(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهېواد بېا رغوونه

[20.Feb.2020 - 11:42]

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملې تفاهم او همغږۍ مرکز

د نړیوال مرکز سکرتریت

فبروری ۱۷، ۲۰۲۰

موضوع:  د هیواد په بیا رغونه کی د هیواد نه بهر افغانانو د فعالې او منظمې ونډی په غرض د یوې مؤثری او پراخه افغان نماینده او افغان شموله غونډی د جوړولو او د دی غونډی له لاری د راتلونکې ولسمشر سره د تفاهم او همغږی په خاطر افغانستان ته د یوه ځانګړې نړیوال پلاوی د استولو وړاندیز

محترمو دوستانو سلامونه او نیکې هیلي مو ومني.  

د یو شمیر پوهو ملګرو په مشوره، د ملې همغږۍ مرکز داسی تصمیم نیولی چې د ملې همغږۍ مرکز یو ځانګړي ګروپ د افغانستان د جمهور ریس داکتر صیب محمد اشرف غنې، یو شمیر نورو عالیرتبه دولتې مقاماتو، د ملت د نماینده ګانو او د افغان ولس د مختلفو اقشارو د نماینده ګانو سره د ځانګړیو کتنو لپاره کابل ته په یوه تفصیلې سفر واستوي.  البته دا لیدني به مخکی له مخکی تنظیم او سکیجول شوي وي. د دی لپاره چې دغه کار د افغانانو تر منځ د لا ښه تفاهم او همغږۍ په توګه تر سره شی، مونږ د ملې تفاهم اوهمغږی مرکز د څو میاشتو را پدی خوا په اروپا کی د یوی توانمندی پراخه غونډی په جوړولو کار کړی دی.  او هیله ده چې دا غونډه به یا په اطریش کی او یا هم د المان په هیواد کی ژر جوړه شی.

تاسو د هغو مهمو او موثرو کسانو په جمله کی یاست چې پدی محدود ګروپ کی د ګډون لپاره ستاسو د پوهې، شخصیت او مؤثریت په اساس په ډیره دقیقه توګه انتخاب شوي یاست.  نو له تاسو سره د دغی غونډی او افغانستان ته د سفر تفصیلات شریکوو.  د دی په خاطر چې دا سفر کامیاب تر سره شی، په اړه یی اوس یو څه مالوماتونه محرم دي، نو هیله ده چې یی له ځآن سره محرم وساتې.

زمونږ د دغه سفر او د داکتر صیب اشرف غنې او نورو عالیرتبه مقاماتو سره د لیدنې عمده اهداف دا دي:

الف:  عمومې اهداف:

۱ -  د جمهور ریس او دولتی لوړپوړو مقاماتو سره مخامخ کتني او په یو شمیر مهمو ملې موضوعاتو مشوري کره او جدی بحثونه

۲-  په هیواد کی د ملت او د ملت د استازو د مختلفو ګروپونو سره ناستي تر څو ستونزي، حل لاري، او د هیواد په اړونده چارو کی د ملې ، مترقې او ژمن قشر سالمه او مؤثره ونډه اخستنه په دقیقه توګه ارزیابی کړو.

۳ -  د یوه سالم ملې اپوزیسیون په جوړونه کی لازمې همکاري

ب - :  د ولسمشر او دولتی لوړپوړو مقاماتو سره د خبرو اجندا:

د جمهور ریس داکتر صیب محمد اشرف غنې سره د نږدی نه مختصره کتنه او تر هغه وروسته د مشخصو عالیرتبه دولتې مقاماتو سره کتني تر څو د دولت سره د ملت د همغږې کولو په غرض په لاندی موضوعاتو خبري وکړو:

۱-  ولسمشرته د هیواد نه بهر د ملې مترقې افغانانو په نمایندګې په انتخاباتو کی د جمهوریت او د ده د بریا تبریکی ویل

۲-  د ولسمشر له خوا د جمهوریت انتخاب او د ملت له خوا د جمهوریت پلوې په اړه تبریکی ویل او پدی اړه د تآید او همغږی څرګندونه؛ او د جمهوریت د بشپړولو لپار د یوه جمهوری خواه ملې تشکل د جوړولو له لاری د دغي پروسی په تکمیلولو کی د ملې مترقې قشر د منظمی ونډی د انسجام لپاره زمونږ امادګې او د راتلونکې ګډ کار وړاندیز

۳-  د ولسمشر او نورو چارواکو سره د هیواد نه بهر د افغانانو تشویشونه، وړاندیزونه او د دوي د ونډی اخستلو په اړه د دوي د امادګیو شریکونه او په اړه یی د دوی نظر اخستنه او بیرته د هیوادوالو سره شریکونه

۴-  په بهرنې هیوادونو کی د افغانستان د دولت لپاره د مؤثره لابینګ کولو وړاندیز او په اړه یی مشوره غوښتنه

۵-  د سولې په پروسه کی د ملت او ملې مترقی قشر د فعالې او مؤثرې ونډی اخستلو په اړه سلا مشوري

