(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنورمحمد تره کي

[30.Oct.2019 - 16:06]

نن له دولتي واک څخه د ارواښاد نورمحمد تره کي د ليرې کيدنې څلوېښت کاله پوره شول. غواړم د هغه له دوو ويناوو څخه ځينې برخې له دوستانو سره شريکې کړم. يوه هغه وينا چې د 1358 کال د ثور په درېيمه نېټه يې ځاځيو مشرانو ته او بله هغه چې د  همدې کال د ثور د مياشتې په ديارلسمه نېټه يې منگلو مشرانو ته کړې ده:

پر ما گرانو عزيزانو!

ستړي مه شئ. هرکله راشئ. ډېره هيله مې درلوده چې تاسې يو وخت راشئ له نږدې نه سره وگورو او چا ته ددې موقع ورنکړو چې زموږ او تاسو په منځ کې خلي مات کړي. دلته مستقيما د افغانستان د شلو ميليونو خلکو حکومت دی. په افغانستان کې چې څنگه د پيړيو څخه وروسته يو خلقي حکومت راغی, يعني هغه حکومت چې په خلکو پورې اړه لري, نو زموږ کورنيو او بهرنيو دوښمنانو ته په سترگو کې اغزی شو او پر هغه باندې هر رنگه پوچ تورونه لگوي او له هرې خوا کوښښ کوي چې هغه بدنام کړي. دوي که هرڅه هلې ځلي وکړي او هر ډول اپلتې ووايي زموږ حکومت او دولت به له خپلې کړنلارې څخه وانه وړي. هغه کړنلاره داده چې د افغانستان د خلکو په گټه به کار کوي او د دوي منافع به په نظر کې ونيسي.

پر موږ باندې دوښمنان بل هيڅ تور نشي لگولی نو وايي چې دا کافران دي. سبحان الله, دا د دوي داسې پوچ تومت دی چې ورباندې خاندو, ملنډې پرې وهو او حتی دوي ته د دغو دروغو له امله لاړې ورتوکوو. موږ وايو چې موږ ټول ددې ځاي زيارايستونکي مسلمانان يو د بل ورونه يو او هر څه چې موږ وايو هغه ستاسې دپاره وايو. خو زموږ دوښمنان له دې نه ډاريږي چې که چيرې د افغانستان دا نور خلک هم زر تاسو په شان په دې پوه شي چې  دا حکومت يې خپل دی او هغه به هم د دوي ملاتړ شي او بيا به د دغو دوښمنانو د شيطانت دپاره کوم ځاي نه وي. دوي ځکه شيطانت کوي چې په کلو کلو يې زموږ د خلکو وينې او غوښې خوړلي دي او له دې څخه يې خورا خوند اخيستی دی اوس يې هغه له لاسه وتلي دي.

تاسو ته معلومه ده چې پرنگيانو څو څو ځله زموږ پر هيواد يرغلونه کړي دي, نيولی يې دی او دا خلک يې ربړولي او کړولي دي. دا ددې لپاره چې دوي دا زموږ هيواد د يو مارکيټ په توگه استعمال کړي. دوي دا هلي ځلي له يوسل او شلو کلو راهيسې کولې, خو د افغانستان غازيانو او پر وطن مينو خلکو دغه پرنگيان تل په شا وهلي دي.

اوس د افغانستان خلک وياړي چې يو مستقل سياست او مستقل حکومت لري, پخپله خپلې چارې اجرا کوي, هيچا ته هيڅ ډول امتياز نه ورکوي او هيڅ چا ته دا حق نه ورکوي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس ووهي. همدا خبره ده چې زموږ دغه سياست د افغانستان د خلکو پر دوښمنانو ښه نه لگيږي. دوي هغه خپل پخوانی برم غواړي, دلته ازاده لاسوهنه غواړي, خو اوس دلته هغه پخواني خوبونه نشي ليدای نو پر موږ په قهر دي. البته موږ له ټولو خارجيانو څخه غواړو چې زموږ سره کومکونه وکړي او موږ ته اقتصادي مرستې راکړي, خو دا مرستې په هيڅ صورت په دا شرط نه منو چې زموږ په داخلي چارو کې گوتې ووهي او يا زموږ خپلواکۍ ته په کم نظر وگوري.

زموږ بهرني دوښمنان يو څو کسه جاسوسان پيدا کړي چې شور او ځوږ جوړ کړي چې گواکی په افغانستان کې جوماتونو ته اور اچوي او کفر راغلی دی ستاسو لمونځونه نه کېږي او داسې نور.

