(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پخواني ېادونه

[26.Aug.2019 - 10:15]

پخوانى يادونه

لیک: شفېق اکبر اپریدی

باچا خان بابا محض د يو څو ورځو په خاطر ټرانزيټ، کابل تا راغلى وو. هغه چرته انډونيشا يا مليشا تا، اوس مې ياد نشى، په کومه سياسی دوره روان وو. زه د کابل ائرپورټ تا، د باغ على مردان څخه، د پاؤس خان ماما په مشرې، د قبائلى سوداگرو وتجارو د وفد سره وراغلى ووم. زمونږ محصيلينو سره خو د ټرانسپورټ څه بندوست نه وو. البته بيا هم ډير په لوې تعداد کې محصيل ( سټوډنټ ) په عام ملى بسونو او ټيکسيانو کې ، د استقبال لپاره د کابل ائرپورټ ورته راغلى وو. همدغه رنگه د ښاغلى سلمان لائق صيب په مشرې، د هاغه وخت د حکومت څه نور وزيران، مشيران، او د نورو ډيرو قومونو مشران و نمائنده گان هم، ډير په لوي تعداد کې ائرپورټ تا د بابا د هر کلى لپاره راغلى وو. باوجود د دومره رش، مونږ ښه په ترتیب، قطار کې د باچا خان بابا استقبال تا ولاړ وو. مگر بيا هم ماته يې په داسې وخت کې  د لاس ښکله ولو سادات نصيب شول. چې بل لاس يې، کوم بل چا ښکله ول. او په ويل چير کې ناست بابا تا څوک بل څوک ورتر غاړه وو. بابا ډير د حوصلے او ستر زړه واله انسان وو. په دومره رش کې هم، که چاته راسيدل شول. واپس به يې مينه و توجہ لازم ورکوله. گنى موسکه و دعا خو يې هر چاته په خوله وه.

     په صبا مونږ ټول محصيلين، په اجتماع سره د ښاغلى اجمل خټک صيب کور تا وراغلو. همدغه د خټک صيب کور، زمونږ لپاره، د هر قسم مسلو د حل او نورو ډيرو معلوماتو مرکز وو. دلته د راتللو څخه وړاندې، په سوامى هوټل کې سحر په ناشتہ، ماته مې ذبيح الله کاکا هم هدايت کړې وو. چې زه د خدمتگارو هلکانو په کوم گروپ کې نوم وليکم. او څه کار خدمت وکړم. او عين همدغه زما پخپله هم خوائېش و ارمان وومگر دلته د خټک صيب کور کې هم د مشرانو څخه هيڅوک نه وو موجود. توريالى کاکا تا هم بس فقط دومره معلومات کيدل. چې اوس هغوۍ په فلانی ځاي کې دې. او د فلانی وفد سره په جرگه دې. يا ډينگرى ځاې کې يې مټينگ دې. نور دا چې کله او کوم ځاې، زمونږ محصيليونو سره به يې مټينگ کيږې ؟ دا معلومات ورته له نه کيدل. حالانکې مونږ سټوډنټانو کې اکثرو هلکانو دا گمان کولو. چې گنى بابا په حاصه توگه زمونږ پوښتنو ځواباولو او مسلو حل کولو په حاطر کابل تا راغلى دې. او حقيقت هم همداغسې وو. مگر د کابل په ائرپورټ، د راښکته کيدل سره سم، لکه څنگه باچا خان بابا د حلقو رش ونيول. په عين صورت لوې مسلې هم ورتر غاړه شولې. لکه په باغ على مردان کې ورته قبائل  تجارو  هم د اعتراضونو لوې لسټ جوړ کړې ووهغوۍ چې د افغان دولت څخه، که هر څومره شکايتونه يا ورسره کومې ستونزې درلودلې. نو غوښتل يې چې د بابا په وسيله يې د افغان حکومت سره رااوچتې کړې. او داغسې نورې ډيرې مسلې، چې  بابا عاجز  يې په ائرپورټ د راښکته کيدلو څخه وړاندې، له د وجود څخه هم نا خبره وو.

