(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ښوونکی/استاذ

[02.Aug.2019 - 08:51]

ښوونکی/ استاذ

لیک: فیروز اپریدي

 له وړوکوالي د ھغه عادتونه د خپلو خپوانو او چم ګاونډ د خلقو په څیر  نہ وو ۔

هغه کله هم د نورو ماشومانو په شان  لکه د  بلوري، شینولو ،لیندو، موچغڼو او نورو روایتي لوبو شوقین نه وو بس یو نامعلومه سوچ به ﺉې مل وو ۔

 

زړه به ئې غوښتل چې د خلقو سرہ په ځینې موضوعاتو بحث وکړي۔ لکه تعلیمي نظام وطني ناوړه دودونه کلتوري نیمګړتیاوې او داسې ډیر څه۔

 کله کله به ئې د سکول استاذ نه دغه رقم پوښتنی ھم کولې او په ځینې پوښتنو ترې استاذان تنګ  ھم شول۔

 او ورته به  ئې  و وئیل چې ګلابه دا معاشرہ او  دا رسمونه  دودونه  په یوہ ورځ کښې نه جوړیږي ۔

د عمرونو تیریدو وروستو د انسان او عمومي معاشرې د خیر ښېګړې  ښه و بد  ته راوړلو وروستو د خلقو په مینځ کښی پالنه او وده مومي۔

 

ځینې رسمونه دودونه د انسانی معاشرې د ارتقا او بدلون سرہ له منځه لاڑ شی ځینی نوې پکښی داخل شی۔

ځینې د مذھبي عقائدو او تعلیماتو په اثر کښې ودہ ومومي او اکثر د انسان د خیر ښېګړې د پاره   مینځ ته راشي۔

 

په ټول سکول کښې  به چا ورته لیونې چا فلسفي او چا دماغي بیمار وئیل ۔

ھغه  په خاموشۍ  د هلکانو  بدې  ردې او تندې تیزې  خبرې  اوریدلې خو چا ته ئې غږ یا  ځواب نه ورکولو۔

 اکثر به د ھغه  په خاموشۍ  ھلکان نور ھم په ضد شول۔

 هغه  پسې  به ﺉې  شپيلي او له ریشخند ډکې خنداګانې  کولې۔ ھر شرارتي ھلک به کوشش کولو چې  ھغه تنگ کړي۔

خو  د دې هر څه  پس  بیا هم هغه چا ته د کومې  خبرې ځواب نه ورکولو۔

د کلي  مشرانو ھم څو کرته د هغه  پلار او مور ته وئیلی وو چې دا بچے  مو بل شان نه دے ؟۔

ھغوئي به ھم د خپل ځوئی په دې عادتونو  مشکوک غوندې شو۔ مور ئې څو کرته په وړوکوالي کښې دمونو او دمګرو ته  ھم بوتلې وو خو ھغه  به مور ته و وئیل۔

 موری!

  چی زہ روغ جوړ یم نو تاسو ولې په ما د بیمار یا لیوني شک کوﺉي۔؟

ما سرہ داسې سلوک ولې  کوئي ۔

هغه  داسې ماشوم وو چی کله ئې ھم د مور پلار یا بل چا زړونه   ازار کړي نه وو۔

پہ ژوند کښې  د چا  ودونو  یا ښادو  ته  نہ وو تللې ۔

 

وخت تیریدو او ھغه د سکلول نه کالج اود کالج نه د  یونیورسټۍ سبق ھم ختم کړو ۔۔ھر یو امتحان ئې په اعلی نمبرو پاس کړو او چې کله د سبقونو او کورسونو نه فارغ شو نو په خپل شوق ﺉې د استاذﺉ پیشه اختیار کړه۔

په  یو سکول کښې  استاذ شو۔

پہ لږ وخت  کښې  د سکول  په ډیر ښو  او خواري کښو استاذانو کښې د هغه نوم یاد شو  سنجیدہ ھلکان به  ترې ھر وخت د زدکړې  په تکل کښې  وو ۔د شاګردانو په زړونو کښې ﺉې قدر و منزلت زیات شو۔

