(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله څنګه راځي

[08.Nov.2019 - 14:14]

سوله به څرنګه راځي؟

لیک:عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د سولي لپاره، په ریشتیا او دروغو، هلي ځلي له ډېره وخته رواني دي؛ او داسي افغان نسته چي د سولي ضرورت یې تاييد کړی نه وي. خو له افغانانو سره د سولي هیلي هغه وخت تازه سوې چي د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ، د امریکا په خارجه وزارت کي، په افغانستان کي د سولي د ټینګولو لپاره یوه خاصه اداره پرانیستله او د دې ادارې مشرتوب یې ډاکټر زلمي خلیل زاد ته وسپاره. حقیقت هم دا دی چي د امریکا په حکومت کي بل هیڅوک، د ډاکټر خلیل زاد په اندازه، د افغانستان له کشالو سره بلد نه دی او بل هیڅوک ښايي د هغه په اندازه، په دې مسله کي زیات صلاحیت او پوهه و لري. څرنګه چي د افغانستان وروستی او روان جنګ امریکایانو پیل کړی دی نو که، په دې برخه کي، د هغوی په نیت او اراده کي تغییر راځي طبیعي خبره ده چي هم ریښتونی امید ورته کېدلای سي او هم سړی د سولي او ثبات پېش بیني کولای سي. که څه هم چي د افغانستان په روان داخلي جنګ او غمیزه کي، چي پای یې هیچا ته نه معلومېږي، له ګاونډیو هیوادونو څخه نیولې تر روسیې، هند، ترکیې او سعودي عربستان پوري هر یو خپلي ګټي لري خو که افغانانو د سولي د ټینګولو فیصله وکړه؛ او امریکایانو له جنګه څخه لاس واخیست بیا نو ټول د جنګ له میدان څخه وتلو ته مجبورېږي.

د افغانستان حکومتونو، په تېره بیا د دوه زره پنځم کال راهیسي، چي د طالبانو حملو کرار کرار زور اخیستی او د هیواد په هره برخه کي یې سولي او ثبات ته خطر پېښ کړی دی، د سولي د ټینګولو ږغ پورته کړی دی. خو له بده مرغه چي له هیڅ ادارې سره یې نه د سولي اراده موجوده او نه یې د سولي په برخه کي یو جدي، صادقانه او زړه ور ګام پورته کړی دی. بلکه د سولي د تش په نامه عالي شورا په جوړولو سره یې د سولي مقدسه کلمه او د هیواد د بېګناه انسانانو د شهیدانو ویني مسخره کړي اوتباهۍ یې زیاتي کړي دي. دغه علت دی چي د سولي په برخه کي په دې څه باندي لسو کالو تلاښونو کي د سولي پر لور یو اینچ پرمختګ نه دی سوی او په مقابل کي طالبانو په رباتونو مځکي لاندي کړي او حتی امریکایان یې هم د دې ترخه واقعیت په منلو قانع کړي دي چي په زور کلي نه کېږي؛ او افغانستان د هضمولو هیواد نه دی.

سوله داسي مقدسه کلمه او عمل دی چي هیڅوک یې څرګند مخالفت نه سي کولای. حتی دوستم، خلیلي، عطا او د هغوی ډلو هم د سولي شعارونه ورکړي دي. مګر کله چي د سولي ریښتوني امیدونه پیدا سول نو د شمال د ایتلاف نطاق امرالله صالح، چي فکر کېدی تر خپلو نورو ملګرو اعتدال خوښونکی دی او کله کله به یې ملي دریځ هم غوره کاوه، د اعتراض چیغه پورته کړه او له طالبانو سره سوله یې جهاد او مقاومت ته توهین وباله او غرونو ته د پورته کېدلو او جنګ د پیل کولو ګواښ یې وکړ. امرالله صالح ته باید دا معلومه وي چي د ده ستر لارښود، برهان الدین رباني، د امریکا د بی دوه پنځوس الوتکو په سیوري کي، څو ورځي ارګ اشغال کړ؛ مګر له بُن څخه د خلیل زاد په یوه ټلفون یې میدان خوشي کړ. د امرالله صالح له بدي طالع، تصادفا، اوس هم هغه پخوانی خلیل زاد د سولي په جریان کي عمده رول پر غاړه لري. زه یقین لرم چي امرالله صالح دونه عقل لري چي ښاغلی خلیل زاد به ټلفون کولو ته مجبور نه کړي.

