(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دفلسفې لومړني اصول

[21.Jun.2019 - 19:07]

د فلسفې لومړني اصول

لیک: جورج پلیتسر

 ولې باید فلسفه زده کړو؟

آیا د فلسفې زده کړه ستونزمنه ده؟

فلسفه څه ده؟

مادي فلسفه کومه ده؟

د مادي فلسفې او مارکسېزم ترمنخ کومه اړیکه شته؟

له مارکسېزم سره د پانګوالو شخړه؟

 

لومړی: ولې باید فلسفه زده کړو؟

غواړم په دې برخه کې د مادي فلسفې مقدماتي اصول روښانه کړو: ولې دا کار کوو؟

 

د دې له پاره، چې مارکیستي نظریه، هغه چې په ډېره مینه او لېوالتیا یې په اړه معلومات غواړو، په بشپړه توګه یوې فلسفې او یوه مېتود پورې اړه لري، یانې د دیالکتیک ماتریالېزم فلسفه او مېتود.

 

د دې له پاره، چې د دې فلسفې او مېتود  زده کړه د مارکسېزم په اړه د لا ډېرو معلومات ترلاسه کولو، د پانګوالۍ د استدلال او تیوریو د رد او همدارنګه د یوه اغېزمن سیاسي جنګ له پاره اړین کار دی.

 

لنین وايي: «له یوې انقلابي تیوري پرته، انقلابي حرکت ناشونی دی». له دې خبرې مطلب دا دی، چې باید د تیوري او عمل ترمنځ بشپړه اړیکه شتون ولري.

 

عمل څه دی؟ عمل د یوه کار ترسره کولو ته وايي. مثلا ً، صنعت او بزګري یو شمېر فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي تیورۍ د فکر له عالم څخه د علم او بیا د عمل ساحې راکاږي (عمل ـ فرضیه) .

 

تیوري څه ده؟ د هغه څه پېژندلو ته وايي، چې موږ غواړو عمل پرې وکړو. که چېرې انسان یوازې عملي اوسي، نو کارونه به یې د عادت له مخې له نوښت او عادت پرته په عملي بڼه وي او که چېرې انسان یوازې په تیوري پوه شي، ډېری تصورات یې د عملي کېدو نه دي. نو باید د عمل او تیوري ترمنځ بشپړه اړیکه شتون ولري. د مسئلې ټول راز په دې کې دی، چې موږ پوه شو دا کومه تیوري ده او له عمل سره یې اړیکه په کومه کچه ده؟

 

ښکاره خبره ده، چې د یوه مبارز کس له پاره د یوه بریالي انقلاب د عملي کولو په موخه د استدلال تجزیې او تحلیل مېتود او سم استنتاج ته اړتیا ده. د ده له پاره داسې مېتود په کار دی، چې په دګماتیزمي بڼه جامد قانون نه اوسي، هغه قانون، چې وغواړي ټول مسایل او قضیې له وړاندې چمتو او تحول په کې راولي، بلکې باید له هغه مېتود څخه پیروي وکړي، چې د حالاتو او پېښو تابع دی. دغه حالات او پېښې هېڅلکه سره ورته نه دي او له همدې امله یې پایلې هم سره ورته والی نه لري. باید له داسې مېتود متابعت وشي، چې هېڅکله تیوري له عمل او استدلال له ژوند څخه جلا نه کړي. دغه شان مېتود ته دیالکتیک ماټریالېزم وايي، هغه چې د مارکس د فلسفې بنسټ دی او دا هماغه څه دی، چې موږ غواړو دلته یې تر بحث لاندې ونیسو.

 

دویم: آیا د فلسفې زده کړه سخته ده؟

معمولا ً اټکل کیږي، چې د عادي وګړو له پاره د فلسفې زده کړه خورا ستونزمنه او له ننګونو ډکه ده؛ ځکه د فلسفې زده کړه د ځانګړو علومو او معارف پېژندلو ته اړتیا لري. پاتې د نه وي، چې د بورژوازۍ ډېری کتابونه داسې لیکل شوي، چې پورته نظریه تاییدوي او معما ډوله اړخ لري، خو له دې سربېره موږ له دې څخه انکار نه کوو، چې زده کړه په عامه توګه او د فلسفې تحصیل په ځانګړې توګه ستونزمن کار دی، مګر په اسانۍ سره کولای شو پر ستونزو بریالي شو. د فلسفې د ستونزمنتیا اصلي لامل هم دا دی، چې د لوستلو له پاره مطرح کېدونکو مسایلو یوه برخه نوې ده. په پیل کې هڅه شوې هغه الفاظ تعریف کړو چې ورته اړتیا ده یا په عادي خبرو اترو کې ترې ناسمه مانا اختسل کیږي.

