • په ۲۰۰۷ کال کې د ACC Trophy Elite ټورنمنټ کې یې دریم مقام وګاټه

په ۲۰۰۹ کې world cup qualifiers لوبو کې د دریم ډیویژن قهرمان شو

په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلی د ACC Twenty20 Cup سیالیو کې برخه واخیسته او د اخری لوبی په ګټلو سره د ACC قهرمانان شو

په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالی شورا مکمل غړیتوب حاصل کړ

تر اوسه یې ۵۵ یو ورځنی نړیوالی لوبی د مختلفو هیوادونو نه ګټلی

همدارنګه ۴۶ شل اوریزی یا T20 نړیوالی لوبی یې ګټلی

 

د دی ترڅنګ هم زیاتې لاسته راوړنې لری چې زه یې د وخت د کمې لکبله دلته نه لیکم، مګر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلی او د دوی د لاسته راوړنو په اړه تاسې زیات معلومات د انټرنټ څخه ترلاسه کولی شي. زما د دی لیکني مقصد دا وو چې دواړه ملي لوبډلی او د هغوی لاسته راوړنی سره مقایسه کړم او بیا هغو خلکو ته چې د کرکټ د بندولو غوښتنه کوی او په خصوصي توګه د ولسمشر اشرف غني مشاور/ سلاکار (محمد شفیق همدم) ته چې د کرکټ د بندولو غوښتنه یې کړی وه او د ډیرو بدو ردو ترڅنګ یې دا هم ویلی وه چې د دوی بودیجه دی باید د فوټبال ملي لوبډلی ته ورکړل شي، ووایم چې که خبره په ریښتیا د بندولو وی نو بیا دی د دواړو لوبډلو لاسته راوړنی او قهرومانیانی وکتل شي او بیا دی دا ډوله یوه نامعقوله غوښتنه وکړل شي. د افغانانو لوی مشکل همدا دی چې د یو شخص زرګونه لاسته راوړنی په یوه خراب کار هېروی او د بل زرګونه خراب کارونه په یوه سم کار هېروی او قهرمان تری جوړوی.

[نور مومند]

-
بېرته شاته