(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوند جرم

[10.Feb.2020 - 11:24]

د ژوند جرم

 بارکوال میاخېل

زندان ته د نوي بندي په ور ننوتو سره ټولو زندانیانو په حیرانۍ هغه ته ور وکتل، دوړې پورته کېدې ببرسري بندي جارو له مځکې پورته ونیو، هلته دوو بندیانو پر تار مینځلې جامې اوارولې ځای پر ځای یې پرېښوې او ټولو نوي بندي ته سترګې نیولې وې

اکثر به چې کله نوی بندي زندان ته راغی نو دوی به نه پېژانده او نه به یې په لیدو حیرانېدل، بلکې هغه به چې زندان ته ور ننووت دوی به رډ- رډ ورته کتل، خو دغه بندي لا دوی ته نه وو ور نيژدې شوی چې ټولو ناببره ور منډه کړه او نوی بندي یې په غېږ کې پورته کړ، ټول داسې ورته خوشاله وو تا به ویل نوی بندي د دوی ازادېدو ته ورغلی.

په څو شېبو کې د بندیانو له پخلنځي، له بارکونو او د جامو مینځلو له ځایه نور بندیان هم را ووتل او ټول تر نوي بندي را چاپېر شول، هلته د زندان تر اوسپنیزو کټارو دباندې ولاړ عسکر هم نن بندیانو ته د غوسې پر ځای هغوی ته داسې کتل چې په سترګو کې یې رحم له ورایه ښکارېده. بندیانو لا له نوي بندي پوښتنه نه وه کړې چې د څه لپاره زندان ته ورغلی خو نوي بندي وار لومړی کړ:

- تاسې په څه جرم بند یئ؟

نوي بندي لومړی هغه ببرسري بندي ته وکتل چې جارو یې واهه، هغه غلی وو او لا یې جواب نه وو ورکړی، نورو بندیانو په ملنډو وویل:

- دغه قتل کړی

نوي بندي ناببره وپوښتل:

- اوه بدبخته څوک یې وژلی؟

ببرسري بندي دا ځل پخپله په ډډ ږغ جواب ورکړ:

- ما د مرګ استازی وژلی، زموږ کلي ته له پورې کلي تل د مرګ استازی راته، ما ویل چې خلک یې له شره خلاس کړم، مړ مې کړ، سرکار ونیوم

نوی بندي د هغه جرم ته په فکر کې وو، چې زندانیانو د ببرسري بندي څنګ ته ناست بل بندي ته ګوته ونیوله چې وارخطا نه وو او خندان غوندې سړی ښکارېده:

- له ده خبر یې چې څه جرم یې کړی؟

نوي بندي ور وکتل او د هغه له خولې یې اورېدل غوښتل، هغه هم په خندرویه څېره سړه ساه واخیسته:

- زموږ کلی له څو کالو د خندا او خوشالۍ په کاختۍ اخته وو، ما بله خواري‌ پرېښوه او د خندا و خوشالۍ غلا ته مې ملا وتړله، د کلي خلکو مو بیرته د ژوند ساه واخیست، خو یوه ورځ ناببره سرکار ونیوم او بندي‌ یې کړم

د نوي زنداني حیراني لا زیاته شوه چې د مرګ په قتل او د خوشالۍ په غلا هم څوک بندي کېدای شي، په همدې چورت کې وو، چې بندیانو څنګ ته ولاړ هغه بندي ته ګوته ونیوله چې کتاب یې په تخرګ کې نیولی وو:

- دا بېچاره یې په مازې جرم لس کاله سزا کړی دی

نوي بندي په تلوسه وپوښتل:

- په مازې جرم دومره اوږده سزا؟

هغه بندي کتاب له یوه تخرګه بل ته یووړ، لاس یې پر تشي ونیو او اندېښمن غوندې یې وویل:

- هو په مازې جرم، ما له خپلي کلي تیارې شړلې او د دې کار لپاره مې نور ملګري پیدا کول، خو سرکار په دې جرم ونیوم چې ته خلک له خوبه را ویښوې

نوی بندي چې د دې درېیم تن له جرمه هم خبر شو، نو د ټولو جرمونه ور معلوم شول، څنګ ته له ولاړ بندي یې اوبه وغوښتې، چې تازه له پخلنځي را وتلی وو او چمچۍ یې په لاس کې وه. هغه په بیړه لاړ او د سترګو په رپ کې یې له اوبو ډک د میسو زوړ کوپ شوی ګیلاس ورته ونیو. بندیان پوه شول چې نوی بندي د نورو بندیانو له جرمونو خبرېدل نه غواړي، خو د وروستي ځل لپاره یې له همدغه بندي- چې اوبه یې ورکړې- نوي بندي پخپله وپوښتل:

- ماته ښکاري چې تا به کرکه وژلې وي

ټولو بندیانو په حیرانۍ او خندا ور بدرګه کړه:

- هو هو سم دې وویل ته خو با بزرګ یې

چمچۍ په لاس کې بندي نوي بندي ته وکتل، سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې:

