(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هر څه خيالي

[21.Dec.2019 - 10:38]

هر څه خيالي

لیک: زړور ساپی حمیدالله

پخوا مو د شاعرانو او رومان لیکونکو خيالي دنیاګانې لوستې وې چې البته د شاعرۍ او دادبي نازکخیالیو ضرورت ورته و.

خو اوس د یویشتمې پېړۍ له پیل څخه په ځانګړې ډول په افغانستان کې مو :

خیالي عسکري فرقې، کڼدکونه ...

خیالي ښوونځي او ابتدايي یا لوړ زده کوونکي 

خیالي اِن-جي-اُوګانې

خیالي پولیس افراد ...

خیالي پروژې او سړکونه...

خیالي قراردادونه 

خیالي راءېې او درایو صندوقونه 

خیالي د سولې تش په نامه شوری ته تسلیمیدونکي!!!

خیالي ګویا طالبان په بګرام زندانونو کې ...

او همداسې نور خیالي خیالي څیزونه یا موضوعات مو واوریدل او وليدل ؛

مګر اوس جالب خبر د بي بي سي اوبپاڼې څخه (د امریکا د کرڼې وزارت د واکنډا په نامه خیالي هېواد د وړیا ګمرکي تعرفې لپاره د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی. د امریکا دغې ادارې یوه ویاند ویلي، د کارکوونکو تمرین پر مهال په تېروتنه د واکنډا سلطنت په نامه هېواد د ملګرو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی و، چې اوس یې لېرې کړی دی.

د ادارې انلاین ګمرکي تعرفې څانګه کې د خرو، هیلیو او غواوو په ګډون د یو شمېر داسې څارویو او څېزونو نومونه لیکل شوي چې ګواکې دواړه هېوادونه یې خپلمنځي سوداګري کوي.

د عجایبو کاینات په نامه خیالي کیسو کې واکنډا په ختیځه افریقا کې د دغو نکلونو د تور پړانګ نومي اتل پلرنی ټاټوبی بلل شوی دی.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د خیالي هېوادونو نومونه په واقعي نړۍ کې یادېږي. ۲۰۱۷ کال کې د پولنډ هغه مهال بهرنیو چارو وزیر ویتولد واسزېکوسکي خبریالانو ته وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیتوب تر لاسه کولو هڅو په لړ کې یې د بیلایز او ایسکوبار هېوادونو له چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي د دغو هېوادونو نومونه داسې حال کې یاد کړل چې له سره د ځمکې پر سر شته نه. خو ځینو نورو بیا د داسې هېوادونو له نومونو انکار کړی چې په نړۍ کې موجود دي.

د بېلګې په توګه ۲۰۰۴ کال کې اروپايي ټولنې د برتانیا په ګډون د غړو هېوادونو په اړه د معلوماتو یو لارښود خپور کړ، چې د ویلز نوم پکې نه و یاد شوی.

امریکايي چارواکو له هغه وروسته له خپل لېسته د دغه مجازي هېواد نوم لېرې کړ، چې ځايي رسنیو یې په اړه معلومات خپاره کړل او د طنز په ژبه یې ورسره ولیکل چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه جګړه پیل شوې ده.)...

: ستا د دیدن نصيب مې نه و

ما دې خیالي انګړ ته وکړل سلامونه 

په ډیره مینه : ډ. زړور ساپی / بلجیم ۲۰/۲۱ ډیسمبر ۲۰۱۹= ۲۳ ربیع الآخر = ۳۰ ليندۍ (قوس) ۱۳۹۸

-
بېرته شاته