(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکتوبر

[10.Feb.2020 - 11:48]

جرمنېان هرکال د اکتوبر په  3مه نېټه دقامي یووالي ورځ نمانځي

 

د دویېمې ڼړیوالې جګړې ورورسته په 1949 ع کال کې 

لودیځو هیوادونو (لودیځ بلاکد کمونیزم  د پراختیا له ویرې جرمني له پخواني شوروي اتحاد(ختیځ بلاک) سره په ختیځ اولودیځ وویشه، چې له دریو برخو ئې لودیځ جرمني اوله یوې برخې ئې ختیځ جرمني جوړکړلودیځ جرمني دبن ښار اوختیځ جرمني برلین ښارناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه) وټاکل او په 1961 ع کال کې د ختیځ جرمني له خوا د برلین دیوال جوړشو.

داچې دجرمنیانو ویش دښکیلاکي ځواکونو له خوا شوی ؤ، نو د لودیځ جرمني دا پوره باور ؤ، چې دا قوم په زور دوه ټوټې شوی،چې قانوني حیثیت نه لري او چې وخت راشي، نوخامخا به یو ځای کیږي، نوله همدې امله ئې په پارلمان کې دختیځ جرمني لپاره خالي کرسۍ هم پریښودې وې.

کله چې د وارسا تړون غړو د 1989 ع کال د جولاې میاشت کې په بخاریست کې غونډه وکړه او میخایل ګورباچوف د برژینیف دنظرئې (ډوکتورین) د لغوه کیدو اعلان وکړ، په دې سره د سوسیالیستي ورونو هیوادونو پر وړاندې د پخوانی شوروي اتحاد د یرغل حق لغوه شو،چې له دې وروسته به د مسکوملاتړي (متحدین) د خپلو ملي مسایلو د حل لارې چارې پخپله لټوي، چې په دې سره د جرمنیانو د بیا یو کیدو لپاره لاره لنډه شوه او دنوامبر د نهمې او لسمې نېټې ترمنځ شپه کې یوازې په 48 ساعتونو کې دپخواني ختیځ جرمني (ډي ډي ار) په زرګونو وګړي لودیځ برلین او د جرمني فډرالي جمهوریت ته په پښو، بایسکلونواو ګاډو(موټرو) کې سپاره ورغلل، چې د 1989 م کال د نوامبرمیاشتې په 9 مه نېټه 40 کاله وروسته جرمنیان بیا یو شول او جرمني فیډرالي (اتحادي) جمهوریت خپل ناستون (پایتخت/مرکز/پلازمېنه) بیرته دبرلین ښار وټاکه، د اکتوبر دریېمه (3 مه) نېټه ئې د جرمنیانو د قامي یووالي د ورځې په نوم ونوموله او د پرمختګ پر لور ئې چټک ګامونه واخستل، د ژوند ژواک په هر برخه کې بیرته یوستر قوت شو.

جرمنیانو خو40 څلویښت کاله پس بیرته خپل یووالی لاس ته راوړ،خو له بده شامته یوسل او دریشت

کاله کیږي، چې دپښتنو وجود، خاوره او ولس دانګریزانو له خوا په زور څلورټوټې شوی اولا تراوسه همداسې په څلور ټوټوکې ټوک ټوک پروت دی، له بده مرغه دافغانستان د واکدارانو له خوا چې ډیرې ښې ښې موقع په لاس ورغلې وې د پښتون قام اوخاورې د بیرته یو ځای کولو هڅه ونه شوه، نه ئې پارلمان کې ورته خالي څوکۍ پریښودې او نه ئې د اساسي قانون په کورنی سیاست کې ځای ورکړ، بلکه د کرښې اخوا پښتانه او د پښتنو خاوره ئې د اساسي قانون په بهرني سیاست پورې وتړله

دپښتنو د یووالي ورځ

څنګه چې د هند د نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخې  په اوتوماتيکه توګه له اعتباره لويدلی و ، ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللې وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه په یوه غټه غونډه کې ، چې په جرمني کې  د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول (کارنا روسز) هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د ورځې په نامه ونوموله او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په بیلابیلو بڼو لمانځي

[نصیر ستوری]

 

-
بېرته شاته