(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دمخکتاب ملګری

[24.Apr.2019 - 10:20]

زما دفیسبوک ملګري اېمل خان ګدون

لېک: ‌ؤاکتر لطېف ېاد

دښاغلی ایمل خان ګدون له نامه سره دفیسبوک ډیر دوستان آشنا دي . دی هغه پښتون ځوان دي چې په رښتیا سره هم پر پښتو او پښتنوالې مین دی . دده لیکنې زما له دې کبله خوښېیږي چې دی په خپلو لیکنو کې سپینې او بربنډې خبرې کوي او تورته تور او سپین ته سپین وایی. په فیسبوک کې مې دده کامنټونه او نیوکې هم خوښ دي، ځکه هیڅ هم نه پټوي او درښتیاوو پلوی دی او هرڅه په زغرده سره وایي . .نوموړي دپښتنو دګدون دقبیلې پورې چې ځینې پښتانه یې جدون بولي اړه لري . ګدون غر غښتي پښتانه دي اودتار یخي پلوه دخا ښي خیلو یا خښي پښتننو په ګوندۍ کې شامله قبیله وه چې دیو سفزیو او مندړو سره یوځای دافغانستانه دګدون اوسنۍ سیمې ته چې دپښتونخوا د صوابۍ په شمالي ۍ سیمه ده راغلل .

ښاغلی ایمل ګدون په ۱۹۷۷ زیږدیز/میلادي کال دګدون په سیمه کې په یوې معززې کورنۍ کې زیږیدلی دی او دګدون دقبیلې دمنصور دښاخ د دوله زو په څانګې پورې اړه لري . نیکه یې دخپل قام له مشرانو نه و. دده تره جهانګیبر خان په سینګاپور او ټایلینډ کې یو مشهور سړی و او دتهايپښتون ددوستي ټولنه یې په تایلینډ کې جوړه کړې وه .

دی په خپله دخپل ځان په اړه داسې لیکي

((زه لا ډير وړوکې وم او د خپل ښاغلي پلار سره به مې ريډيو کابل او بی بی سی پښتو خپرونې اوريدلې . د وخت په تيريدو او د پلار په لارښوونه زما سره قامی احساس هم را پیدا شو .کله چې پښتو ژبه تر پينځم ټولګيه د زد ه کړو ژبه وګرځيده نو د خپلې ژبې سره مې مينه نوره هم زياته شوه او د پښتو شعر او شاعرۍ او د تاريخي کتابونو د مطالعې سره مې دومره مینه پيدا شوه چې تر ننه زما دغه سفر جاري دې.ما په خپلې سيمې کې د دولسم ټولګي پورې زد ه کړې وکړې او په دې تر څ کې په تنکي عمر سنګاپور او تا یلینډ کې د خپل تره ښاغلي جهانګیر خان سره استوګن شوم او خپلې زده کړې مې هلته هم جاري وساتلې . څه موده وروسته بيرته خپل کور کلي ته راستون شوم او خپل تعليم مې سر ته ورساوه . . زما تره ښاغلی جهانګير خان کاکا په بهر کې يو ياد او پښتونپاله سړی و چې د سنګاپور او له هغې وروسته د تهائ پښتون د دوستۍ د ټولنې بنسټګر و. داچې زه په يو پښتني او افغانی احساس سره رالوې شوې او د خپلې مورنۍ خاورې افغانستان ته سفر زما د ژوند يو ستر ارمان و چې له نېکه مرغه مې څو څو ځلې مې ورته سفرونه وکړل او د خپلو هیواد والو او د نيکونو خاورې ګران افغانستان سره مې مينه نوره هم زياته شوه .د خپل سفر په ترڅ کې مې په اسټريليا کې د افغان پښتون په نوم يو ټولنه جوړه کړه چې له دې ځايه مې د خپلو ملګرو په مرسته د پښتنو د يو نړيوال تنظيم لپاره هڅې او هلې ځلې کولې. ما پوره دوه کلونه ددې ټولنې فعالولو ته ورکړل او همداسې مې د افغان غږ راډيو سره هم لږه موده کار کړې و. په کال دوه زره پينځلس کې مو د لر او بر افغانانو د يو والي لپاره د لوی افغانستان په نامه تحريک جوړ کړ او څو کنفرانسونه مو وکړل. ددغې تحريک تر شا زه يو فعاله غړې وم چې د تحريک له ملګرو سره مې هر ډول همکاري کوله. په کال دوه زره شپاړس کې مو په افغانستان کې دننه د تحريک څانګې جوړې کړې. چې د غزنی او بلخ د خوځښت په نامه کار کوي. زه د پردې شاته د پښتنو د بيدارۍ او يو والي لپاره هلې ځلې کوم. او دداسې ډيرو خوځښتونو او تحريکونو ملګرې يم. د پښتو ژبې ادب کلتور او موسيقۍ سره ډيره مينه لرم او غواړم چې دپښتو ژبې لپاره ډير څه وکړم.

دا وخت زه د ډاکټر خان د تحريک سره هم ملګرې يم او د خپلې قامي پيژندګلو لپاره کار کوم. ))

ښاغلی ایمل خان ګدون کله کله شعرونه لیکي ، خو کومه شعری مجموعه نلري ، خو دی د پښتو لنډې افسانې په کليوالي رنګ کې هم لیکي چې اکثره حقيقي وي .

زه د ښاغلي ایمل خان ګدون پر ملګرتوب ویاړم او پښتو ژبې او خپل پښتون قام ته دچوپړ په برخه کې ورته دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.

-
بېرته شاته