(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتنه خاوره ستم

[24.Jan.2019 - 16:45]

پۀ پښتنه خاوره زرکلن ستم او ايسپزي

ليک: ایاز ایسپزی

 

پۀ پښتنه خاوره د تېرو څۀ لپاسه لسو پېړيو نه د بهرنيو یرغلونو یوه نۀ تمامېدونکې لړۍ پيل شوې ده چې لا تر دې دمه روانه ده. پۀ لومړي ځل عربي يرغل د پښتون قام او پښتون وطن ټول قامي، کلتوري او تهذيبي ارزښتونه، ادب، آرټ، دود، دستور او تاريخ دومره وزپلو چې لا تر ننه یې بد اثار ليدل کېږي. لۀ دوه نيمو يا درې پېړیو پرله پسې جنګونو او وينخړ سربېره عربو پۀ پښتنو بری و نۀ موندو. دغه مودې ته پۀ پښتون تاريخ کې عرب واله وايي

بيا عربو د پښتنو پۀ شمال يا منځنۍ اسيا کې منګول، سلجوق.، ترک، تاتاريان او غزنويان لومړی خپل غلامان کړل او بيا یې د دغه غلامانو څخه يؤ ستر لښکر جوړ کړو چې پۀ تاريخ کې د سلیو آرمي يا غلام پوځ پۀ نامۀ ياديږي. د غلامانو دغه لښکر شا و خوا زر کلونه پۀ پښتنه خاوره د خپل بادار پۀ ملاتړ خپل جبر او زور زياتی دوامدار وساتلو او د پښتون کلتور، ژبې، تاريخ، ادب، آرټ، دود دستور او پښتني ارزښتونو جرړې یې وویستلې. دغه مودې ته پۀ تاريخ کې مغل واله وايي.

د مغلوالې پۀ اوږدو کې د پښتنو قامي وحدت، د خپلواکۍ جذبه او د مزاحمت او مقاومت توان او همت کمزوری بلکې شا و خوا بيخي ختم شو. خو پۀ څوارلسمه او پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې د پښتنو پۀ مړو جذبو کې یؤ وار بيا ساه راغله او هغوی وخت پۀ وخت د مغلوالې پر ضد مزاحمتي تحريکونه او قامي پاڅونونه پېل کړل. د قامي پاڅونونو او مزاحمتي تحريکونو دغه مودې ته پۀ تاريخ کې پښتونواله وايي.

د پښتونوالې پۀ اوږدو کې د پښتون اولس د نورو ګڼ شمېر مېړنو او باتورو قبيلو او خېلونو ترڅنګ د يوسفزو/ايسپزو/اسپه سو مېړانه، توره، سرښيندنه او د خپلې خاورې او اولس پۀ سر ننګ لۀ هيچا پټ نۀ دی. دې قبيلي د هر يرغلګر او هر جابر مخه د خپل سر او مال پۀ بيه ډب کړې ده او يا یې د ډب کولو هڅه تر خپله وسه ډېره تېره کړې ده. هغه کۀ يونانيان ؤ، کۀ عرب ؤ، کۀ مغل او کۀ پيرنګيان. ايسپزو هر ځل پۀ هر قامي پاڅون او مزاحمت کې خپل ملاتړ او غږ ښه پۀ نره د قام سره بدرګه کړی دی او کله هم پۀ شا شوې نۀ دي. او زما د دې خبرې د تايد او ثبوت لپاره یواځې د پښتون قام د تېرو پنځۀ شپږو پېړيو تاريخ بس دی چې ايسپزي پکې لکه د لمر روښانه د هر چا تر وړاندې دي او قام خرڅي او وطن خرڅي پکې هم لۀ هيچا څخه پټ نۀ دي

پۀ ځانګړې توګه ايسپزي د مغل سامراج مخې ته لکه د غرۀ ودرېدلي دي او هغوی یې پۀ خپله خاوره قدم ايښودلو ته نۀ دي پرېښودي. د مغلي يرغل پۀ وخت کې لۀ بده مرغه ګڼ شمېر پښتانۀ مشران او د هغوی پوره پوره قبيلې د مغلو پۀ ملاتړ ولاړې وې او هر وخت به یې پۀ خپله پښتنه خاوره د هغوی يرغل ته لاره هواروله او د خپل اولس او خاورې د ناموس سودا به یې ورسره پۀ کلکو او ټيټو سترګو کوله. ايسپزي به يوۀ اړخ ته د دغه پښتنو سره لاس او ګرېوان وو او لۀ بلې خوا به د مغل جبر او زور ؤ چې هر وخت به د ايسپزو پۀ سره لکه د ځوړندې کړې تورې ولاړ ؤ.