زمونږ د محصلينو مسلې يا پوښتنې کوم حاص نه وې. بلکې د گمراه پروپيگنډې او مطالعہ پاکستان اثر وو. په لنډو ټکو کې که ووايم. نو نيزدې مونږ ټول گل خانان وو. بل مونږ  په کومې امتحانى يا تحريرى مقابلے کې دغه مقام تا نه وو راسيدلى. د ځان په هکله خو مې د دغه سفرنامې په اول فصل کې ليکلى دې. چې زه په سبق کې څومره لائق و فاسق  ووم.؟ څو د شورى اتحاد يا سويت يونين د دغه نوم سره  هډو نااشنا ووم. بلکې افغانستان مې له د کومه پيژندل ؟ او نه مې پښتو کې دغه  ”محصيلټکئ او نور ډير باله څيزونه زده وو يا مې پيژندل.؟ زه به درته د يو بل محصيل قيصه هم وکړم. تر څو لوستونکى تا معلوم وۍ. چې مونږ اتيا فى صده کوم قسم هلکان، په هاغه وخت کې سوويت يونين تا استول شوې وو

يو پلار شير شاه خپل  صفا ستره ځوې، د لاسه نيولى سکول تا روان کړى وو. نو د گاونډى ښځې وکتل. او ترې تپوس يې وکړه. ” شير شاه دا هلک چرته بوځې ؟

ځم، چې سکول کې يې داخل کړم.“ شير شاه ورته په ځواب کې وائی.

نو بيا دغه زما والهتورپکئهم درسره بوځه کنه، او داخل يې کړه. سخت ورانې کوى. پيزې تا يې راوستې يم. يو څو ساعته خو به ورځنې بې غمه يم.“

شير شاه، تورپکئ هم د لاسه ونيول. مگر کله چې په سکول کې د نوم ليکنې وخت راغلو نو شيرشاه استاد جى تا وائىماته خو يې نوم نه دې زده ... خو بس په کور کلى کې ټول ورتهتورپکئوائی نو ... “ بيا چې د ماشوم څخه د نوم تپوس وشول. نو ماشوم هم په ځواب کې وائیتورپکئ“ 

د ماشوم نادانې او زړاوتيا په کتلو. شيرشاه ورته په خندا کې د محمد بن قاسم نوم مزاقاً  واخستل . نو استاد جى يې هم ورته نوم قاسم وليکل. قاسم د صوبه سرحد په گورنمنټ سکولونو کې سبق ووائيل. چې د کابل او افغانستان نوم يې هم تش په جنگونو، بدبختو او گمراه پرپيگنډې کې اوريدلى وو. مگر اوس اتفاقاً روان سويت يونين تا وو.

زما او د قاسم پشان، د پينځه نوۍ (95%) هلکانو مسلې دا وې. چې مونږ باچا خان بابا تا مخامخ ووايو. چې گنى مونږ درسره ازاد پښتونستان نه منو. او نه د افغانستان پاسپورټونه. نه پخپل ايمان، اسلام او پاکستان باندې درسره سودابازى کاؤو. که وکتل شى مونږ گرم هم نه وو. ځکه چې پاکستان، زمونږ په ذهنونو شپته اويا کاله خوارى کړې وه. او د يو ورځ لپاره هم د قومونو و ملتونو او د کوم سياسی تحريک د ولسى بيدارې له حطرې څخه غافل نه وو پاتې، هر وخت يې، ډير اړخيزه پرپيگنډا، ډير په شدت سره کړې. په عصرى سکولونو او مذهبى مدرسو کې يې هيڅ فرق نه کيږې. بيا که د جديد علوم کالجونا دې او که دينې مدرسي ټول يو شانتهنظريهروځۍ. او اخبارونه، ريډيوگان او ټيليويژنونا يې خواره وى. بيا د تعجب خبره داهم ده. چې د پاک فوځ په ذریعہ په چاچې د پنجاب اجرا دارى ده. دغه محصوص طبقه، لاهوريان او نور د پنجاب ولس هم د دغه زهريله مذهنى پرپيگندې. او  مذهبى سياسى و جهادى رهبرانو د اثر څخه محفوظ ساتى. مگر افسوس دومره علم و پوها زمونږ هاغه وخت کې نه وه. بس تاسو د پاکستان د خوشبختې، او د باچا خان بابا و افغانستان د بدبختې، اندازه له دا لگول شې. چې ابتدائی يو څو کاله مونږ مفت کې د پاکستان سفيران وو. او خپل محلص و ايمانداره روسى استادان مو هم کافران و بې ايمانه گڼل. ترڅو مو له د ذهنونو څخه د نوى علم و موحول له برکته د مطالعہ پاکستان دغه دبليک اينډ وائټ“  تور او سپين، مسلمان و کافر زهريله نظريه مينځل کيدله.

