(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سیدعبدالخالق صادق

[24.Jan.2019 - 21:40]

دکندهار مشهورولسي شاعراروا ښا د سید عبدالخالق صادق 

---------------------------------------------------------------

سیدعبدالخالق چې صادق تخلص یې کاوه دکندهار یو مشهور ولسي شاعر و چې دکندهار ډیرو سیمه ایزو سندرغاړو لکه: شاه محمد کندهاري ، عبدالروف کندهاري ، عبیدالله جان کندهاري ، نعمت الله کندهاري او دکندهاراو سهیلي پښتونخوا نورو ډیرو نامتو سندرغاړواو هنر مندانو دده شعرونه په خپلو سندرو کې زمزمه کړي دي.

دی په خټه سید و.نوموړی په ۱۳۲۰لیږدیز /هجري په کندهار کې دارواښاد ميرا اّغا په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې . ښاغلی سید عبدالخالق صادق دکندهار په بیلا بیلو ښوونځیو کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې وي او دوديزاسلامي علوم يې دكندهار په جوماتونو او ديني مدرسو كې ترسره كړي وو.ده د اته كلنۍنه دشعرونو په لیکلو پیل وکړ او په ټولو پښتنو سیمو او په تیره بیا په کندهار ،هیلمند ، روزګان ، زابل او سهیلي پښتونخوا کې کې دده دشعرونو لیوالان زیات وواو په كندهاركې بل داسې شاعر نه و چې دده تر كچې يې شعرونه په ترنم كې ويل شوي وي. صادق په ولس كې يومنلی او زړونو ته نږدې شاعر و . دده شعري دیوان دسهیلي پښتونخوا په مرکز کوئيټه کې د مذهبي کتابخانې د مشر عبدالاحد همنوا له خوا چاپ شوى او خپور شوى دى. دا دیوان ٣١٤ مخونه لري چې پکې دسید عبدالخالق صادق ټول شعرونه چي زیاتره يې سيمه ييزو سندرغاړو هم ويلي وورا ټول شوي دي.دده هغه شعرونو نه مشهورې سندرې لکه : (ستاپه لاس کې جام جام او سترګې راپورته کړه آشنایه مازدیګر دی) هغه تلپاتې پښتو سندرې دی چې دټولو پښتنو په سیمو کې زیا ت مینه وال لري.

.نوموړی ځوکلونه دمخه وفات شوی دی . اروا دې  یې ښاده وي !

لاندینی  شعر ولولئ چې د شاه محمد کندهاري په خپل خوږ غږ کې ویلی دی .

سترګې راپورته که آشنایه مازدیګر دی

ناوخته سو سبا به راسم

یا اجازه وکړه چې ځم په لویدو لمر دی

دورځې په رڼا به راسم

که ژوند باقي و سبا بیاراځم وتاته

نن دې ځواني ده که رخصت راکړې وماته

غني بادار مې نن دزړه په حال خبر دی

چاره نلرم بیا به راسم

په تاپسې مې یاره پښې شولې تڼاکې 

بس ده داستا په لمن ته اوښکې راپاکې 

دیارۍ راز په پټ ساتودايې هنردی

مجبوره یم په غلا به راسم

کله به وکم شکر خواب پرسپین مړوند ستا

ژاړم سید عبدالخالق یم نظربندستا

دمازدیګر موسم که وخت ستا دچکر دی

سبا ماسپښین قضا به راسم

https://www.youtube.com/watch?v=Rz32HMyjCbc

-
بېرته شاته