(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون جرګې

[10.Feb.2020 - 11:45]

دپښتون قامي جرګې ملاتړ

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP ــ Pashtoons Social Democratic Party) د پښتون ژغورنې د غورځنګ سرلښکر منظور پشتین له خوا په بنو جلسه کښې د قامي جرګې د رابللو د وړاندېز  په کلکه ملاتړ کوي.

پښتانه  په اوسني وخت کې له ۷۰ اویا  ميلونو نهډیر اټکل کېږي،چې  د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډاي او موړ کولتور لرونکي دي، چې پښتونولي نوميږيپښتونولي د جرګو يو ولسوليز (ډیموکراټیکسيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتنو په خپل اوږد کړکیښ (تاریخ ) کې ډیرې سړې او تودې ليدلي دي، خو تل ئې خپل ملي او قامي پیژند ( هويت ) ساتلی دی  او خپلې  ستونزې یې په جرګو حل کړیدي.

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند  په دې وسیله  په  ټولو ملتپاله  ګوندونو او غورځنګونو غږ کوي، چې پښتون قامي جرګې كښې برخه واخلي او د پښتون قامي جرګې  پریکړې په اتفاق پلي (عملي) کړيدغه راز  په سېمه اونړۍ کښې په سوله  خوښو او امن خوښو ځواکونو غږ کوي چې  د پښتون قامي جرګې د روا غږ ، چې په سېمه  او نړۍ کۍ به د امن ځامن وي په کلکه ملاتړ وکړي.

په درنښت

نصیر ستوری

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

 

 

پښتون درست پښتون له کندهاره تر اټکه
 سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار 

-
بېرته شاته