زه ډاډ لرم چې زموږ دا سپيڅلي خلک داسې خبرو ته غوږ نه نيسي. اوس هغه پخواني خلک نه دي چې يوازې په دې تهمت چې پلانکی کافر دی, نو هغه به د خلکو په نظر بيا کافر و. ستاسو سپين ږيرو ته معلومه ده, پخوا پر امان الله خان باندې پرنگيانو د کفر ټاپه ولگوله او هغه خوارکی همدغو پرنگيانو, د دوي گوډاگيانو له هيواده وايست. هغو خلکو وايست چې په ظاهره يې د اسلام جامې اغوستې وې او د لوي امامت دعوې به يې کولې. خو په باطن کې د پرنگي نوکران وو له هغو څخه يې تنخواوې اخيستې

مثلا اوس دوي وايي چې دلته جوماتونو ته اور اچول شوی دی, پخپله د لندن راديو همدغه تبليغ او پروپاگند درې مياشتې دمخه کاوه, ويل يې جوماتونو ته اور اچول شوی دی, ملايان يې وژلي دي, که چا لمونځ وکړ پنځه زره افغانۍ جريمه کېږي او داسې نور. البته اوس دغه پروپاگند ځکه نه کوي چې ډېر خلک راغلل او ويې ليدل چې دلته جوماتونه ودان دي لمونځونه کېږي, اذانونه کېږي. پرنگيان او د دوي گوډاگيان بيا هم هلې ځلي کوي چې زموږ په خلکو کې نفاق واچوي. په دې مانا چې يوه ته وايي ته مسلمان يې بل ته وايي چې ته کافر يې. دلته خو کفر قطعا ځاي نه لري او نه د کفر وطن دی, بلکې دا شکر الحمد لله د اسلام وطن دی. دلته موږ ټول يوځاي داسې سره اوسو لکه ورونه. البته پښتانه, تاجک, اوزبک, هزاره او نور ټول سکني ورونه دي

زموږ ټول ملايان په سلو کې نهه نوي زموږ د سترگو تور دي, ښه خلک دي, پر موږ گران دي. خو په سلو کې دا يو له بده مرغه په مستقيم يا غير مستقيم ډول د پرنگيانو لپاره کار کوي.

د ايران زيارايستونکو خلکو هلته شاهي رژيم نسکور کړ. د ايران پاچا ډېر ظالم و, حتی زموږ تر ډېرو جبارو حکمرانانو هم زيات جابر و او د زغم وړ نه و. خو اوس د هغه ځاي نورو سختو متعصبينو ونيو. د نړۍ په هره برخه کې چې د شيعه په نوم څوک ياديږي, دوي ځانونه د هغو ټولو ټيکه داران بولي. دوي خپل ځانونه زموږ د هيواد د شيعه گانو ټيکه داران هم بولي. موږ ټول پوهيږو چې زموږ د هيواد زيارايستونکي شيعه گان زموږ ورونه دي. هغوي د هيڅ خارجي تابعيت نه مني او نه يې منلی دی.

د ايران متعصبين وايي چې په افغانستان کې شيعه گان ځورول کېږي. زه حيران يم چې دوي ولې داسې وايي او څه دليل ورته لري, دا خو ټول زموږ خپل خلک دي او پر موږ گران دي. د ايران متعصبينو زموږ دوه زره اووه سوه درې دېرش تنه افغانان چې هلته وو قتل عام کړل. موږ اعتراض پرې وکړ چې ولې مو هغوي قتل عام کړي دي. دوي په ځواب کې وويل چې ولې زموږ شيعه گان ځوروئ. موږ د هغو افغانانو روح ته چې د ايران د متعصبينو لخوا هلته شهيدان شوي دي دعا کوو او پر دغو دروغجنو مجاهدينو باندې لعنت وايو.

پاکستاني مرتجعين د امپرياليزم په دستور زموږ په خاوره کې خپلو دسيسو ته دوام ورکوي. هغوي د پنځو کسو فراريانو په پلمه چې تر څنگ يې په بدله جامه کې دوه سوه کسه پاکستاني عسکر  راروان وي زموږ په خاوره بريدونه کوي. هم پر موږ باندې ډول ډول تورونه لگوي. موږ ډېر تحمل ورته کړی دی, دا خبره مو ډېره زغملې ده. موږ هيڅکله د مسلمانانو په منځ کې پر دوي د کفر حکم نه کوو او دونه کوچني خلک نه يو چې چا ته ووايو چې ته کافر يې. د اسلام مبين دين حکم کوي چې څوک يو مسلمان ته ووايي چې ته کافر يې هغه پخپله کافر کېږي. نو موږ پر دوي د کفر حکم نه کوو. موږ ورته وايو زموږ د دوستۍ د لاس ورغځولو په قدر دې پوه شي او فکر کوم چې دوي به د دوستۍ د دغه لاس په قدر او قيمت باندې پوهيږي, که پوه نه شي ټول دې يقين ولري چې په دې سيمه کې به داسې ستر اور بل شي چې هغه به څوک په اسانۍ سره نه شي وژلی. د پښتو يو متل دی چې وايي, د جنگ خبرې خوږې ساعت يې تريخ دی.

زموږ خلک يو عيب لري او هغه دا چې له علم او ښوونځي څخه په څنگ پاتې کړی شوی دي, د ليک او لوست نه بې برخې دي او هر چا چې هر څه ورته وويل د دوي زړه ته ورلويږي او باور پرې کوي.

