(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دامان الله خان

[28.Sep.2018 - 07:41]

دغــــــــــــازی  خان امان الله_خان پيژندنه :

غازي امان الله خان  د ۱۸۹۲ زیږدیز کال د جون د میاشتې په لومړۍ نیټه چې ۱۳۰۹ لیږدیز سپوږمیز کال  سره سمون لري  د کابل ولایت  په پغمان کې زیږېدلی دی.

غازي امان الله خان دامیرحبیب الله خان دریم  زوی ، د امیر عبدالرحمان خان لمسی ، د امیر محمد افضل خان كړوسى او امیر دوست محمد خان  كودى دى . د امان الله خان مور سرور سلطانه بیګم نومېده چې د علیاحضرت سراجالخواتین لقب ورکړ شوی و، سلطانه بیګم د لوینايب ایشک آقاسی شیردل خان بارکزي لور وه چې له سترې کورنۍ نه وه.

زده_کړې

غازي امان الله خان خپلې  لومړنۍ زده كړې  په شاهي دربار کې تر سره کړې دي،  نورې زده كړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) كې تر سره كړې دي . د محمود سامي پاشاه په نوم یوه ښوونکي ورته په ځانګړي ډول د پوځي زده کړو روزنه ورکوله.

شخصي_ژوند

غازي امان الله خان د افغان ژورنالیزم پلار علامه محمود طرزي له لور ثریا طرزي سره واده کړی

شخصي_ځانګړن

غازي امان الله خان د خپل پلار یانې امیر حبیب الله خان په دربار كې په درباریانو او کارکوونکو ډیر ګران و. امیر حبیب الله خان عادت درلود چې کله به په سفر وته نو په وار سره یې به یې خپل یو یو زوی خپل ځایناستی ټاکه ، د امان الله خان په وار کې غازي امان الله به له درباریانو سره ډیر ښه چلند کاوه، له بنديانو سره به يې ډېره  نرمي ښووله ، ان كله ناکه  به يې پټ ليده كاته هم ورسره كول ، پر پوځيانو به يې ځانګړى پام و . همدا لامل و چې كله يې خپله پاچاهي اعلان كړه ، نو په دربار كې له كومې ځانګړې ستونزې سره مخ نه شو .  

غازي امان الله خان ډېر زغم درلود، هوښيار، ځیرک  او مدبر سړى و، په ډېره څرګنده او مهربانه  لهجه يې خبرې كولې او د وینا پر مهال به یې اوریدونکې د خبرو تر بشپړ اغیز لاندې راتلل .

سیاسي_فعالیت

غازي امان الله  خان د ځوانانو له سیاسي هڅو سره مینه درلوده او دا وړ ځوانان یې هڅول،  كله چې د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دوران كې روڼ اندو د مشروطیت غورځنګ جوړ كړ، نو امان الله خان د همدې غورځنګ په فعاليتونو كې هم بشپړه ونډه واخيسته . د ځينو فعاليتونو له امله امير حبيب الله د همدې غورځنګ غړي بنديان كړل ، نو اعليحضرت امان الله خان د خپلې پاچاهۍ په لومړيو ورځو كې همدغه بندیان له زندان څخه را خلاص كړل او په دې توګه يې غوښتل چې د همدغو روڼ اندو له پوهې څخه د هېواد په پرمختيا كې كار واخلي.

دندې

ا میر حبیب الله خان د ۱۹۱۹ زیږدیز کال د فبروري په شلمه نیټه د لغمان ولایت په کله ګوش سیمه کې شهید شو، دغه مهال غازي امان الله خان د کابل د والي دنده ترسره کوله ، د دې دندې په خواکې د کابل د پوځ او خزانې ټول واک هم ورسره و، امان الله خان د خپل پلار د مرګ له خبر سره سم د پاچايي او ورسره یې د انګریزانو له ولکې نه دافغانستان د خپلواکۍ  اعلان وکړ، هغه مهال افغانستان دانګریزانو یو نیمه مستعمره هیواد و چې په داخلي سیاست کې ازاد خو په بهرني سیاست کې په انګریزانو پورې تړلی و، انګریزانو د امان الله خان دغه اعلان ته ارزښت ور نه کړ نو هماغه و چې غازي امان الله خان  د انګرېزانو د ښکیلاک په وړاندې  په ټول هېواد كې د خپلواكۍ د غزا ډول وغږاوه . نوموړي ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ ، د غازي امان الله خان د  واکمنۍ لس کلنه دوره د خپلواکۍ او بې سارې ټولنیزو او صنعتي پرمختګونو  پېر ګڼلی شو.

