(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمکۍ

[05.Dec.2018 - 15:54]

دمکۍ (،) - comma 

لیک: کامران منګل

لومړی اکر : د دغې لیکنښې دنده دا ده، چې د اړیکوییکو (حرف روابطپه مرسته دوې جملې (خپلواکه او ناخپلواکه) سره وتړي. د اړیکوویکو بېلګې: چې، ځکه چې، خو، کله چې، دا چې، نو، ځکه خو، سره له دې چې،  آن دا چې او داسې نور.

د لومړي اکر رڼاوی او بېلګې

هر ځل تر " چې" مخ ته دمکۍ نه راځي. کله چې یوه ناخپلواکه جمله یوه خپلواکه  جمله په منځ کې غوڅه کړي.

خپلواکه جمله هغه جمله ده چې یواځې (تنهادرېدای شي او ناخپلواکه یواځې نه شي درېدای.

 بېلګې

۱) هغه سړی، چې هلته ولاړ دی، زما پلار دی. (دلته "چې هلته ولاړ دی" د سړی اړوند زیات معلومات ورکوي او یوه ناخپلواکه غونډله ده چې خپلواکه غونډله "هغه سړی زما پلار دی " په منځ کې بېلوي. )

۲) اتل، چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی، ښه سړی دی. ("اتل ښه سړی دی" خپلواکه یا اصلي جمله ده او "چې د پنځم ټولګي د بیالوژۍ ښوونکی دی" ناخپلواکه جمله ده

په ویناوو کې لکه  لکه چې، غواړم چې ،....  دمکۍ تر چې مخ ته نــــــه راځي

 

نور اړیکوییکي، چې په پیل کې یاد شوي دي، دمکۍ ته اړتیا لري، کله چې یوه ناخپلواکه غونډله له یوې خپلواکې غونډلې سره ونښلوي

بېلګې

۱) هغه له چا سره خبرې نه کوي، ځکه چې خفه دی. (ځکه چې خفه ده ناخپلواکه غونډله ده

۲) ماته زنګ ووهه، کله چې کور ته لاړ شې. (کله چې کور ته لاړ شې ناخپلواکه غونډله ده)

۳) پاڅون زما ښه ملګری دی، خو کله نا کله راسره جنګ کوي. (خو کله نا کله ... ناخپلواکه غونډله ده)

۴) زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم. (سره له دې چې ... ناخپلواکه غونډله ده)

۵) ته راباندې ګران یې، نو ځکه دې تل پوښتنه کوم. (نو ځکه دې ... ناخپلواکه غونډله ده)  

 

یادونه: په پښتو کې ناخپلواکه غونډله تر خپلواکې غونډلې مخکې هم راتلای شي. په نورو ټکو، د بشپړې جملې په پیل کې هم راتلای شي. هغه مهال هم باید تر ناخپلواکې غونډلې وروسته دمکۍ راشي

که چېرې پورتنۍ  غونډله (ماته زنګ ووهه، چې کله کور ته لاړېراواخلو، نو داسې ی  هم لیکلی شو: کله چې کور ته لاړې، ماته زنګ ووهه. دلته هم دمکۍ پکار ده، څنګه چې مخکې یادونه وشوه. که وروستۍ جمله (زه ښوونځي ته لاړم، سره له دې چې ناروغ وم) راوخلو، نو هم یې داسې لیکلی شو: سره له دې چې ناروغ وم، زه ښوونځي ته لاړم

 

دويم اکر: دمکۍ له دې پرته د هغو شيانو یا نومونو په شمېرلو کې راځي، چې له يو بل سره تړاو نخ لري. په بله وینا، دا د نومونو لړۍ لپاره راځي

بېلګې

۱) په مېوو کې ماته ام، هندواڼه، املوک او انګور خوند راکوي

۲) ښه خوی، نېکي، ښې کړنې او رښتینوالی د سړي شخصیت څرګندوي

 

درېیم اکر: هغه مهال کارول کېږي، چې د یوې غونډلې د یوې برخې اړوند زیات مالومات ورډېرول غواړې

بېلګې:

۱) غني خان بابا، د پښتو یو نومیالی شاعر، په خدای ډېر مین و. (د پښتو یو نومیالی شاعر د غني خان په اړه زیات معلومات دي

۲) نرېندره مودي، د هند ولسمشر، د سلمه د بند پرانېسته وکړه. (د هند ولسمشر د نرېندره مودي په اړه زیات معلومات دي)

۳) ماونټ اېورېسټ، د نړۍ تر ټولو هسک غر، په همالایه کې پروت دی. (د نړۍ تر ټولو ستر غر د ماونټ اېورېسټ په اړه زیات معلومات دي

 

څلورم اکر: دمکۍ هغه وخت هم کارول کېږي، چې يو څو کړنې دې پرلپسې ترسره کړې وي. بېلګې:

۱) زه چې کورته لاړم، نو ومې لمبل، لمونځ مې وکړ، ډوډۍ مې وخوړه او ورپسې ویده شوم.

۲) زه لیکنه پای ته رسوم، بیا درته زنګ وهم، سلا درسره کوم او پرېکړه کوم

 

 پنځم اکر: کله چې د یوې جملې په پای کې یوه وروستی فکر یا اړین معلومات ورزیاتول غواړې یا پوښتنه د تاییدولو په موخه.

بېلګې:

۱) تا هغه ته دا خبره کړې وه، کنه؟ (کنه د پوښتنې په موخه)

۲) له هغه به هېر شوي وي، فکر کوم. (فکر کوم وروستی فکر یا معلومات

۳) د دې پر وړاندې باید جدي ګامونه پورته شي، هغه زیاته کړه. (هغه زیاته کړه اړین معلومات

 

شپږم اکر: تر هغو عبارتونو وروسته چې د جملو په پیل کې راځي او یوه مخکېنۍ خبره بیا تکراروي لکه: په بله وینا؛ په لنډو ټکو؛ لنډه دا چې... 

 

لیک: کامران منګل

-
بېرته شاته