 

درېیم: فلسفه څه ده؟

له فلسفې څخه د عامو وګړو موخه، د تخیل په نړۍ کې ژوند یا د ژوندانه مسایلو جدي نه ګڼل ده، حال دا چې برعکس، فیلسوف هغه څوک دی، چې د هرې پوښتنې له پاره روښانه ځواب ولري. فلسفه غواړي د نړۍ ګڼو مسایلو ته ځواب ووایي. د مثال په توګه، نړۍ له کومه شوې؟ انسان چېرې روان دی؟ نو له دې ښکاري چې فلسفه په بشپړه توګه له نړۍ سره کار لري او د ژوندانه له یو شمېر مسایلو سره بوخته ده.

 

موږ د فلسفې په تعریف کې وایو: فلسفه د نړۍ له توضیح او د طبیعت له شرحې څخه عبارت ده. یا په بل عبارت، فلسفه د مسایلو عمومي څېړنه ده، یانې هغه مسایل چې په دې اندازه عمومي نه وي، د علومو په مباحثو پورې اړه لري. له دې مطلب څخه روښانه کیږي، چې فلسفه د علومو ادامه او له پاره یې مقدمه ده، یانې له علومو څخه جلا نه ده.

 

دا ټکی هم باید اضافه کړو، چې د مارکس فلسفه د نړۍ د ټولو مسایلو له پاره حل لارې لري او د مسایلو دغو حل لارو له داسې فکري طرز څخه سرچینه اخستې، چې دیالکتیک ماټریالېزم یې بولي.

 

څلورم: مادي فلسفه کومه ده؟

په دې اړه یوه تېروتنه شته، چې باید سمه کړلای شي. د عامه وګړو په اند، مادي هغه چا ته ویل کیږي چې د خوند او نفسي خواهشاتو  له پیروۍ پرته بل مقصد ونه لري.

 

له دې امله، چې مادي لغت له مادې څخه اخستل شوې، دغه تېروتنه یا غلط تعبیر یې رامنځ ته کړی دی. خو موږ د ماټریالېزم په څېړنه کې د هغه علمي مانا ته پاملرنه کوو او ترې واقعي مانا اخلو. وروسته به ولیدل شي، چې مادي والی هېڅکله له یوه ستر آرمان او د هغه په لاره کې له سرښندنې او جګړې سره مخالف نه دی. ومو ویل چې فلسفه غواړي د نړۍ تر ټولو ستر او عمومي مسایل روښانه او تشریح کړي، مګر باید په دې هم پوه شو، چې د بشري تاریخ په اوږدو کې دغه تفسیرات او توضیحات د تل له پاره یو شان نه وو. لومړنیو انسانانو هم هڅه کوله، چې د طبیعت په رمز او راز ځانونه پوه کړي او د نړۍ تشریح وکړي، خو هغوی د دې کار له پاره وړتیاوې نه لرلې. هغه یوازینی څه چې د نړۍ توضیح، تفسیر او تشریح شوني کوي، علم دی او هم هغه کشفیات، چې د علم پرمختګ ته لارې هوارې کړې، په حاضره زمانه پورې اړه لري.

 

د لومړنیو انسانانو ناپوهي د هغوی د لارې خنډ وه او همدغه ناپوهي لکه څرنګه چې په بشري تاریخ کې یې وینو، د مختلفو ادیانو پیدا کېدو لامل شوې ده. دین هم غواړي نړۍ تشریح کړي، خو د دې تشریح له پاره یوازې ماورا الطبیعه ځواکونو ته مخه کوي. دغه تعالیم له علم سره ټکر لري.

 

د پېړیو او قرنونو په تېرېدو سره علم وده وکړه او انسان هڅه وکړه، چې نړۍ د مادي واقعیتونو او د علمي لاسته راوړنو پر بنسټ تشریح کړي. له همدې ځایه، یانې د علم پر بنسټ د نړۍ مسایلو تشریح ته له تمایل څخه مادي فلسفه وزیږېده. وروسته به د مادي  ماټریالېستي فلسفې د څرنګوالي په اړه بحث وکړو، مګر د اوس له پاره همدومره باید په یاد ولرو، چې دغه فلسفه د نړۍ له علمي تشریح پرته بل څه نه ده.

