(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنړۍ نبات پېژنئ

[20.Feb.2020 - 11:29]

د نړۍ باهوښه او استخباراتي نبات پیژنئ!

عزت الله ذکي

دا نبات نه یوازي د احساساتو شنډولو؛ بلکي د استخباراتي چارو لپاره هم کارېږي.
نباتات ژوندي موجودات دي او هر یو یې په سختو شرایطو کي له ځانه ډول_ډول دفاعي حالت وړاندي کوي، چي دا په ساتونکي کس پوره تړاو لري.

دمایموسا پوډیکا” (Mimosa Pudica) په نوم دغه نبات تازه په مرکزي او جنوبي امریکا کي ډېر لیدل شوی دی.

د کښت آړوند يې وروستي تحقیق ښودلې، چي دا نبات د خطري احساساتو پر شنډولو سربېره حافظه هم لري او کله چي خطر حس کوي، نو د بې هوښۍ د درملو په څېر خپل آغېز شيندي.

........................

 

آیا د نړۍ تر ټولو ښکلی کلی مو لیدلی؟

عزت الله ذکي

په نړۍ کي زیات کلي شتون لري او د ښاري پراختیا، آسانتیا او پرمختللي ټکنالوژي په اساس، د دوی جوړښت خورا توپیر لري، مګر د هغو کلیو او بانډو په نسبت چي ځانګړې ښکلا او سمسوره فضاء ولري، ښایي په نړۍ کي ډېر لږ کلي موجود وي.

دغه آنځور د هالنډ له یوه کلي څخه اخیستل شوی دی، کوم چي د نړۍ د ترټولو ښکلي کلي په توګه يې شهرت وموند او د نړۍ له نورو کلیو څخه يې د بېلابېل جوړښت له امله لومړی مقام وګاټه.

..............

زده کوونکي موبایل ته تر غذا ترجېح ورکوي!

ژباړه: عزت الله ذکي

د امریکا د بوفالو ایالت پوهنتون څېړونکي ډلي موندلې، چي ځیني زده کوونکي ترهغه وخته خواړه نه خوري، چي سمارټ فون ورسره نه؛ ياهم لېري وي.

څېړونکو ويلي، له دې څخه دا ثابتيږي، چي نوی نسل ټلیفون ته تر خواړو ترجېح ورکوي او احتمالاً د موبايل معتادین دي.

دغه نوې څېړنه له ۱۸ تر ۲۲ کلنۍ پوري پر ۷۶ زده کوونکو ترسره شوه، چي د څېړني په لړ کي زده کوونکي د ۳ ساعتونو لپاره له غذا محروم شول او له دوی څخه د موبایلونو اخیستلو بهیر هم مخکي ترسره شو؛ وروسته معلومه شوه، چي دغو زده کوونکو وکولای شول يوازي ۲ ساعته له خپل موبايل پرته تېر کړي.

د يادو ساعتونو په جریان کي زده کوونکو کولای شول، ورځپاڼه يا کوم بل څه ولولي؛ دغه راز کمپیوټري دنده ترسره کړي، ترڅو د ۱۰۰ کالوري درلودونکي خواړو ته لاسرسی ومومي او له موبایل څخه استفاده لږ کړي. د څېړني پرمهال دوی د خپلو خواړو یا موبایلونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه، خو بریالي نه شول او ددغو دواړو سره د یوځای کېدلو لپاره کار ته آړتیا وه.

..............

-
بېرته شاته