- هو قربانه ما پخپل کلي کې کرکه وژله او په زړونو کې مې مینه کرله سرکار دا په "کارِ سرکار" کې مداخلت وباله او زه یې ونیوم

نوی بندي دا ځل ډېر حیران نه شو او په دې پوه شو چې د دغو ټولو بندیانو جرمونه یوه بل ته ورته دي. اوس نو په دې تمه وو چې هغوی به له ده پوښتنه کوي چې دی یې په څه جرم بندي کړی دی، خو هغوی لا پوښتنه نه وه کړې چې ده ورته وویل:

- ښه اوس به نو زه د خپل جرم کیسه درته وکړم

بندیانو پر ځای د دې چې د هغه د جرم کیسه یې اورېدلې وه، نوی بندي یې حیران کړ او ټولو په یوه خوله ورته وویل:

- ستا له جرمه موږ خبر یو ځکه خو یې زموږ بارک ته راوستی یې

نوي بندي پر ټولو نظر وغوړاوه، دا ځل هغوی بیا په یوه خوله جواب ورکړ:

- ستا جرم دا دی چې خپلو خلکو ته دې ژوند، سیالي او واک پر یوه ځای غوښتل او ستا سزا به تر موږ ټولو ډېره وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

3 جنوري 2020م کال

ویرجینیا- امریکه

 

 

زۀ تنقيد خو به کومۀ /// قلندر مومند

 

د سرو ګلو مملکت کې؛ تاجداري چې د خار وینم

د ګلاب په هره څانګه کې؛ ګلونه په دار وينم

پسرلي کې بلبلان چې؛ ارماني د چغار وينم

چې لوټ شوی ګلشن وينم, تالا شوی ګلزار وينم

او په داسې حال کې هم؛ زۀ ښه خوشحاله مليار وينم

نو که هيڅ نه شم کولی؛ نو تهديد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

چې د پاکو پلوشو وي؛ عصمتونه خطره کې

د چمن د سرو کلو وي؛ نګهتونه خطره کې

له پستۍ ځنې ولاړ وي؛ رفعتونه خطره کې

له یو کس وي د عالمو؛ راحتونه خطره کې

د شيطان له دسیسو وي؛ جنتونه خطره کې

په دې حال کې د مظلومو؛ زۀ! تائيد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

چې په ګرانه پښتونخوا مې؛ مغلتيا کړي چپاوونه

له ننګراره تر بولانه! په پښتون ووري اورونه

د مندڼو په رغو کې؛ مغلان کړي اتڼونه

د سپين غر په سپينو څوکو؛ راښکاره شي ظلمتونه

د خيبر په سردرو کې؛ چې بې کوره شي بازونه

پيروي د قام په ننګ د بايزيد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

روهستان باندې چې لړې؛ د اټک له لوري راشي

په اسمان د پښتونخوا چې؛ هم تڼا شي, هم بريښنا شي

بدلونکې په دوزخ چې؛ دا جنت د پښتونخوا شي

چې مومند، خټک يو ځای شي؛ اپريدی یې همنوا شي

چې وطن ايمل، ايمل شي؛ پښتونخوا دريا، دريا شي

د خوشحال خټک ملګرو! زۀ تقليد خو به کومه

'زۀ تنقيد خو به کومه'

 

چې په بره پښتونخوا کې؛ ميرويس خان يوه ناره کړي

د ګرګانو، ګرګينانو لباده؛ پاره، پاره کړي

غازیان سر په تلي کيږدي؛ د جنګ ګرمه نغاره کړي

د ايمل، خوشحال ارواح چې؛ له جنته ننداره کړي

سرښندنکو پښتنو ته چې؛ نعره کړي اشاره کړي

نو د تيرو قربانيو؛ زۀ تجديد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

د پښتون په کور او کلي؛ چې د زور اورونه بل شي

چې انګريز راته اورنګ شي؛ چې پيرنګ راته مغل شي

په لړمون د پښتونخوا کې؛ چې راسيخ د ظلم شل شي

چې پخپل کور کې مو وژني؛ سترګې غټې د هر غل شي

باچا خان چې بيرغ واخلي او اولس ورسره مل شي

نو د پت پاللو قام ته؛ زۀ تاکيد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

چې فضا د پاک وطن مې سره لمبه شي ناګهانه

هشنغر سلګۍ سلګۍ شي او شولګره شي ګريانه

مياندې بورې په زلمو شي ساندې ساندې شي هر خوا نه

چې د خويندو فريادونه؛ وروڼه اوري له جانانه

د بابړې مزکه چې سره شي؛ اور وريږي له اسمانه

نو غندنه د شمر او د يزيد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

چې د شپې نوبت غږيږي او بندي چې سباؤن وي

چې د مال په بنيادونو؛ انسانانو کې بيلتون وي

چې د یو نصيب وي زمکه او د بل پکې للون وي

چې څو کسه وي ښيرازه او باقي پکې زبون وي

چې ظالم چرته نظام وي او ظالم چرته قانون وي

که څوک مري که پاتي کيږي، زۀ تنقيد خو به کومۀ

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

'زۀ تنقيد خو به کومۀ'

 

#RememberingQalandarMomand

-
بېرته شاته