(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پروین ملال

[10.Feb.2020 - 12:58]

 

 

وېښ قامونه تل  خپل اتلان نماځي، چې له نېکه مرغه په پښتنو کښې دغه ارزښت پدې وروستیو کښې د پام وړ ګرځېدلی دیکه څه هم دپښتنو په سېاسي اوکولتوري ډګر کښې  د مېرمنو ونډه د کمیت له پلوه کم رنګې،خو له نېکه مرغه د کفیت له پلوه ارزښتناکه ده، چې غوره بېلګه یې میرمن پروین فیض زاده ملال ده،  چې له وړوکوالي را اېسې یې د پښتو ژبې  اوادب د بډاېنې لپاره مټې رانغښتي دی   

د پښتني کولتور او  ادب لمن یې په خپلو ارزښتناکو لیکنو او شعرونو بډاېه کړیده.چې مونږ یې پوره قدر دانی کوو

كونړ کولتوري ټولنه د ننۍ غونډې راجوړونکو هڅې ستایي او د داسې غونډو جوړول د اوسني او راتلونکي کول  لپاره  اړېن او اوغیزناک بولي.

میرمن پروین ملال ته پدې لاره کښې  نوره برېا او اوږد ژوند.

دپښتني اصلي کولتور او ادب د لا غوړیدا په هیله 

درنښت

نصیر ستوری

دکونړ کولتوری ټولنې دکار ډله

-
بېرته شاته