(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تارېخ دې شاهد وي

[02.Aug.2019 - 08:58]

تاريخ دې يو ځل بيا شاهد وي

پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون

د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال سبب هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي. امریکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر څو ځله زيات دی. مقدوني سکندر هم دلته په ډېر غرور راغی، خو ډېر ستړی بېرته لاړ، لوی کروش هم په ډېره دبدبه خپله واکمني وچلوله، خو په پای کې يې سر دلته کېښود، چنګېز هم ډېر سرونه تولې کړل، خو د خپل سر له وېرې يې ارام ونه ليد، ګوډ تيمور هم له ملکنډه تولې شو، د انګرېزانو په سر کې هم د نړۍ نيونې نشه وه، خو چې دلته يې سر په ډبره ولګېد، نو عقل يې سر ته راغی، روسان هم په ډېره دبدبه راغلل، خو په ډېرې مايوسۍ بېرته ووتل، امريکايان هم په پيل کې د نړۍ له څلوېښتو انډيوالانو سره دلته راغلل، فکر يې کاوه چې دوی به محدود اقليتونه ونازوي او د هغوی په مرسته به دلته ارامې شپې تېرې کړي، خو د ټولنې يوازې يو قشر يې په مقابل کې وسله واخيسته، اتلس کاله يې ورسره وډزوله، بيا هم نتيجه صفر لا څه کړې چې د دوی لپاره منفي حالت ته لاړه، اوس نو ښاغلی ټرمپ وايي چې لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې څخه حذفولای شي، که دا خبرې په همدې الفاظو او همدې محتوا رښتيا وګڼل، نو دې ښاغلي ته بايد وويل شي چې ټول افغانستان څه کوې؟ (لس طالبان) ختم کړه چې اتلس کاله ورپسې سرګردانه ګرځئ، پخوا به دې ورته ترهګر ويل، اوس ورته يوازې د ملاقات لپاره په مياشتو مياشتو انتظار کاږې، د نړۍ له هېڅ مقابل ځواک او هېواد سره دې خبرې (اتم پړاو) ته نه دي تللي، خو دلته په درجنونو درجنونو لوړ رتبه او تيټ رتبه مامورين رالېږې او له هغو طالبانو سره چې تاسې د ډپلوماسۍ خلک نه بلل، په خبرو کې يو انچ پرمختګ نه شې کولای، نو اوس ووايه چې مات څوک دي؟ ماته توره وي که سپينه؟

د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې نه يوازې د انساني کرامت ضد دي، بلکې د يو ستر متمدن او پرمختللي ملت لپاره هم د پېغور او سرټيټۍ سبب ګرځي، هغوی چې ځان د ولسواکۍ مخکښان ګڼي، د هغوی مشر هم د ټوپک په ژبه خبرې کوي، د وسلې پر ماشې سپره ولسواکي غواړي. افغانان به له اقتصادي پلوه ضعيف وي، خو بې دينه او بې اينه نه دي

اخلاقي جرئت، مېلمه پالنه، توره، مېړانه او انسانيت يې ټولې نړۍ ته معلوم دي، ګواښونه او اخطارونه دلته هېڅ ډول اغېز نه لري، يو وخت به راځي چې همدې مظلوم ملت ته به ګونډه وهې، د تعظيم سر به ورته ټيټوې، تېر تاريخ د دې خبرو شاهد دی، يو ځل بيا دې هم تاريخ شاهد وي.

-
بېرته شاته