(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشر محمود خان

[20.Feb.2020 - 12:08]

مشر محمود خان اڅکزی وایي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلار عبدالاحد کرزي او يو بل مشر راته وويل چې محمود خانه ته ډاکټر نجيب الله ته ورشه او ورته ووايه چې(مجاهدینو او پاکستان سره) په کوم څه صلاح شوي ياست دا مه کوه، ځکه دا بې اعتباره خلک دي، دوی دا هيواد نړوي، باور  پرې ونه کړې.

هغه وخت د پنجاب صدر  په خټه پښتون غلام اسحاق خان و، هغه ته ورغلم او يو ساعت بحث مې ورسره وکړ.

هغه ته مې وویل، چې مه کوه، دا هیواد ورانیږي، خو هغه نه منله ځکه چې پنجابي دلته کينولی و او خپل واک ورسره نه و

زه خپله ډاکټر نجيب الله ته ورغلم، دغه وخت ما سره شيرعلي باچا هم ملګری و، یو بل کس هم راسره و، کابل کې مو پېنځه ورځې تېرې کړې.

زمونږ هدف دا و، چې پاکستان کومه طرحه جوړه ده، ددې مخه ونیسو او واک باید یوازې نجیب الله وسپاري او نظام باید پر خپل ځای پاتې شي، خو ډاکټر صاحب راسره ونه منله، هغه ویل چې ما ته یې باور راکړی.

کله چې له ارګه راوتو، نو ډاکټر صېب راته وويل چې دوه مياشتې وروسته به بیا سره ووينو.

دغه وخت شيرعلي باچا ورغبرګه کړه چې بيا په ژوند ليده نشته دا اخري دیدن دی.

 همغسې وشول هيواد په ټوټو وويشل شو، کورنی جنګ پیل شو او په لکونو انسانان پکې ووژل شول.

نتيجه يې څه وه؟ یوازې بدبختي.

موقت حکومت همدا ګټې لري، اوس چې څوک بيا د موقت حکومت خبره کوي هغه له سره افغان نه دی.

 مشورتي جرګې باندې صلاح وشوه، واضح مې ورته وويل چې زما د غلامۍ غم مه کوئ، زه حاضر یم چې اويا کاله نور هم غلام پاتې شم، خو شرط مې دا دی، چې نظام به نه ړنګوئ......... په هر څه کې دې تعدیلات راشي، خو نظام به ساتو.

#شریک یې کړئ او افغانان راخبر کړئ.

مننه

Jan Rawan Zazai

خیبر افغان

-
بېرته شاته