ھغه به چې یو ځل په کومه موضوع  خبرې پیﺉل کړې نو تر ھغې به ئې  نه پریخودې  چې هلکان به ﺉې پرې پوه کړي نه وو

 هغه  به ھم کله کله حیران شو چی په خبرو خبرو کی به

 ورته  د موضوع نوي نوي جہتونه  رابرڅیرہ شول 

د هغه چې څه هم زده وو  د زړہ د اخلاصه به ئې خپلو شاگردانو  ته انتقال کړل۔

    وخت تیریدو د ھغه د  طالب علمانو سرہ  د محنت  او خوارۍ انګازې  په خوا و شا شاګردانو او استاذانو کښې  خورې شوے۔

ھغه ھم په خپل ژوند کښی لکه  د وڑړوکوالي  په څېر نور څه  بدلون تہ تیار نشو۔   ھم ھغه خاموشی او ځان ته یوازې  اوسیدل ﺉې خوښ وو   البته  د خپل ټولګي او  شاګردانو  مخې  ته به چې ودریدو نو لکه د طوطي په یو ناتار  چغیدو۔

 د ھغه د خوښې  مضامین او موضوعات   سماجیات یعني سوشل ساﺉنس ، قانون ریاضي  ،تاریخ او فلسفہ وہ

پہ ھر مضمون کی ورته مہارت حاصل وو۔

  د ژبې  لغاتو گرامر ادبیاتو او ھم د اسلامیات  بہترین استاذ گنڑلې شو۔ د ډیرو استاذانو شاعرانو کلامونه ورته یاد وو ۔

 

د استاذ په دغه یو سکول کښې داستاذۍ ډیر  وخت تیر شو۔ تردې چې  دومرہ وخت واوړیدو چې د هغه  شاګردانو کښې  ھم ځینی کسان اوس په خپلو کارونو لګیدلي وو۔

یو شاګرد  د ھغه سره په  سکول  کی استاذ هم شو۔ځینی پکښی نورو شعبو تہ منتقل شول۔ استاذ  د خپل کلی ډیر لرې پہ بل کلی کی استاذ وو او ھم دلته په  یو کوارٹر کښی اوسیدو ۔

کله کله به کلي ته لاړو۔

 خپلو وروڼو خوئیندو  او مشرانو  مور پلار سرہ لیدل کتل وشول ۔خو چی د سکول  د  ډیوټۍ د حاضری وخت به شو۔نو ځان به ﺉې رسوو که هر څومره ضروري کار به پیښ شو ۔غیر حاضري به ﺉې  نه کوله۔ 

 

استاذ پخپله  وادہ نه وو کړے۔

د نور ټولو وروڼو خوئیندو ئې ودونه شوي وو۔

  

 د مور پلار  او وروڼو خوئیندو  پر ډیر اصرار ﺉې وادہ ته غاڑہ کیخودہ۔

دغه وخت ﺉې عمر  د څلویښتو  اوڑیدلې وو 

ھغه به مور پلار ته وئیل چې تاسو ته معلومه دہ چی زہ د عامو انسانو پہ شان عادتونه  نه لرم۔

 خدائی ناخواسته معذورہ  نه یم خو زما سرہ دا یرہ دہ چې زما د  دې عادتونو  نه به زما د ژوند ملګرې خوشاله  نه وي او ھسې  د ځان خوشالولو او  کور د کارونو د پارہ د بل معصوم انسان ژوند خراب کړم۔

 

خیر وادہ هم وشو۔

د وادہ په ورځ ھم ھغه په  خپل سکول کښې حاضري لګولې وه او چې کله  استاذ په عامو ساده  جامو کښې کښې کورته راغلو  نو ڈولۍ ئې راغلې وہ۔

مور او خوئیندو ورته جامې او پیزار بدل کړل۔ دشپې 

ﺉې نکاح  ورته وتړلو۔ 

په صبا بیا ھغه سکول ته د وخته رسیدلې وو  او تیر ماښام کور ته راغلو۔

خپلوانو ورته خبرې ھم وکړې   چې بې انصافه

دخپل  وادہ د خوشالیو   د پارہ  ھم درسرہ وخت نشته 

څه کفر به شوې وو که څو ورځې رخصتي دې اخیستې وه۔

 