افغانستان حکومت په موقتى توگه، مونږ تا نه صرف د کابل په فاقولده هوټلو کې د استوگنې لپاره ځايونه راکړې وو. بلکې ورځ کې درې واره خوراک، ناشتہ د غرمې او مسختن ډوډې هم فرى کې راکول کيدله. غير له دې. بيا داسي هلکان کوم چې د محکومې پختونخواه د لرې پراتو سيمو څخه وو. او د کور کلى سره يې رابطہ نه کيدله. يا په هره بله وجه چې د مورپلار له اړخه ورسره مالى مرستې نه کيدلې. داسې مجبور هلکانو تا افغان حکومت د شلو زرو څخه تر شپيتۀ زره افغانی نقدې هم ورکولې. او بايد ووايم. چې د هاغه وخت افغانی د نننې کلدارو څخه وزندارې وې. ځکه چې هاغه وخت يو ډالر په پاکستان کې 10/15 کلدارې وو. او په افغانستان کې 60/70 افغانی وو. کله چې نن صبا په پاکستان کې ډالر 160/164 کلدارې خوا و شا دې. بيا دغه مالى امداد د چا مجبور هلک لپاره د اخستلو پراسيس هم کوم ډير پيچلې نه وو. بس همدغه خپلو مشرانو لکه اجمل خټک صيب، افراسياب خټک صيب، او د صوفى جمعه خان غوندې سړې، څوک چې بيا ورسته په ائ ايس ائ خرڅ شول. تر دې که چا مجبور محصيل به نورت خان اپريدې ماما تا هم خپله مجبوری بيان کړله. او د نورت خان ماما به د محصيل د مفلسې په صداقت  يقين راغلو. نو مالى امداد به يې ورته منظوره ول شول. او بايد ووايم. دغه نظرياتى انقلابی مشران، ډير محلص و ايماندار حلق وو. د پاکستان د سياسى مشرانو گمان ورباندې بايد ونشى.   

چونکې دغه مياشت د اگست وه. نو ځکه په کابل کې هر طرف تا د پښتونستان نوم اوريدل کيدل. او سبخان تيرى قدرت چې دغه د پښتونستان نوم  د پنجابيانو څخه زيات بد په مونږ پښتانو گل خانانو لگيدل. او مزمت يې مونږ کول. ما په اول ځل د پښتونستان نوم، چرته په اووم، اتم جماعت کې، زمونږ د سکول د عثمان استاد له خولې، ډير په منفى انداز کې اوريدلى وو. چې زمونږ په يو کلاس کې يې د رياضې د يوه سوال په ځواب کې زما په طرف د گوته نيولو. سره ووائيل

