(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مغل

[20.Feb.2020 - 12:27]

مُغل څوک دي ؟ 

مغل په اوله کښې دا لفظ " مُنګ کُر " وهٔ ، بیا چینیانو په" هونګتو هن " په نامه یادَول او دَ طاقت او شهرت موندلو نه وروستو ترکیانو دَ منګول په نامه یاد کړل ، کله چې دَ عربو خراسان موجوده(افغانستان ، تاجکستان ، ازبکستان وغېره) ته راتګ شروع شو نو چونکې په عربۍ ژبه کښې" ګ " وجود نه لري نو عربو دا منګول دَ منغول په نامه یادَول چې دَ وخت تیریدو سره سره دا منغول لفظ په مُغل بدل شو ـ دا خلق دَ ساېٔیبریا دَ یو زوړ قام " ټنګ سوېٔي " او دَ پُخوانو ترکي قباېٔیلو دَ نسل نه وُو ، دا خلق دنګ لوَړ ، خواري کخ او پوھنده وُو، چې دَ دین او مذهب نه بیخي نابلده وُو، دَ دُوي اولنی ټاټوبی دَ ګوبي میدانونه او " ټنډرا " علاقې وې.

کله چې په ۱۱۵۵م کال کښې په دې قام کښے چنګیزخان"هُن" چې اصلي نوم ېې " تموجین " وهٔ د اوسني منګولیا په زمکه وزیږیدلو او کله چې پلار یې مړ شو نو په هغه وخت کښې چنګیزخان دَ دولسو کالو هلک وهٔ په هلکوالۍ کښې دَ خپلو دښمنانو دَ لاسه ډیر تزنیدلی وهٔ خو ډیر زر دَ خپل قابلیت او مړانې په برکت په ټولو ستونزو بریالی شو ، او دَ هونانو ټولې خورې ورې قبیلې ېې دَ یو بیرغ لاندې راجمع کړې اول ېې دَ چین تر پیکِنګ پورې علاقې قبضه کړې ، او بیا ېې دَ وسطي ایشیا ټول هیوادونه خپل حُکم ته اِیلہ کړل ، دَ هغې زمانې ټولې شاهي ودانۍ،جماتونه، مدرسې، مکتبې ، سرایُونه او باغونه دَ چنګیزخان " هُن " په خُونړو لاسونو دَ خاؤرو په ډیرو کښې بدل شُو او په لکهونو انسانان ووژل شول ، دا وحشي خانه بدوش دَ رحم دَ لفظ نه ناآشنا وو ، او په حقیقت کښې دَ مسلمانانو دپاره دَ خداﺉ یو قهر او عذاب وهٔ ـ دا واقعات دَ ۱۲۲۲م کال وُو.

په خراسان او ترکستان کښې دَ تباهۍ نه پس چنګیزخان یو ځل بیا په چین حمله وکړه او هلته یې خپل فتوحات مکمل کړل او هم په دغه وطن کښے په ۱۲۲۷م کال کښې مړ شو.

دَ چنګیزخان دَ مرګ نه وروستو دَ هغه زوی چغتاېٔي خان"هُن" دَ قام سردار شو او بیا هلاکُوخان او هم دغه دَ قامونو او تهذیبونو دَ زوال دا سلسله په ۶ ستمبر ۱۲۶۰م کال کښې د مصر د بادشاه سیف الدین قطر چې سر لښکر ېې رکن الدین هیبرس وهٔ په شمالي فلسطین کښې د جالوت په مقام دَ مغلو په اِستیلا تمامه شوه ، د جالوت دا جګړه په تاریخ کښې د ډېر اهمیت وړ ځکه ده چې د پینځه څلوېښتو کالو د مسلسل فتوحاتو نه وروستو د تاتاریانو دا اولنی شکت وهٔ او هم د دغې ورځې نه د دوي زوال شروع شو او باقي نړۍ د دوي د ظلم نه بچ پاتې شوه.

کاپي

-
بېرته شاته