پر_مختیايي_کارونه

 ۱ـ د غازي امان الله خان د واک لومړنۍ لاسته راوړنه د فرهنګ او پوهې دوده په برخه کې د عبدالهادي داوي په مدیریت سره دامان افغان خپرېدل و، د دې رسنۍ لومړۍ ګڼه د ۱۹۱۹ زیږدیز کال داپریل په ۱۲ نیټه خپره شوه، دغې رسنۍ په شعوري ډول خلک دپه هیواد کې پر مختیايي کارونو ته هڅول او هڅه په کې کېده چې دخلکو ذهنونه روښانه کړي، د امان افغان له خپرېدو وروسته  په لسګونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو يوه خپرونه هم وه

۲ـ  د قانون جوړلو په برخه كې غازي  امان الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اباد  كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډوون لویه جرګه جوړه كړه

۳ـ  په ۱۹۲۳ زیږدیز کی د افغانستان لومړنى اساسي قانون يې تصويب كړ.

۴ـ  په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ، یو ډیر شمیر کارخانو په هیواد کې په فعالیت پیل وکړى

۵ـ افغاني کرنیزو او صنعتي محصولاتو د نړۍ بازارونو ته لار ومونده.

۶ـ نوي ښارونه جوړ شول او د کابل ښار دپخوا په پرتله څو برابره پراخ او ستر شو.

۷ـ . د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونه جوړ شول او په لارو كې د مساپرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل.

۸ـ په لسګونو دهلکانو او نجونو ښوونځيو ودان شول.

۹ یو شمیر زده کوونکي د زده کړو لپاره بهر ته ولیږل چې په راتلونکي کې د خپل په ابادۍ او سمسورتیا کې په علمي ډول برخه واخېستلای شي

۱۰ـ د ولایتونو او مرکز تر منځ د تلیفون او تلګراف سیمي اړیکو لپاره کار وشو

۱۱ـ دوه دولتي سوداګریز شرکتونه دا مانیه شرکت او ثمر شرکت په نوم په کار پیل وکړ.

۱۲ـ په پغمان، کندهار او جلال اباد کې دبرېښنا دستېشنونو په جوړونه کار پیل شو.

۱۳ـ دچرم ګیرئ، باروت جوړونې، دسمنټو کارخانې او داورلګیوتو کار خانې ته برېښنا ورکړل شوه

۱۴ـ په کندهار ، هرات او مزار شریف کې  د موټرو دپرزو جوړونې، صابون ، عطرو او کنګل جوړونې ،نخي او وریښمینو ټوکرانو  اوبدنې،ترکاڼي او دغوړیو  او داسې په لسګونه کارخانې جوړې شوې.

سیاسي_مخالفتونه_او_دسېسی

نالوستی بچه سقاو چې د انګریزانو په لمسون د اماني روښانه پير دله منځه تګ سبب شو

د انګریزانو په لمسونه او لاسوهنه  دغازي امان الله خان د پرمختیايي کارونو په وړاندې ورځ تربلې خنډونه او مخالفتونه ډیریدل، د حبیب الله کلاکاني په نوم چې په بچه سقاو مشهور و یو نالوستی تن و د امان الله خان پر وړاندې د مبارزي مشري په غاړه واخېسته، په ۱۹۲۷ زیږدیز کال غازي امان الله خان داروپا په سفر ووت، کله چې غازي امان الله خان  داروپا له سفره راستون شو، په هیواد کې یې حالات ډير ترینګلي او ستونزمن ولیدل نو د دې لپاره چې دافغانانو وینې تویې نشي د ۱۹۲۹ زیږدیز کال د جنوري په ۱۴یې خپله استعفا ورکړه، د ده ورور عنایت الله خان د افغان هیواد واک په لاس کې ونیو خو وروسته بچه سقاو ارګ کلابند کړ، عنایت الله خان هم له پاچاهۍ نه لاس واخېست. په همدې وخت کې غازي امان الله خان له خپلې کورنۍ سره د کندهار له لارې هند ته ولاړ چې بیا وروسته د هند له لارې  د ایټالیا هیواد ته  ولاړ.

مړینه

غازي امان الله خان په ایټالیا کې ژوند ته دوام ورکړ چې د ۱۹۶۰ زیږدیز کال د اپریل ۲۵  په زیوریخ  کې ومړ،  د غازي امان الله خان  له وصیت سره سم مړی یې افغانستان ته راوړل شو او په جلال اباد کې د خپل پلار د قبر په خواکې  خاورو ته و سپارل شو.

-
بېرته شاته