(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دتابعت حق

[02.Aug.2019 - 08:52]

د تابعیت حق

ټول افغانان، چې د تاریخي افغانستان له هرې برخې سره تړاو ولري باید د تابعیت حق ولري. لکه څرنګه چې د ننګرهار وګړی د تابعیت د تذکرې او افغاني پاسپورټ د درلودلو حق لري همدغه حق باید پرته له هېڅ قید او شرطه د کرښې اخوا افغانان چې له کشمیره تر بلوچستانه پراته دي هم ولري. دا چې هغوی له خپل دغه حق څخه استفاده کوي او که نه دا د هغوی خپل انتخاب دی خو هر کله چې یې غوښتنه وکړي باید د نورو افغانانو په څېر ورته اسناد ورکړل شي. غالباً چې دا کار به له حقوقي پلوه هم کومه ستونزه و نه لري او د هېڅ قانون تعدیل ته به اړتیا نه وي. شونې ده چې ولسوالان په خپل صلاحیت دغه ډول اجراآت وکړي خو که د حکومت له خوا یو واضح دستور موجود وي کارونه به اسانه کړي.

۳د تګ راتګ او مېشتېدو حق

ټول افغانان، چې د تاریخي افغانستان له هرې برخې سره تړاو ولري، د افغانستان هرې سیمې ته د تګ را تګ او هلته د مېشتېدو حق لري.

کله چې د کرښې اخوا افغانان له کرښې را اوړي نو افغان پولیس باید ترې یا د ویزې غوښتنه و نه کړي او یا ورته په اتوماتیک ډول د کرښې د اووښتو پر مهال ویزه ورکړي. دا مهمه نه ده چې د پاکستان حکومت د افغانستان له اتباعو د پاسپورت او ویزې غوښتنه کوي خو دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت دغه ډول غوښتنه له هغو افغانانو و نه کړي. دا کار هم د حکومت په سطح یو ساده تصمیم غواړي، له حقوقي پلوه به کوم خاص موانع نه وي.

۴د کار شرایط

د افغانستان د کار په بازار کې باید د کرښې اخوا افغانانو ته د بهرنیو کارګرو په سترګه و نه کتل شي اوپرته له دې چې د هغوی په لاس کې شته د هویت اسناد په نظر کې ونیول شيد هغوی جغرافیایي منشاء باید هغوی ته د یو عادي افغان کارګر له ټولو حقوقو د استفادې موجب وبلل شي.

۵د تعلیم امکانات

د افغانستان ټول تعلیمي مرکزونهښوونځي او پوهنتونونهخصوصي وي که دولتي باید د ټولو افغانانو پر مخ پرانستي وي.

۶پارلمان

د افغانستان په پارلمان کې باید د افغانستان د حکومت د عملي حاکمیت څخه وتلو جغرافیایي سیمو  اوسېدونکي باید د افغانستان په پارلمان کې خپل استازي ولري. څرنګه چې د نړۍوالو تعاملاتو له مخې له کرښې اخوا د افغانستان د پأارلمان له پاره د انتخاباتو امکان نه شته نو په کار ده چې د دغو استازو د غوراوي له پاره یو مناسب او باوري سیستم ایجاد شي.

دا کار شاید د اساسي قانون تعدیل وغواړي او په اوسنیو شرایطو کې به ډېر عملي نه وي. تر هغو چې د قانون د تعدیل شرایط مساعدېږي د افغانستان موجود پارلمان کولای شي د کرښې د هغې غاړې د افغانانو له استازو جوړه شوې یوه مشورتي کميټه ولري چې د قوانینو په تصویب کې یې نظر وپوښتل شي

[نجیب منلی]

-
بېرته شاته