د جنګ په وخت کي هره خوا د سولي ږغ پورته کوي، خو د جنګ هره خوا د سولي د ټینګولو لپاره خپل شرایط لري. په مساوي شرایطو، د نړۍ په تاریخ کي سوله نه ده ټینګه سوې. ځکه چي سوله هر وخت د جنګ په نتیجه کي ټینګیږي او په جنګ کي معمولا یوه خوا غالبه او بله مغلوبه وي او سوله معمولا د غالب په ګټه وي. پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د هوايي او ځمکني یرغلونو په لومړۍ مرحله کي، چي د طالبانو رژیم یې را وپرزاوه، د بوش په حکومت کي د امریکا د دفاع وزیر ډانلډ رمزفیلډ، په ډېر غرور، د طالبانو سره مذاکرات رد کړل او د هغوی د بشپړ او بېله قید و شرطه تسلیمېدلو غوښتنه یې وکړه. طبیعي خبره ده چي طالبانو د رمز فیلډ پېشنهاد ونه مانه او جنګ له سره پیل سو. اوس چي امریکا د سولي هلي ځلي پیل کړي دي او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر سوي دي، د دې معنی دا ده چي امریکا د جنګ په دوام کي ګټه نه ویني. سړی ویلای سي چي که یې په جنګ کي بشپړه ماته خوړلې نه وي نو ستراتیژي خو یې ناکامه ده. اوس نو باید چي د طالبانو شرایط ورسره ومني.

د طالبانو سره د سولي د هر ډول شرایطو منل کېدل به د شمال د ایتلاف او نورو جګړه مارانو، لوټمارانو او جنایتکارانو په تاوان فیصله وي. امرالله صالح، د خپل ځان او انډیوالانو څخه د دفاع لپاره، مجبور دی چي د طالبانو سره له هر ډول سولي سره مخالفت وکړي او غرونو ته د ختلو او جنګ د بیرته پیل کولو ګواښونه وکړي. مګر دا هغه پروني لغړیان نه دي چي د طالبانو د هجوم په مقابل کي یې کابل په یوه شپه خوشي کړ او په کولاب کي د سی آی اې خیرات ته په تمه کښېناستل. دا کسان اوس، د امریکا او ناټو له برکته، د سل هاوو میلیونو ډالرو څښتنان سوي دي؛ نه دوی غرونو ته ختلای سي او نه بل څوک لېوني دي چي د دوی له غیرمشروع ګټو څخه د دفاع لپاره خپل ځانونه قرباني کړي. امرالله صالح او د هغه انډیوالان به مجبور وي چي د ګلبدین په څېر، له خپلو ټولو پخوانیو لاپو شاپو سره، ژړي سترګي، د امریکا پر دسترخوان کښېني او د ټولو هغو شرایطو منلو ته چي د ښاغلي خلیل زاد او طالبانو تر منځ موافقه ورباندي کېږي غاړه کښېږدي.

د سولي طرفداري د طالبانو طرفداري نه ده او د جنګ طرفداري یوازي د طالبانو پر ضد دریځ نه دی بلکه د ټولو هغو اولسوالیو او ښارونو د خلکو پر ضد دریځ دی چي هره ورځ یې له کورونو څخه د بېګناه زلمیو او ماشومانو جنازې وزي او د یوې ورځي سوله ایزي راتلونکي پېش بیني نه سي کولای. سوله د ټولو اولسونو ګډه غوښتنه ده. دا چي سوله به څرنګه راځي، تخنیک به یې څرنګه وي او راتلونکي نظامونه به، چي د روان جنګ دواړه خواوي به برخه پکښي لري، څه رنګ ولري او اجراآت به یې څرنګه وي هغه د راتلونکي خبري دي او اولسونه به یې فیصله کوي.

د امریکایانو او ناټو له خوا د افغانستان د اشغال په لومړیو شپو ورځو کي، د کندهار د مجاهدینو یوه پخواني او مشهور قوماندان امیرلالي، چي اوس زموږ په منځ کي نسته، ګل آغا شیرزي ته، چي د امریکا په قوت سخت مغرور وو، ویلي وه چي ګل آغا! امریکایان بېګانه دي. یوه ورځ به له دې وطن څخه وزي. دا وطن به بیا ما او تاته پاته وي او حسابونه به سره سپینوو. اوس داسي ښکاري چي هغه ورځي را رسېدلي دي او د امیر لالي پېش بیني، چي د پلرونو او نیکونو د تجربو محصول یې وو، ریشتیا کېږي.

-
بېرته شاته