 

کله چې د مادي فلسفې د تاریخ مطالعه پیل کړو، وبه وینو چې د جهالت پر ضد د علم پلویانو مبارزه خورا ترخه او سخته وه او دغه جګړه لاهم روانه ده؛ ځکه لاهم مادي فلسفه او له جهالت څخه راپورته شوي عقاید یو د بل پر وړاندې سنګر لري. د همدې مبارزې او جګړې په ترڅ کې مارکس او انګلز د تاریخ پر صحنه پل کېښود. دغو دوو کسانو د نولسمې پېړۍ سترو کشفیاتو د اهمیت په درک کولو سره هڅه وکړه، چې مادي فلسفه حیرانونکې وده او د نړۍ د علمي تشریح په لاره کې پرمختګ وکړي. په همدې ترتیب دیالکتیک ماټریالېزم منځ ته راغی.

 

پنځم: د ماټریالېزم او مارکسېزم ترمنځ اړیکه

موږ کولای شو دغه اړیکې له لاندې لارو خلاصه کړو:

الف: هغه مادي فلسفه، چې غواړي د نړۍ مسایل په علمي توګه حل کړي، په تاریخ کې د علم په څېر وده او پرمختګ لري او په پایله کې مارکسېزم له علم څخه د باندې راوځي، له علم سره اړیکه لري او له علم سره مل تحول پیدا کوي.

 

ب: له مارکس او انګلز وړاندې هم په مختلفو پړاوونو او بېلابېلو بڼو مادي فلسفې شتون درلود، خو په نولسمه پېړۍ کې علومو خورا ستر ګام مخ پر وړاندې واخیست او په ترڅ کې یې مارکس او انګلز پخوانی ماټریالېزم د نویو علومو په جامه کې ونغښت او موږ ته یې داسې ماټریالېزم راکړ، چې اوس یې دیالکتیک ماټریالېزم بوي او د مارکسېزم بنسټ جوړوي.

 

له پورته توضیحاتو په ښه توګه روښانه کیږي، چې مادي فلسفه د خپل شهرت خلاف، ممتدي تاریخ لري او د دې فلسفې تاریخ په بشپړه توګه د علومو له تاریخ سره اړه لري.

 

ماټریالېزم، چې تهداب یې ماټریالېزم دی، د یوه واحد کس له مغز څخه نه دی راوتلی، بلکې د پخواني ماټریالېزم ادامه ده، چې په اته لسمه پېړۍ کې د ډیډرو په نوم فرانسوي فیلسوف له لوري ښه وده ورکړل شوه. مارکسېزم هغه ماټریالېزمي وده او غوړېدنه ده، چې د دایرة المعارف خاوندانو په اته لسمه پېړۍ کې رامنځ ته کړ او د نولسمې پېړۍ له علمي کشفیاتو سره بډای شو. مارکسېزم یوه ژوندۍ او تل پاتې تیوري ده او د دې له پاره، چې پوه شو دغه تیوري د نړۍ مسایل څه ډول مطرح کوي، له پاره یې داسې مثال وړاندې کوو، چې هر څوک ترې خبر دي.

 

د طبقاتي مبارزې مسئله؛ خلک د دې موضوع په اړه څه ډول فکر کوي؟ یو شمېر فکر کوي، چې له ډوډۍ څخه دفاع په سیاسي شخړو پورې اړه لري. یو شمېر نور فکر کوي، چې له ډوډۍ څخه د دفاع له پاره بسنه کوي کلک سوکان د دښمن په خوله ورحواله شي، البته پرته له دې، چې دغه ډله د تشکیلاتو پر لزوم عقیده ولري.

 

د مارکېستانو له پاره د طبقاتي مبارزې مسئله کې درې مبارزې شاملې دي:

 

الف: اقتصادي مبارزه

ب: سیاسي مبارزه

ج: ایډیالوژيک یا عقیدوي مبارزه

د همدې له پاره باید موضوع په پورته درېیو زمینو کې مطرح کړو:

 

الف: د سولې له مبارزې (سیاسي مبارزې) پرته، یا پرته له دې چې له آزادۍ دفاع وکړو(ایډیالوژيک مبارزه)، نه شو کولای د ډوډۍ له پاره مبارزه (اقتصادي مبارزه) وکړو.

