(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محمدګل خان سیمېنار

[10.Feb.2020 - 12:57]

د 2019 کال د ډسمبرپه 7مه نېټه د المان د کولن په ښار کښې دکونړ کولتوري ټولنې په نوښت، همت او کوربه توب  د محمد ګل خان مومند « ژوند ژواک او اندونه « تر سرلیک لاندې پوهنېز (علمي) سیمېنار جوړ شوی وو، چې د المان سربیره دګڼ شمیر اروپایي هېوادونو څخه پکې په سلګونو پوهانو، مخورو او روڼ اندوهېوادوالو ګډون کړی وو.

 

سیمېنار د ټولنې د کار د ډلې دغړي انجیر فریدالله ساپي له خوا ګډونوالوته په هرکلي او د دروند دیني عالم سید هاشم هاشمي  له خوا دقران مجید د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پرانستل شو.

 

ورپسې سیمېنار په رسمي توګه د ښاغلي عزیز سرشار له خوا پیل شو. عزیز سرشار د دې سیمېنار په موخو او اړتېا  رڼاواچوله او  وی ویل، چې زمونږ په جګړه ځپلي هېواد او وروسته پاتې ټولنه کښې د ناسموو اوکمو مالوماتو له کبله  ډېری خلک د ستر افغان محمد ګل خان مومند افکارو ته په تت نظر ګوري. زمونږ په اند د مومند بابا د افکارو راسپړل او څېړل د وخت اړتېا ده، چې په رڼا کښې به یې هر افغان د پتمن او بسېا ژوند لرونکی شي.

 

د دود سره سم ملي سرود واورول شو.ورپسې له ګډونوالو هیله وشوه، چې د افغانستان د ریښتېنې خواخوږي، د ابادۍ د اتل او سپېڅلي انسان ډاکتر ناکامورا ، چې د افغانستان د ابادۍ سولې او پرمختګ د دښمنانو له خو په ډېره بې غیرتۍ وژل شوی وو، د درناوي په پار ودرېږي او سکوت  اختېار کړي اوپدغه بڼه  خپله غمرازي څرګنده کړي. استاد محمداجان یارخپلې لیکل شوې ساندې د ډاکتر ناکامورا په یاد واورولې.

 

د کار د ډلې غړي ښاغلي سیدرحیم خان یوسفي د کونړ کولتوري ټولنې په کړنو د سیمېنار په موخو او  ارزښت هر اړخیزه رڼا واچوله.

 

دسیمېنار لومړی ویناوال ښاغلی محمدرحېم خان یوسفي وو، چې د محمدګل خان مومند د هلوځلو او خاطرو تر سرلیک لاندې یې پراخه او هر اړخیزه  مقاله ولوستله.

 

د هېواد منلي لیکوال څېړونکي او تارېخپوه استاد شهسوار  سنګروال ( محمد ګل خان د تارېخ په پاڼو کښې) تر سرلیک لاندې څېړنېزه مقاله چې د ژورو تارېخي او علمي مالوماتو پر بنسټ ولاړه وه ولوستل شوه، چې د ګډونوالو له خوا په خورا غور واورېدل  شوه.

 

د سیمېنار درېم ویناوال دهېواد نامتو او منلی لیکوال ښاغلی حبیب الله غمخور وو، چې  ( محمد ګل خان مومند د نورو له نظره) تر سرلیک لاندې پوره په زړه پورې ارزښتناکه او مالوماتي مقاله ولوستله. ورپسې د هېواد منلي ژورنالست لیکوال او د سباوون د رسنېز مرکز مشر ښاغلي محمد طارق بزګر ( محمدګل خان مومند او اوسنی افغانستان) تر سرلیک لاندې اړېنه او پرتله اېزه مقاله واوروله.

 

د مقالو د برخې روستی ویناوال دهېواد پېژندل شوی لیکوال او څېړونکی ډاکتر محمد حلېم تنویر وو ، چې د محمد ګل خان مومند کړنلاره او  ملي یووالي یې دتارېخې پېښو په رڼا کښې وڅېړه. ښاغلي تنویر د افغانانو ملي یووالی تارېخي ضرورت  او په  هېواد کښې د سولي  او ورولۍ لپاره تر هرڅه اړېن وباله.

 

د سیمېنار په ترڅ کښې د ویډیوي پېغامونو په وسیله د افغانستان نومیالیو او منلو څېړونکو او پوهانو هر یو ښاغلي استادحبیب الله رفیع، ډاکتر محمد شریف ځدراڼ او پوهاند ډاکتر عبدالظاهر شکېب علمي او د ارزښت نه ډک نظرونه د محمد ګل خان مومند دهر اړخېزو افکارو او کړنو په باب د ګډونوالو سره شرېک شول. د سیمېنار د ملاتړ په هکله ګڼو ټولنو او مخورو پېغامونه را استولي وو، چې د افغانستان د جمهورریس پیغام د ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي اتل سالارزي او د افغانستان د علومو اکاډمي پېغام د کار د ډلې غړي ښاغلي زلمي قاضيخېل له خوا ولوستل شو.

 

د غونډې روستۍ برخه کښې مشاعره ترسره شوه، چې چارې یې د ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي انجنیر مطیع الله روفي پر مخ بېولي،چې اغلی رحېمه پشتونجار او ښاغلیو استاد شهسوار سنګروال ، نصیر ستوري ، الحاج الهام قېام،مطېع الله روفي، مبارز ساپي ،میرافضل طاقت،مصطفي ارین بهار،حنیف وزیر (جهادګل) شعرونه واورول.

 

سیمېنا ر د ماښامنۍ په خوړلو سره د شپې په یولس بجو پاې ته ورسېد

 

ېادوونه. د سیمېنار دمقالو ټولګه به په راتلونكي کښې چاپ شي.

په درنښت

کونړ کولتوري ټولنه

-
بېرته شاته