(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څارګره اداره

[02.Jul.2019 - 18:06]

د پاکستان څارګره اداره (آی . ایس . آی)اینټر سرویس انټیلیجنس

لېک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطېف ېاد

دپا کستان دڅار ګرې ادارې په اړوند به مو ښایی ډیر څه لوستلي وي . دغه څارګره اداره دهند او پاکستان دخپلواکۍ او جلا کیدلونه پوره یوکال وروسته په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې رامینځ ته شوه. په لومړي سرکې ددغې څارګرې ادارې یا دجاسوسۍ سازمان مرکز دراولپنډۍ په ښار کې و چې وروسته دپاکستان پلاز میینې ( پایتخت) اسلام اباد ته ولیږدول شو.

آی .ایس .آی په حقیقت کې دپاکستان په سیاست کې یوه پټه قوه یا ځواک دی چې دپاکستان دسیا ست اصلي لوري ټاکي . دغه اداره په هغه وخت کې دیوه انګریز له خوا چې دپاکستان په پوځ کې یې کارکاوه میجر جنرال رابرټ کاتهوم نو مید رامینځ ته شوه

کله چې صدر ایوب خان دپاکستان ولسمشر و( آی .ایس .آی )ته یې دنده وسپارله چې دپاکستان دننه سیاستوال هم تر څارنې لاندې ونیسي . کله چې دپاکستان دپیپلز پارټۍ مشر ذوالفقار علي بهټو وا ګې ترلاسه کړ نو ددې ادارې دریځ او موقف لږ شانته کمزوری شو ، ځکه ذوالفقار علي بهټو دغې ادارې ته دشک او تردید په سترګه کتل ، ځکه (آی آیس .آی) تل په پاکستان کې دیوه پوځي حکومت په واک کې دپاتې کیدلو هأې ځلې کولې .

کله چې تربهټو وروسته دپاکستان پوځي دیکټیټر جنرال ضیا ءالحق په پاکستان کې دیوه پوځي جنرال په توګه دچارو واګې په لاس کې ونیولې نو آ(ي . ایس . آی ) ته یې ډیره پاملرنه او توجه ورواړوله.

کله چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال روسانو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ نو دپاکستان څارګره اداره آی . ایس . آی ته دامریکي دمتحده ایالتونو ځانګړې پاملرنه ورواوښتله او دامریکې څارګرې ادارې (سي . آی . ای ) له وخته ګټه پورته کړه او ( ای . ایس . آی ) ته یې دنده ورکړه چې دروسي یرغل پر وړاند ې افغان جنګیا لي سره منظم کړي . په دغه وخت کې دافغانستان دچارو او برخې لپاره ډګروال یو سف ته دنده ورکړل شوه او هم ( سی . ای .ای) د ( آی .ایس .آی) ډیر کارکوونکي او اجنټان وروزل چې همدغو په امریکه کې روزل شوي ( آی . ایس .ای) اجنټانو بیا دروسانو پر خلاف دجهادي ګوندونو هغه کسان وروزل او پوځی تمرینات یې ورکړل چې دافغا نستان دروسي پلوه رژیم پر خلاف جنګیدل.

امریکا یی لیکوال ستیو کول په خپل کتاب ( دپیریانو جګړې ) کې لیکي چې دپاکستان پوځي مشر ـ چیف مارشلا ایډمننسټریټر) جنرال ضیا الحق دهغه وخت دآی ایس آی مشر اختر عبدالرحمن او وروسته جنرال حمید ګل ته وویل: ( چې په افغانستان کې به داسې اوربلوئ چې اوبه وخوټیږي او په جوش راشي او تر چا ینکې راتویې شي

د ( آی . ایس . آی ) موخې او تګلاره:

۱- دپاکستان په دننه او بهر کې دپاکستان دملي ګټو نه ننګه او دفاع

۲- په ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا په هند او افغانستان کې دترهګرۍ . ویرې اچونې ، دهماکو او ګډوډیو رامینځ ته کول.

لکه چې دمخه مو وویل دآی ایس آی مرکزي دفتر په اسلام آباد کې دي چې بیا دپاکستان په ټولو صوبو او ښارونو او محلو کې خپل دفترونه او اجنټان لري . دآی ایس آی دادارې مشر ته ډایرکټر جنرال وایی چې دغه ډایرکټر جنرال بیا وروسته درې مر ستیالان یا معاونین لري چې په پرله بسې توګه ورته رپورټونه برابروي

دآی ایس آی اداره یوه غټه بودجه ( بجټ ) لري او اوسنی جنرال ډایرکټر یې نوید مختار دی چې دی ددې ادارې دجوړیدونه تر اوسه پورې یې ( ۲۱) مشردی

دای ایس آی څارګره اداره پنځه پنځوس زره تنه غړي لري چې زیاتره اجنټان یې دپاکستان دپوځ په هوايي ، ځمکنیو او سمندري ځواکونو کې او پاتې یې په پولیسو او ملکي برخه کې کار کوي .

د آی ایس آی څانګې

۱- جیکس Joint Intelligence X

دغه څانګه دای ایس آی دنورو څانګو دسمون دنده لري

۲- جیب Joint Intelligence Bureau

چې دپاکستان سیاسي ګوندونه څاري په تیره بیا دپښتنو او بلوچو ګوندونه او ددوی کړه وړه او فعالیتونه څاري او یوه برخه یې په هند کې دپټو عملیاتو لارښوونه کوي .

 

۳-جي سي ان بي) Joint Counter Intelligence Bureau

دغه څانگه د هغو مالوماتو چاڼ پر غاړه لري چې د پاکستاني دیپلوماتانو له خوا په بهر ملکونو کې راټول شوي وي. دغه څانگه ډېر څارگر په افغانستان، چين، هند، مرکزي آسيا او منځني ختيځ کې لري . داسې گومان هم کېږې، چې په اروپا او سهېلي امريکا او افريقا کې يې د خپلو کړو وړو لمن ډېره غزولې وي.

۴-(جين) Joint Intelligence North

دغه څانگه په جمو او کشمیر کې ډېره کارنده ونډه لري، په ځانگړې توگه د کترول له لیکو سره چې هند او کشمیر یې سره جلا کړي .

۵-(جيم) Joint Intelligence Miscellaneous

دغه څانگه په نورو ملکو کې د ورانکارۍ دنده پر غاړه لري .

۶-(جي اس آی بي) Joint Signal Intelligence Bureau

په دغه څانگه کې چې د رییس تر څنگ درې مرستیالان هم په کار بوخت دي، د غلیم او یا هم د نورو ملکونو د جاسوسانو د څارنې او پلټنې، د دوی د پانگې او همدارانگه د دښمن د پوځی توکو او ځواکونو د څرک اېستنې دنده پر غاړه لري .

۷-( جيټ) Joint Intelligence Technical

دغه څانگه د څارنې وسايل، وسلې، او چاودېدونکې توکې برابروي . د ډېرو په گومان دغه څانگه يوه د کيمياوي وسلو کارخا نه هم لري۰

باید وویل شي چې ددغې ادارې ټول اجنټان نه یوازې په هند او افغانستان کې تخریبي چارې تر سره کوي ، بلکې په نیپال ، ایران، منځني آسیا ، عربی هیوادونو او اروپا کې هم اجنټان لري اوښايي په افغانستان او هند کې ددوی سفارتونه او کونسلګرۍ کار ګوونکي یې ټول دآی ایس غړي وي .

-
بېرته شاته