 

ب: د سیاسي مبارزې په اړه هم خبره همداسې ده. سیاسي مبارزه د مارکس له وخت راهیسې د یوه واقعي علم بڼه خپله کړې ده. په سیاسي مبارزه کې هم شخص باید اقتصادي او ایډیالوژیک اړخونو ته پام وکړي.

 

ج: خو د هغې ایډیالوژيک مبارزې په اړه، چې د تبلیغاتو بڼه خپلوي، د دې له پاره چې اغېز ولري، شخص ته په کار ده څو اقتصادي او سیاسي وضعیت په پوره توګه تر نظر لاندې ونیسي.

 

نو، وینو چې دغه ټول مسایل به بشپړه توګه له یو بل سره تړلي دي او که ونه شو کولای د هر یوه په اړه خپل نظر روښانه او لازمه پرېکړه وکړو، پوه به نه شو چې طبقاتي مبارزه یانې څه؟ (مثلا ً په یوه اعتصاب کې). نو هغه څوک چې وکولای شي په درې واړه برخو( سیاسي، اقتصادي او عقیدتي) کې سمه مبارزه وکړي، کولای شي حرکتونه په سمه لاره برابر کړي. په دې ترتیب، موږ وینو چې یو مارکسېست څه ډول طبقاتي مبارزه درک کوي. له دې سربېره، په هغه عقیدتي مبارزه کې چې موږ یې هره ورځ ترسره کوو، له داسې مسایلو سره مخامخیږو، چې حل یې ستونزمن وي، لکه د روح تلپاتې توب، د خدای ذات، د نړۍ پیدایښت او  نور.

 

دیالکتیک ماټریالېزم موږ ته داسې استدلالي مېتود وړاندې کوي، چې له لارې یې کولای شو دغه شان ټول مسایل حل کړو؛ نه یوازې خیال پرستانو او خراقاتي خلکو ته ځواب ورکړو، بلکې هغو ټولو کسانو ته قانع کوونکی ځواب ورکړ او له مخې یې د جهالت پردې لرې کړو، چې د مغالطې یاسفسطه(sophistry) هوډ لري او د مارکسېزم د تجدید او تکمیل تر عنوان لاندې، زړې افسانې بیا راژوندۍ کوي.

 

 شپږم: له مارکسېزم سره د بورژوازۍ جګړه

د مغالطې له پاره دغه هڅه پر مختلفو بنسټونو ولاړه ده. ځینې وختونه هڅه کوي، چې د مارکسېزم پر وړاندې له مارکس وړاندې سوسیالېستان ودروي او همدا لامل دی، چې کله کله له اتوپیستانو، یانې د انګلیسي فیلسوف توماس مور د خیالي نړۍ غوښتونکي تخیلي سوسیالېستان په اړه خبرې کوي؛ کله کله د پروډون نوم منځ ته را اچوي او کله هم له رویزیونیستانو(د نظر د نوښت هغه غوښتونکي، چې لنین په ټول قاطعیت سره رد کړي دي) نوم اخلي. مګر هغه څه چې له ټولو ډېر اهمیت لري د هغه سکوت دسیسه ده، چې پانګوالۍ د مارکسېزم پر وړاندې جوړه کړې ده. پانګوالۍ په هر هغه اقدام لاس پورې کړی، چې په مارکسېستي بڼه د ماټریالېستي فلسفې د خپرېدو لامل کیږي. په ځانګړې توګه ډېره د حیرانتیا خبره ده، چې په دې اړه د فرانسوي ښوونځیو فلسفي زده کړو ته پاملرنه وکړوتاسو ټول پوهېږی، چې د فرانسې په ښوونځيو کې د فلسفې تدریس کیږي، خو په دغو ټولو درسونو کې حتا یوه کلمه هم د مارکس او انګلز د ماټریالېستي مکتب په اړه نه شی موندلای.که چېرې هم د فلسفې په دغو کتابونو کې د ماټریالېزم په اړه خبرې کیږي( چې مجبورا ً باید ولیکل شي)، تل مارکسېزم او ماټریالېزم له یو بله جلا ګڼي.

 

د مارکسېزم په اړه د یوې سیاسي نظریې په توګه خبرې کیږي او کله چې د مختلفو عقایدو په تشریح کې له تاریخي ماټریالېزم خبره کیږي، هېڅکله یې د فلسفي مانا په اړه بحث نه رامنځ ته کیږي او هم دیالکتیک ماټریالېزم خاموشۍ ته سپارل کیږي.

