(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګناهګار څوک

[24.Jan.2019 - 16:37]

_ګناهګار_څوک

 

ما چې کله د سترګو پۀ وارډ کښې هاوس جاب اوکړۀ ـ نو د LRBT سترګو د هسپتال مشر لېټن رانه پۀ پېښور کښې انټرویو واخسته ـ او زۀ ئې  د کراچۍ پۀ هسپتال کښې مېډیکل افسر شوم ـ زۀ هم خوشاله ووم ـ ځکه چې ټوله کوړمه مې هلته وه ـ د شېرشاه نه به کورنګۍ ته پۀ مزدا کښې تلم راتلم ـ خو درې میاشتې پس د کراچۍ حالات خراب شو ـ وزیر داخله نصیرالله بابر د اېم کيو اېم خلاف اپرېشن شورو کړے وۀ ـ او ځائے پۀ ځائے به هنګامې وې ـ

 

نن هم زۀ ډېر ستړے ستومانه  هسپتال ته رسېدلے ووم ـ د لارو د بندش له وجې مې درې څلور ګاډي بدل کړي وو ـ او پیاده مزل مې هم ډېر کړے وۀ ـ خو ډېوټي کول وو ـ  پۀ خپله کمره کښې او پي ډي ته کښېناستم ـ چې یوه ګنټه مې مریضان وکتل ـ نو د چائے وقفه مې وکړه ـ مخ او لاس مې اوینځل او ځان مې ساه صورت کړۀ ـ او پۀ ور ولاړ کس ته مې وې چې مریضان رالېږه ـ 

 

یوه ښکلې، سره سپینه ځوانه جینۍ راننوته ـ او ورسره یوه پخه ښځه او یو تور منډلے چت هلک هم راننوت ـ د جینۍ پۀ مخ د وارخطایۍ رنګونه تلۀ راتلۀ ـ د ښځې تندے کوت وۀ او ساه ئې پۀ ګونو راماته وه ـ هلک سترګې ګورې کړې وې او ویتې سپېږمې ئې له قاره غوګونو ته رسېدلې وې ـ ما تپوس اوکړۀ ـ " مریض څوک دے" ـ  پخې ښځې هغه جینۍ پۀ څنګل راټېل وهله ـ ما جینۍ وپوښتله ـ " څۀ مسئله ده؟ " ـ چې جینۍ خبره شورو کوله ـ نو دوي پکښې هم غبرګ اوازونه را اویستل ـ

 

زۀ ورته قار شوم ـ او هغۀ مې غلي کړۀ ـ جینۍ ګویا شوه ـ چې " د واده مې یوه هفته شوې ده ـ او ناڅاپه مې د سترګو نظر ختم شوے دے " ـ  د پخې زړۀ پخېدۀ او پۀ مینځ کښې ئې را ودانګل ـ چې " دا دروغ وائي ـ دا مې اینګور ده او دا خواته ولاړ مې ځوے دے ـ دا ښځه د اول نه شمکوره وه ـ مور او پلار ئې زمونږ سره دوکه کړې ـ تۀ دا اوګوره چې دا د کله نه ړنده ده ـ کۀ دوکه ئې ثابته شوه ـ نو مونږ ئې طلاقه وو" ـ  هغې هلک هم څۀ ملغلرې نوستې خو ما غلے کۀ ـ

 

د جینۍ سترګې مې پۀ مشین وکتې ـ نو د هغې د سترګو پۀ هاغه حصه کښې د نظر اثرات نۀ وو ـ چرته چې د عمر پۀ اول کال کښې نظر جوړیږي ـ او کۀ د اووۀ کاله عمر پورې ئې علاج ونۀ شي ـ نو بیا ئې نظر تقریباً ختم شي ـ زۀ پۀ یو ساعت کښې پۀ دې خبره ورسېدم ـ چې دا جینۍ دروغ وائي ـ او د خاوند او د خواښې پرشېده ئې بې ځایه نۀ دي ـ د جواب پۀ انتظار درې واړو زما پۀ مخ پسې خپلې سترګې داسې ګرځولې ـ لکه روژې زپلے نظر چې د اختر پۀ سپوږمۍ پسې ګرځي ـ

 

ولې ما هم د یو لوئے اداکار غوندې پۀ مخ د اطمینان داسې څادر راخور کړے وۀ ـ چې د هغې پۀ شا هېڅ هم نۀ ښکارېدۀ ـ خو پۀ ذهن کښې مې ډېر سوالونه پۀ غوبل وو ـ د جوابونو موندلو د وخت له پاره مې پۀ کاغذ هسې لیکل شورو کړل ـ او سوچ واخستم ـ کۀ اوس ورته رښتیا وایم ـ نو د جینۍ د مور او پلار پۀ ګناه به دا نیولے کیږي او کور به ئې ورانیږي ـ او کۀ دروغ وایم ـ نو دا هم زیاتے دے ـ چې د روغې ښځې پۀ نامه ورته معذوره ښځه واده کړے شوې ده ـ

 

پاڅېدم ـ او هغو ته مې وې ـ چې زۀ پکښې د خپل انچارج نه مشوره اخلم ـ انچارج ته مې ټوله قیصه وکړه ـ هغه مریض وکتۀ ـ بیا ئې زۀ ځانله کړم ـ او ماته ئې وې ـ چې" زمونږ پۀ پېشه کښې د جذباتو هېڅ ځائے نشته ـ چې څۀ رښتیا دي ـ هغه به ورته وایو ـ او بله خبره کۀ ستا د خیال مطابق مونږ د جینۍ د کور بچ کولو له پاره دروغ هم اووایو ـ نو یاد ساتۀ ـ چې سبا له به ورته بل ډاکټر رښتیا اووائي ـ نو د جینۍ کور به بچ نشي ـ خو مونږ به خپله نوکري هم اوبائیلو ـ او کېدے شي جېل هوا هم اوخورو "ـ

 

ما سر ښکته نیولے وۀ ـ ما وې چې "څنګه ستاسو خوښه وي ـ خو دا خبره ورته تاسو وکړئ " ـ د فېصلې اورولو نه مخکښې زۀ واپس خپلې کمرې ته راغلم ـ کېدے شي ـ چې پۀ دې خبره کښې زۀ واقعي جذباتي شوے ووم ـ څو ورځې مې پۀ زړۀ کښې دا خبره ګرځېده ـ چې څۀ چل به شوے وي ـ خو هفته پس مې تجسس ختم شۀ ـ چې پۀ اخبار کښې مې پۀ یو تصویر سترګې ښخې شوې ـ لاندې ئې ورته لیکلي وو ـ چې " پۀ کورنګۍ کښې پۀ نوې واده شوې جینۍ د ګېس چولا  وډزېده او مړه شوه " ـ

 

ډاکټر دیدار یوسفزے

-
بېرته شاته