(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي مشري

[02.Aug.2019 - 08:56]

[ملي مشري]

هر کله چې یو شخص یا سیاسي یا قامي خوځښت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډېره کی[اکثریت] د مثبت حل لوري خواته وروخوځوي  او له ستونزې  څخه یې وژغوري ،ملي مشري یې رامینځ ته کړې ده.

په داسې حالت کې مهمه داده چې دغه شخص یا سیاسي حرکت خپله اراده ولري او د ملت خوځښت یا Mobilize 

کولو نوښت یې خپل وي، نو پر همدې بنسټ دپښتون ژغورنې غورځنګ په راټوکېدنې سره ملي مشري رامینځ ته شوې ده. اوس پکار داده، چې قامپرست ګوندونه، ټولنې ،مشران او قامپرست ځوانان دملي مشرۍ په غښتلتیا کې کره رول ولوبوي

چي په ډلو کې اختلاف پیدا شي، نو که ډېر ښه او زورور خلګ وي هم بېکاره شي، او د هغوئ طاقت د یؤ بل په زورولو کې صَرف شي. په خدمت کې اختلاف نه راځي. اختلاف د خود غرضۍ نه پېدا کېږي.

 

فخر افغان ستر باچا خان بابا ؒ

-
بېرته شاته