(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تپلشوي حکومتونه

[20.Feb.2020 - 11:40]

لیک: نوررحمان لېوال

له انګريزي ښيکلاک څخه رانيولې ترننه د افغان ملت له ارادې پرته ډېرى حکومتونه تپلشوي، له بدمرغه اوس خو خبره ان دې ته رسيدلې چې شاوخوا٨٠٪ د بهرنيو خېښان او بهرنې تابعيت لرونکي څوک چې پرته له خپلو ګټو افغانې ارزښتونه ته هېڅ درناوى نلري او ان د سپکاوى لپاره يې مټې رانغښتي، واک ته رسيدلي او د ميليارډونو لګښتونو پرمټ ډنډوره کوي چې نيکونه مو تېروتي وو چې د بهرنيو يرغلګرو پر بډ يا خلاف راپاڅيدلي وو، دوى ملي کسان کنځي، ګواشي او ځانتپلي تبعيد ته يې اړ کوي.

 

موږ په زغرده ټولو ته وايو چې پردي او دهغوى ګوډاګيان، يوازې د خپلوګټو تر بريده تاسې سره ملګرتيا کوي او تاسې هغوى ته هېڅ اهميت نه لرئ.

 

تېرو څلورو لسيزو کې د تپلشويو سياسي سرکښانو او د هغوى د حکومتونو ناوړه او وژونکې پايلې چې لسهاو ميليونه افغانان يې شهيدان، معيوب، ټپيان، کډوال او لوږې سره مخ کړي او له بدمرغه د تپلشويو له امله دا ناوړه لړۍ لاروانه ده.

 

موږ خواشيني يو چې يرغلګر او د هغوى ملګري وتوانېدل چې يوځل بيا د افغان ملت له وينو او ټپونو ګټه پورته کړي او د ولسواکۍ ترنامه لاندې دروغجن او اختلافي بهيرونه پرمخ بوځي ترڅو په ترڅ کې يې هغه کسان يوځل بيا واک ته ورسوي چې تېر شل کاله يې ملت ځورولى، رټلى او هم يې په قانينو او ارزښتونو لوبې کړي.

 

موږ له پتمن او ځوريدلې افغان ولس څخه بښنه غواړو چې له ډېرو سپيڅلو هڅو سره ونتوانيدو چې دغه حالت ژر مهارکړ، خو ناهيلي نه يو د ملت جوړونې، خپلواکۍ او ځانبسيانى لپاره خپله سپيڅلې مبارزه جاري ساتو او په داسې حالاتو کې موږ لپاره مهمه نه ده چې له ښکيلو څخه د پرديو پرمټ څوک واک ته رسيږي، موږ له ولس سره يو او يوځل بيا دوى ته ډاډ ورکوو چې د خپلې سپېڅلې سياسي، علمي او تخنيکي مبارزې هوډ مو لا پياوړى شوى او پرمخ بولو لپاره يې په ملت د ملګرتيا غږ کوو چې ملت د خپل حق او راتلونکې لپاره موږ سره ګډه هڅه وکړي ترڅو تپلشوي او د هغوى حکومتونه لاندې چارو ته مجبور کړو:

 

لومړى: د ١٣٩٨ بدمرغه ټاکنو په پايله کې تپلشوى حکومت پرېنږدئ چې له بهرنيو پورونه واخلي، که مو پرېښود، افغانستان به په غير مستقيم ډول خرڅ کړئ چې بيا ترڅو دا نړۍ اباده وي تاسې به د هېواد او خپلې ارادې څښتنان نشئ، حکومت چې کومې  بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي، د پرانستې حکومتولۍ پر بنسټ بايد د هغو لګښتونه ملت سره ګام پر ګام شريک کړي.

 

دويم: په هېواد کې روانې جګړې ته چې بهرني مرسته کوي بايد د پرانيستي حکومتولۍ پر بنسټونو د جګړې لپاره د وسلو او مهماتو برابرولو او لګښت کولو بهير له پيل تر پايه پرانيستى او حکومت يې ملت ته په حساب ورکولو مجبور کړل شي، نور محرميت مه منئ، يوازې افغان ولس ناخبره ساتل کيږي، زموږ له دوستانو او دښمانانوه هېڅ پټ ندي، دا کړنه به جګړه سسته او سولې ته لار پرانيځي.

 

دريم: ارګ کې د ملى تدارکاتو اداره چې له خورا ډېرو برخو څخه يې يوازې تپلشوي برخمن کېږي او مرکزيت يې د ملت بېخ وباسي، بايد دغه اداره د ټولو ملي  تدارکاتو بهير له اړتياو نيولې تر تړون تر پايه پورې ملت ته د  ګام پرګام مالوماتو شريکولو او له درغليو د مخنيوى چارو ته ځانکړي شي، تړونونه ورکول  بايد ددغې ادارى له واک څخه وايستل شي. ټولې اړوند دولتي ادارې د اړتيا سره سم بايد د خپلو تدارکاتو واک ورلري ترڅو مجازاتو او مکافاتو ته لار پرانيستل شي، دا به ملت  له  پسات (فساد) او د بهرنيو له دام څخه خلاص کړي، ټولواک ارګ ته ورکول د پسات جړ دى.

 

څلورم: ولايتي او نورې دولتي ادارې هم بايد پرانيستې حکومتولي خپله کړي او د خپلو ټولو لګښتونو تګ او راتګ راپورونه ورځ په ورځ له ملت سره شريک کړي.

 

موږ يوځل بيا ملت ته ډاډ ورکو چې د لوى څښتن راکړې تخنيکي او علمي وړتياوې به د دوى د هوساينې او پرمختګ لپاره نه سپمو او خپله مبارزه به جارى ساتو، په دعاګانوکې مو مه هيرو‌ئ، د يو هوسا، خپلواک، پرځانبسيا او خوشاله افغان ولس په هيله.

 په درنښت د ملت خيرخوا او ملګرى

نوررحمان لېوال

د ١٣٩٨ ولسمشرۍخپلواک نوماند

د نورو مالوماتو لپاره ويبځاى وګورئ

https://www.noorrahmanliwal.com?gnh=1336&zbh=ps

 

-
بېرته شاته