او دوۍ راته، له آزاد پښتونستان غواړى، ... په پښتونستان کې خو به مونږ له ولگې مړه شو ... مونږ خپل غنم هم نه لرو ...“ او اصل واقعيه داسي وه. چې په دغه ورځو کې باچا خان بابا دره ادم خيل تا راغلى وو. او د عام ولس په ځاې يې د ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او د سکولونو د استاذانو سره د ملاقات خوائېش ظاهر کړې وو. نو زمونږ په حجره کې مې ورته باباجان، شهيد خيال اکبر دغه مټينگ يا جرگه تنظیم کړې وه. چې د بابوزو کلى افضل استاد، څوک چې پخپله هم ليکوال او شاعر وو. د ټنډى کلى څخه دلاور استاد او د فروزى ميلې څخه ورکې مسلم استاد او عثمان استاد هم د نورو ډيرو ميلمنو تر څنگ براخه اخستې وه. او شامل وو. په دغه مټينگ کې ورته باچا خان بابا داسې کومه خبره کړې وه.؟ چې عثمان استاد ترې مطلب د ازاد پښتونستان اخستى وو. ماته خو علم نشته. ځکه چې باچاخان بابا خو تل فقط د خپل پښتون افغان  شناخت، او په خپله تاريخى خاوره و وسائلو د خپل واک و اختیار خبره کړې وه. کوم چې د هر ملت بنيادی بشری حق دې. اوس که دغه سياسی غوښتنو تا څوک د ازادې، غدارې يا بغاوت نوم ورکوى. نو دايې بيا خپل فهم. نو شايد عثمان استاد هم د بابا د کومې خبره څخه عين مطلب اخستې وو. اما منفى سوچ يې دا وو. چې گنى مونږ به په پښتونستان کې له ولگې مړه شو. ځکه چې مونږ نيزدې د ټول کال غنم له پنجاب څخه اخلو.

په هاغه وخت کې زه له هلک وو. نه پوهيدلم. خو اوس راته معلوميږې. چې د پنجاب نيزدې 85/90 % زمکه زمونږ په اوبه خړوب کيږې. او صعنت يې سل فى صده زمونږ په برق (بجلې) چليږې. کله چې مونږ دغه خپله بجلې په کورنو کې د لائټ و پاکئ غوندې د ضرورت لپاره هم نه لرو. او پخپلو اوبو، د پاکستان د قانون تر لاندې فقط په څالور فى صده اوبو حق لرو. د پېښور څخه په جنوب، لس، پينځلس کلومیټرې کې اخرى نهر د ځنگلى واله، د فيرانگيانو له وخته جوړ دى. چې اوس ورکې کله اوبه وې او کله نا . باقی د دغه ځنگلى څخه د جنوبى  پختوانخواه د سيمې، لکه د کوهاټ، کرک، بانو، ژوب د لورلائ دشتې تر کوئټې  بلکې د بلوچستان تر گودرو (گوادر) پورې زمکې خوشې داشتې او شاړه  پراتې دې. حالانکې په دغه زمکو په لسگونو د اوبو غټ تنگئ ابس پنجاب تا بهيږې. که چرې مونږ دغه خپلې اوبه او وسائل پخپله خاوره او وطن استعمال کړو. او پخپله خاوره خپل واک و اختيار د يو فلائ جمهورى رياست په صورت کې  ولرو. نو بيا به وگورو چې پنجاب به له ولگې مرى او که مونږ  ؟؟؟ لنډ مثال به يې د بنگال درکړم. که چرې بنگلادیش نن هم مشرقى پاکستان وو. نو زمونږ پشان به قرضدار ، تباه و برباد وو. اوس به يې په رهائشى کورنو کې هم د لائټ او پاکئ لپاره بجلى نه درلودله. صعنت خو له ډيره لوې خبره ده. حالانکې بنگلادیش زمونږ فقط، د کوهاټ ډويژن همره وسائل و مدنيات هم نه لرى. مگر د ازاد پسندې له برکته، د الله پاک کمک هم د همداسې ملتونو و افرادو سره وې.

اجمل خټک صيب، د يو څو نورو ميلمنو سره، مازيگر قاضہ، کور تا ډير ستړې ستومانه راغلل. مگر په عين وخت، ډير خوشحال، پرسکونه او مطمئن ښکاريدل. څنگه چې کيناستل. ډير زر خبره، د محصيلينو سره د باچا خان بابا په مټينگ راغله. بلکې فيصله يې واوراوله او اعلان يې وکړل. چې صبا ماسپښين څالور بجې به بابا، په همدغه حجرې کې د محصيلو سره ميلويږى. ټول هلکانو تا خبر ورکړل شوې دې. که څوک نه خبر بايد تاسو يې خبر کړې.

                                  جارى

 

شفيق اکبر اپريدی

-
بېرته شاته