ھغه به چا له ھم د داسې خبرو ځواب نه کوو۔

بس دومرہ قدرې ئې اوئیل چې  د ماشومانو د زدکړې  وخت ډېر مھم  دے۔

څه مودہ  پس ئې امتحانونه دي ۔ ھسې نه چې د کورس کار ئې نیمګړې  پاتې نشي ۔

میاشت  نیم پس چې د کور نه  سکول او  د سکول نہ کور  تہ پہ تګ راتګ  ستړې شو۔نو مور ته ئی اوئیل چی موری په سکول کښې زما کوارټر  خالي دے کہ ستاسو اعتراض نه وي  نو زہ بہ ھغلته پاتې کیږم۔

مور ورته په ځواب کښې اوئیل چې لیونیه چې ته یواځې  پاتې کیږې نو دا ناوې  ھم ځان سرہ بوځه  کور به دې  پرې آباد وي۔

ھغہ سوچ وکړو او مور ته ئې اوئیل چې ۔سمه ده۔

 دوہ درې نورو استاذانو ھم د بچو سره ھغلته  موتږ سره جخت اوسیږی ۔

ھغوئي ھم خپل بچي راوستلي دي او ځان ته ئې اسانه کړې دہ ۔

بچیان ئې ھم په ھغه سکولونو کښې سبق وائي۔

مور ورتہ اوئیل چې د دې نه زیاته بله ښه خبرہ کومه دہ۔بس ورور به درسرہ د صبا نہ کډہ یوسي او ھفتہ  لس ورځې پس دواڑہ دلته ھم هم ځﺉ راځئ۔

 

استاذ  په بله ورځ د خپل سکول کوارټر ته مختصر غوندې کډه یوړہ۔ استاذ کور ودانه هم د هغه په طبیعت شریفه مړه خویه  ښاﺉسته او  سنجیدہ بي بي وہ۔

د استاذ  خدمت ئې ھم کوو  او د  ھغه د خوئي بوئي سرہ ھم عادت شوې وہ۔  

استاذ   په خپل ژوند کښې یو ښکلې بدلون او سکون محسوس  کړو۔د ژوند چلند ﺉې ښه روان وو

ھغه به په نیمه چھٹۍ کښې  کور ته راغلو ډوډۍ به ئې  وخوړہ بیا به خپل چټک خپل  کلاس ته ورغلو او چې  پورہ  چھٹي  سرہ سم به کور ته راغلو۔

کله کله به د چھٹۍ نه پس دواړہ خاوند او ښځه  نزدې  بازارګوټي ته لاړل ھغلته نه به ئې سود سوادہ  وکړہ بیرته به خپل کوارټر ته راستنه شو ۔

ژوند په یو ښائیسته ډګر روان شوې وو ۔او وخت پہ تیزئ  سرہ روان وو۔

درې څلور  میاشتې پس یوہ ورځ چی  هغه کور تہ داخلیدو نو د  کور د وړوکي غولي ته چې څنګه  داخل شو  یوہ چیټۍ ﺉې په زمکه پراته  ولیدہ ۔

چټۍ ﺉې راوخیسته لاندې باندې ئې واړوله په باندني پوست ﺉې کوم  لیک، نوم پته  نه ښکاریدہ۔

داسې معلومیدہ  لکه دا چيټۍ چا له بیرونه   ارتاؤ کړې وي۔

چیټۍ ئې جیب کښې  واچوله او کمرې  ته ننوتو۔ 

چې  کله ئې ډوډۍ وخوړہ نو چیټۍ ئې خلاصه کړه ۔دننه په سپین کاغذ باندې ﺉې  یو وړوکې پیغام  لیکلی وو ۔

په دې لیک کښې ﺉې د استاذ  ناوې بي بي ته  د مینې او  محبت خبرې  لیکلې وے ۔

ورپسې  ئې لیکلې وو۔

خفه نه شې زہ پوھیږم چې ته یوہ ښاﺉیسته پیغله جینۍ ئې او استاذ ډیر زوړ دے۔

  زہ ھم  ځوان یم او تہ ھم  پیغله جینۍ ئې۔

  په ځان  مې قابو   ونشو دا چیټۍ  مې درته ولیکله۔

 ماسرہ دوستانه جوړہ  کړه 

 زمونږ دواړو به فائیدہ وي۔

زہ ھم په دې سکول کښې استاذ یم او کال مخکښې دلته   بھرتی شوې یم۔ستاسو خاوند مې استاذ پاتې شوې دے۔

