(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو ژبه

[09.Dec.2019 - 15:46]

پښتوږبه

لیک: علي خان  ساپی

   ٭پتمنوپښتنوزموږ لوستنې لیدلې وکتلې په ځان پوهولوکې ډېرې لږوکمې دي، په لیکنو ولیکمخونو«کتابونو» پوسې نه ګرځو ، ځان وږبې ته دچوپړپه ځای دپردیودږبووادب چوپړ یان یو ، نه پوهېږم چې موږ ناپوهه یو، که په شرم نه پوهېږو؟ وینُوچې کوم دویاړ پخواني نښیرونه (اثرونه) نه لرو، کړکېښیز(تاریخي) وپوهنیزپخواني سرچینونه (مصدرونه) نه لرو چې پوره تکیه پرې وکړو، که څه ګوډ ومات سرچینونه هم ولرو، هغه هم دبل په واک کې وي ،لکه روسیه وایران ،موږته خپلواکې نه پکښې راکول کېږي، په موږ باندې لیکلار «املاء» کېږي، په موږ باندې منل کېږي، که سم وي که ناسم وي، لکه «ء» دؤ، ه .. – په سرراته سپره کړي ، وایي داکوزه پښتو ده ، کله - ګ توری په ږتوري ، وچې ویی په چه ویَیي ، بدل کړي وایي دابره پښتو ده ، سره له دېنه چې دا ډول ادلون وبدلون زموږ دږبې له لیکلاروغږدود سره هیڅ جوړښت وسمول نه لري، نه دپښتون توکم (قام) دځانښت وږبې انځور(تصویر)  کېداي شي، ځکه په پښتني احساس نه دي کېښودل شوي، نه په پښتني خوند باندې لیکل شوي دي، پښتانه ږبپوهان پخپل ځان وخپله ږبه تکیه نه شي کولای ، چې دخپلې ږبې لیکلاروجوړښتلارپه پښتنی غږدودکې له دوئ څخه څه غواړي؟ دوئ دا زړورتیا هم نه لري چې دخپلې ږبې سمولوته بډې را وَوهي لیکلاروجوړښتلاریې دهغي له غږدودسره سم پخپلو آریزو «اصلي» بنسټي توریو ولیکي ، چې دپښتنوجذبات ږوندي وو ساتي ، ورته دقناعت وړوي.

   دږ بې دود وبنسټ ( جوړښتلار«ګرامر» ولیکلار« املاء») موږته پردیو ایښی دی، سرېزې وپیلې یې تراوسه پورې په عربي وپاړسي باندې لیکل کېږي،زموږ ږبپوهان سترګې پرې پټوي، په پښتو نوم یاویَیي ویا پېلام باندې یې نه بدلوي، بېرېږي چې تېروتلی به ورته وُوېل شي ، بې له دې چې پښتو وییي (لفظونه) پېلامونه (لغات) وتوري په پښتنی احساس وشعورسره پخپلوځایوکې په کارکړي ، کوم چې اربو(عربو) وپاړسیوانوراته ټاکلي دي موږ پکښې خپلواک نه یو، نه پکښې کوم بدلون راوستلی شو،سره له دې چې دبدلون ویَیي  وتور ې یې په بنسټي ټوګه په پښتوږبه کې شته واله لري، زموږ ځنیوږبپوهانوتراوسه پورې له پښتو ږبې سره ډېره ناځواني کړې ده ، ځنیو داربو(عربو) دخوَځونوغونډال پکښې راګډوي ، ځنیو نوروبیا روسي ودیورپ دږبوغونډال را ګډول په پښتوکې پیل کړي دي ، دپښتوږبې ښکلی ځان یې په مخټاړوروسټاړوېشلی دی، چې دپښتوږبې آرجوړښت وخوندیې له منځ څخه وړی دی،موږ زموږپه هېواد باندې تل دیرغمل مخنیوی کړی دی، خو زموږ په ږبه باندې نن ختیځ ولوېدیځ یرغلونه روان دي،موږ ورسره مرسته کوو، پېښې یې کوو، تقلید یې کوو، خپله ږبه دې هغوئ دږبودغونډالونوتراغېزې لاندې راولو، ځکه موږ پخپله ږبه کې خپلواکه پرې کړه نه شو کولای،کوم چې هغه په موږباندې رامنل شوي دي، هغه باید وومنو ،چې تردې څخه بیا لویه ناپوهي وغلامي نشته.

 

 

 

 

-
بېرته شاته