(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دټاکنو څرنګوالی

[10.Feb.2020 - 12:32]

05.01.2019 د ټاکنو څرنګوالی

د جرمني مرکزي ډله ( کور کمېټۍ) د کمېټۍ له مشر، مرستېالانو او د څانګو د مشرانو او مرستېالانو څخه جوړه ده، چې ېوه سلاکاره ېا مشورتي جرګه به هم لري.

ټاکنې به د ټول جرمني په کچه ترسره کیږي، څو هر ریښتینی پښتون/ افغان پکې برخه واخلي او که وغواړي، ځان د پې ټې ایم جرمني مشرتابه لاندي پوستونو ته نوماندېدلای شي.

ـ مشر

ـ مالي چارو مشر

ـ رسنیزو چارو مشر

ـ اړیکو چارو مشر

ـ د بشري حقونو چارو مشر 

ټاکنې به د اېلکشن کمېشن تر څارنې لاندې په خپلواکه ولسواکه، او شفاف ډول تر سره کېږي او رایه به په پټه کارېږي.

د نوماندۍ شرطونه:

۱- مشر به خامخا په الماني ژبه پوره برلاسی وي او که انګرېزي ژبه او یا نوري ژبې یې زده وي، نو دا به لا ښه وي

۲ - مشرتابه به د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي

 

۳ - د پښتو، پښتونولۍ او قامي مبارزې سره به یې تړاو لرلی وي او لري به یې.

 

۴ - د ټاکنو په ورځ به په لنډو ټکو کښې خپل کاري پلان روښانه کوي

۵ - مشر به دټېم په بڼه خپل دوه مرستېالان هم د ټاکنو په ورځ اعلانوي.

 

۶ - د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ د ویاند دنده په غاړه لري.

 

۷ - د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ په سلا او مشوره د رسمي او ټولنېزو رسنيو له لارې غونډې، خبرتېاوې او اعلامیې شریکوي او ورسره به د جرمني پې ټې اېم درېځ نړیوالو ته روښانه کوي.

 

۸ - د مالي چارو په مشر باندې به د درغلۍ او فساد تورونه نه وي لګېدلي

 

۹ - د اړیکو د چارو مشر به د غورځنګ لپاره د ملاتړ او غړو په موندلو کې فعالې هڅې کوي

 

۱۰- د بشری حقونو د کميټې مشر به د جرمني او اروپایې ټولنې په قوانینو پوه وي، دی به د پښتو تر څنګ په جرمني او انګليسي ژبو بشپړ لاس بری اوسی.

د زده کړو کچه یی باید چی د ماسټرۍ نه کمه نه وي.

 

۱۱- د مرکزي ډلې ( کور کمېټې) د نورو څانګو مشران هم داړتیا پربنسټ له یوه څخه ډیر مرستیالان له ځانه سره یو ځای نوماندولی شي.

 

که چېرې دټاکنیزې ډلګۍ ( اېلکشن کمېشن) کوم غړی وغواړي، چې مشرۍ ته ځان نوماند کړي، نو د جنوري تر نهمې نېټې پورې به خامخا خپله استعفا ټاکنیزې ډلګۍ (اېلکشن کمېشن) ته وړاندې کوي.

 

سلاکاره یا مشورتي جرګه به په خپله خوښه که وغواړي د ټاکنو د اوسني کمېسون دغړو، د جرمني پخوانۍ کور کمېټۍ له غړو او ېو شمیر فعالو ځوانانو او مشرانو جوړه وي.

که شونې وه په جرمني کې د سېاسي ګوندونو او ټولنو نه یو یو کس، كه چېرې وغواړي دمشورتي جرګې غړی کیدلی شي.

مشورتي جرګه به د پې ټې اېم جرمني کور کمېټۍ سره په هر برخه کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.

 

درانه نوماندان دې دنوماندۍ غوښتنلیکونه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې ټاکنیزې ډلې (اېلکشن کمېشن) ته پر لاندي برېښنالیک یا وتساپ راولېږي.

 

Email:[email protected]

+49 162 1356202

 
-
بېرته شاته