 

دا وضعیت یوازې په ښوونځیو کې نه دی، بلکې په پوهنتونو کې هم کار په همدې بڼه ادامه لري. حیرانونکې کیسه دا ده، چې انسان کولای شي په فرانسه کې نامتو فلسفه پوه شي او خپله کوټه په ګڼو قاموسونو ښکلې کړي، خو پرته له دې، چې د مارکس د مادي فلسفې او دیالکتیک ماټریالیزم په اړه په څه پوه شي.

 

له پورته توضحیاتو په ډاګه کیږي، چې مارکسېزم نه یوازې د ټولنیزو تحولاتو په اړه کلي استنباط دی، بلکې د نړۍ په اړه هم دی؛ ځکه بېځایه به وي، چې که څوک فکر کوي، چې په مارکسېزم کې فلسفه نه شته او د کارګري حرکت یو شمېر تیوریستان بې ځایه هڅه کوي، چې د دې غورځنګ له پاره فلسفه پیدا کړي.

 

په پای کې باید یادونه وشي، چې د واکمنو طبقو له لوري د سکوت، سفسطه یانو، نظر نوښتونو او ټولو نیول شویو تدابیرو سربېره، مارکسېزم ورځ تر بلې خپریږي او پېژندل کیږي.

*******

د غني په اشعارو کې د فلسفې پېژندنه

 څوڅوځله مې اورېدلي و چې غني خان فلسفي شاعر دی، خو چې کله مې بیا په شعر کې د فلسفې په اړه پوښتننه کړې ده، ځواب مې نه دی موندلی، نوځکه غواړم له فلسفې لنډ بحث پیل کړم .

 

د فلسفې لفظ د یونانيPhil lien) ) لغت څخه چې د یو شي د خوښولو او ګرانولو معنا ورکوي اوSophia) ) د عقل او پوهې معنا ورکوي، د یوځای والي څخه اخیستل شوی دی . ددواړو لفظونو د ترکیب څخه د علم خوښونکي یا پوهندوست مفهوم څرګندېږي .

 

په یونان کې لومړنی سړی چې ځان یې پوهندوست (فیلسفوف) وباله فیثاغورث و، چې د مسیحي میلاد شپږ پېړۍ د مخه یې ژوند درلود، د هغې زمانې په اکثرو علومو خصوصاً په ریاضي، هندسې او نجوم کې د لویو پوهانو څخه شمېرل کېده، په هندسه کې تر اوسه هم یوه مشهوره قضیه دده په نامه یادیږي .

 

 فلسفې پېژندنه :

 فلسفه هغه اصولو پوهنه ده، چې د هستیو ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته ښوونه او د شیانو د حقایقو او د هغو د وجود د علتو څخه بحث کوي او د فکر او هستیو د اړیکو څخه هم غږېږي، چې دهغو د پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف یا پوهنې لپاره پرانستل کېږي .

 

ډېر ځله داسې پېښېږي، چې کله انسان له ورځنیو چارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي، نو خپل ځان او چاپیریال ته وګوري، اسمانونه، ځمکې، سپوږمۍ، ستوریو، غرونو، سیندونو او بېلابېلو ځناورو ته ځير شي او ډول، ډول پوښتنې ورته پیدا شي. لکه :

 

زه څوک او څه شی یم؟ ولې یم؟ د کوم ځای څخه راغلی یم؟ ولې راغلې او یا راوړل شوی یم؟ د څه شي لپاره موجود یم؟ چېرې ځم؟ ما خپل ځان خپله نه دی خلق کړی! هغه څوک دی چې خلق کړی یې یم؟ ایا خپل خالق پېژندلای شم؟ مځکه، اوبه او ټول هغه موجودات چې وینم یې ژوندي یا غیر ژوندي، اسمانونه، ستوري، کهکشانونه، څرنګه پیدا، ترتیب او تظیم شول؟

 

جسم، زمان، مکان، رڼا، تیاره، جاذبه، حرکت، سکون،هستي اونیستي څه شی دي او د نورو موجوداتو په کمیت او کیفیت کې څه اغېزې لري؟ او داسې نورې بېشمېره پوښتنې، چې انسان د خپل پیدایښت له پیله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتیا په اندازه یا یو ډول ځواب ورته موندلی او یا یې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی .

