(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کردان څوک دي

[29.Apr.2019 - 17:43]

کردان څوک دي ؟

‌‌‌‌‌‌لېک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطېف ېاد

 

کردان هغه اتنیکه ډله ده چې نن سبا په عراق ، ترکیې ، سوریې او ایران کې ژوند کوي ،ددوي ټول شمیر په ترکیه کې څوارلس نیم ملیونه ، په ایران کې اته نیم ملیونه ، په عراق کې پنځه نیم ملیونه اوپه سوریه کې درې نیم ملیونه آتکل شوي دي .همداراز یو شمیر کردان په ډیرو اروپا یي هیوادونو اویو شمیر یې هم دمنځنۍ آسیا په هیوادونو لکه ترکمنستان ، آذربایجان ، فزاقستان او ارمنستان کې استوګنه لري .کردان زیاتره سني مذهبه دي ، خو لږ شمیر شیعه مذهبه هم پکې شته، پاتې یې اهل حق اوایزدیان دي .

په پخوانیو وختونو کې دوی کو چیان وو او دپسونو اووزو( بزو) رمې به یې درلودلې . اوس یې هم ډیر شمیر خلک دڅارویو په روزنه بوخت دي

دکردانو ژبه په څو لهجو ویشلې شوې ده چې کرمانجي ، سوراني او کرمانشاهي یې بولي .

نامتو اسلامي مبارز سلطان صلاح الدین ایوبی هم چې دبیت المقدس فاتح او سوبمن یې بولي په ۱۱۸۷ زیږدیز کال کې په صلیبي جګړو کې دیور پ متحده پوځ ته تاریخي ماتې ورکړې وه په اصل کې کردی و.

کردان دتاریخ په اوږدو کې دایران ،ترکیی، سوریې او عراق په هیوادونو کې ټکول شوي دي ، نو خکه یې تل ددغو هیوادونو پر خلاف خپلو مبارزو ته دوام ورکړی دی .ددوی سیاسي مشران ملا مصطفی بارزاني ، جلال طالباني ، مسعود بارزاني او عبدالله اوجالان د ي . دوي ډیر سیاسي ګوندونه درلودل او لري یې لکه دایران دکردستان ګوند ، دکردستان هیوادپاله یووالی ګوند، کومله، دکردستان دخپلواکۍ دیووالي ګوند، ددموکرتیک یووالی ګوند او ځیني نور سیاسي ګوندونه.

دعراق دکردانو پوځ چې ( پشمرګه ) نومیږي او شمیریې دوه لکه او پنځه اویازرو ته رسیږي اوپه سپکو او درنو وسلو سمبال دي دایران او عراق په اته کلنې جګړې ، په عراق کې دصدام حسین په راپرزولوکې او هم دداعش په وړاندې جګړه کې د پشمرګه ځواکونو مهم رول لوبولی دی چې تر اوولسو زرو نه یې زیاتې نجونې او ځوانې ښځې دداعشیانو سره دتودې جګړې په سنګرونو کې له ځانه اتلولي ښودلې ده .

همدا اوس کردان دامریکي ، اسرائیلو او نورو اروپایی هیوادنو دپیاوړي ملاتړ نه برخمن دي یو علت یې دادی چې دعراق کردستان دتیلو شتمنې زیرمې لري او لویدیزوال هم په همدې سبب ورسره مینه ښیی

د(۲۰۱۷) دسپټمبر په ۲۵ نیټه دعراق په کردستان کې دعراق نه دکردانو دخپلواکۍ ټولپوښتنه وشوه چې په سلوکې ( 92,73%) خلکو ووټ ورکړ چې دعراق کردستان دې دعراق نه دیوه جلا هیواد په توګه بیل شي . ددې پریکړې سره نه یوازې دعراق پارلمان او حکومت ، بلکې دعراق ګاونډي هیوادونو ترکییې او ایران هم سخت غبرګونونه وښودل ، خکه دغه هیوادونه ددې نه ویره لري چې ددوی په هیوادونو کې به هم کردان جلا او دلوی کردستان برخه به شي .

-
بېرته شاته