(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډېورنډ

[10.Feb.2020 - 12:08]

کابو ۱۲۷ کاله د مخه پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنې کرښې پواسطه په مصنوعي توګه پښتانه په برخو وويشي، خو پښتانه چې نه يوازې ګډ پېښلیک/ کړکېښ (تاریخ) ، ګډه ژبه ، او ګډ کولتور لري، بلکې جغرافيایي وحدت هم جوړوي، دغه کرښه په عمل کې نده منلې. د هند د نيمې وچې څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ تړون د ولسونو د حقوقو له مخې پخپله ( اوتوماتيکه توګه) د اعتباره لويدلی وو،  ځکه چې په کومه موخه ( هدف ) چې دغه تړون منځ ته راغلی وو، هغه موخه  د منځه تللې ؤه ، نو د پښتنو ټولنیز ولسوليز ګوند په ۱۹۹۳ کال کې دغه تړون چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوې په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردي کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه .د پښتنو ديووالي (قامي وحدت) لومړی پړاو لرې پښتونخوا ته د برې پښتونخوا د پښتنو په کډې کولو سره پيل شوی دی، يو د بل سره تماسونه زيات شوي او ښيخي ګانې هم پکې مینځ ته راغلي دي، چې دا لړۍ مخ په وړاندې روانه ده او په ولسي کچه هم راشه درشه ډېره شوې ده. پښتانه سوله دوست او امن خوښی قام دي، د سیمې اونړۍ د نورو قومونو سره د خپلو ګډو علایقو پر بنسټ اوږه په اوږه ګامونه اخستل غواړي او د ګډ ژوند د بېلابېلو بڼو په یوه بڼه کې لکه د « آسین د ټولنې » په شان په سوله او ارامۍ کې ژوند کولی شي. لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسي په دپردیو له خوا د پردیو د گټو لپاره روانه جګړه د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوې ده ، پدغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږي، اقتصادي بنسټونه یې ړنګیږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئې سوځول کیږي ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتې کیږي، قامي او ولسي  مشران یې وژل کیږي ، د پښتونولۍ ارزښتونو ته یې په سپکه کتل کیږي  او د انساني ژوند د پرمختګ ټولې لارې یې تړل کیږي او تړل شوي دي. ددې بې عدالتیو، ظلمونو او وحشت په مقابل کښې دپښتون ژغورنې غورځنګ  دمنظور پشتین تر مشرۍ لاندې راوټوکید او د ستر نیکه  میرویس خان  نیکه کړکېښ/ پېښلیک (تارېخ) یې یوځل بیا راژوندی کړ. منظور پشتین  د دښمنانو مخونه  خپل قام ته بربنډ کړل. پښتنو ته یې دښمن په ګوته کړ او د بې تاوه پاڅون (عدم تشدد) له لارې یې مبارزه پیل او قوم ته یې شعوري وېښتېا او د غږ پورته کولو جرات ورکړ.  ( پښتون ته ژوندون غواړو ) تر چتر لاندې یې ټول پښتانه په ېو ټغر راټول کړل، چې پدې سره یې زمونږ د مشرانو د ارمانونو د پوره کولو په لور چټک ګامونه واخستل او د قامي وحدت مزل یې رالنډ کړ.

د شوروی اتحاد د ړنګيدو وروسته ويشل شوي ولسونه بيرته يو شول، خپلواک هيوادونه جوړ شولدنړۍ نوی سياسی نظم په جوړیدو دی او نوی سياسی نقشه منځ ته راځی چې دا پپښتنو ته د يووالی او خپلواکۍ زيری ورکوي. د پښتنو يو خپلواک هيواد ((پښتونخوا)) په سيمه کې د سولې، امن، ټېکاو ( ثباتاو ولسولۍ (ډېموکراسۍ/جمهوریت) تضمين دی، چې داسين د هيوادونو د ټولنې په بڼې سره د ګاونډی هيوادونو سره د خپلو ګډو علایقو پر بنسټ د سیمې اود نړۍ دانسانانو د هوسائې لپاره ګډ کار کولی شي. کله چې مونږ د پښتونخوا نوم اخلو،  نو مطلب مو د احمد شاه بابا افغانستان دی داحمد شاه بابا لپاره د افغانستان او پښتونخوا نومونو يوه مانا لرله کله چې احمد شاه بابا د ډيي تخت ونيوه نو ويويل :

د ډیلـي تخت هــيرومـه چـې راياد کـړم 

ځما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

-
بېرته شاته