۶- په هیواد کی د مسلکې روزنې او خدماتو د ښه کولو لپاره په خارج کی د افغانې متخصیصینو هیواد ته د نوبتی خدماتو د تللو د برنامې تنظیمول، او د هیواد نه بهر د افغانې سرمایدارانو د سرمایه ګذاری لپاره د یوی ښی برنامي جوړولو په اړه د نظریاتو شریکونه

۷- د هیواد لپاره د یوی اوږد مهاله ملې ستراتیژی د جوړولو د یوه مرکز د ایجاد په هکله مشوري

۸- په هیواد کی د ادارې سمونې په پارد دولت سره په هیواد کی دننه او د هیواد نه بهر د متخصصو پاکو افغانانو د همکاری د راجلبولو په پروسه کی د همکاری وړاندیز

۹-  د یوه سالم، رغنده، همکار او مؤثر ملې اپوزیسون جوړوني په اړه سلا مشوره

ت -  په افغانستان کی نور اړوند کارونه:

۱ -  په کابل کی د یوشمیر ملې سیاسی، مدنې او اجتماعې ساختارونو، علمآو، نخبه ګانو او مسلکې کدرونو سره منظمی ناستې او د ستونزوو، حل لارو او ونډی اخستلو دقیقه او هر اړخیزه ارزونه او ملې مسؤلیتونو ته د خلکو هڅونه

۲-  د افغانستان اقلآ اته زونونو ته سفرونه او هلته  د دولتې چارواکو، د ولس د نماینده ګانو، ولسی خلکو، علماواو اکادمیک شخصیتونو سره کتني، او د هیواد د ستونزو، او حل لارو په اړوند د دوي د نظریاتو تر لاسه کول، او د دوي د ونډی اخستلو ارزونه او هڅونه

۳-  په کابل کی د ولسی جرګې او مشرانو جرګې سره د کتلو له لاری د ملت د نماینده ګانو له نظره د ستونزو، حل لارو او پدی برخه کې د دوي د ونډي اخستلو ارزونه او د دوي د سترو مسؤلیتونو په اړه د دوي هڅونه

۴-  په هیواد کی د سالم، رغنده او همکار ملې اپوزیسون جوړونه

له تاسو په درنښت هیله کوو چې په دغه تاریخې سفر کی د ګدون په اړه لاندی سوالونو ته په دقیقه توګه ځوابونه ووایاست، تر څو مونږ دغه کار په سمه توګه تنظیم کړای شو:

۱-- ایا تاسو علاقه لرئ او کولای شئ چې د اپریل د میاشتی په الو دوو اونیو کی پدغه دوه ورځنې ورکشاپې غونډه کی په اروپا کې ونډه واخلئ؟

۲که په غونډه کی انتخاب شی، ایا د څه مودې (اقلآ د دری اونیو) لپآره د افغانسان په سفر کی شرکت کولای شی؟  پدی سفر کې ځنې غړي ممکن تر دری میاشتو مصروف پاتي شی.

۳-  لکه چې تاسو ته معلومه ده دا یوه ملې پروسه ده او دا کار مونږ باید په خپلو امکاناتو تر سره کړو.  تاسو خپل د سفر، استوګنی او ترانسپورت مصارفات او تدابیر په خپله نیولای شی، که نه؟  

۴-  که په کومه برخه کی کومک ته ضرورت لری، هغه په نښه نوعیت او مقدار یی واضح کړی؟

۵که تاسو په سفر کې ونډه نشی اخستلای، نو:

الف:  تاسو په دغه سفر کی د نورو ګډونوالو سره څرنګه او څومره مرسته کولای شی؟

ب :  تاسو کولای شئ د دی کار لپآره نور مناسب وړ شخصیتونه (نارینه، ښځي، ځوانان، د مختلفو اجتماعې او سیاسی اړیکو لرونکي) چې د دی استازې د ملې ترکیب، هویت او مؤثریت لپاره ګټور وي، مونږ ته را وپیژنې؟

ت:  ستاسو له نظره به په هیواد کی دننه د کومو خاصو او مهمو شخصیتونو سره به زمونږ لیدنه کتنه ګټوره وي؟  لطفآ د هغوي نومونه او د اړیکو شمیري، فیس بوک ادرسونه او ایمیلونه مونږ ته راواستوي.

ث: که په غونډه کی شرکت نشی کولای، ستاسو مشخص پنځه وړاندیزونه څه دی؟

ټ :  که تاسو ته د دولت له خوا لازم اړوند شرایط مساعد شی، تاسو بیله امتیازاتو هیواد ته د خدمت لپاره تللو ته انادګې لری، کله او د څومره وخت لپاره؟

پ:  که د پورته اجندا په اړه کومي ځانګړي مشوري لري له مونږ سره یی شریکي کړي.

اړیکې:  تاسو کولای شی پدی اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره له مونږ سره په لاندی ډول اړیکي ونیسی:

داکتر تاج الدین ملت مل: د مهم د نړیوال مرکز مسؤل Tel: 1-202-246-1992  Email: [email protected]

په درناوی

ستاسو له همیشنې همکاریو نه مننه کوو.

-
بېرته شاته