همدا لامل ؤ چې مغلو د دې قبيلې سره لۀ حده ډېر تېر زور او زياتی کولو او هر وخت به یې د دوی د کمزوري کولو او راپرځولو هڅې کولې. همدغه کرکه وه چې لۀ کبله یې کله هم پۀ بشپړه توګه د مغلو او ايسپزو ترمنځه قلاري او سوله نۀ وه راغلې او د دواړو ډلو ترمنځه بلها خونړۍ او تاريخي جګړې هم شوې دي

مغلو پۀ هر اړخيز ډول د دې قبيلې د زپلو هره هڅه کړې ده. هغوی د ايسپزو پر ضد د تورې سره سره لۀ قلم څخه هم کار واغیستلو او پۀ لومړي سر کې یې د ايسپزو د تاريخ د څهرې د ورانولو کار پېل کړو. د زرګونو کاله لرغونې قبيله یې يؤ څو پېړيو ته محدوده کړله چې لۀ بده مرغه مونږ پۀ هم هغه فرضي تهيورۍ تر ننه یقين ساتو او د مغلو او د هغوی د کرایې د ليکوالانو پۀ افسانو شخوند وهو. بايد د الغ بیګ او ايسپزو د اختلاف، پۀ غوړه مرغۍ کې د ايسپزو مشرانو د ټولوژنې او د دوی د کډوالۍ د کيسې بيا لۀ سره پۀ ساینسي او کره او کوټلو تاريخي بنيادونو څېړنې او پلټنې وشي.  

خير دغه يو بيل بحث دی خو خبره مې دا کوله چې مغل لاړل خو فکري غلامان یې تر ننه پاتې دي. او د مغلو د هغه وخت د هغوی د فکري او بدني غلامانو نسلونه او اولادونه تر نن ورځې د ايسپزو سره هم هغه د خپلو نيکونو او د هغوی د بادارانو تربګني او بغض پټ او څرګند پالي. لۀ ډېره وخته پۀ باقاعده توګه يوه ځانګړې ډله لګيا ده د ايسپزو پۀ تاريخ پورې ملنډې کوي. او د ټولنيزو رسنيو د راتګ سره دغه ډله لا نوره سپين سترګې شوه. پۀ دغه پروژه پۀ منظم خو غير محسوس انداز پۀ ډېرې چټکۍ سره کار روان دی. او د ځيني خلکو او ډلو لخوا پۀ دغه پروژه پراخه سرمايه کاري هم کېږي. خو لۀ بده مرغه ايسپزي یا خو خبر نۀ دي او يا بيخي پۀ خوب اوودۀ دي

زۀ نۀ خو د قبيلوي تړون او برترۍ د نرګسيت ښکار يم او نۀ د پښتون قام د قبيلوي وېش قايل يم بلکې پۀ کلکه د پښتون قام د ملي وحدت پلوي يم خو پرون چې زما مشرانو د يرغلګرو خلاف مزاحمت کولو او هغوی ته پۀ ميدان ولاړ وو، د دې خاورې د ناموس او خپلواکۍ د ساتنې لپاره یې خپل سرونه او خپل مال حال قربانولو نو د دغه خلکو مشرانو د هر يرغلګر پۀ عمومي او د مغلو پۀ خصوصي توګه نوکري او چاپلوسي کوله. اوس چې دوی زما د قبیلې پۀ تاریخ رشخند وهي او پکې د لاس وهنې هڅې کوي نو پۀ زړۀ مې نۀ ځايېږي. بايد د دغه خلکو مخه او لاس ونيولی شي ګنې قبيلوي خفګانونه او تربګنۍ به ترې جوړې شي. زۀ پۀ شخصي توګه د يؤ ايسپزي پۀ حيث دغه خلکو ته دا وايم چې خپله لمن پۀ شا مۀ را اړوئ، ستاسو د نيکونو کارنامې او تاريخ ما ته ډېر ښۀ مالوم دی. ولې راباندې د ګور مړي يادوئ؟ ښه به دا وي چې پۀ خپل ځان او خپلو نيکونو پرده واچوئ او د ايسپزو د تاريخ ګډوډولو نه لاس واخلئ

پۀ درنښت او 

د پښتون قام د پياوړي او تلپاتې ملي وحدت پۀ هيله

اياز ايسپزی، دير پښتونخوا

(اوس مهال: مدينه منوره)

-
بېرته شاته