(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابړه که کربلا

[26.Aug.2019 - 10:46]

بابړه او که کربلا 

لیک: اقبال مومند

آؤ جي بابړه د سختې بدقسمتۍ له کبله ډېر کم پښتانه ددې نوم سره اشنا دي او دا ځکه چې د بدنيتۍ او حسد او کينې په وجه د بابړې تاريخ پښتون دوښمنه واکدار او بادار د پښتون طالب علم نه پټ ساتلے دے او د مکتب نه واخله عن تر پوهنتونه پورې د بابړې تاريخ او جغرافيه په نصاب کښې نشته 

په وينو سره بابړه ځان له ژړېده وٸېل يې 

زما نامه خو د نصاب نه په صلا وتې ده 

خو افرين د پښتنو په دې بعضې مشرانو چې هر څو که د بابړې تاريخي حېثيت د پښتون قام نه پټ ساتلے شوے خو دوﺉ هم دومره کړاؤ نه دے کړے  چې خپل نوے کهول يې  ددې دوېمې کربلا نه خبر کړے وے 

د پاکستان د جوړېدو نه پوره يو کال پس چې په دغه وخت کښې د ډاکټر خان صېب حکومت په غېر آٸيني توګه ختم کړے شوے وو او باچا خان سره خپلو ملګرو خدايي خدمت ګارانو نظر بند وو نو په دولسم اګست نولس سوه اته څلوېښتم د خدايي خدمت ګارانو يو لوﺉ جلوس د احتجاج په توګه بغېر د وسلې او پر امن خلق د بابړې په مقام راغونډ شول چې مقصد او مرام يې دا وو چې خدايي خدمت ګاران دې خوشي کړے شي چې دا شان بله ورځ په څوارلسم اګست د آذادۍ ورځ په شريګه ونمانځلے شي 

خو سرکاري وسله والو د هغه وخت د صوبې د وزير اعلےإ قيوم خان په حکم په بې ګناه خدايي خدمت ګارانو د ګولو باران اوکړو چې پکښې اوه سوه نه زيات خلق شهيدان او دولس سوه نه زيات ټپيان شول په دغو زخميانو کښې د خان عبدالولي خان کور والا تاجو بي بي هم زخمي شوه چې روستو بيا وفات شوه 

د بابړې د عېني شاهدانو د وېنا تر مخه د جلوس مخ ته يو ملنګ سره جهنډه په لاس روان وو چې نوم يې سپين ملنګ وو هغه چې په ډزو اولګېدو نو په زخمي حال کښې يې هم جهنډه هسکه نيولې وه او د شهادت مرتبې ته اورسېدو 

د ډزو په محال د کورونو نه ښځې قرانونه په سرونو راوتې وې چې د ډزو له کبله پکښې قرانونه هم شهيدان شوي وو 

روستو بيا يوه سروے اوشوه چې د کوم کور نه  سړے مړ يا زخمي وو هغو نه د چلېدلو کالتوسو پېسې هم وصول شوې 

ځکه نو بابړې ته که د دوېمې کربلا نوم ورکړے شي نو بې ځايه نه ده 

 

اقبال مومند

-
بېرته شاته