(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغازي امان الله خان

[24.Aug.2019 - 10:40]

د غازي امان الله خان (رح) له خوا د افغانستان د پرمختګ لپاره شوي یو شمېر کارونه:‌

 

۱. لومړی اساسي قانون یې جوړ کړ،

۲. لومړی ځل تذکره وویشل شوه، 

۳. د کورني تولید د تقویې قانون جوړ شو،

۴. د ځمکو لپاره نغدي مالیات وټاکل شول،

۵. د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول قانون جوړ شو

۶. د مالي ادارو د تنظیم لپاره د اصول دفتري ښوونځی جوړ شو

۷. د کرنې د مامورینو او د مالیاتو د ترلاسه کولو قانون جوړ شو

۸. د اداري مامورینو او حاکمانو قانون جوړ شو

۹. د دولتي املاکو د خرڅون قانون جوړ شو

۱۰. ټول داخلي ګمرکات له منځه وېوړل شول

۱۱. د سوداګریزو معاملاتو لپاره  شرعي محکمې جوړې شوې

۱۲. تر لومړني ښوونځي پورې د زده کړو جبري کول

۱۳. د لومړي ځل لپاره بانکنوټونه چاپ شول

۱۴. دبريښنا توليد ته پراخیتیا ورکړل شوه 

۱۵. د چاپ مطبعې رامینځته شوې 

۱۶. دسمنټو صنعت تولید پراختیا

۱۷. د بورې تولید 

۱۸. د ګوګړو تولید 

۱۹. د کاغذ جوړول

۲۰. د ښيښې جوړول

۲۱. د غوړ ايستلو صنعت 

۲۲. دمېوو د کنسروا کولو 

۲۳. د صنعت د تشویق قانون تصویب

۲۴. د تقاعد قانون تصویب

۲۵. خصوصي مالکیت تثبیت شو 

۲۶. تجارتي شرکتونه جوړ شول 

۲۷. د دوا جوړونې شرکت

۲۸. افغان اتحاد، افغان ملګری قمر او جرمنی ضیا تاسیس شول.

۲۹. دولت شرکت امانیه او شرکت ثمر جوړ کړل

۳۰. د سپينو بارتو د تولید فابریکه جوړه کړي 

۳۱. د تلګراف او تیلفون د لاینونو تمدید د مرکز او ولایتونو ترمنځ په پغمان،ننګرهار او کندهار کې د برق سټیشونه تر لاس لاندې ول

۳۲. .د چرم جوړونې کارخانه

۳۳. د ګوګړو کارخانو ته د بريښنا انرژي ورکړل شوه 

۳۴. د موټرو د ترمیم کارخانه پرزې جوړونې ،

۳۵. صابون فابریکو جوړول 

۳۶. عطریات جوړول 

۳۷. د نجاري فابریکې جوړل

۳۸. د یخ جوړونې پنبې او د غوړو ویستل په کندهار ،مزار شریف او هرات کې جوړې

۳۹. قند جوړونې فابریکې جوړول 

۴۰. نخي او جیم نساجي فابریکې

۴۱. ،ټنی جوړه ونې فابریکې جوړول 

۴۲. ،د میوو د ساتنې لپاره ځایونه جوړول 

۴۳. د پنیر او کوچو فابریکې جوړول 

۴۴. کوچو جوړه ونې

۴۵. ،اوبو ویستل او خاکي تیل ویستل

۴۶. غازي بند جوړول 

۴۷. د غزني سراج بند جوړول 

۴۸. د څمکنویو اوبه تړل 

۴۹. په همدې ډول د بدخشان د لاجوردو،د هرات نفتو او د اوسپني د ویلی کیدو کارخان د کانونو پرختیا د اوسپني،سکرو ډبره، ،سرب،ابرک تباشیر،مرمر او یو شمیرنو قرار دادونه وروستي شوي ول .

۵۰. او د دولت د کارمندانو باید له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړی وای .

۵۱. د تلګراف له لارې له ولایتونو او نړۍ سره ونښلول شوه

۵۲. په لومړی ځل د اورګاډي لیکه جوړول 

۵۳. د نویو لارو جوړول 

۵۴. د پخوانیو لارو بیا ودانول 

۵۵. د پلونو جوړول 

۵۶. لومړي ځل د ملکي هوايي چلند اداره رامینځته کول 

۵۷. د پوستي خدمتونو سمول 

۵۸. د کابل او لویو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينگول او د کابل او باندنيو هيوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي د ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ.