 

په حقیقت کې فلسفه «ولې؟» ته په ځواب موندلو پسې لالهانده دی . په دې توګه ویلای شو، چې د فلسفې په مرسته «ولې؟» ته ځواب لټول کېږي اوهرهغه ا نسان چې په ویښه اوهوښیارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي، په یو ټاکلي پړاو کې فلسفې دی او دا هڅه یې یوه فلسفي بوختیا ګڼل کېږي .

 

هر انسان د زړه له کومې غواړي په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ دي ،درازونو د سپړلو معنا په حقیقت کې پوهیدل دي، په تېره بیا د ژوندانه او نړۍ په اړه په حقیقت پوهېدل هر چاته په زړه پورې دی، ځکه چې برخلیک ورسره تړلی دی او هر څوک غواړي، چې په هر ځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخلیک ولري، له دې نه ښکاري چې فلسفه کوم ځانګړی امتیاز نه دی، چې یوازې ارسطو، افلاطون، سقراط، هګل او کانت په برخه رسېدلی وي، بلکې ټول انسانان ځانګړي فلسفي افکار او نظریات لري او هر څوک کولای شي، چې د «ولې؟» ځواب ولټوي او په اړه یې فکر وکړي .

 

هر چا چې په هر ځای کې لږ تر لږه د خپل ځان یا ټولنې د راتلونکي ښه برخلیک په اړه یو ډول فکر وکړي، په حقیقت کې د فلسفې ډګر ته ورننوت.

 

پخوا چې به یو کس په ټولو علومو پوهېده، هغې ته فیلسوف ویل کېده او فلسفه د یوې سترې ونې په څېر ګڼل کېده، دغه نوم د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې منځ ته راغی او فیثاغورث، سقراط، افلاطون، ارسطو، دموکریتوس، بتلیموس او داسې نور پکې رامنځ ته شول .

 

د پښتو ادبیاتو معاصرې (اوسنۍ) دورې عبدالغني خان (غني) ته فلسفي یا لیونی فلسفي ویل شوی دی، دی مفکر فلسفي شاعر و، لکه چې وايي:

 

خدایه ولې؟

 

خدایه عقل چې و زړه دې ولې راکړو

په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان

بـــــادشاهي او فـقیري دې ولې یوکــړه

د ژوندون په هره سا کې مرګ پنهــــان

ولې غم لکه اسمان په جهان خـــــور دی

خدایه وې ولې خوشحالي دې کړه نایابه

ولې جوړ دې کړه ننګي د ګل د پــــــــــاڼو

خدایه ولې نشه بیا یې له شــــــــــــــــــرابه

ولې خېشث او رنګ دې دواړه خور او ورور کړه

ولـــې ولې دې جهان کړو ډک په رنـــــګ

ولـــــې کوڼ دې زه پیدا په جهان  نه کړم

دلته لیدل کېږي، چې غني خان د مرګ،ژوند، خندا، ژړا، ځان په باب ،د طبیعت او نورو واقعیو او شیانو په باب پوښتنې طرحه کوي او د «ولې؟» لپاره ځواب لټوي.

 

مارکس وايي« فلسفیانه فکر د وخت روحاني خبرتیا او د ثقافت ژوند روح دی، خو دا خبره هم په ډاګه ده، چې لوړ فکر لرونکي د نور ولس نه بدل وي. هغوی د خپل شعوري او تخلیقي ژوند په ډېره برخه کې د نړۍ نه نااشنا وي او نورو ته لیونی په نظر ورځي، په حقیقت کې خپل همعصرو ته جامع نه ښکاري د هغې لامل دا دی، چې هغوی د نن ائینه کې د سبا عکس ویني او د نن سترګې د هغوی د پېژندګلوی توان نه لري، ځکه خو په جاهله ټولنه کې د ولس ډېره برخه د سوچ او فکر خاوند ته سودايي او لیونی وايي

 

هر هغه څوک چې وايي، زه څوک یم؟ چېرته یم، دلته څنګه راغلم، دا څه دي چې ورته دنیا وایم؟ زه دلته چا راوړی یم؟ هغه(ج) زما نه ولې پټ دی؟ زه دې دنیا ته څنګه راغلم؟ مانه پوښتنه ولې نه ده شوې؟

 

دا ټولې پوښتنې داسې دي، چې تعلق یې د انسان له وجود سره دی او تر څو چې انسان ددې پوښتنو ځواب لټون نه وي کړی، د کایناتو د نورو شیانو معنا او لټون مطلب نه لري. غني خان داسې یو شاعر و، چې په شعر کې یې څه نا څه فلسفه پیدا کېږي.

 
-
بېرته شاته