ډیر بل شان سڑے دے۔

زه خپل نوم نه لیکم خو که زما سره دې دوستۍ ته زړه کیده نو د خپل کور په دروازه د سور رنګ نخه پریګده۔

 

د لیک لوستلو استاذ  څو شیبې  سوچ یوړو۔

هغه دعمرونو سوچي وو۔

اول سوچ ﺉې دا راغلو چې دې معامله کښې زما دښځې څه قصور یا تېروتنه شته ۔ فورا ﺉې 

 ذھن ته رڼا راغله۔ھغه خپلې میرمنې ته  وکتل  ھغه پرسکون ناسته وہ۔ هغه په زړه کښې ډاډه شو چې پینځه میاشتې زه د دې بي بي په داسې سپک یا بې باکه حرکت نه یم پوﺉې شوے۔

که چرې زما بي بي مشکوکه وه نو زما نه مخکښې به دغه لیک دې راپورته کړې وو۔یا به اوس زما په دا د معمول خلاف لیک لوستلو هم مضطربه نه شوه۔

که چرته د هغې زه خوښ نه وم نو خامخا د هغې رویه به بیزاره او  طبعیت به خراب  او پریشان حال وو ۔

دومره کاله ما د خلقو خبرې اوریدلې دي د هغوﺉي رويې مې  ځیرلي او څارلي او د خلقو پر مخ مصنوعي څیرې او اشکال  او نفسیاتي کرښې لوستلي دي د دې دومره څه مشاهدو او تجربو وروستو زه په یقین سره خپله میرمن پاکه معصومه ګنړم او نن خو بیخي د ډیرې مینې حقداره ده

 

دغه وخت استاذ  ته د خپل اند په عدالت کښې  داسې بریخیدہ  لکه  ملائیکه  ورته  ناسته وي ۔ بل طرف ته ﺉې د خپل فکر په عدالت کښې شاګرد  ولاړ وو۔

 

ھغه د سور رنګ قلم له خپله جیبه رابھر کڑو ۔ھم په ھغه لیک ئې د پاسه  لیکل وکړل او بیرته ئې لیک هم په خپل پوست کښې ونغاړلو او جیب ته واچولو۔

خپلې بي بي ته مسکۍ شو او دومره ﺉې ورته اوﺉيل چې ته ځان تیار کړه زه نن د هیډ ماسټر نه پوره د یوې اونۍ (هفتې ) رخصتي اخلم  چې خپل کلي ته لاړ شو او سم دستي له کوره اووتو د سکول په لوري  لاړو۔

خپل یو شاګرد ته ئې اوئیل چې فلاني کلاس ته لاړ شه او دا  چیټۍ فلاني استاذ له ورکړہ او بیا ترې راځه۔

شاګرد  د خپل استاذ چیټۍ  هغه بل  استاذ ته ورسوله ۔

 د ھغه چې څنګه هم په  خپل لیک نظر  پریوتو ۔

نو  وار پار ئې خطا شو او په شخ د کلاس نه ووتو۔

 چې کله کور ته ورسیدو نو چیٹئ  ئې د جیب نه زر زر را وویستله او چې  لوستل ئې پئیل کړل نو ھغه پہ سور قلم د خپل لیک د  پاسه د ځینی  تورو ارتاؤ  دائیرہ ولیدله او ورسرہ ئی تصحیح شوی  توری ولیدل۔ څې د املا توري ورته سم کړي وو۔

 

لاندې ئې  پرې مختصر لیکل کړي وو

 

ستا د املا  ټولې غلطۍ  مې درته په سور قلم درستې کړې۔

 د دې بار بار مشق وکړہ۔چې درته یادې  پاتې شي۔

 

مرکزي خیال  : ماخوذ

-
بېرته شاته