۵۹. د هېواد هوايي ځواک جوړول 

۶۰. د رسینو لومړنی قانون تصویب 

۶۱. د ښځو د خوندیتوب قوانین جوړول 

۶۲. د نجونو لپاره د ښووځنیو او مدرسو جوړول 

۶۳. د ښځو خپلواکی او حقوقو ته پاملرنه 

۶۴. دولت جوړونه او د اقتصاد عصري کیدل 

۶۵. د مالیاتو راټولول د پيسو په بڼه

۶۶. ماليې ریفورم رامینځته کول 

۶۷. د ملي شورا جوړول

۶۸. په نظامي او ملکي برخو کې اصلاحات 

۶۹. د ټلګراف د نړیوالې ادارې غړیتوب اخیستل 

۷۰. د لومړی ولسي جریدې خپریدل د اتحاد مشرقي له خوا

۷۱. په ۱۳۰۶ کې د راډیو فعالول 

۷۲. په ۱۹۲۰ کال کې ملي کتابتون جوړول 

۷۳. د ښځو لومړنې جریده جوړول د ارشاد النسوان په نامه 

۷۴. طلوع افغان ورځپاڼه جوړول.

۷۵. په لومړي ځل د بودجې تصویب 

۷۶. د سپورټ لومړۍ خپرونه 

۷۷. د پښتو مرکې ادبې ټولنه جوړول 

۷۸. د امانیه ښوونځی تاسیس 

۷۹. د انیس جریدې تاسیس 

۸۰. د طبابت لومړی قانون تصویب 

۸۱. د ملي شورا لپاره د قانون جوړیدل 

۸۲. افغان محصلان بهر ته د زده کړو لپاره لیږل

۸۳. په لومړي ځل د میرمنو ګډون د پغمان په لویه جرګه کې .

۸۴. په ټول هېواد کې د ۳۲۲ ښووځیو جوړیدل 

۸۵. په ټول هېواد کې ۲۴۴ کیلومتره سړک پخول

۸۶. د ۳۹۱ ډوله کانونو کشفول 

۸۷. افغانستان د پوسټ د نړيوالې ټولنې غړی شو 

۸۸. په ښوونځیو کې د شاګردانو د نه حاضریدو کبله پينځه افغانۍ جریمه کول 

۸۹. اتفاق اسلام په هرات کې اخبار جوړ کړو

۹۰. په شمال کې د بیدار په نوم اخبار رامینځته شو

۹۱. اتحاد اسلام اخبارپه مزار شریف کې رامینځته کړو

۹۲. اتحاد بغلان اخبار

۹۳. اتحاد خان اباد اخبار

۹۴. ستاره افغان اخبار

۹۵. حقیقت په نوم اخبار

۹۶. انيس اخبار

۹۷. امان افغان خپرول

۹۸. د انسانانو خرڅول منع اعلان شول

۹۹. بیګار بند شو  

۱۰۰. اضافي مالیات یې منع کړل 

۱۰۱. جنسي مالیات په پولي مالیاتو واوښتل

۱۰۲. د قبایلي خانانو، درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو معاشات او امتیازات لغوه کړل 

۱۰۳. اهل هندو افغانانو ته د ښوونځینو جوړ ول

۱۰۴. په بهر کې افغاني تولیداتو ته بازار پيدا کول 

۱۰۵. توپک پريږدئ او د ليکلو لپاره قلم راواخلئ په دې پوهه شئ ،چې يو بې تعليمه ولس هېڅکله مخکې نه شي تللى او په رښتيا خپلواک کېداى نه شيد غازي بابا خبرې وې چې افغان ملت ته یې کولای.

۱۰۶. زه ځان او خپل هېواد له کورني او بهرني پلوه په بشپړه توګه خپلواک اعلانوم، تر دې وروسته به زما ملک دنړۍ دنورو ملکونو په څېر خپلواک وي او دنړۍ هيڅ يو طاقت نشي کولاى چې ديو ويښته په کچه هم دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که په دا ډول اقدام لاس پورې کړي ،نو سربه يې په دې توره له تنې جلا کړم(دبرتانيا داستازي اشاره هغه تورې ته وه چې امان الله خان دا مهال له تيکې راويستلې وه. تر دې وينا وروسته امير امان الله خان په مجلس کې ناست دبرتانيا استازي ته وويل: .ته پوه شوې او هغه هم ورته دسرپه خوځولو وويل چې هو پوه شوم.

۱۰۷. غازي بابا د ۱۲۹۸ کال د اسد د میاشتې په ۲۸مه خپل هیواد خپلواک اعلان کړ،

۱۰۸. او بالاخره غازي بابا په کال ۱۹۵۹ میلادي کال کې ناروغ او په کال ۱۹۶۰ د اپریل په میاشت کې روح حق ته وسپاره .

روح يې ښاد او یاد تل ژوندی

محمد داود نیازی

 
-
بېرته شاته