(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولاېتي شورا

[05.Dec.2018 - 16:17]

د ولايتي شورا ټاکنې، صلاحيتونه او مسٶليتونه

 

ولايتي شورا يو خپلواک بنسټ دى، چې د قانون په چوکاټ کې د ولس د ستونزو د حل په موخه د ولس په رايه رامنځ ته شوى او اساسي موخه ترې د ملت او دولت تر منځ د اړيکو ټينګول، ساتل او پالل دي، چې د ولس او دولت تر منځ د ارتباطي پْل نوم هم ورکولى شو.

 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ولايتي شورا ټاکنې په (1384 هـ ل) کال کې تر سره شوې، چې د هېواد ټولو وګړو د خپلې خوښې نوماند/نوماندې ته رايه ورکړه او خپل د خوښې وړ استازي يې ولايتي شورا ته ولېږل.

 

په افغانستان کې ولايتي شورا (458) څوکۍ لري، چې د هغو له ډلې يې (361) د نارينه او (97) بيا د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي. هر ولايت ته د خپل نفوس له مخې برخه ورکړل شوې ده. هغه ولايتونه چې د وګړو شمېر يې تر پنځه سوه زرو پورې رسيږي نهه څوکۍ، که پنځه سوه زره څخه نيولې تر يو ميليون پورې وي پنځلس څوکۍ، که يو ميليون نيولې تر دوه ميليونو پورې وي نولس څوکۍ، که له دوه ميليون نيولې تر درې پورې وي درويشت څوکۍ، که درې ميليون نيولې تر څلور ميليون پورې وي نهه ويشت څوکۍ او که چيرې کوم ولايت له څلور ميليون زيات نفوس ولري؛ نو د څوکيو برخه يې تر درې دېرشو رسيږي.

 

ليکوال: نورآغا ” حقيار ” هوتک

 

د هر ولايت ولايتي شورا د خپلو غړو له منځه يو تن استازى مشرانو جرګې ته ليږي او هلته به د خپل ولايت د خلکو د ستونزو تر څنګ د هېواد له ملي ګټو په کلکه دفاع کوي.

 

ولايتي شورا ته د نوماند کېدلو ځانګړتياوې

 

1ـ د افغانستان تابعيت ولري او د محکمې له لورې په کوم جرم محکوم نه وي.

 

2ـ د نوماندۍ تر ورځې يې قانوناً (25) کاله عمر بشپړ کړى وي.

 

3ـ لږ تر لږه د دولسم ټولګي د فراغت سند په لاس ولري.

 

4ـ پېژند پاڼه او د رايې ورکولو کارت ولري.

 

5ـ له 200 څخه تر 600 پورې د رايو ورکولو کارتونو نوملړ چې له لاسليک او ګوتنښې سره مل وي، ولري.

 

6ـ د شل زرو افغانيو مخکې اداينه، چې د دوه سوه رايو له تر لاسه کولو وروسته بېرته ورکول کېږي.

 

7ـ د خپلې شتمنۍ ثبتول.

 

8ـ په يو رسمي روغتيايي مرکز کې د خپلې روغتيا تصديقول.

 

9ـ له دولتي دندې څخه رسمي استعفاء ليک درلودل.

 

10ـ د يوې مياشتې ټاکنيزې مبارزې په ترڅ کې وګړو ته د خپلو موخو او پروګرامونو تشريح کول.

 

11ـ د ذکر شوې مودې په ترڅ کې له پنځه سوه زره زياتو پيسو نه مصرفول.

 

د ولايتې شورا د غړو صلاحيتونه او مسٶليتونه

 

1ـ د حکومت له کړنو څخه څارنه.

 

2ـ له پرمختيايي پروژو څارنه او تطبيق.

 

3ـ والي او دولتي ادارو ته سلا مشورې ورکول.

 

4ـ د قومي شخړو حل و فصل کول.

 

5ـ د ولايت د پرمختيايي بوديجې او پروګرامونو په اړه نظر څرګندول.

 

6ـ د امنيت ټينګښت، د بشري حقونو د پرمختيا او د سولې د راوستو په باب هلې ځلې.

 

7ـ د اسلامي شريعت ضد کلتور او عنعناتو پر وړاندې کلکه مبارزه کول.

 

8ـ تاريخي او کلتوري آثارو ته پاملرنه.

 

9ـ د خلکو د شکايتونو آورېدل او اړوندې ادارې ته يې رسول او ځينې نور مسٶليتونه دي، چې د ولايتي شورا اړوند استازي يې په تر سره کولو کې مکلف ګڼل کيږي.

 

دا چې دا چې کابل د هېواد پلازمينه ده او ټول وزارتونه په کابل کې شتون لري؛ نو ځکه دلته د ولايتي شورا د فعاليتونو څرک کم دى مګر په ولايتونو کې بيا د يو قوي ارګان په حيث رول لوبوي، چې د سيمه ييزي حکومتولۍ له ټولو کارونو څارنه کوي او د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې ډېر اغېزناک ثابتيږي؛ خو ځينې يې لا هم خپل مٶکل نه پيژني او دې هم خبر ندي، چې دنده يې څه ده؟ او يوازې يې نوم ته ناڅي.

 

په تېرو دوه دوره ټاکنو کې خلکو خپل استازي ولايتي شورا ته ولېږل او دا تمه کېده، چې خدمت به وکړي؛ خو له ټاکنو وروسته وکيلان بيا په خپلې سوداګرۍ اخته او ملت سترګو ته خاورې وشېندل شوې.

 

اوس چې د درېيم ځل لپاره دا ټاکنې بيا تر سره کېږي؛ نو احتمالي نوماندانو د تذکرو د ټولولو لړۍ پيل کړې، غونډې کوي او غير مستقيم کمپاينونه يې روان کړي؛ خو د خوښۍ خبره دا ده، چې ملت وېښ شوى، د خادم او خاين توپير يې له وسه پوره دى او د تېرو دورو سوداګر ورته له ورايه څرګند دي؛ نو له خپل ميړني او غيرتپال ملت څخه مې هېله دا ده، چې په راتلونکو ټاکنو کې نوردوکاندارانو ته خپله پاکه رايه مه کاروئ! ځکه ستاسې يوه رايه يو برخليک دى، که نظامونه او حکمتونه جوړولى شي؛ نو پرځول يې هم د توان سره ښايي. خپله پاکه رايه د هغه چا لپاره وکاروئ! چې ددې ولس په درد دردمن شوى وي، د پوهنې، عامه پوهاوي او د خپلواکۍ لپاره يې قلم پورته کړى وي؛ کاپی

-
بېرته شاته