اوس خلک زموږ د انقلاب په قدر پوه شوي دي او لا به پسې پوه شي. ځکه چې موږ د دوي لپاره کار کوو او د دوي د ژوند د ښه  والي لپاره هر اړخيزې  هلې ځلې کوو

ما يوه ورځ له يوه ځمکوال نه پوښتنه وکړه, څومره ځمکه لرې? هغه وويل چې دوه رباطه ځمکه لرم. ده وويل چې د آس په ځغاسته په ورځ کې يوازې يو رباط وهلی شي. نو ما ورنه پوښتنه وکړه چې کرلی يې هم شې که نه? ده وويل چې هيڅکله يې کرلو ته نشم رسيدلی. ما چې د باغونو پوښتنه ترې وکړه, ويې ويل چې له حسابه او شمېره وتلي دي که ميوه هم وکړي خلک يې تالا کړي او ماته څه په لاس نه راځي. د دغسې ملاکانو ځمکې زموږ خلقي دولت په بې ځمکو او لږځمکو زيارکښو وړيا وويشلې او زموږ زيارايستونکي بزگران په دې ويش ډېر خوشحاله دي, خو د دوي دوښمنان يې پارولي دي او بد پرې لگيږي.

تاسو ته معلومه ده چې زموږ اصيلې پيغلې به د ولور په نامه خرڅيدلې او ولورونه اسمان ته جگ شوي وو. زموږ ډېرو زلميانو چې به د ولور د ورکړې توان نه درلود, نو نورو هيوادونو ته به د مزدورۍ پسې تلل, ډېر به د واده په ارمان سپين ږيري شول. دا د خداي لار نه وه. موږ ددې لپاره شرعي مهر وټاکه چې په هغه کې مو د جمعيت العلماء فيصله اخيستې ده او زموږ دا کار د شريعت له احکامو سره سم دی.

راغلو د سود موضوع ته. دا خو تاسو ته ښکاره ده چې  سود او سلم خو بيخي ناروا کار دی. ددغه ناروا رواج څخه زموږ د افغانستان ټول خلک په عذاب وو. موږ دغه ناروا کار بند کړ او هغه مو د تل لپاره پاي ته ورساوه. دلته که څوک ديوه يا بل قوم په نامه ياديږي نو بيل بيل نومونه د بيلتانه معنی نه لري. دلته چې هر څوک اوسي که پښتون دی که تاجک که هزاره که اوزبک او که بل څوک د ټولو قوم او خاوره يوه ده او په يوه ټاټوبي کې سره اوسو. تاسو بايد خپل يووالی او اتحاد سره وساتئ. په اتفاق سره د  گران افغانستان د ودانولو لپاره ملا وتړئ او خپل هيواد سمسور کړئ.

زموږ د دين, د هيواد او د انقلاب د دوښمنانو په نظر زموږ لويه گناه دا ده چې خلکو ته خدمت کوو. خلکو ته خدمت په دوي ښه نه لگيږي. زموږ مقصد دا نه دی چې د ځان دپاره څه وکړو, زموږ يواځينی مقصد خپلو خلکو ته خدمت دی او بس. دلته په څرگند ډول رشوتونه اخيستل کيدل اوس د لوي خداي په فضل او ستاسې د خلقي دولت په توجه هغه د تل لپاره له منځه لاړل. موږ وکړای شول چې تر زياتې اندازې د قاچاقو  مخه  ونيسو. پخوانيو حکومتونو د قاچاق مخه ځکه  نه نيوله چې هغوي پخپله  پکې شريک وو. موږ په يوه کال کې دا ټول کارونه کړي دي او تاسو  يې گورئ او ټوله نړۍ يې گوري چې دا کارونه په الفاظو کې نه, بلکې په عمل کې شوي دي

زموږ دوښمنان پر موږ دا تور هم لگوي چې گويا موږ د هيوادوالو پيغلې لوڼې او خويندې په زور او جبر د ليک او لوست دزده کولو لپاره کورسونو ته بيايو. موږ وايو چې دا بيخي دروغ او پوچ  تور دی. البته د علم زده کړه په نر او ښځو يو شان فرض ده او د همدغه حکم په احترام موږ په هر ځاي کې خلکو ته د علم د زده کړې موقع برابروو, ښوونځي ورته جوړوو او کورسونه ورته پرانيزو. خو موږ هيڅکله ښځې هغو ته په زور نه راکاږو, دا د هر چا د خپلې خوښې او رضا پورې اړه لري.

نو تاسو ته زما توصيه دا ده چې بېرته لاړ شئ, خپلو خلکو ته زما ښې هيلې او سلامونه ورسوئ او دوي پوه کړئ چې د دوښمنانو په چټي دروغو او پوچو تورونو تېرنه ووځي. زموږ کوښښ او ټول هدف دا دی چې زموږ مامورين او حاکمان ټول ستاسو په خدمت کې وي او په واقعي توگه تاسو ته خدمت وکړي, نه دا چې ستاسو باداران وي.

زه بيا هم وعده درکوم چې په خپل ټول قدرت او د خداي تعالی په مرسته سره به وکړی شم چې ستاسو خدمت وکړم.

گرانو ورونو: زما سلامونه, احترامونه او د زړه اخلاص او مينه به د خپلې سيمې ټولو خلکو ته ورسوئ.

-
بېرته شاته