(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پرخه په لمبو

[05.Dec.2018 - 16:01]

پرخه په لمبو باندې

ليک افراسياب خټک

د ښاغلي اکبر سيال د شعر درېمې مجموعېپه جنګ دې اور ولګيمسوده زما په وړاندې ده۔۔ددې نه وړاندې دژوند جاناناورنګونهپه نوم د هغه دشعر دوه کتابونه چاپ شوې دي چې د هغه د زړه راښکونکي شاعرۍ ښې بېلګې ګڼل شوې دي۔۔او د پښتو ژبې لوستونکو پام يې ځان ته راګرزولې دی ۔۔د هغه د ژوند ښکلا مينې نغمګۍ او د ژور انساني احساس نه ډکه شاعري خپل ځانګړی انداز لري۔۔۔په کړنګ او شړنګ لرونکي اواز کې يې د سندرو او ويرونو غبرګ رنګونه ليدلې کيږي۔۔چې هغه پرې د ژوند د خوږو ترخو خوبونو او شوګيرو تيارو او رڼاګانو عطرونو او خولو او د ګلونو او ازغو تصويرونه جوړوي۔۔مطلب دا دی چې د سيال فن او شخصيت په ادبي حلقو کې ښه پېژندګلو او حېثيت لري او هسې هم د پښتون خوا د غرونو او ورشوګانو د پسرلي باد خپل تعارف په خپله کوي دغه ترکلانی زلمی کومې رسمي پېژندګلو ته ضرورت نه لري۔۔۔۔۔۔۔

 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دلچسپه خبره دا ده چې د خپلې سټرېټيجيکی جغرافيه او کړکېچن تاريخ په وجه پښتانه بيا بيا جنګونو سره مخامخ شوي نو ځکه يې د جنګ مېړانې او پياوړتيا حماسې ليکلې دي خو سيال د پښتني شعر د فني قوت مخ د سولې او امن سنګر ته رااړوي۔۔هغه په دې خبره ډېر ښه پوهېږي چې پښتنو په تېرو دوو پېړو او په تېره تېره په تېرو شلو پينځويشتو کلونو کې دومره جنګ کړې دی چې په تاريخ کې ددوی د جنګ کوټه يا برخه خلاصه شوې ده ۔۔ هغه په واز کومي غواړي چې پښتانه بايد خپله ملي اراده امن تعمير او ترقۍ ته راوګرزوييو څو شعرونه يې داسې دې دي چې۔۔

 

د شنو خالونو رو ګودر لوټ شو

هم په کابل هم پېښور لوټ شو

 

د يرغلګرو زړونه يخ شو که  نه

د ښاپېرو  د وطن    غر لوټ شو

 

او يو دا چې۔۔۔

 

زما جانان جانان وطنه 

افغان وطنه

ستا د وجود اورونه ستا په دښمن پورې شه

 

په درناوي

 

افرسياب خټک

اولډ باړه روډ پېښور

د اګست شلمه نېټه کال ٢٠٠٠

 

يادګېرنه۔۔۔۔

زما دا کتاب د نن نه اتلس کاله مخکې په کال دوه زره کې چاپ شوې دی۔۔۔د محترم خټک صيب مقاله ډېره اوږده ده۔۔۔ما ترې دغه دوه پېراګراپونه رانقل کړل۔۔۔

 

ياده دې وي چې ددې کتاب تړون د پښتنو د قومي اتل خان عمرا خان په نوم شوې دی۔۔

 

اکبر سيال اسلام اباد

-
بېرته شاته