(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نور بس

[01.Mar.2019 - 10:20]

نور بس

ډاکټر محمد همايون هما

زمونږ د ګران  ملګرى  محمد يونس قياسى  به  هر  د اردو کالم  باقى  بس  باندې  ختمولو  په 29 دسمبر 2018ء يې په  دنيا  کښې   د 77  کالو د ژوند  نه  پس  په  ورستۍ  سلګې  کښې يې نور بس  ووې او په  دائمى سفر روان  شود هزار خوانۍ  د يونس  قياسى  مورنۍ  ژبه  پښتو  وه  خو اردو به يې  د اهل  زبان  نه  زياته  روانه  او ښائسته  ليکله، په  هندکو يې  هم  ښه  لاس بر  وۀ دغه  وجه  ده  چې  هغه  په  اردو، پښتو او هندکو  درې  واړو ژبو کښې  ښۀ  ډېر  ليکل  کړى  دى. يونس  قياسى  دکوره  ښۀ  موړ  او پټ  وۀ  خو کالم نګارى  يې  د شغل  په  توګه  شروع   کړه  او دغه يې  پېشه  شوه. قياسى  څۀ  سرکارى  ملازمت  نۀ  دے  کړے  بس ټول  عمر يې  د قلم مزدورى کړې دهخود داره  بنيادم  وۀ، پوره  دوه  کاله  د کټ  بنديوان  وۀ  خو  چا  ته  يې  د مالى مرستې  خواست  نۀ  دے  کړے  او  دغه  شان  خپل  عزت  نفس يې  بېعه   کړے  نۀ  دے. زۀ  وايم دا د يونس قياسى  د شخصى  لوړتيا  يو څرګند ثبوت  دے  ګنى  يقين  وکړئ  ما  ډېر  داسې  خلق  چې  سل يې  په  سل  لاره نۀ  ځى  حکومتى  ادارو ته  د مالى  امداد  دپاره  لاس  په  نامه  ولاړ ليدلى دى. يونس قياسى  له  خدائے  پاک  مخ  په  مخ  د حق  وېنا  همت  ورکړے  وۀ   نو  ځکه د خلقو  ډېر خوښ  نۀ  وۀما ته  ياد  نۀ  دى  چې  د هغۀ  په اوږد  ادبى  ژوند  کښې   چا د هغۀ  د ادبى خدماتو پذيرائى کړے  وى  يا يې  ورسره  چرته  ورځ   مانځلې  وى  هغه  يو  بې باکه صحافى  وۀ ،په  سرکارى ادارو  به  يې  بې  درېغه  تنقيد کولو. په  ورځپاڼه  "مشرق" کښې   زما سره په ګاونډ  کښې به  يې    د "قياس آرائياں" په  نوم  کالم  چاپ  کېدۀ. يو  ځل  يې  د يوې  محکمې  په  کار کردګۍ  ترخې  تندې  خبرې  وکړې، د "مشرقتجارتى  مفاداتو ته  پرې  زيان رسېدو نو هغۀ   يې  پرې  د بلېک  ميلنګ  تهمت  ولګوؤ. قياسى  ورته  ووې  دا  کالم  مو  ځان سره  سنبال  کړئ  "نوربسپه  کال 1966ء نه 1969ء پورې  د "ماهنامه قند مردان" د  دوېم  دور  نه وړومبې  دا مجله  اووۀ  ورځنې  شوې وه. قمر راهى  په کښې  زۀ  د ځان  سره  نائب  کړے  وم  اووۀ ورځنۍ "قند" ته دا اعزاز  حاصل  دے  چې په  هغې  کښې  د يونس  قياسى  وړومبۍ  د "جهيز " په نوم  د اردو  افسانه  چاپ  شوې  وه، قياسى  ما ته  د ريډيو سټېشن  په  برانډه کښې  په  خپل وړومبى  ملاقات  کښې  دا اعتراف  کړے  وۀ  چې  تا  زما  ليک  په  "قند "کښې  چاپ  کړے  وۀ.

 

قياسى  د پېښور ريډيو  دپاره  په اردو، پښتو او هندکو  کښې  بې  شمېره  ډرامې او فيچر ليکلى  دى  دغه  شان  د پېښور  ټى وى  نه  هم  د هغۀ  په  درې  واړو  ژبو  کښې   ډرامې نشر  شوى  دى. قياسى  يو  بسيار نويس اديب  وۀ  خو د خپلو  ليکونو  معيار يې همېشه  برقرار ساتلے  دے.

 

قياسى  د پښتو  فلمونو  د عروج  په  زما نه کښې  بې  شمېره  فلمى  قيصۍ او سندرې ليکلى دى  چې شمېره  يې د شلو دېرشو ته  رسي. "دره خېبر" د هغه  ليکلے  مشهور  فلم  دے   چې  د هغې  دا سندره .....  "مونږ يو  د خېبر  زلمى  پښتو  زمونږه  شان  دے" نن  هم  خلقو ته   ياده دهدغې سندرې  د هغۀ  دپاره  ورستو  يوه  مسئله  هم  پېدا  کړه  چې  زۀ  يې   ذکر  دلته  ضرورى نۀ  ګڼم   خو دا  يو  منلے  شوے  حقيقت  دے  چې  محمد يونس قياسى  د پښتو، اردو او هندکو  يو منلے  شوے  اديب  وۀ  او درې  واړو ژبو  کښې  هغۀ   يادګارى  ليکونه  کړى  دى.

 

دهزار خوانۍ محمديونس خان  چې  په  ادبى  نړۍ کښې   د يونس  قياسى  په  نوم پېژندے  شى  په  اووم  مارچ  1942ء د انځر ګل  په  کور کښې  پېدا  شو په 29 دسمبر 2018ء  د دنيا نه رخصت  شو  د هغۀ  د ليکونو څۀ  چاپ  اثر مونږ  سره  نشته  خو  د فلم ، ريډيو، ټيلى ويژن  او د صحافت  په  مېدان  کښې  ادبى  خدمات  به  هغه  ژوندے  ساتى  الله  دې  اوبخښى

-
بېرته شاته